ژباړه، لنډیز او راټولونه: غني حسن
که یو څوک غواړي د شکسپير په اړه مطالعه وکړي؛ فقط څو مختلف ټکي دي په پام کي ونیسي، په شکسپیرپوهنه کي دا ټکي خورا مهم دي او دغه هره نقطه د شکسپیر د شهرت، هنر، فن، فکر او سبک کیسه بیانوي:
۱ـ د شکسپير د ژوندلیک مطالعه،
۲ـ د هغه د اثارو مطالعه،
۳ـ د هغه وخت د ادبیاتو، هنري پنځوونو، لیکوالانو او سبکونو مطالعه،
۴ـ پر شکسپیر او د هغه پر اثارو باندي د نیوکو د لړۍ مطالعه،
دا څلور ټکي موږ په شکپيرپوهنه کي اګاه کوي. یو خوا ته که د شکسپير ډرامې د ډیرو خلکو په زړه دننه سوې بل خوا پر هغه او پر اثارو ئې تُندي نیوکي هم سوي دي. دا چي موضوع د ده او د اثارو د بریالیتوب ارزونه کوو؛ نو موږ ئې دلته فقط د اثارو ځانګړتیا او د ده د بریالیتوب د رازونو یوه ارزونه کوو.
یادونه:په لومړۍ برخه کي هغه ته منسوب اثار بیان سوي ول که مو هغه نه وي مطالعه کړې، په ډېر څه به دلته ژر پوه نسئ.
د شکسپير د اثارو تولید:
د هغه د بریالیتوب یوه نښه به د هغه د ډرامو دوامداره تولید وي، چي د نیوکو او خلکو په کیسه کي نه سو، بلکي یوازي ئې خپل هنري پنځوني کولې او مخي ته تلئ. شکسپیر په 1564 زیږدیز کال کي زیږیدلی او په 1616 زیږدیز کال کي مړ سوی دی. په دې موده کي یې له 1592 څخه تر 1613 پوري هر کال لږ تر لږه یوه ډرامه لیکلې وه، چي د شکسپیر په ژوند کي د لیکنو، اثارو او ډرامو دقیقي نیټې سمي او یا هم د نشتوالي له امله مبهی وې او دي. دځینو لیکلو اثارو د معلوماتو پر اساس، ځينو لیکوالو پوهانو اټکل کړی دئ، چي هغه ممکن د 1580 لسیزي په وروستیو کي هم د اثارو په تولید کي نندارې وړاندي کړي وي.
دا پدې مانا ده چي شکسپیر په دوامداره توګه د خپلو خلکو د ساتیري لپاره او د وخت د حاکمانو د استبداد پر وړاندي د درېدو لپاره نوي ډرامې لیکلي او د تیاتر سټيچ له لاري به ئې نندارې ته وړاندي کولې، بې شمېره خلکو ئې په ډيري لیوالتیا سره په نندارتونونو کي برخه اخیستل او ده هم په تول پوره نندارې ولیکلي او په میراث ئې پرېښولې.
د وخت مشهور لوبغاړي چي د شکسپير اثار تر موږ راورسېدل:
له 1594 راهیسي، یوازي د لارډ چیمبرلین مین په نوم پیژندل سوې ډله وه، چي وروسته یې د کینګز مین په نوم بدل کړ، دې ډلي د شکسپیر ډرامې ترسره کړې. په دوی کی څو تنه خورا مشهور او د ډرامې تکړه لوبغاړي ول، چي د دوی له فعالیت پرته، د شکسپیر ډرامې ممکن هیڅکله په تاریخ کي خپل ځای نه وای موندلای. په دوی کي دغه لاندي کسان شامل دي:
۱ـ ریچارډ Richard Burbage –(1567-1619):
دی د میتود اداکار په توګه پیژندل سوی، د شکسپیر په ډیرو ډرامو کي مخکښ رولونه لوبولي، په شمول د هیملیټ، اوتیلو، ریچارډ درې، او کینګ لیر دا د شکسپير مشهوره ډرامې بلل کېږي، او همدارنګه ریچارډ په هغو ډرامو کي چي د بین جونسن لخوا لیکل سوي دي کار پکښي کړی دئ. هغه د ګلوب تیاتر په جوړولو سره 25٪ ملکیت خپل کړ او وروسته له دې ئې زوړ تیاتر له مینځه یوړ او د نوي په بیا رغولو کي یې پوره مرسته وکړه.
۲ـ ویلیم کیمپ (۱۵۶۰-۱۶۰۳)
یو لوبغاړی، نڅاګر او سندرغاړی و، خو د شکسپیر په ډرامو کي د هغه د کامیډي کار لپاره خورا مشهور و چي د ډګبیري رولونه په کي شامل دي.
۳ـ هینري کانډیل (۱۵۶۸-۱۶۲۷)
یو د هغه وخت له هغو ۲۶ لوبغاړو څخه و، چي په ډله کي پیژندل سوی و. هغه د جان هیمینګز سره د ګلوب تیاتر په رامنځته کېدو کي ګډه همکاري وکړه او د ښه شتمنۍ په درلودلو سره هغه د شکسپیر د لومړي فولیو/لومړنۍ ټولګي په ایډیټ کولو او خپرولو کي د شکسپیر له اجازې پرته مرسته وکړه.
۴ـ جان هیمینګز (۱۵۵۶-۱۶۳۰)
دی هم یو له هغو لوبغاړو څخه و، چي د ګلوب تیاتر ئې په شراکت رامنځته کړ او ده هم د شکسپیر د لومړي فولیو په ایډیټ او خپرولو کي یې ورسره مرسته وکړه. د یادوني وړ ده، چي هغه وخت یوه ټولګه خپرول د عامو وګړو کار نه و، دا چي پورته څلورو بادرکه او هنرپاله او د تیاتر او د شکسپير اثار خوندي او تر موږ راورسول، همدا د شکسپير د بریالیتوب رازونه بللای سو.
تفریح او تماشهچیان:
لوبغاړو پخپله د ګلوب تیاتر جوړ کړ. خو پر دې ځای او ځمکي ئې د مالکینو سره شخړې ددې باعث سوې، چي ډیری اداکاران د تیاتر شرکت ټوټې ټوټې کړي او د تیمس سیند باندي یې بیا ورغوي. شکسپير او دده ملګرو یو ډیر رواج اصول له مینځه یوړل، پخوا به تماشهچیان تیاتر ته داسي کښېنستل د ټیټې درجې یا چی لږ پيسې ورکوي، هغه به پر فرش ناست ول او هغه چاچي ډیري پيسې ورکولې هغه به په برنډو کي درېدل یا دوهم منزل کي او هغه چي بیخي زیاتي پیسې ورکولې سټیج ته نژدې پر چوکیو ناست ول. دوی په دې نوي ځای کي له ټولو څخه یوه اندازه پيسې ټکټ قیمت یو ډول اخیستل کېدئ، چي د غریبو، شتمنو او منځنیو تر منځ دا فاصله دلته راکمه سوه او ټول یو رقم کښېنستل ډیرو ښه احساس وکړ او نور دلته دا بد رواج مات سو. په هغه وختونو کي د برتانوي ټولنې مختلفي کچي سره راټولېدلې، ترڅو د وخت یوازینۍ تفریح څخه خوند واخلي.
شکسپیر به هم د خپلو ډرامو لپاره ډیر ښه او نوي موضوعات غوره کول، چي د اخلاقي مسلو پر بنسټ د نن ورځي د نورو ډرامو په پرتله لیدونکي یې ښه ساتل. شکسپیر د خپل مسلک په لومړیو کي طنزونه لیکل بیا د هغه تراژیدي، ورپسې کامیډي یا رومانس ډولونه ول. د خلکو د علاقې وړ موضوعاتو په اړه شکسپیر ډیری وفادار مینه وال وموندل، چي د ده محبوبیت لا هم زیات سو.
د شکسپیر منتقدین:
ددې سره سره چي خلک به ئې خوشاله ساتل خو پر ده انتقاونه هم ډېر ول، او د ده د ناخوښه انتقاد کونکو برخه زیاته وه.
Robert Greene:
د شکسپیر یو د پام وړ نقاد رابرټ ګرین و. هغه شکسپیر ته “یو چال بازه ” بللی.
Samuel pepys:
نقاد او نامتو لیکوال سامویل پیپیس د شکسپیر ډرامه A Midsummer Night’s Dream نه خوښوله او هغه یې “بې ځایه اوپالتو مسخره بلله.
: French philosopher Voltaire
فرانسوي فیلسوف والټیر هم په شکسپیر باندي ډزي کړي وې او هغه یې “شرابي وحشي” او “ستر احمق” بللی و.
په هرصورت، د شکسپیر ډرامې د ډیرو خلکو لخوا خوښي سوې، د هغه د هنري کارونه ستاینه وسوه. د هغه له مړیني راهیسي، شکسپیر پخپل دا هنري انداز او لیکوالۍ د ډیرو خلکو هڅولو ته دوام ورکړ، چي د هغه هنري او ادبي کارونه هم مطالعه کېږي او هم څېړل کېږي.
شکسپير یو بې مثاله ماسټر:
که له هغه سره مینه وکړئ یا له هغه څخه کرکه وکړئ، خو شکسپیر یو له سترو لیکوالانو څخه و، چي نړۍ یې پیژني. هغه نه یوازي د لیکلو خورا لوی مقدار خپور کړ، بلکي هغه داسي ډرامې په میراث پرېښولې، چي خلک ئې هم په لیکلي ډول او هم د اجراء کولو او وړاندي کولو په ډول خوښوي.
ایا تاسو باور لرئ؟ چي شکسپير د نندارو او ډرامو د دې لوی لیست سره یوازي نه و دریدلی، بلکی هغه یو تکړه شاعر هم وو. شکسپیر د سندرو په هنر او مهارت درلودلو کي خورا مشهور دی. که تاسو د هغه د ډرامو څخه خوند اخیستی وي؛ نو د هغه سونیټ – شعري ټولګه هم مه هیروئ.
شکسپير شاعر و:
سونیټونه یا سندري دا د شعر یوه ځانګړې بڼه یا فورم دئ، چې 14 بیتونه لري، که ووایو، چي قالب ئې زموږ غزل ته ورته دئ نو لیري خبره به مو نه وي کړې، دا په 13 مه پیړۍ کي په ایټالیا کي رامینځته سوی او د ایټالوي شاعرانو لکه پیټرارک لخوا مشهور سوی دی. دا ویلیم شکسپیر و، چي د انګلیسي ادبیاتو کي ئې د سونیټ بڼه راوړه.
د شکسپیر سندرې د 154 شعرونو ټولګه ده، چې احتمال یې د 16مي پیړۍ په وروستیو او 17 مي پیړۍ په لومړیو کي لیکل سوې دي. دا په لومړي ځل په 1609 کي خپره سوې ده ، که څه هم په ټولګه کي د دغه فورم دقیق ترتیب د پوهانو ترمنځ د بحث موضوع وه او اوس هم پاته ده.
د شکسپیر په سندرو کي سپړل سوي، موضوعات متنوع دي او د میني، ښکلا، وخت، جفا و خیانت او قربانۍ د شکسپير د شعر ځواک پورې اړه لري. ډیري سندري ئې یو ځوان ته خطاب کیږي، چي د “عادلانه ځوان” په نوم یادیږي، ځیني نور ئې بیا پراسرار او زړه راښکونکي شعرونه دي، چي “توري میرمني” ته خطاب کیږي. دا سندرې ئې د اړیکو، د ښکلا بې ساري طبیعت، او د وینا کونکي خپل احساساتي او رواني تجربې بیانوي.
د شکسپیر د ډرامو او شعرونو په اړه لاندي ځانګړي ټکي د یادوني وړ دي:
– د ژانرونو ډولونه:
د شکسپیر ډرامې د ژانرونو یوه پراخه لړۍ لري، چي د طنزونو، تراژیدیو، تاریخونو او رومانسونو لړۍ ده،له دې څخه د یو کامیابه او ماسټر ډرامه لیکونکي په توګه د هغه استعداد څرګندېږي.
– شعرونه:
شکسپیر د خپلو ډرامو سربیره د 154 شعرونو ټولګه هم لیکلې ده، چي دا سندرې د مینې، ښکلا، وخت او مړیني موضوعات بیانوي، او د شعري ځانګړتیاوو څخه مالاماله شاعرانه ترې پیژندل سوې ده.
– تاریخي شرایط:
د شکسپیر اثار د الیزابت او جیکوبین سیاسي دوره وه، چي ټولنیز او کلتوري شرایط منعکس کوي. دوی د پاچاهۍ، طبقاتي جوړښتونو، او د وخت ټولنیز نورمونو ته بصیرت وړاندي کوي.
