دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهپاکستان له افغان طالبانو غوښتي چې د پاکستان د جګړې په اړه...

پاکستان له افغان طالبانو غوښتي چې د پاکستان د جګړې په اړه د خپل مشر فرمان په زغرده اعلان کړي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۹مه) د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد چارواکو د افغانستان له واکمنو طالبانو غوښتي چې په پاکستان کې د حملو د حرام والي په اړه د ملاهبت الله اخوندزاده فتوا په ښکاره اعلان کړي.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې، چې پوځ ته نژدې ده، پرون راپور ورکړ چې رسمي سرچینو ورته وویل چې پاکستان د افغانستان د طالبانو د مشر د عمومي فرمان د اعلانېدو غوښاتنه کوي؛ داسې فرمان چې په هغه کې په جار ووايي چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي فعالیتونه غیراسلامي دي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد ویلي و چې افغانان دې له خپلې خاورې دباندې جګړې ته نه ځي ځکه چې له افغانستانه دباندې د افغانانو ښکېلتیا جهاد نه بلکې جنګ حسابیږي او دا د دوی د مشر فتوا ده.

ده په عین حال کې وویل:«هر څوک چې له افغانستانه د جهاد په نیت دباندې ځي، دا عمل یې جهاد نه ګڼل کېږي. که امیرالمومنین مجاهدین له جګړې منع کوي او بیا هم دوی جګړې ته ولاړ شي، دا جنګ دی، جهاد نه دی.»

سره له دې چې د ملایعقوب مجاهد دا څرګندونې د پاکستان د فشارونو د کمېدو لپاره تعبیر شوې خو مجاهد په زغرده ونه ویل چې په پاکستان کې روانه جګړه ناروا ده یا د ټي ټي پي فعالیتونه جهاد نه دی.

له بلې خوا ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه ادعا کوي چې یوه میاشت پخوا کابل ته د اصف دراني په مشرۍ د پاکستاني پلاوي د سفر په لړ کې له هغه سره ژمنه وشوه چې د افغان طالبانو مشر به یو فرمان صادر کړي چې په پاکستان کې حملې حرامې دي.

ورځپاڼه ادعا کوي چې دا فرمان د طالبانو په منځ کې صادر شوی خو پاکستان غواړي چې د طالبانو حکومت دې دا فرمان په زغرده اعلان کړي چې اغېز یې څرګند شي.

 پاکستاني رسنۍ د دولتي سرچینو په قول وايي چې د طالبانو فرمان کفایت نه کوي او دوی د طالبانو د مشر د لا څرګند او واضح فرمان غوښتونکي دي، داسې فرمان چې په ښکاره پکې وویل شي چې په پاکستان کې هرراز جنګ غیراسلامي اوناروا دی.

د پاکستان د فشارونو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد پرون په یوه اعلامیه کې د پاکستان نیوکو ته ځواب ووایه، ویې ویل چې افغانستان هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

ده همداراز ویلي چې پاکستان د افغانستان په ملامتولو حقیقتونه پټوي.

د مجاهد د څرګندونو تفصیل په لاندې راپور کې ولولئ

3 COMMENTS

  1. نو ولی یی د استادانو فتوا نه چلیږی ، باید دسمیع الحق ، ملا فضلو ، عثمانی و غیره اکابرو او شیخانو فتوا کار نه ورکوی ، زمونږ د ملایانو به چیری ټاثی وکړی ، که را باندی هسی د پیشی تراویح لولی

  2. شرم پوکار دو طالبانو تو

    پوکستان وربوند امر کوی، لکه دو چه د پاکستان پوجیانو پاحشی وی
    بیغیروتو

  3. یاره اوس دې خدای پاک ددې پمنې میږې لمڅی زر د افغانستانه ټول کړي. دې د پنجاب غلامانو خو نور د افغاني هویت شرمولو پسې راخستې. وه رزیل طالبه که ستا ښځه او لور د پنجاب ولکه کې ده او ته هم د هلک سره مسافرۍ کې په افغانستان کې خوشحاله یې نو د ټول ملت نوم خو مه بدوه. تا د پنجاب په سوټي کې څه لیدلي چې په پټو سترګو دې ددې بې دینو پنجابیانو غلامي قبوله کړې. د افغان پلار نیکه لږه وینه خو به درکې پاتې وي کنه هغوی هم ستا غوندې ازلي خاینین و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب