جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهسپین بولدک دروازه د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره موقتي پرانیستل شوې

سپین بولدک دروازه د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره موقتي پرانیستل شوې

تاند (جمعه د تلې ـ میزان ۲۵مه) د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې  حریت راډیو په یوه راپور کې لیکلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک دروازه نن د جمعې په ورځ د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره موقتي پرانیستل شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا دروازه شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د پاکستان له لوري هغه مهال وتړل شوه، چې د افغان ځواکونو له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ پر پوستو انتقامي بریدونه ترسره شول.

سرچینه زیاتوي، چې له نن سهاره راهیسې د سپین بولدک له لارې د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو تګ راتګ پیل شوی، خو لا هم د سوداګریزو مالونو د لېږد اجازه نه ده ورکړل شوې.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دروازې د دایمي یا موقتي پرانیستو په اړه رسمي څرګندونې نه‌ دي کړې.

د بولدک د لارې ترڅنګ پاکستاني لوري د تورخم او دغه هېواد سره ټولې دروازې تړلې دي.

د دروازو تړل کېدو سره دواړه غاړې سوداګر له سختو مالي زیانونو سره مخ دي.

1 COMMENT

  1. .
    سکاډ روسی بالستیک توغندی دی چه شمالی کوریا یی هم لری او د روسی هیواد څخه یی اخستلی دی. چه د ۴۵۰ کیلو متره هدف په اسانی سره ویشتلی شی. سکاډ راکیټونه کولایی شی تر ۷۰ کیلو اتومی سرګولولی او هم تر ۵۰۰ کیلو زهرجنی کیمیاوی سرګولولی هم انتقال کړای شی، د سکاډ دوه ډولونه افغانستان کی وجود لری. افغانستان د سکاډ ۹۶۰ عصری توغندی لری، او کیدای شی د دغه توغندیو د ډیرولو خواست په ازاد بازار کی د شمالی کوریا څخه ترلاسه کړی.

    لونا د ۲۵۰۰ څخه تر ۲۸۰۰ کیلو وزن لری او د ۱۰۰ کیلومتره فاصله ویشتلی شی. دغه توغندیو د داکتر نجیب الله په وخت کی جلال اباد کی پنجابی فوجیانو ته سخته ماتی ورکړی وه، تاریخ شاهد دی. دغه د روسی هیواد ساخت اسلحه ده چه افغانستان شمالی کوریا او نور هیوادونه یی لری.
    لونا روسی توغندی چه ۹ متره اوږدوالی لری. ۲۳۰۰ د کابل په ديپو ۱۶۰۰ د قندهار په دیپو ګانو کی، ۷۰۰ د پنجشیر په دیپوګانو کی موجودی او اوس خاصو نقطو ته انتقال شوی، او تخنیکی او نښه ویشتونکی سرتیری یی د د داکتر نجیب الله له وخته چه اوس په وطن کی موجود دی فعال دی.
    کیدایشی ځینی روسی ساخت الوتکی ویشتونکی توغند د اا امارت د شمالی کوریا په ازاد بازار کی ترلاسه کړی. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب