یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد مس عینک د استخراج چارې پیلیږي، کان ته د سړک د...

د مس عینک د استخراج چارې پیلیږي، کان ته د سړک د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (چهارشنبه، د اسد ۳ مه) وروسته له دې چې چینايي شرکت د مس عینک کان د عملي کار پیلولو ته چمتووالی اعلان کړ، د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، نن په یو لړ مراسمو کې د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د مس عینک کان ته د غځېدلي سړک د جوړولو چارې پرانیستې.
د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په همدې مناسبت په مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خواه، د چین د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین، په کابل کې د چین سفیر، د مس عینک قراردادي «ام.سي.سي» شرکت رئیس او تخنیکي ټیم، د خصوصي سکټور استازو او د سیمې اوسېدونکو هم ګډون کړی وو.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، د مس عینک پروژه، د هېواد له مهمو او حیاتي پروژو څخه بللې او ویلي یې دي چې د دې پروژې ډېر وخت ضایع شوی او اوسمهال پکار ده چې عملي کارونه یې ژر پيل شي.
ملا عبدالغني برادر آخوند دغه راز د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت مسئولانو ته ډاډ ورکړی چې د پروسس پر مهال د زهرجنو موادو د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې دننه کافي مواد موجود دي، دا ستونزه په بشپړ ‌ډول حل شوې او د پروژې د عملي کار پر وړاندې هېڅ خنډ نشته.
هغه زیاته کړې چې د پروژې لپاره یې د پیسو د انتقال په موخه د افغانستان بانک ته هدایت کړی، چې له قراردادي شرکت سره لازمه همکاري وکړي.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال قراردادي شرکت ته د بشپړ امنیت د تامین ډاډ ورکړ.
د کان د سپړلو چارې به په څو ورځو کې پیل شي
پرون د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وویل چې له پنځلس کلن ځنډ وروسته به د عینک د مسو کان د استخراج چارې د روانې اوونۍ تر پایه پیل شي.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان د سه‌شنبې په ورځ پر خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې، د عینک د مسو کان چینایي قراردادي “MJAM” به په افغانستان کې دننه د دغه کان د پروسس چارې ترسره کوي.

هغه لیکي: “قراردادي شرکت مکلف دی چې د ۲۰۰۸ کال د ژمنو پر بنسټ، د وروستي او سل فیصده پروسس سربېره، د دې اوونۍ په پای کې له کوم خنډ او ځنډ پرته د نړۍ د مسو په یوه تر ټولو لوی کان کار پیل کړي.”

هغه زیاته کړه، د عینک د مسو کان د عملي کار په پیلېدو سره به ۳ زره هېوادوالو ته په مستقیم ډول او ۱۰ زره نورو ته به په غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د جولای په ۱۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې، د چینايي کمپنۍ مشر سونګ وینبینګ او د دغه وزارت سرپرست هدایت الله بدري د عینک د مسو د کان په اړه خبرې کړې دي.

لرغوني اثار به خوندي وي
په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، ډاډ ورکړ چې دلته شته لرغوني آثار به په خوندي توګه وساتل شي.
ښاغلي خیرخواه زیاته کړه: «د تاريخي آثارو د ساتنې په موخه د ټولو اړخونو له هلوځلو څخه مننه کوو؛ د مس عینک د کان کیندنه له هر اړخ څخه د ځمکې د تل طرف ته پيلېږي، ترڅو تاريخي آثار محفوظ پاتې شي».
ده همداراز وویل چې د تاريخي آثارو ساتنه او د کان کیندنه په هم مهاله توګه یو پېچلی کار و؛ چې د ښکېلو اړخونو په همغږۍ په ښه توګه د یوې قوي طرحې په پلې کولو سره مدیریت، حل او پیل شو او دا پروژه د نورو پروژو په پيل کې هم آسانتيا رامنځته کولی شي.

9 COMMENTS

  1. دا هر څه غیری قانوني دي، تر څو چې د ملت په خوښه حکومت نه وي داسې غلې او پنجاب نماینده ډلو سره هر ډول قراردا کول د ملت سره خیانت دی. چین باید ددې قرارداد نه شاته شي او کنه حساب به بیا ورکړي. ځکه طالب یواځې د هیواد لوټمار ته راغلی.

    • سلیمانه څه وکړو ! دغه د طغوتي جهاد له برکته هیواد د تورتم په تیارو کې غرقیږي. د ملا چړي طالب سي مخکې به یې لکه سپي ته سي مړۍ وراچوله نن د واک په ګدۍ ناست ده. موږ او تاسي متل لرو ( د چرګې یې د مالګې له څټلو سره څه) دغه د یرغلګرو بل سوغات سي دغه د مدرسې چړی یې واک ته ورسول او دا یې ورباندي منلې سي دغه ولس به تر قیامته په جهالت کې ساتې. ملا چړي طالب سوډر همداسي ټټر ورته ډبولی. ☹️

    • ته خو د طالب اورته د غاري بیلچې لاستئ یې. د تاسي جاهلو د پنجاب د مدرسو د کونیانو لپاره د هیواد شتمني هیڅ ارزښت نه لري. چین ځوزي ماځوزي به د افغانستان شتمني د اوربشو په بیه چور کړي. هغه متل ده ډم له خدایه څه غواړي ؟ یا ویر غواړي یا ښادي د بیلچې د مدرسې چړي اول املاء زده کړه. 😡

    • سلیمانه دغه هسي د طالب په سحر کې لاهو جاهلان دي. دوۍ هسي خیالي عاشقان والله دغه خدایی خدمتګاران طالب خپل خیرات هم وروبولي.

  2. د معدنونو استخراج ښه زیری او ښه اقدام دی ( په حقیقت کی یو حیاتی ضرورت دی) خو پدې شرط چی دواړی خواوی په معامله کی د انصاف او عدالت څخه کار واخلی ( د استخراج د ګټو اغیز او تأثیر مستقیماً د عام وولس پر جیب او دسترخوان احساس شی ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب