یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر /  راپور (۴۹) / ولوله دهقان 

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر /  راپور (۴۹) / ولوله دهقان 

ځای: انلاین

نېټه: 07/07/2024

ګډونوالې: 17

وړاندې‌ کوونکې: ځلا نور 

 راپور: ولوله دهقان 

د بهېر په دې غونډه کې په ډېرو مهمو موضوعاتو بحث وشو، په لومړۍ برخه کې په دې بحث وشو چې د بیکاري په وخت څنګه ځان بوخت ساتلی شو؟ څرنګه کولی شو د خپلې ذهني روغتیا خیال وساتو او له وخته موثره استفاده وکړو؟ که موږ کار یا بله رسمي بوختیا نه لرو څرنګه کولی شو خپل وخت معنا دار او ګټور مصرف کړو؟

 په دې برخه کې شفیقې خپلواک، مېرمن نازو پسرلی، امنې عزیزي، ځلا نور، میمونې کامران، هیلې پسرلی او ولولې دهقان خبرې وکړې او ځینو نورو دوستانو هم لنډ نظرونه وړاندې کړل چې په دې راپور کې به ځینې نظرونه ولولئ. 


میمونه کامران:

دا ښکاره خبره ده چې اوس مهال مو ډېرې خویندې په کور ناستې دي او د بيکاري څپه په هېواد خوره ده. اصلي خبره دا ده چې زموږ خویندې څه ډول له دې بېکاري څخه ځان ژغورلی شي؟
د ژوند هره شېبه یو فرصت دی او لویو بریاوو ته د رسېدو لپاره باید د ژوند واړه او کوچني فرصتونه نادیده ونه نیسو، لا هڅه وکړو چې له فرصتونو ګټه واخلو. همدا ډول زموږ خويندې له خپلو مهارتونو ګټه اخیستلای شي؛ نوښت کولای شي او خپلې شېبې لا عالي کولی شي. 

سمه ده شرایط نه دي برابر، فرصت نه دی برابر باید له همدې شرایطو سره ځان عیار کړو، له وړو وړو فرصتونو ګټه واخلو. مثلا، کولی شو چې انلاین تعلیمی بنسټونو کې نوم لیکنه وکړو او انلاین تعلیمي فرصتونه پیدا کړو.‌ لازمه نه ده چې په هر کار کې دې مالي ګټه خامخا وي کله کله باید ځینې کارونه د دې لپاره وکړو چې تجربه مو ډېره شي.‌

امنه عزیزی:

زما وړاندیز هغو نجونو او مېرمنو ته چې اوس په کور دي او کار نه لري دا دی چې نوي‌ مهارتونه زده کړئ. بله مهمه خبره دا ده چې اوس متاسفانه په هر کور کې  داسې نجونې شته چې له مکتبه پاتې دي او موږ کولی شو چې د بیکاري پر وخت هغوی سره د مکتب درسونه تکرار کړو، انګليسي ژبه ور زده کړو یا هم نور مهارتونه ور زده کړو. که انترنټ ته لاسرسی ونه لرو نو کولی شو چې  خياطي، نقاشی او نور ورته مهارتونه زده کړو.

د تازه مهارتونو زده کول د بیکاري خلق تنګي کموي، پر ځان مو باور ډېروي او دا چانس او ډېروي چې کار پیدا کړو. 


ولوله دهقان:

د بیکاري پر وخت کولی شو چې مطالعه او لیکل ډېر کړو. له دې لارې به مو خپل وخت ګټور تېر کړی وي، خپل ذهني فکرونو ته به مو  وده ورکړې وي او له رواني فشارونو څخه به مو ځان ساتلی وي. او که څوک وغواړي چې د بیکاري تر بد اغیز لاندې رانشي کولی شي هغه کتابونه چې د کار او ښه ژوند انګیزه ورکوي مطالعه کړي او یا هم د کیسې کتابونه ولولي. 

د غونډې په دوهمه برخه،  د مطالعې برخه وه چې اغلې نظیفې ستانکزۍ د خپلې مطالعې تجربه شریکه کړه. 

نظیفه ستانیکزی: د “ځواک” کتاب چې ډېر مشهور دی مېرمن  “رانډا بېرن” لیکلی دی او پښتو ته ښاغلي‌ میر احمد یاد ژباړلی دی. په پیل کې مې د دې کتاب لوستو ته ځکه لېوالتیا پیدا شوه چې یوې مېرمنې لیکلی دی.‌

له دې کتابه مې زده کړل چې، خپلو ټولو هیلو او ارمانونو ته رسېدی شو خو په دې شرط چې پوه شو څه غواړو. خپلې هیلې باید په اهدافو بدلې کړو مطلب واضح یې کړو. ډېر خلک ځکه خپلو ارزوګانو ته نه رسېږي چې واضح انځور یې نه لري. مثلا، که زموږ هیله دا وي چې ښه کیسه لیکواله شو هغه وخت دې هیلې ته رسېږو چې په ذهن کې یې واضح تصور کړو او کار ورته وکړو. خو که زموږ ارزو ګنګه وي مثلا ووایو چې غواړم لیکل وکړم خو دا مالومه نه وي چې څه ډول لیکل بیا نو په دې کار کې کامیابي سختېږي.‌

بله مهمه خبره دا وه چې، ژوند ته باید مثبت نظر ولرو. مثبت لیدلوری د کار لپاره انرژي راکوي. که یوازې د ژوند په منفي اړخونو فکر کوو نه یوازې دا چې روحیه مو خرابېږي بلکې په کار کې مو هم برکت نه پیدا کېږي.‌ له ژوند سره باید مینه وکړو او هغوی چې له ژوند سره مینه لري هغوی ځان ته او خپل وخت ته احترام لري. که مثبت نظر او واضح هدف ولرو په ژوند کې به ډېر څه ترلاسه کړو. 

یاد کتاب راته وايي چې د کامیاب او خوشحاله ژوند لپاره باید مینه، مننه او مثبت فکر زده کړو. له مینې یې مطلب دا دی چې له ژوند، ځان او هغه کار چې کوو یې ورسره مینه ولرو.‌ له نورو خلکو سره همکار ووسو ځکه د خوشحاله ژوند راز په دې کې دی چې له نورو سره ښه وکړو.‌له مننې یې مطلب دا دی چې په ژوند کې چې کوم نعمتونه لرو د هغو لپاره باید شکرګزاره ووسو. مثلا، صحت،  لوی نعمت دی خو موږ ډېر کله حتا فکر پرې نه کوو. منندوی اوسېدل د انسان روحیه زرغونه ساتي. 

پای، 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب