Home+په دې ورځ مارګرېت تاچر استعفا ورکړه

په دې ورځ مارګرېت تاچر استعفا ورکړه

تاند- له نن څخه 35 کاله پخوا د ۱۹۹۰ کال د نوومبر په ۲۲ مه د بریتانیا صدراعظمې مارګرېټ تاچر وروسته له دې استعفا وکړه چې په محافظه کار ګوند کې یې اختلاف پیدا شو.

تاچر د بریتانیا لومړنۍ ښځه صدراعظمه وه. دې له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۹۰ پورې درې دورې پر له پسې  خپل محافظه کار ګوند ته بری په برخه کړ او د بریتانیا په صدراعظمانو کې یوه ډېره زړه وره، قاطع او بریالۍ لومړۍ وزیره ګڼل کېږي.

مېرمن تاچر له ۱۹۵۹ څخه تر ۱۹۹۲ پورې د بریتانیا په پارلمان کې د لندن د شمالي برخې فېنچلې د خلکو استازیتوب کاوه.

هغه مهال چې نوموړې د پوهنې وزیره وه، د خپل ګوند د مشرتابه لپاره یې د ۱۹۷۵ په اوږدو کې د لومړي وزیر اېډوارډ هېټ په وړاندې بریا تر لاسه کړه او دغه راز د ۱۹۷۹، ۱۹۸۳ او ۱۹۸۷ په ټولټاکنو کې بریالۍ شوه. دې د اقتصاد د لیبرالي کولو په برخه کې ډېر لوی او زړه ور ګامونه واخیستل او یو شمېر دولتي کمپنۍ یې حصوصي سیکتور ته وسپارلې.

میرمن تاچر په ۱۹۸۲ م کال د فاکلنډ ټاپو پر سر له ارجنټاین سره د بریتانیا د جګړې په مهال د خپل هیواد مشري کوله او له اروپايي اتحاد سره یې د یوځای کیدو سخت مخالفت کاوه او د امریکا له پخواني ولسمشر رونالد ریګن سره یې چې د پخواني شوروي اتحاد په رانسکورولو کې یې مرسته کړې وه، ډیرې ښې اړیکې درلودې.

تاچر په ۱۹۷۹کال پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په مهال واک ته ورسیده؛ چې وروسته د دغه یرغل په وړاندې د افغانانو د جهاد په کلونو کې په نړېواله کچه د افغانانو یوه کلکه ملاتړې وه.

تاچر د صدراعظمې په توګه له ټاکل کېدو دوه کاله وروسته په ۱۹۸۱ کال پاکستان ته لاړه او د افغان مهاجرو له یوه لوی کمپ څخه یې د کتنې پر مهال یوې غونډی ته په وینا کې د افغانانو له مقاومت سره د لویدیځ پرملاتړ ټینګار وکړ:

“غواړم درته ووایم، چې تاسې د ازادې نړۍ په زړونو کې یاست.”

تاچر په دی سفر کې د تورخم تر دروازې پورې وړاندې لاړه.

له میرمن تاچر سره د پاکستان د وخت پوځي واکمن جنرال ضیاالحق هم ملګری و.

ویل کیږي، نوموړې په تصادفي ډول څوګامه له کرښې اخوا د افغانستان په خاوره کې واخیستل.

د تورخم له پولې د بریتانیا او پاکستان د مشرانو د لیدنې په مهال یوه ناببره پیښه هم شوې وه.

کله چې د پاکستان پوځي واکمن په ګډه پوله له خپلو سرحدي ساتونکو سره روغبړ کاوه، درې افغان سرحدي عسکر هم د دوی په لیکو کې ننوتي وو او په لاس یې له ضیاالحق سره ستړې مشې کړې وه.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې؛ د بریتانیا پخوانۍ صدراعظمې مارګرت تاچر د جهاد په کلونو کې د افغانانو کلک ملاتړ وکړ، له یوشمېر جهادي قومندانانو سره یې نژدې اړیکې لرلې.

مارګرت تاچر د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې د افغانانو له مقاومت سره د نړیوال ملاتړ لپاره د امریکا د وخت له ولسمشر “رونالډ ریګن” سره په ګډه هلې ځلې مخ ته وړلې.

مارګریت تاچر د وسپنیزې ښځې په نوم هم یادیده.

مېرمن مارګرېټ تاچر د ۱۹۲۵ د اکتوبر په ۱۳مه د انګلیستان (انګلنډ) په ګرانتم کې زېږېدلې او  د ۲۰۱۳ د اپریل په ۸ مه د ۸۷ کلونو په عمر په لندن کې مړه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...