شنبه, مې 4, 2024
Home+"د فلسطیني شاعر او ادیب رفات عبدالعریر پر وژنه یو تاثر"

“د فلسطیني شاعر او ادیب رفات عبدالعریر پر وژنه یو تاثر”

زه دې مړ شم، خو ته ژوندی اوسه!!
لیکوال: نعمت الله صدیقي
له تېرو څو میاشتو راهیسې چې پر فلسطیني ولس او په تېره بیا د غزې تړانګې په خواوشا کې چې د کومو انساني او بشري فاجعو او وژنو لړۍ روانه ده، دا شاید د طاقت، قدرت او استبداد هغه اوج، خواهیش او نمایش وي، چې د بشر په تاریخ کې یې له شرم، خجالت او رټنې پرته بل هیڅ نه دي ترلاسه کړي. جنګ، وژنه او د همدې لړۍ د نورو ټولو هغه اوزارو لکه تشدد، سپکول، ژوبلول، پر نورو بلوسیدل او لاندې کول، چې د هر چا له خوا، په هر چا او هرځای کې، په هر جواز وي؛ مهذبه دنیا او باتمدنه خلک او ولسونه یې کله هم ملاتړ او ملګرتیا نه کوي؛ اما پر فلسطیني ولس او خلکو د جګړې د حمایت غږونه او مرسته د دنیا هغه ریاستونه او مملکتونه هم کوي، چې د نړۍ پر سټيج یې د بشر د حقوقو، امن او اولسواکۍ په شعارونو ځانونه اړ ګڼي؛ خو دا او دې ته ورته د مستقیمو او غېر مستقیمو جګړو د جهنم د تودولو پټې او ښکاره توطیې یې ثابتوي، چې دوی د همدې ټولو بشري کرامتونو او ارزښتونو برعکس پر همدغه څه د نړۍ پر مخ سیاسي، اقتصادي او نظامي  استعمار او استثمار ته ادامه ورکوي.
امریکا او د هغې اوسني چارواکي چې په هممهاله توګه پر فلسطیني ولس د اسریلو له خوا پر هغوی د بمبارونو، وژنو، چې د عام خلکو او سړیو په شمول یې ډېری برخه د ښځو او ماشومانو ده، د هرې ورځې پر حمایت او ملاتړ یې هغه څه هم رسنیو ته وايي، چې که بل هر طرف او خوا یې مجبوري او خپل طبعي تمایل او طبعیت وي؛ نو حد اقل د هغه نړیوالې انسانې کتلې او مظلومیته خو باید وشرمېږي، چې هر ورځ یې د مظلومو ملتونو او میلتونو د خلکو پر وړاندې د بشري او انساني یا د ښځمنو او کوچنیانو په نامه د خپلو ایوانونو او ماڼیو کې له خولو د ناړو بادونه خېږي. دا څومره نامتوازنه او نامنصبه رویه او چلن دی، چې په یوشتمه پیړۍ کې هم  امریکا د رسمي سټټس له مخې د فلسطین حل د مکالمې او خبرو پر ځای یوازې او یوازې په عسکري حل کې ویني.
د ظلم او استبداد پر وړاندې تر دې مظلوم او کمزورۍ لاس نور څه وي؟ او د ظلم و جبر انتها نور څوک څومره کولای شي؟ چې تېره ورځ یې د شمالې غزې د فلسطین د اسلامي پوهنتون هغه ۴۴ کلن استاد رفات عبدالعریر هم په خپل کور کې له یو ورور، خور او د هغې د زامنو پر وړاندې  په داسې حال کې وواژه، چې تر همدې وژنې یوه شېبه وړاندې يې یو تلویزون ته په مرکه کې وویل:
“زه د یوه استاد او قلموال په توګه د دوی یعنې اسرایلي وسلوالو پر وړاندې هیڅ نلرم او که څه لرم؛ نو خپل یوازینۍ مارکر قلم لرم، که دوی راځي او ما وژني زه به یې پر وړاندې پر همدغه قلم مزاحمت وکړم”
العریر په خپل یو وروستي نثري شعر کې هم داسې دوه لکیرې چې موږ د همدې لیکنې پر تندي د عنوان په توګه لیکلي دي، د خپل مظلومیت انتها ترسیم کړې او په تخلیقي مزاحمت یې د خپل قلم او انساني عافت کرامت او ارزښت ساتلی دی؛ عبدالعریر شاید په دې پوه و، چې دا نړۍ او د همدې نړۍ خواوشا د ټولو انساني او بشري طاقتونو عاوطف او زړه سوی همدا دی، چې “زه دې مړ شم، خو دوی باید ژوندي اووسي!!”
د ده په وینا، چې له مرګ څو ورځې وړاندې یې په یوه مرکه کې وویل: “که مو هر څه ووایو او هر څه وکړو، موږ اسرایلي ځواکونه وژني، په غزه کې اوبه نشته، د ژوند ټولې لارې، چارې په ټپه ولاړې دي، زموږ خلک له دغه ځایه د وتو هیڅ کوم امکانات هم نه لري، دوی اسرایل غواړي، چې موږ اجتماعي ځانوژنه وکړو؛ خو موږ دا کار نه کوو”
د استاد رفات عبدالعریر یوه ګنا دا هم یادېږي، چې دی د اوسني فلسطین ژبه وه، دی چې د انګلیسي ادبیاتو استاد و، د فلسطین او غزې ستونزو او مظالمو ته یې د لیک، تخلیق او تقریر ژبه ورکوله، دا د اوسنیو استعمارونو یوه قاطع فیصله ده، چې که په هره بڼه او په هر توپ او تفنګ دې وژني؛ نو د غږ کولو جرات او د خبرو یا مدفاعت حق به دې هم نه وي، کنه باید ووژل شې.
د حماس د ډلې هغه تیری، چې څوک یې په هر څه توجیه کوي؛ خو د ښکاره رسنیو له مخې تراوسه د ۱۲۰۰ سوه اسرایل او ۱۸۰۰۰ زره فلسطیني وژل شوي دي. یعنې د یوه اسرایلي پر وژنه خواوشا پنځلس مظلوم فلسطینیان وژل شوي دي.
استاد رفات چې د شمالې غزې په شجاعیه کلې کې اوسیده، ښه ورته معلومه وه، چې دوی به وژل کېږي، خو د ده په وینا خپل کلی او خاوره ورته مقدمه وه او امکانات یې هم نه وو، ګواکې دوی محاصره هم وو. ماته زموږ د وطن لیکوال او څېړونکی پرویش شاهین رایاد شو، چې د جنتي سوات په لمبه لمبه ماحول کې یې څنګه د خپل کتابتون او خاورې خوشبو ته غېږ ورکړې وه او تر اخره یې د ژوند اخیستونکیو دیوتاوو او جنګیالیو ته ماتې نه وه منلې. العریر د خاورې او پر خپل قلم د همداسې یوه باور له مخې اسرایلي وسلوالو ته د ماتې د نه منلو په هوډ او مرام پروت و، خو دا شاید د ده د تخلیقي او تخیلي ذهن مغالطه ځکه وه، چې پر دوی د راغلیو جنګیالیو هوس د دوی د بادارانو په قول، چې له مردانه قوته اخیستنې هم زیات خوندور او مزناک دی.
وايي استاد رفات عبدالعریر په خپل پوهنتون کې د هغې علمي او هویتي پروژې برخه هم و، چې ویل به یې موږ عددونه یا شمیرې نه یو، زموږ د عربو هویت او شناخت زموږ خپل نومونه دي، شمیرې او عددونه ملي هویت نشي ساتلی؛ بلکې دا ژبه او نومونه وي، چې د یوه قوم او ملت ملي او فرهنګي هویت ثابتوي. عبدالعریر د ۲۰۱۵ م کال د اسرایلو پر غزې د هغه مظالمو او بمباریو کیسې او واقعې هم د یو ه کتاب (Gaza Unsilenced) په نامه لیکلې او خپرې کړې وې، چې د نن په څېر یې هیڅ انساني تاریخ لیکنه او کیسه لیکنه یې د لیکلو توان او قوت نه لري. مانا دا چې د عبدالعریر دوښمن په دې پوهېده، چې د دوی د انساني ظلم او جبر پر وړاندې داسې مظلومې او فلسطیني حافظې او یادښتونه هم باید پاتې نشي، چې د سبا ورځې د سپين بازیتوب پر وړاندې راته ودرېږي. خو دا شاید د رفات عبدالعریر په څېر د لویو او منورو مزاحمتي پنځګرو پر وړاندې خوب و خیال و، ځکه نړۍ د هغه انګلیسي نظم پر لیکه لیکه یاد او وژړوله، چې “پر خپل مرګ یې دوی ته د ژوند ارزو او هوس وریاد کړ”
دا د رفات عبدالعریر د روښانه او ویښ ذهن هغه مزاحمت و، چې د قلم، فکر او تورویو پر قوت یې د خپل مظلومیت مرثیه له مرګ وړاندې په داسې هنري او مزاحمتي انداز ولیکله، چې دنیا که هر څومره د بې حسۍ او بې وجدانۍ پر درانه خوب ځان اچولی؛ خو د یوه لوستي، استاد او قلموال رفات عبدالعریر د همدې ارزښتونو به ګنا قتل او وژل به څوک څنګه او د چا ضمیر ونه لړزوي؟
  ادبیات په تېره تخلیقي پنځونې(شعر، نظم او کیسه) چې ډېری وخت د یوه مفهوم مانا افاده کوي، ډېر کله یې پیغامونه نامستقیم او پراډوکسي یا نااشنا بڼې خپلوي، رفات عبدالعریر په وروستي نظم کې په یوه پیغام د فلسطیني مظلوم انسان تصویر وړاندې کوي او په بله یا ضمني مانا یې د لفظ او تخلیقي مزاحمت په واسطه خپل ځان او فلسطین خلکو او نړۍ ته په داسې یاد او وړاندې کړ، لکه “دوی یا دای، چې ژوندی وي او هغوی مړه وي”.
 ۱۲  دسمبر ۲۰۲۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب