پر ادبیاتو خبرې
همت عمرزوی
د شاعر او روانې زمانې اړیکه نېغه او حتمي ده. د ده د شعر د چينې رڼې او روانې اوبه د خپل زمان او مکان له خروشانه تخیلي، فکري اوشعوي سر درواو سرچشمو څخه د الهام خوځنده تومنه اخلي. هو، دا طبیعي تسلسل ادامه مومي او د شاعر د ذهني دنیا تحتِ شعور ته نېغه لاره پيداکوي. د ده دغه مخروبه او نافتحه سوې ویړه دنیا عجیبه عجیبه پٌر رازه اونو رازه د شعري سوژو ذخېرې او جزېري له ځان سره جوړوي. د شاعر انسان دغه دنیا هم د ده له شعوري او غیرشعوري ریاضته په امن او آرام کې نه ده. دی د یو متفحِص او متجسس تلوسه درلودونکي موجود په توګه په ډېره بيړه غواړي چې د شعور تر ناڅرګندو دېوالو ورها خوا د دغه ناليدلې او ناتجربه کړې نړۍ غلچکۍ مشاهده، بېړنۍ مطالعه او په پيښه کې مراقبه وکړي. دی تل په خپل درون کې د يوې همیشنۍ ورکې په لټون پسې داسې ستړی سرګردان او روان لالهاند دی چې په دې اړه هره ذهني او فکري تجربه ترسره کوي لایې هم دروني بسنه او قلبي اقناع نه پرې ترسره کېږي، او د خپلې دې اورنۍ تلوسې پر ګرمېدلو او داغېدلو د لا تندي اوتلوسې تلواري بڅرکي پاشي راپاشي. دغه تانده تنده يې د لاشعور د دنګو دېوالونو د چاودو او درزونو نندارې ته په بیا بیا ناچاره او بې واره اودروي، ترڅو د خپلو خورو رو خیالاتو او تصوراتو ایډیال جهان پرې نظاره او ننداره کړي.
شاعر د خپل تېرکړي او وهلي ژوند د سفر د بیا، بیا را د سره کېدو اوتجربه کېدو ناپایه حسرتونه او ناآرامه دردونه د خپل دردمن زړه د دردستان پرچاودلې سيمه بیا بیا را شنه کوي او زمولوي.دی مجبور دی چې د دغه چارې د ترسره کېدو لپاره خوب اوتخیل ته د رغون او سکون په پار بې دريغه پناه ور وړي. خوب هم د ده د زړه په خوښه اوغوښتنه ځواني نه ورسره کوي، هسې يې توسوي او زوروي، د څوشېبو لپاره يې د آرماني دنیا پرجذابې اورنګینې دروازې ور برابر کړي، ولې دا حالت ډېر ځغلند ګذر کوي او دا برغکې شېبه لکه د آسمان پر مخ د ستورو د سترګګ مثال لري، څو چې د ده د زړه سترګې پرې خوږې سي هغه بیا بېرته دی مخامخ د خلا تورې پردې او د ناهیلي ژور اسوېلي ته ودروي. بنا” ده ته په مادي لحاظ پرته له یو توسونکي حسرت او آرمانه بل څه په لاس نه ورځي، ولي بیاهم دغه دروني تخییلي تجربه د دې کوایفو درلودونکي انسان ته بې پامه اوبې الهامه هم نه ده، خپل ژور ذهني او رواني تاثرات او علامات ارو مرو ور باندې پرېږدي، ده ته د غوره شعري_هنري سرچېنو موتیفونه او مضمونونه په لاس ورکويي، د خپل ماضي غځېدلې رسۍ د خپل حال او راتلونکي سره د خیال په زرین مزي بیا پيوندوي، د یوخوږ بې اختیاره غیر مادي لذت سبب يې کېدلای سي او د دې سره جوخت د خپل تللي مسافر(تېر ژوند بیا تداعي) د هجر په تاثر کې د یو نوستالژیک مازوخیزم شعري_هنري کیفیت هم ورته رامنځ ته کوي.
پایله اولنډون:
هر انسان د لاشعور پراخه نړۍ لري، ولې د شاعر انسان چلند د خپل دې لاشعوري جهان او ورسره تړلو ګډو تجربو او ذهني کشمکش تر عادي وګړو زیات اوماورا وي، دا زیاتوالی اوتومات د دې سبب کېږي چې د ده شعري دنیا هم د خپل سینګار توکي ورڅخه غیچ او اخذ کړي! ځکه د دې دنیا منظره د سترګو په رپ کې ده او د شاعرانه ځيرنې پرته يې د نندارې موقع هم په دغسي انداز د چا په لاس نه ورځي. شاعر کولای سي چې د لاشعور د تجربو یو نوی اونو رازه انځوریز البوم خپلو هنرپسندو مخاطبینو ته وړاندې کړي، د دغو دروني خوبوړو او خیالورو تجربو آزموینه یوازې د ځيرمن هنر پنځوال له وسه شونې ده. د لاشعور پر نړۍ مو خیز او لاسته راوړونکی سفر د لوی هنرمند وړتیا طلبوي، او دا ډېره لویه هنري سريښته غواړي چې د هستۍ د هرې برخې له کومې ډډې د کوم ماهر هنرمند زمونږ د ګډو انساني_رواني تجربو د زړو نمونو بیا احیااو نوې ریکاوري په تخیلي_ هنري انداز ترسره کړي، او مونږ ته دې د دې حسرتي، تراژیک، دردمن او غمجن حالت په صیقل کولو بیاهم خوږ احساس را پېرزو کړي دا لویه هنري لورینه ده.
هلته دا چارې چلېده نه لري.
دغه هندارې هيڅ لیده نه لري
هلته د بلې تندې جل جلوې کا
د نفس کوکارې اوریده نه لري
په پېرزوینه اودرناوي.