پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهافغانستان پر کابل د پاکستان د ډرون بریدونه تایید کړل

افغانستان پر کابل د پاکستان د ډرون بریدونه تایید کړل

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۵مه) د افغانستان د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې پاکستان د چهارشنبې په ورځ پر کابل د بې پېلوټه الوتکو دوه بریدونه کړي دي.

پاکستان دا بریدونه یوازې څو ساعته مخکې له دې چې دواړه هېوادونو له څو ورځنیو نښتو وروسته، چې په دواړو خواوو کې یې لسګونه کسان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل، د اوربند اعلان وکړ.

دغه اوربند، چې د چهارشنبې په ورځ اعلان شو، له ۲۰۲۱ کال را وروسته تر ټولو خونړۍ نښتې وې.

اسلام‌اباد د کابل وروستیو تورونو ته سمدستي ځواب ورنه‌کړ، او دا هم لا روښانه نه ده چې دا پېښه به د اوربند پر دوام څه اغېز ولري. ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ د اوربند هرکلی وکړ او له دواړو لوریو یې وغوښتل چې د جګړې د دایمي ختمېدو لپاره هڅې وکړي.

پاکستاني چارواکو، چې اجازه یې نه لرله د روانو پوځي عملیاتو په اړه څه ووايي، د نومونو د نه څرګندېدو په شرط، اسوشیېټېډ پرېس آژانس ته ویلي وو چې د چهارشنبې په ورځ یې د یاغیانو پر پټنځایونو بریدونه کړي دي.

د کابل د پولیسو ویندوی خالد ځدراڼ ویلي چې دغه بریدونه د چهارشنبې په ورځ ماسپښین شوي، او یو ملکي کور او یو بازار یې په نښه کړی دی. ده د تلفاتو دقیق شمېر نه‌دی ورکړی، خو د کابل د ایمرجنسي روغتون ډاکترانو ویلي چې پنځه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د ایمرجنسي په نوم د بیړنيو طبي مرستو ادارې، چې په کابل کې فعالیت لري، ویلي چې ټپیان سوځېدلي او د ځینو حال نازک دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په لومړیو کې ویلي و چې دا پېښه د د تیلو د ټانکر د چاودنې له امله رامنځته شوې.

د اکتوبر له ۱۰مې را وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، او هر لوری وايي چې د مقابل لوري د بریدونو ځواب ورکوي.

د اوربند اعلان د سیمه‌ییزو قدرتونو له پرله‌پسې غوښتنو وروسته وشو، ځکه جګړو د دې خطر رامنځته کړی و چې د سیمې ثبات ګډوډ کړي، هلته چې د داعش او القاعده ډلې یو ځل بیا د راڅرګندېدو هڅې کوي. په تېرو دوو شپو کې د جګړو راپور نه‌دی ورکړل شوی، خو مهم سرحدي بندرونه تړلي پاتې دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت(UNAMA) د پنجشنبې په ورځ وویل چې یوازې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې ۳۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۲۵ نور ټپیان دي. دغه تلفات په پکتیا، پکتیکا، کونړ، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو کې ثبت شوي.

یوناما زیاته کړې چې د تېرو نښتو پر مهال هم لږ تر لږه ۱۶ ملکي تلفات په بېلابېلو ولایتونو کې ثبت شوي وو.

دا په داسي حال کې ده چې په کندهار کې روغتیايي چارواکي وايي چې په سپین بولدک کې پر عام ولس د پاکستان په بمبارۍ کې لږ ترلږه ۴۰ تنه وژل شوي او ۱۷۰ نور ژوبل شوي دي.

له بلې خوا د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي:

«یوناما له ټولو اړخونو غواړي چې د جګړې د دایمي ختمېدو لپاره کار وکړي، څو ملکي وګړي خوندي پاتې شي او نور د انسانانو ژوند له منځه ولاړ نه‌شي.»

پاکستان تر اوسه د خپل لوري د ملکي تلفاتو شمېر نه‌دی خپور کړی، خو په وار وار یې تور لګولی چې افغانستان د ترهګرو ډلو کوربه‌توب کوي، هغه تور چې طالبان یې ردوي.

د تېرو ورځو جګړو وښوده چې پاکستان، چې د دیورند کرښې په اوږدو کې یې پوځیانو زیاتې مرګ ژوبلې ګاللې، په کابل او کندهار کې پر ملکي سیمو د بمبارۍ په وسیله هڅه کوي چې افغانستان تر فشار لاندې راولي. پاکستان د هوايي ځواک او پرمختللو توغندو له نظره پر افغانستان لاسبری دی خو په مځکنۍ جګړه کې یې ملا ژر ماتېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...