– ژبه او د کلمات:
د شکسپیر ډرامې د خپلې بډایه ژبي او کلمو ننداره وړاندي کړه، او د شاعرانه وسایلو لکه استعارو، کنایو، تمثیلونو او علامو او ټکو کارولو کي مشهور دی. هغه ډیری کلمې او جملې جوړي کړې، چي نن ورځ هم کارول کیږي.
– نړیوال موضوعات:
د شکسپیر ډرامې تر وخت محدودي نه دي او تلپاتي موضوعات بیانوي، چې په نن ورځ پوري هم اړوندېږي. لکه مینه، حسد، لیوالتیا، انتقام، ځواک، استبداد او د انسان د طبیعت پیچلتیاوي. دی د کلتورونو او نسلونو نسلونو سره داسي وږغېدی، چي لا به ئې ږغ تر هر ژوندي انسان پوري ورسېږي.
– پیچلي کرکټرونه:
شکسپیر د یادولو وړ او پیچلي کرکټرونه رامینځته کړل، چي د یو لړ احساساتو او زحمتونو ښکارندوي کوي. له تراژیدیکو اتلانو نیولې تر د میني تر اتلاتو پوري؛ لکه هیملېټ او مکبیت څخه نیولې تر جولیټ او کلیوپاترا په څېر پیاوړي ارادې لرونکې اتلانو پوري، د هغه کرکټرونه څو اړخیزه او له رواني پلوه با اهمیته ول.
– نوښت پلوه لیکوال: شکسپیر په ډرامو کي مختلف ډراماتیک وسایل کارول لکه ډراماتیکه ستړیا، د لیدونکو د ښکیلولو او د ډراماتيک فشار لوړولو چلونه، یا هم هغه د خپل مشهور ګلوب تیاتر په ګډون د سټیج نوښتونو ته خاص د پام وړ کارونه وکړل.
– اغیزې او سرچینې:
شکسپیر د ډیرو سرچینو څخه الهام اخیستیلکه د تاریخي کیسو او افسانو څخه، تاریخ او ادب څخه، د کلاسیک ادبیاتو او افسانو څخه، او پخوانیو ډرامو څخه، هغه دا سرچینې تطبیق او بیا یې تصور کړې، تر هغه وروسته ئې د خپل تخلیقي وړتیا سره یوځای وړاندي کړې.
– د انساني حالت سپړنه:
شکسپیر د انساني حالت ژورو ته ځان ورساوه، د میني، خیانت، هویت، آزادۍ، او اخلاقي انتخابونو موضوعاتو ته سپړنه ورکړل، او درک ئې کړل، چې خلک د څه سره مخ دي او څه ورسره مخ دي. د هغه ډرامې د انساني وجود پیچلتیاو ته ژوري زاويې وړاندي کوي.
– دایمي میراث:
د شیکسپیر ادبي او هنري کارونو په باب ادب، تیاتر او انګلیسي ژبه باندي ئې دوامداره اغیزه درلودل. د هغه ډرامې په منظمه توګه ترسره کیږي او په ټوله نړۍ کې مطالعه کیږي، او د هغه کرکټرونه او جملې د کلتوري حوالې په توګه وړاندي کېږي.
په ټوله کي د شکسپیر د ادبي اثارو ته کتنه، د هغه لیکوالي، شاعري او سبک ته کتنه او هر فورم ئې څېړل او وړاندي کول د پام وړ ژوروالی او پراخوالی لري، چي دا په یوې لیکني سره نه سي خلاصه کېدای، ددې برخي مینه وال دي پر ده او دده پر سبک او بېلابېلو فورمونو ئې سمینار، مقالې، کتابونه، تیزسونه او دوکتورا مقالې وړاندي کېدای سي، د ادبیاتو د محصلینو او د ښکلي هنرونو د پوهنتځی محصلینو همدا وظیفې دي، موږ ټول وخت د شعر پر قافیې، ډولونو او عیبونو باندي لیګیا یو، اساسي او نړیوال څه راڅخه پاتي وي، البته چي اوس په وطن کي د روانو حالاتو ټول هنرونه او ادبی شهکار کارونه په ټپه درولي خو بیا هم وایم، چي ادبي او هنري کار کول یو وخت نه یو وخت ترې استفاده کولای سو.