Home+د ۲۰۲۴ کال لپاره د ايپيک (APEC) سرمشریزه او په دغه غونډه کې د چین ارزښت 

د ۲۰۲۴ کال لپاره د ايپيک (APEC) سرمشریزه او په دغه غونډه کې د چین ارزښت 

لیکوال او شننونکي : ازاد خبریال اندیښمن ځاځی

سریزه 

سږ کال د سویلي امریکا د پیرو هېواد د اسیا-پاسیفیک اقتصادي همکارۍ سازمان ايپیک(APEC) د غړو د ۳۱ مې غیر رسمي سرمشریزې کوربه وو. تېره اونۍ د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۱۶ نیټه په پیرو کې د ايپيک د مشرانو۳۱مه غير رسمي سرمشريزه ترسره شوه، چې په دغه غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ګډون د یادې سيمې د ۲۱ اقتصادونو سياسي او سوداګريز شخصيتونه کډون درلود. په سرمشریزه کې د انرژۍ او حياتي ځواک، ټولشموليت او پرمختګ تر سرليک لاندې د ورخلاصون د لاپياوړتيا، ازادۍ، ګډې سوداګرۍ، د اقتصاد د دوامداره پرمختګ او د نړيوالې انرژۍ د جوړښت په باب بحثونه وشول.

د ايپيک دغه سرمشریزه او پکې د چین رول

د اسیا-پاسیفیک اقتصادي همکارۍ سازمان یا ایپيک د ارام سمندرګي په غاړه د پرتو ۲۱ هېوادونو  سرمشریزه شاوخوا ۳۵ کاله وړاندې جوړه شوې چې په دغه سیمه کې د پرتو هېوادونو د پرمختګ او اقتصادي ودې لامل ګرځېدلې ده . د اقتصادي چارو نړیوال شنونکي په دې باور دي،چې دغه سرمشريزه د ورخلاصون او همکاريو د لاپياوړتيا او نړيوال پرمختګ ته د ودې ورکولو لپاره مهمه سرمشریزه ده  او دا سرمشریزه د اسیا او ارام سمندرګي په خوا کې د پرتو هېوادونو د نړېوال پرمختیایي ثبات د ساتلو لپاره یو مهم لنګر بلل کیږي. د اسيا او ارام سمندرګي د پرتو هېوادونو نفوس د نړۍ د عمومي نفوس ۴۰ سلنه برخه جوړوي او د اقتصاد عمومي اندازه يې د نړۍ د عمومي اقتصادي په کچه له ۶۰ سلنې اوښتې او د عمومي سوداګرۍ کچه یې د نړۍ نیمې برخې سوداګرۍ ته رسیږي چې په دې ډول دا سیمه د نړېوال اقتصاد د بدن مهمه برخه بلل شوه.

چين له اوږدې مودې راهيسې د سيمې د مهم اقتصاد په توګه د دغه سازمان مهم او کلیدي غړیتوب لري چې اوس مهال د اسيا او ارام سمندرګي سیمې د همکاريو په برخه کې حياتي او پرمخ وړونکي ځواک په توګه بلل کیږي . چين د دغه سازمان په ۳۱ مه غير رسمي سرمشريزې کې د سيمې یووالۍ د لا پياوړتيا، نوښت، ورخلاصون او زرغون پرمختګ په شمول يو لړ داسې طرحې او وړانديزونه وړاندې کړي چې د سيمې له پرمختیايي تمايل سره سمون لري او پراخ ملاتړ يې ترلاسه کړی دی.

د چين دولت رئيس شي جين پینګ دغې سرمشریزې ته د وینا په ترڅ کې ویلي،د ايپيک په مشرۍ په تیرو درېولسیزو کې ډېر پرمختګونه کړي او ډېری هېوادونه يو له بل سره پیوست شوي، چې اوسمهال دغه سيمه د نړيوال اقتصاد له حياتي ځواک څخه برخمنه دي. نومړي ویلي د نړۍ وضعيت  په چتکۍ د بدلېدو په حال کې دی او د سيمې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ هم د جيوپوليټيکس، یو اړخيزې او ځاني سوداګرۍ له امله له ننګونو سره مخ دي، چې د اسيا او ارام سمندرګي سيمې هېوادونه د تاريخ په څلور لارې کې ولاړ دي. شي جين پينګ له دوی غواړي، چې يووالی او همکاري پیاوړې کړي او د سيمې د ګډ برخلیک،د ابادۍ او د نوي پرمختګ لپاره دې لاس په کار او ګډې هڅې وکړي.

شي جین پنیګ په یو درې ماده ایز وړاندیز کې له دویغوښتي چې:

۱- د ايپيک ټول غړی دې د پرانيستې او ټولشموله همکارۍ جوړښت را منځ ته کړي.

۲-د دې سازمان ټول غړی دې د زرغون پرمختګ لپاره له نوښت ډک اقدامات تر سره کړي.

۳- د اسیا او ارام سمندرګي د سیمې هېوادونه دې پر ګټورو او ټولشموله پرمختيايي افکارو ټينګار ولري.

د چین دولت رئیس شي جين پينګ ورخلاصون او اصلاحات د چين او نړۍ د ګډ پرمختګ تاريخي جريانوباله او د چین پرمختګ یې د اسيا او ارام سمندرګي د سیمې هېوادونو او د نړۍ پرمختګ لپاره یو فرصت یاد کړ  او زیاته یې کړه ، چې چين به د سولې، پرمختګ او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو او سمسورتيا په موخه د بېلا بېلو هېوادونو د عصري کېدو لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.

د چین د دولت رئیس دغې وینا پراخ نړېوال ملاتړ درلود او د غونډې د غړو او د نړۍ په کچه ګڼو شخصیتونو او د سوداګرۍ برخې پوهانو د شي جین پینګ وینا وستایله. دوی د شي جین پینګ وینا د اسيا او ارام سمندرګي سیمې هېوادونو د پرمختګ، پياوړتیا او د سمې د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره له لارښوونکو ډکه بللې ده او ویلي یې دي چې د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ او د ورخلاصون د پراخوالي په برخه کې به د چين د حکومت پراخې هڅې د سیمې او نړۍ د پرمختګ لپاره لازيات نوي فرصتونه برابر کړي.

د نړېوالو شخصیتونو او د سوداګرۍ د برخې نړېوالو شنونکو دا څرګندونې ښکاره کوي چې چین د ايپيک په سرمشریزه کې کلیدي رول لري او ډیری هېوادونو د چین له اقتصادي تجربو ګټه اخلي او مهمې یې ګڼې.

پیرو ته د چین د دولت رئیس شي جین پینګ سفر او لاسته راوړنې

د چین د دولت رئیس شي جین پينګ د نومبر په ۱۴ نیټه د ايپيک په سرمشریزه کې د ګډون او له پیرو څخه د لیدنې په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ چې دا یې پیرو ته دوهم رسمي سفر بلل کیږي. د چین د دولت رئیس شي جین پينګ په پیرو کې د دغه هېواد د چارواکو او بېلابېلو ټولنو لخوا له تود  هرکلي سره مخ شو. رئیس شي جين پينګ د پیرو له ولسمشرې سره لیدنې وکړې، چې په ترڅ کې  د چانکای سوداګریز بندر پرانیستنه وشوه او د دواړو هېوادونو تر منځ د ازادې سوداګرۍ د لوړې کچې پرتوکوللاسلیک شو.

د چانکای بندر چې د چین هېواد په مرسته جوړ شوی،  د چین او پیرو ولسمشرانو یې د پرانستې په مراسمو کې  په انلاین ډول ګډون وکړ . شي جين پينګ د چین په مرسته  د چانکای بندر په پرانیستنې خوښيوښوده، دا یې له چانکای بندره بیا د چین تر شانګهایښار پورې نوې سوداګریزه لار  او په پیرو کې د چین لخوا د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د وړاندیزونو د عملي کېدو یوه بېلګه وبلله.

د چین هېواد په مرسته جوړ شوی  د چانکای بندر په اوسني وخت کې له اسيا نه تر لاتينې امريکا پورې یوه مهمه،لنډه او ګټوره لاره ده ، چې له یوې خوا د صادارتو او وارداتو  د رسېدو وخت را لنډوي او له بلې خوا پر صادراتي او وارداتي سوداګریزو توکو لګښت را کموي.

د چانکای بندر د زرغون پرمختګ پر لوري یو مهم بندر بللی شو، چې په دغه بندر کې له حيواناتو سره د مرستې، د ايکولوژيکي چاپيريال د ښه والي او د ځايي اقتصاد د دوامدار پرمختګ په ګډون ځینې نور مهم کارونه هم په پام کې نیول شوي. باید ووایو چې  د چین په مرسته جوړ شوی د چانکای بندر نه يوازې په اوسني عصر کې د انکا لرغونې لارې نوې بڼه ده ، بلکې د لاتينې امريکا د خلکو د نيکمرغه ژوند نوی پيل هم دی چې د چین په مرسته یې تر لاسه کوي. بله خوا پیرو ته د چین د دولت رئیس شي جین پينګ د سفر په ترڅ کې د چین او پیرو تر منځ د ازادې سوداګرۍ د لوړې کچې پرتوکول هم لاسلیک شو، چې د دواړو هېوادونو لپاره ګټور او مهم پروتوکول دی.

په دغه تړون کې د سوداګریزو توکو د اصلي تولیدي ځایونو د مقرراتو، د ګمرکي ګامونو، د پوهنې ملکیت حق او د خدمتي سوداګرۍ په شمول د ۷ برخو محتویات  شامل دي او د تګلارو، انلاین سوداګرۍ او د ګردې نړۍ د غرضې ځنځیر په شمول ۵ نورې  برخې هم ورزیاتې شوې دي.

پورته تړونونو ته په کتو ویلی شو چې چین د خپلې سوداګریزې پالیسې له مخې تل دا کوشش کړي چې د خپلې اقتصادي ودې تر څنګ په نړۍ کې هم اقتصادي وده او پرمختګ را منځ ته کړي او خپل ملاتړي او ملګري هېوادونه اقتصادي ډګر کې پیاوړي او د پرمختګ په لاره له ځان سره مل او شریکان کړي . د اقتصادي پراختیا په برخه کې یې د سیمې له هېوادونو سره ګټورې تجربې شریکې کړي دي. چین به په راتلونکو دېرشو کلونو کې د چيني شکله عصري کېدو، او د ارام سمندرګي په غاړه په اقتصادي سیمه کې د باکيفیته پرمختګ لپاره هڅې وکړي،څو د نړۍ د عصري کېدو لپاره خوځنده قوت برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...