پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپه برلین کې افغان سفیر او په بڼ کې جنرال کونسل له...

په برلین کې افغان سفیر او په بڼ کې جنرال کونسل له دندو لاس واخیست

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۳ مه) په جرمني کې د افغانستان سفیر او په بُن کې جنرال کونسل، چې د طالبانو له حکومت سره له تعامله یې دډه کړې وه، د کوربه هیواد د فشار په نتیجه کې د دندو پرېښودو ته اړ شول.

په برلین کې افغان سفیر یما یاري د دوشنبې په ورځ په یوه خبرلیک کې ویلي:« په جرمني کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه له دندې لاس اخلم او د اصولو او مقرراتو له مخې ادارې چارې په رسمي ډول خپلو همکارانو ته سپارم.»

ده په زغرده نه دي ویلي چې له ده وروسته به د سفارت د سرپرستۍ چارې څوک پر مخ بیايي خو په برلین کې یوې سرچینې تاند ته وویل چې ښاغلی پوپل د سفارت سرپرستي په غاړه اخیستې ده.

تر ښاغلي یاري لږ وړاندې د دوشنبې په ورځ په بُن کې د افغانستان جنرال کونسل سید لطف الله سادات هم په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د کوربه هیواد په غوښتنه او په کونسلي فعالیتونو کې د ځنډ د نه پېښېدو لپاره یې له دندې لاس اخیستی دی.

یاري په خپله خبرپاڼه کې لیکلي« د رامنځته شوي وضعيت او د افغانستان د ځورېدلو اتباعو او مهاجرينو لپاره د کونسلي اسنادو د پروسس پر مهال د رامنځته شويو او راغلو مشکلاتو د دوام د مخنيوي او همداراز د کوربه هېواد د ځینو ملحوظاتو او سیاسي محدودیتونو په خاطر، زه د جرمني په بن ښار کې د افغانستان د جنرال کونسل په توګه خپله دنده پرېږدم.»

سید لطف الله سادات هم د سفیر ښاغلي یاري په شان ویلي چې د کونسلګرۍ چارې په رسمي ډول خپلو همکارانو ته سپاري.

دا دوه جګپوړي دیپلوماتان وروسته له هغه استعفا ته اړ ایستل کېږي چې د طالبانو د باندنیو چارو وزارت په څه باندې لسو هیوادونو کې، چې اکثره یې اروپايي وو، د افغانستان د استازولیو چارې بې اعتباره اعلان کړې.

طالبانو هغه دیپلوماتیکې استازولۍ تایید کړې چې له دوی سره یې تماس او تعامل ته دوام ورکړ که څه هم دیپلوماتان یې د جمهوري حکومت له لوري ټاکل شوي کسان دي.

هغوی چې له طالبانو سره یې تعامل ته دوام ورکړی، وايي چې ټولې کونسلي چارې یې له کابل سره تړلي او له کابل سره له تماس پرته په بهر کې مېشتو افغانانو ته خدمات وړاندې کولی نه شي.

په مونشن کې د افغانستان کونسلګرۍ چې له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړی، لا هم فعالیت کوي او داسي ښکاري چې له کومې ستونزې سره به مخامخ نه شي.

افغانستان ته د نژدې ۳۰ افغانانو، چې په جرمني کې په جرمونو تورن شوي وو، په بیرته استولو کې د طالبانو د حکومت همکاري هم ښايي د طالب ضد دیپلوماتانو په ګوښه کېدو کې رول ولري.

3 COMMENTS

  1. اصولا د افغانستان ټول دولتي ارګانونه که هغه د هېواد دننه او یا دباندې وي ، د افغانستان ملکیت دی او په افغانانو پورې اړه لري . هغه په اشخاصو یا سیاسي ګوندونو پورې اړه نه لري ، چې له ځان سره یې وساتي او یا یې خپل کور ته انتقال کړي . له هغه وخته چې په افغانستان کې جمهوری نظام ړنګ شو، یو شمېر سفیرانو او سیاسي استازولیو د افغانستان سفارتونه خپل شخصي ملکیت ګرځولی . دوی هېڅ کوم مقام ته ځانونه مسوول نه بولي . مهاجرو کډوالو ته د اسنادو د اجراکولو په مقابل کې په خپل سر څووارې زیات حق الصکوک اخلي او هغه هم د افغانستان دولت ته نه سپارل کیږي ، بلکې دهغوی شخصي اکونټونو ته ځي . له مراجعینو سره سم چلند نه کوي ، اکثرا ځانونه بدماشان ګڼي . اما د قونسلیو اصلي دنده د افغانستان د اتباعو د ستونزو حل ، له هغوی نه دفاع کول او همکاري کول دي ، نه د ستونزو زېږول او یا دا چې سبا یا بله ورځ راشه . یا زه د کابل له حاکم رژیم سره اړیکې نه لرم . کوم اسناد چې هغوی اجرا کړي ، ماته ارزښت نه لري …. مثلا په بهر کې افغان قونسلګریانې په کابل کې هرډول نکاح خط ، د تولد تصدیق ، زوجه خط او … نه مني . په مقابل کې په کابل کې ناست کسان بیا د استازولیو له خوا اجراشوي وکالت خطونه نه مني .
    نو په دې حالت کې د داسې نمایندګیو له موجودیت نه ، نه موجودیت او تړل بهتره دي .

  2. مونږ د نظار شورا او د هغو د لاس پوڅو داسې سفیران هم لرو ، چې په کابل او یا په هغه هېواد کې چې مقیم دی ، نوم یې څوک نه پېژني . د خپل پنځه کلن ماموریت په وخت کې یې د مقیم هېواد له یوه مقام سره نه دی کتلی ، په اخبار او یا تلویزیون کې یې نوم نه دی راغلی او هلته مېشت افغانان یې لا نوم هم نه پېژني .
    په رښتیا هم په تېرو څو کلونو کې افغان سفارتونه د عیاشۍ او مزو چړچو په مرکزونو بدل شویدي . دوی حتی د خدای تعالی په نزد کې هم ځانونه مسؤل نه بولي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...