د (١٣٩٢ ٥.ش) کال د جدي د میاشتي ٢٣ ورځ وه چې مونږ په کوم مناسبت ادبي مشاعره درلوده او د ادب د لاري دوستان او ملګري سره یوځای سوي وو، ماد غونډي انانسري کوله او ملګري شاعران مي دريځ ته یو په بل پسې رابلل،
په لیست کې د کوم ځوان ملګري د شعر ویلو وار راورسید، کله چې يې په سلام کلام پيل وکړ نو د خبرو په لړ کې يې دا غمجن خبر هم را کړ او د تسلیت په وړاندي کولو سره يې وویل چې (له بده مرغه مونږ د ملي ادب ډېر لوی نوم او د پښتو ژبي ډېر ستر شاعر استاد محمدصدیق پسرلی له لاسه ورکړ چې زه په دې مناسبت دده مرحوم درني ادبي کورنی اود هیواد د ادب لوی کهول ته د تسلیت او غمرازی مراتب وړاندي کوم او استاد ته د فردوس جنت هیله کوم)، ددې خبر په اوریدو سره مجلس خپل مخکنی شور او شوق له لاسه ورکړ، پر غونډي یوه سړه فضا خپره سوه او شخصاً زه سره د دې چې باید ډېر متحرک او هڅاند وای نورمي د خپلو ناهیلیو او غمګینیو د تېزو څپو په وړاندي تاب رانه وړ ډېر ټکنی او مایوس سوم، په هر صورت غونډه مو په ماتواوغمجنو زړونو پای ته ورسول او د افغانستان د ادب ددې سترنوم د تشي په ویر مو خپل جسمي اوقلمي اوښکي وبهولې، نن ورځ چې ددې لوی ادیب د لسم تلین له نېټې سره برابره ده زه يې د سپېڅلي روح د خوښی او آرامی د دعا او استدعا په ارزو کولو د بیا بیا درناوي او قدروني په پار د یادونو پر پاڼو یوه بله تاثري او حسرتي پاڼه هم ور اړوم، د ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي د ادبي، ژورنالیستي، تخلیقي او شاعرانه شخصیت له غوره اړخونو ورها خوا د نوموړي نمونه اي او مثالي شخصیتي اړخ ډېر د غور او تامل وړ دی، په دې هکله زما انتباه دا ده مونږ ته چې کوم لوی ادبي او ژورنالیستیک میراث له نوموړي څخه راپاته دی هغه دده د منفرِد او مستغني شخصیت له ژورو سرمنشا اخلي د هیواد په کچه به داسي ژمن او فکرمن د کار او زیار خلک نور هم راټوکیدلي او هڅېدلي وي چې هریو يې په خپل ځای د ویاړ او درناوي وړدي، اما د شخصیتي مزایاوو په برخه کې د دې سړي معنوي جوهر او اصیل خویونه جلا د بحث او شنني وړ بابونه او موتیفونه لري، استاد د نمایش، فرمایش، تظاهر، ریا او مدعا، شهرت، ځان غوښتني، ثروت… نه داچې شوقي او لېوال يې نه وو بلکه د دغو مادي هوسونو او لذتونو څخه يې ډېره لري ځانته یو بېله لار اوبله دنیا ودانه او سامانه کړې وه، نوموړي د فاني دنیا پر ځغلنده او بې بقا ژوندون زړه نه وو تړلی او د ابدي نړۍ د باقي ژوند لپاره يې د توښې اوسريښتې تابیه کول، ماته تر ټولو دا مهمه ده چې ارواښاد استاد خپل ادبي او ژورنالیستیک موقف په ډېر متانت او لویې استغنا سره د ژوند ترپایه وساتی او د خپل رښتیني شخصیت له برکته يې لکه څنګه چې وو همغسي ځان ثابته قدمه او نه بدلېدونکی په همدې انساني، اسلامي اوملي دریځ کې استوار ثابت کړ، یعني استاد حقیقي شاعر، لیکوال او ژورنالیست وو، تمثیل او تصنع يې نه کول، د تخلیق او شخصیت تطابق او ورته والی د استاد د زرین ژوند بارزه ځانګړنه ده، د ادب په دنیا کې يې هنري صداقت او طبیعي اصالت وپالی، دا نور مادي او موقتي شیان يې له دې پتمني او قدرمني معنوي دنیا څخه واېستل، د سوچه رښتیني ادبي_هنري نړی د کار او سینګار هڅه او هاند يې وکړ، د وطن ادبي امانت يې په ټول اخلاص محفوظ او مصوون وساتی او د یو صادق امانتدار په توګه يې دا قیمتي ارزښت ترنورو او نوو نسلونو په ښه شان را ورسوی او دايې مونږ ته د یو تلپاته معنوي دود او دستور په ډول د یو ویاړلي لار او یادګار په حیث یو پوخ او د عمل وړ مثال پرېښود، د دې دود اودې لاري پالل خپل بېل ریاضت، جلا ارادت او نفسي طهارت غواړي چې زمونږ دې پياوړي استاد يې لاري او چاري، بابونه او اسبابونه راته په روښانه ډول څرګند کړي دي، استاد زمونږ د فکر په دنیا کې د ادبي رسالت انساني_ملي فکرونه یوار بیا را هست او وکرل او مونږ يې په ځير سره دې ټکوته متوجه کړو چې د اصیل ادب لار کومه ده، او رښتینی ادیب څوک دی، دا ډېره ستره لورینه او پېرزوینه ده چې د ټولني کوم اوڅار او فکرمن او هدفمند انسان يې پر خپل ولس او انسانیت پېرزو کوي، بناً زه په دې هیله او آرمان یم چې د ګران وطن د ادب پر کاله بیا، بیا داسي ښېرازه معناداره زرین پسرلي را وټوکېږي او زمونږ ادبي ګلبڼ یوار بیا زرغون، زرغون او ارغنون، ارغنون کاندي، په همدي تمه خپل لینکه را ټولوم او د استاد جنتي روح ته د سوکالی او آرامتیا غوښتنه کوم.
له کومه راغلو دې د غم خواته
چې اوس مو بیايې د عدم خواته
د خدای ج له میني را لټېدلي
ځو يې د لطف او د کرم خواته
استاد پسرلی.
اېستلې لاره لاروي غواړي
د مزل چاره لاروي غواړي
چې له ډبرو سترګي وتراشوي
تګ تر هینداره لاروي غواړي.
په پېرزوینه اودرناوي.
همت عمرزوی.