پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبفلسفه او شاعري| عنایت الله دیدار

فلسفه او شاعري| عنایت الله دیدار

افلاتون د فلسفې او شاعرۍ په عدم سازګارۍ بحث کړی و. هغه ویلي و:

«فلسفه له تعقل، استدلال، تجربوي حس او په لویه کې له عقل سره تړاو او کار لري.»

عقل و منطق د فلسفې وسیلې/لومړۍ وسیلې دي. ادب په خیال و احساس پورې تړلی دی. تخییل، غلو، هر څه غېر عادي کول، د احساس شدت… د شاعرۍ اساسي عناصر دي.

د فلسفې نړۍ له احساساتو/شاعرانه احساساتو، دروني حس، غېر معقولیت او رومېنټیک خالي ده.

موږ که اصل او بنسټ ته دقیق نظر وکړو، دا دوه متضاد جهانونه/څیزونه دي، چې وحدت ورکوو.

مګر که یو ځل بیا یو سطحې نظر وکړو، او بنیاد ته تم شو، د دواړو د امتزاج او وحدت لپاره ګڼ مشترکات مومو. په بله مانا په طبیعي لحاظ ګڼ مشترکات لري.

دغه تضاد په اصل کې د یوه بل د تکمیل تضاد دی، چې همدا تضاد د کاېناتو په ګڼو کونجونو کې ساري او جاري دی.

حتی که په ماټریالسټي ډیالکټیک کې د اشیاوو پیوند، اړیکې او تضاد سره مطالعه کاندو، حققت یابي اسانه کوي. همدا تضاد په حقیقت کې د یوه بل د تکمیل تضاد هم بلل کیږي. که دغه تضاد نه وای، نننی نسبي تکمیل او په ماده کې شته/مالوم کړای شوي قوانین به مو نه وای پېژندلي.

د تخییل د دغو دوو جهانونو سره ګډول او بیا دواړه د یوه بل تکمیل ګڼل ګرانه چاره ده.

او خاندي لېونی سترګې یې ډکې له مستۍ نه
وحدت یې روان کړی د لکها بت پرستۍ نه
غني خان 

… او لېونی فلسفي خاندي… یانې کومه د غم، ویر، سختۍ، نا امېدۍ، ماتې، ستړیا او په ټوله کې د بې خوندۍ خبره او کېفیت نشته. د لېوني سترګې د ټولو فزیکي بې پایانه جهانونو او د ده  د کېفیت، تخییل او مستۍ خلق کړیو جهانونو تماشه کوي. دغه تماشه په (پازیوټوویزم) ولاړه ده، لېونی خان په ( حق الیقین ) کې واقع دی.

د پازیوټوویزم په اړه ( اګوسټ کانټ ) وايي: 

( بشر له دریو فلسفي تاریخي مرحلو ور تېریږي. 

۱ – رباني مرحله، په دې مرحله کې د خدای او میټافزیک( ماورالطبیعت ) په اړه تصور موجود وي، چې انسان پکې هېڅ شک نه کوي.

۲ – میټافزیکي مرحله، په دې مرحله کې انسان تر طبیعت ورهاخوا فکر کوي، هغه څه چې د ده د حواسو له داېرې بهر وي، یې په شک ککړوي.

۳ – د پازیوټوویزم مرحله، په دې مرحله کې انسان ته هغه څه د منلو وي، کوم چې ده ته په تجربه ثابت شوي وي.)

فېلسوف د سترګو جهانونه په همدې تماشه اباد ساتلي او د (حق الیقین) په یوه داسې حد ولاړ دی، چې هېڅ شک ورته دغه جهانونه نه شي منتفي کولای.

اسمان وریځ و، فېلسوف وروکتل، په (علم الیقین) کې واقع شو. باران را وورېد، فلسفي ولید، په (عین الیقین) کې واقع شو. هغه د علم په انتها کې واقع کېدل غوښتل بهر ووت، باران یې پر حواسو ښه ترا محسوس کړ، پرې لوند شو او په (حق الیقین) کې واقع شو.

(وحدت یې روان کړی د لکها بت پرستۍ نه)

دا ( وحدت ) په فکر کې جوړ دی، اما دا ( وحدت ) په عین وخت کې (روان) هم دی. اوس نو په (حق الیقین) کې واقع غني خان د ټولو لارو په کتو د خپل (حق الیقین ) پایې تر عرشه رسوي.

لکونه بوتان، د لکونو معشوقو، لکونو لارو، لکونو فکرونو، لکونو دروازو، لکونو تلاشونو او … لکونو هغو کېفیتونو استعاره ده، چې د لېوني د فکر محور جوړوي. د همدې چورلیز په احاطه کې د غني خان د عظمت ستوري چورلي.

سقراطه! دغه ځای کې تېروتلې
ایمان دې واخیست، فلسفو له یوړ
دغلته ورک، دغلته وک شوې غني!
زړګی دې خپل پردو سینو له یوړ

په جز کې، په کل کې، په صراحت کې، په اشارت کې، په سطحې جهان کې، په ژور فکري جهان کې او… کې د شعر و فلسفې تر منځ مشترک ټکي شته.

فلسفي شاعر نه دی، اما شاعر خامخا د فلسفې د سفر ملګری دی. خو دا فکر کول غواړي، چې (فلسفه) په شعر کې ډېره راګډه ده او شعر (د خپل ابتدايي تعریف پر اساس) په فلسفه کې هغومره ګډ نه دی. موږ دا هم نه وایو، چې ګنې فلسفه دې (جوهر) او شعر دې یې (عرض) وي.

د عرض و جوهر په فلسفي بحث داسې دی:

«هر هغه وجود، چې ځانګړی وي او د بل وجود په برکت نه وي موجود جوهر او هر هغه وجود، چې له بل وجود پرته خپل وجودي حیثیت و نهٔ لري عرض »

بې شمېره شاعران په څه نا څه حد کې د فلسفې د لوی فکري جهان وګړي دي. د دې خبرې مانا دا هم نه ده، چې ګنې شاعران په نا خود اګاه یا شعوري ډول د فلسفو د جهان خبرې کوي او خپل فکري او تخلیقي حیثیت نه لري. ګڼ شاعران شته، چې په شعر کې یې خپل فلسفي سیسټم روان کړی دی.

خو دلته بل غم ساز شو!

 کله چې وایو، فلسفه یو منظم فکري یون او فلسفي د یوه منظم فکري جهان تابع دی، څنګه کېدای شي، چې شاعر دې د همدغه فکري یون منظم ملګری پاته شي، د ده فکر خو د ده په احساس متحرک کیږي او احساس د جهاني کېفیتونو عکس العمل دی. دی که منظم فکري فلسفي یون پېل کاندي، شاعرانه حیثیت یې کوم خوا ته ځي؟ دی که فلسفیانه یون پېل کاندي د شعر د تصنع او د روح د لافاني شاعرانه غږ حیثیت څه شو؟ د یوه فېلسوف په کتاب ګې ګڼې درنې او فلسفي خبرې شته، که یو کس یې د شعر په چوکاټ کې ځای کړي، همدې ته فلسفي شاعر ویلی شو؟نه! هېڅکله نه! حضرت شاعر خو یو مخ لګیا دی، متضادې خبرې کوي، متضاد منظرونه وړاندې کوي، متضاد شکونه کوي، متضاد سوال کوي، متضاد ځواب ورکوي… هسې مثال ورکوو:

 هیچ کس در نظرم غیر تو نیست
لا شریک لک لبیک، خیالت راحت!
مولانا جلال الدین محمد
ترجمه:

بل مې هېڅ انسان په خیال کې بې تا نشته
څوک مې نشته دی ملګری، خیال راحت کړه!

بل ځای بیا وايي:

ګفتم ای عشق من از چیز دګر نمی ترسم
ګفت ان چیز دګر نیست دګر هیچ مګو

ژباړه:

ما وویل زما مینې، زه له نور څه نه ویریږم
ویل یې هغه څه نور نشته، نور هېڅ مه وایه ته

خان علیین مکان، چې د ماحول تر اثر لاندې، د فکري حرکت تر اثر لاندې د ټکو یون کا، نو وايي:

د تقوی په کاروبار ښه خبردار یم
ولې څه کړم، چې نصیب مې ګمراهي ده
خوشال بابا

بیا چې د تقوی نفي کا او شاعرانه طغیان کا، نو فرمايي:

شیخ دې لمونځ روژه کا، زه به ډکې پیالې اخلم
هر سړی پېدا دی، خپل، خپل کار لره کنه

د عشق تایید:

عشقه ته تر اورنګزېب باچا بهتر یې
چې خوشال دې په عالم کې سربلند کړ

د عشق رد:

عاشقي د خدای بلا ده عاشق مه شې
څوک په سرو سکروټو ایښی لري تل زړه
خوشال بابا

د دلبرو په جدایۍ د خان بابا کېفیت او بې پروايي:

یاره ته چې جدايي، جدايي وایې
زه خوشال د دې خبرې توان لرمه

د دلبرو په جدایۍ باندې فریاد:
ما په خپل صورت دا کار دی ازمویلی
له هر څه نه صبر شي، له یاره نه شي

د هغه پېر د پښتنو په اړه، چې خان بابا له بې اتفاقۍ پرته هره چاره ښه ګڼي:

هره چاره د پښتون تر مغل ښه ده
اتفاق ورسره نشته ډېر ارمان دی
خوشال بابا

اما همغه په پښتنو مین خوشال بیا د حالاتو تر اثر لاندې بل دریځی کیږي:

اول مور د درست غوري په خره غوولې
بیا د واړه پښتانه پسې دنبال
خوشال بابا

غم، باطني کېفیت او د هغه تایید:

په بل ځای مې پیرزو نه یې د یار غمه
ته زما د زړه د مات کودي رېحان یې
خوشال بابا

د یار غم دې د خوشال له دله نه ځي
د فاني دنیا خوښي که ولاړه ولاړه

غم، باطني کېفیت او رد یې:

غم په زړه کې بد غلیم دی
څوک توانېږې خواروه یې
خوشال بابا

همداسې په سلګونه او زرګونه مثالونه…

اوس د یو څو فلسفیانو نظریې را اخلو:

فرید ریش نیچه

رنې دکارت

ممکن اوس پرېکړه وکړو، چې شاعر فلسفي نه دی/نه شي پاتې کېدای. ځکه شاعر خو له بهرني جهانه د اغېزې په صورت د خپل سطحي یا ژور کېفیت او احساس په پېروۍ کله یو څوک او کله بل څوک شي.

شاعر د ماحول د یوه کېفیت تر اثر لاندې د خپل فکر او نظریې جهانونه بدل/نور کړل.

ده خو د خپلې کړې خبرې او نظریې تایید او رد دواړه وکړل…!! همدا (رد) او (تایید) او فکري کاواکي ده، چې دی د فلسفې له جهانه وباسي. ( استثناء شته. په فلسفه کې هم نظریات بدلیږي اما په دلیل سره . همدا افلاتون، چې موږ یې مثال ورکړ، چې د شاعرۍ خلاف و، یو وخت شاعر و، ټراجیډیکه شاعري یې کوله، خو بیا یې خپله ټوله شاعري وسېزله. )

حتی همدا شاعر چې له خپله ذاته د فکر جهانونه ابادوي، همدا وجود او فکر بېرته لکه د ( چوانګ تزو ) نفي کوي.

چوانګ تزو خوب ولید، چې پتنګ دی، الوځي، د سوزېدو په شوق دی… یو وخت راویښ شو، که ګوري چوانګ تزو دی… سوچ یې وکړ… ایا زه چوانګ تزو وم، په خوب کې مې ځان پتنګ لیدو، بیا راویښ شوم او (چوانګ تزو) مې وموند او که همغه پتنګ یم او په خوب کې ځان وینم، چې چوانګ تزو یم!!؟

غني خان فرمايي:

دا زه څه له، ولې جوړ شوم!؟
خبر نه یم، نه پوهېږم!!

چې رحمان بابا له ځانه منکر شي:

زه د یار مینې په یار باندې شېدا کړم
که څوک ما ګڼي، زه نه یم واړه دی، دی

دا منکر و قانع، دا د نظر تایدوونکي او ردوونکي، دا د ځان منونکي او له ځانه منکر، دا د مینې مینان او له مینې په فغان، دا د خدای د لارې لارویان او بیا باغیان، دا د هر ارزښت پر وړاندې د همغه ارزښت له خپل کېفیته منکر او د خپل وجود او احساس په ژبه غږېدونکي خلک څنګه فلسفیان وګڼو!؟

زما په خیال، شاعر منظم فلسفي نه دی، اما فلسفي ضرور دی. 

خو کومه فلسفه؟ 

اوس نو موږ یوه بل بحث ته ورننوزو… که موږ ووایو، چې د شاعر په کلام کې (اګزسټنسیالیزم) دی، نو ګویا شاعر په مطلق یا په نسبي ډول د تخلیق له صلاحیته بې برخې کړای شو، یوازې د نظریې یا کوم فلسفي سیسټم ( ناظم ) شو. د شعر دغه کوشش یې هم شعوري دی او هم هغه کوشش دی، چې د شعر له اصل او وجودي حیثیت سره په ټکر کې دی.یانې شاعر یوازې (مقلد نظم کوونکی) شو، چې زړو خبرو ته یې وزنونه ورکړل، نظم یې کړې او د خپل تخلیقي صلاحیت ټول طاقت یې د فلسفې په منظم کولو باېلود.

کاندید اکېډمېسن استاد محمد صدیق روهي په خپل کتاب (شعر پېژندنه) کې وايي:

( ایډین ته یو زلمی ورغی، ویې ویل:

 ته د ادب په جهان کې ستر نوم یې، غواړم شاعر شم، څه مشوره ده، څه باید وکړم؟

ایډېن وپوښت: له تا سره کومه مفکوره شته، چې شعر یې کړې؟

هلک وویل:

هو! یو څه شته، چې باید شعرونه یې کړم.

 اېډین مخاطب کړ:

ځه بچی! ته نه شي شاعر کېدای. )

شاعري د هغو مفکورو د ( نظم ) کولو کوشش نه دی، چې (شته) او د وزن او شعري جوړښت اړتیا لري. بلکې دا هغه طغیاني فکر دی، چې له غېبه نزول کاندي او د تخلیق زورور او پاروونکی جهان پرې اباد دی.

اتی هی غیب سی، یی مضامین، خیال مې
غالب سریر خامه، نوای سروش هی

دا رنګینې مانې چېرې دي خوشاله
چې د ګل په شان نزول ستا پر بیاض کا؟

اما د همدې نظریې د ( څه ویلو ) او ( څنګه ویلو ) بحث که هر څو د دلیل په شکل کې هم راوړو، بیا هم ویلی شو، چې دغه شاعران هماغه مقلدین دي، چې ( نظریې ) را اخلي او ( نظم ) کوي یې.

سقراط یو خت متوجه شو… ولې ځینې نا لوستي خلک په شعر کې اعلی افکار وړاندې کوي؟ ده وویل:

«په یونان کې ډېری انپړ خلک دي، چې ډېر اوچت او عالي فکري کلامونه یایي. دا خلک او دا کلامونه سره نه برابریږي. دا ( معلول ) د دغه (علت) معلول نه دی. وروسته یې وویل، دا شعرونه د دې خلکو نه دي، بلکې دا په اسمان کې د شعر الهه (Muse)ده، چې خپل شعرونه د دغو انپړو خلکو له خولو وايي.»

د سقراط او افلاتون په پېر کې اړینه وګڼل شوه، چې فېلسوف او شاعر دې خپله فکري حوضه سره جلا کاندي.

د خپلې ځوانۍ د مهال ټراجیډیک شاعر افلاتون خپله ټوله شاعري وسېزله، ده وویل، شاعري له جهانه په درېیم پړاو کې لرې کول کوي.

دی د مثل د نظریې په تناظر کې داسې دلیل راوړي:

 دا نړۍ د یوې بلې، دې ته ورته نړۍ تقلید، عکس، سیوری یا سیوري ته ورته څیز دی. محسوسات په هېڅ وجه اصل نه دي، بلکې دا پخپله تقلید دی، چې اصل او منشاء یې په مثالي عالم کې ده. محسوسات پخپله هم له اصل نه په یوه درجه کې لرې کېدل دي. هنر او شعر یو ځل بیا د محسوساتو د دنیا تقلید دی او دغه تقلید له حقیقت، حتی له واقعیته بیا یو لاس لرې کېدل دي. هنر چې د فطرت عکاسي ده، له عکاسۍ ، عکاسي او تقلید دی، چې په نتیجه کې له حقیقته یوه بله درجه لرې کېدل رامنځته کوي.افلاتون عقیده لري، چې شاعري او په ټوله کې توصیفي هنرونه د انسان د فکر لپاره یوه لوی او خطرناک فریب دی. شعر و هنر د انسانانو احساسات راپاروي، کوم څیز چې احساسات راپاروي، په نتیجه کې یې روح د کسالت او سستۍ ښکار کیږي، چې دا له انساني وقاره لرې خبره ده .
افلاتون د ړانده هومیر شاعري د همدې لپاره اصلاح او سانسور کړه، چې ګنې بربنډتوب پکې دی او د خلکو ( خصوصا د ځوانانو ) اخلاق خرابوي. ده عقیده لرله، چې احساسات ( خصوصا جنسي احساس )پاروونکي څیزونه دی او پارېدلی جنس و لذت روح نابودوي. ډېره زمانه وروسته فرېډرېش نیچه د افلاتون له همدې خبرې سره اختلاف وکړ او ویې ویل،چې د احساساتو نه پارېدل/نه مشبوع کېدل په اصل کې ژوند نابودوي. زیموینډ فراید هم بیا په لیبیډو باندې ګڼ تحقیقات وکړل او جنسي غریزه یې د تحقیق، فکر او نظریې مرکز و.
د افلاتون له ټول محبوبیت او قبول عام سره، سره (لا هم) دده په زمانه کې په شعر کې فلسفیانه افکار وړاندې کېدل. دغه شاعري منظومه فلسفه نه، بلکې په اوچت هنر لړلې شاعري وه او په ټوله مانا د انسان ذهن و حواسو ته مخاطبه وه،چې په ډېری مسایلو کې یې فرحت و سرور لېږداوه.
د افلاتون له ټول کوشش سره سره خلکو د هومیر شاعري د اصلي او د ده ( د افلاتون سانسور کړې/اصلاح شوې ) د پرتلنې په نیت نه، بلکې د هومیر د شاعرۍ د خپل رنګ و کیفیت د ارزښت لپاره لوستله.

په راوروسته زمانه کې شیخ شهاب الدین سهروردي، خپل فلسفي او عرفاني افکار په شعر کې وړاندې کړل.
پیر روښان هم د خپلو عرفاني افکارو د لېږد لپاره هم پخپله او هم یې لارویانو له شاعرۍ کار واخیست، خو دغې کار اخیستنې په ډېری مواردو کې د شعر و هنر روح مجروح کړ او له شاعرۍ د وسیلې په توګه کار واخیستل شو. د هغه زمان خبرې په خپل ځای، د تلمیح د صنعت کارول په خپل ځای، په شاعرۍ کې موږ ته زموږ د تاریخ د بیان ارزښت پر خپل ځای ، مګر که نن سبا دغه شان شاعرانه بدعت کیږي، نو د انتهايي بې هنره کار  اطلاق پرې کوو. یانې که فکر + جمالیات نه وي، ادب ناقص دی. 

په فرانس کې د کېټولیک کلیسا او د څلورم هینري مخالف شاعر او لیکوال والټیر (Voltaire ۱۶۹۴ – ۱۷۷۸) که څهٔ هم له شعر نه وسیله جوړه کړې وه او په (انریاډ) نومې نظم باندې تبعید هم شو، خو دغه یاغي خویه شاعر بلاخره د فلسفې او شاعرۍ په شریکه لار روان شو. هغه مانا+جمالیات= شعر، پر اساس د اوچتو کلامونو تخلیق وکړ. هغه د همدې نظریې پلوی پاتې شو او شعر یې د قافیه بندۍ له قید نه د مانا افرینۍ په لور بوتلو.

په اتلسمه پېړۍ کې د انګلستان پر خاوره ډیکنز (1870- 1812 Charles John Huffam Dickens)لوی نوم و.  هغه هم د فلسفیانه شاعرۍ مدافع و.

د ډیکنز هم عصری، ستر فرانسوی نوم ویکټور هوګو (۱۸۰۲-۱۸۸۵) د شاعرۍ په مجموعه(Les Orientale’s)  د مانا افرینۍ یو مثال جوړوي. آن تر دې، چې د بایبل ځینې برخې شعر ته را اړوي او په شعر کې دغه شعوري کوشش هم د هغه د مانا افرینۍ د پلوی په مانا و. ده په مکرر ډول په شعر کې د مانا او فلسفیانه رنګ ننګه کړې وه.

د ډیکنز او هوګو همعصری فرانسوی رومان لیکونکی بالزاک (Honoree de Balzac۱۷۹۹-۱۸۵۰) هم د فلسفیانه شاعرۍ دیوانه وار عاشق او پلوی و.

په ۲۰مه پېړۍ کې د فرانس پر خاوره د ادب او فلسفې تر منځ مشترکات په لویه پېمانه زیات شو. دغه وخت ژان پل سارتر(1905-1980 Jean Paul Charles Aymard Sartre)  او مېرمن یې سیمون ډي بورا (1908-1986 Simon De Beauvoir) په دفاع کې واقع شول.

لومړیو فطري اصولو ته په کتو، زموږ په کلاسیکه شاعرۍ کې هم فلسفیانه یا زما په اصطلاح د (خبرې) شاعري شته .
د انساني فطرت د ګڼو غوښتنو په منځ کې یوه هم د پوهې اشتیاق دی. موږ که سترګې اړوو، نو یا به د حسن په تماشې پسې وي او یا به د ځان د پوهولو لپاره. کله وار بیا د همدغه اشتیاق فطري(نسبي فطري) اړخ قوي وي او کله وار پکې انساني غرض هم شامل وي. په دې مانا، چې انسان کله وار فطري تمایلاتي هڅې هم شعوري کوي او فوکس و تمایل یې زیاتیږي. 

د شلمې پېړۍ مشهور فلسفي، مارتین هاېډېګر (Martin Heidegger1889- 1976) وايي:

«شاعر خپل عقل د احساساتو ښکار ګرځوي.»

هایډیګر چې کله له (عقل) سره (زړهٔ) یادوي، نو ګویا دی د مانا(عقل) او جمالیاتو(زړهٔ) یو امتزاج جوړول غواړي. شاعري د همدغه امتزاج نوم دی. کهٔ یو ترې منتفي شي اعلی شعر نه بلل کیږي. خو  هایډیګر (زړهٔ) مغلوبوي، ځکه چې هغه د (احساساتو) ښکار کوي، ګویا د مانا ژوروالی او شدت پر جمالیاتو مقدم بولي. زما په خیال جمال+مانا= اعلی شعر. د پیرایې، طرز، تشبیه، منظر کشۍ او په مجموع کې د شعریت خبرې به په بیل بحث کې کول غواړي. زما خو دا خیال دی، چې شاعر باید په یوهٔ(زهٔ) کې ټول بشریت پټ کاندي. د مانا او خبرې شاعر چې کله د ابدي موضوعاتو په محور کلام او سندره وبولي او د لاشعور له جهانه ورسره د جمالیاتو شدت یو ځای کاندي، نو عالمګیریت یې لهٔ شکه وځي.

مرزا اسدالله خان غالب خپل یوهٔ ملګري شاعر/شاګرد ته په خط کې کاږي:

«شاعري د مانا افرینۍ عمل دی. تشه قافیه بندي کول او د ګل و چمن یادونه شاعري نه ده»

زما په خیال د څیزونو/منظرونو یو جمالیاتيperspective  (نقیه نظر/لید)جوړول مانا افریني ده. 

د شاعرانو په ګڼو ابادو شویو فکري جهانونو کې په طبیعي لحاظ فلسفه شته، په بله مانا، هېڅ شاعر نشته، چې په شعر کې شته ماناوې دې یې له کوم فلسفي مکتب سره په مطلق او نسبي ډول تعلق و نه لري. اما شاعر بیا هم منظم فلسفي نهٔ دی، که چېرته یې کوشش وکړ، شاعر به پاتې نه شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب