Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور: لېمه مصور

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور: لېمه مصور

ځای: انلاین

نیټه: 2026/05/12

ګډون والې:8 

 وړاندې کوونکې:  ګلالۍ مومند 

راپور لیکونکې: لیمه مصور 

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر غونډه د کاملې عزیزي لنډې کیسې ( پام)  ته ځانګړی شوې وه. یاده کیسه د واټسپ د ( لنډې کیسې ) کانال کې خپره شوې ده. د غونډې لومړۍ برخه کې بهیروالو پر کیسې خپل نظرونه وړاندې کړل او په پای کې کاملې عزیزي خپل نظر شریک او د بهیروالو پوښتنې یې ځواب کړې. 

********************

پام                           

ما به فکر کاوه رښتیا یې هم مور ډېره یادېږي. 

کله چې به ورسره مخ شوم سر به یې ځوړند و، یا به یې تر ډېره پر دېوالي ساعت سترګې خښې وې او یا به یې چې خبرې راسره کولې لنډې به وې د هو، نه او امممم اوازونو به یې بیا حتا د خوب پر وخت هم زما په غوږو کې د مني د ساړه باد غوندې انګازې کولې.

ما بیا بیا پوښتلی نه شو چې ولې خپه دی؟ 

ځکه پوهه کړې یې وم چې د مور تر مرګه وروسته هغه پخوانی سړی نه یم.

زما د تسلیت الفاظ نور حتا ماته هم تکراري شوي و او داسي څه پکې نه و پاتې چې د چا درد یا پرې زیات شي یا کم شي!

کله چې به د رستورانت مېز ته پر څوکیو مخامخ کېناستو خاموشي به یې مجبورولم چې پر لاسونو یې لاس کېږدم او ورته ووایم: مه خپه کېږه زه خو درسره یم!

مګر کله چې به یې بل خوا اړولو سترګو ته ځېر شوم وبه پوهېدم چې که زه دلته یم که نه پر خپګان یې کوم تاثیر نه کوي. 

بیا به مې یوازې همدومره ورته وویل:

خدای ته خو اسانه ده هرڅه به بیا د پخوا غوندي شي.

اوږده سا به یې واخیسته، سترګې به یې ورپولې ورو به یې وویل: نه کومه خبره نه شته شکر اوس هم هرڅه ښه دي!

سخته ده چې د چا پر غم خپه یې خو هغه دي دومره هم نه پوهوي چې کوم څه یې اوس زړه نیولی.

ما به فقط ورته نرۍ مسکا وکړه بیا به مې وویل: ښه شکر هله نو ډوډۍ دي سړېږي.

تقریبا زموږ هره لیدنه همداسي وه اوس مو فقط خبرې نه حتا له یو بل سره مخامخ کېدل هم تکراري و.

*

په هغه ماښام د ښار رڼا ګانې تر پخوا ډېرې رڼې ښکارېدې، باران ټول سړکونه لامده کړي و، د سړک غاړې ته تر غټو چتریو لاندې د ټولو پخو شویو خوړو بوی ښه لګېده.

د تازه ګلانو څنګ ته ودرېدم، شېبه وروسته یو کس رانږدې شو: کوم ګلان غواړې؟ ګلانو ته مې وکتل له بارانه یې څنډې ته ايښي و خو اوبه یې تازه ور اچولې وې!

د سړي غږ مې بیا واورېد: دغه ګلان دي خوښ شول؟ ژر مې ورته وویل: اوس یې در ښایم! 

نه پوهېدم د هغه به کوم ګلان خوښېدل؟ ځکه هغه ته چې به مې هر رنګ ګلان ور وړل ویل به یې بس دا ښه دي. 

بیا مې هغو ګلانو ته اشاره وکړه چې زما هیڅ نه خوښېدل!

په لاره مې څو ځلې د ګلانو ګېډۍ ته وکتل او باوري شوم چې نن به یې تر هر وخت خوښ شي. 

بې اختیاره خندا راغله څومره جالبه ده چې ذوقونه مو دومره سره بدل دي خو بیا هم یو بل ته ګران یو!

مسیج مې ورته وکړ: چرته یې؟ انلاین نه و خو پوهېدم چې پرون یې راته ویلي و هغلته به وي.

*

رستورانت ته چې ننوتم ډېرې څوکۍ ډکې وې، خو شور ډېر کم و. شا وخوا مې وکتل هغه له څو نورو ملګرو سره ناست و، دا یې هغه ملګري و چې تر اوسه مې له ده سره فقط په عکسونو کې لیدلي و، هغه له ملګرو سره دومره په خبرو مصروف و چې زه یې ډېره نږدې هم ونه لیدلم، یا و نه پېژندلم.

لرې یوه خالي مېز ته کېناستم. ده کوم ملګري ته اوبه ونیولې هغه څه ورته وویل بیا يې پخپله وڅښلې، زه له ځان سره موسکه شوم ځه شکر نن خو لږ په حال دی! تر څو چې ډوډۍ تمامېدله ورته کتل مې هغه داسي په خوند خوند ډوډۍ خوړه چې ماته یې ټول هغه اول وختونه رایاد کړل چې موږ به یو ځای سره کېناستو. بیا مې له ځان سره وویل د دې ځای ډوډۍ لکه چې ډېره خوندوره ده. خو کله چې یې زما د خوښې خواړه راته راوړل له نورو ځایونو سره کوم توپیر نه و پکې.

 وروسته یې موبایل ور واخیست، بیا یې شاوخوا سترګې وغړولې، ما ژر بل خوا وکتل شېبه وروسته یې مسیج راغلی و:

زه به نو چرته یم؟

ورته ومې لیکل: تا وېل سبا سره وینو

مسیج یې وځنډېډ ور ومې کتل له ملګرو سره غږېده، خندل یې. ما یې له وختونو وروسته په لوړ غږ خبرې اورېدې سترګې مې پټې کړې هغه خندل خندا یې خوږه وه کټ مټ لکه هغه وختونه چې مور یې ژوندۍ وه نه نه! تر هغه هم ډېررررر مخته لکه هغه وخت چې د خور د کشر زوی په ناروغۍ لا نه و خپه شوی!

ګلانو ته مې وکتل مړاوي شوي و پر مېز د اېښې بوتل اوبه مې لږ لږ پرې وشیندلې! 

هغوی اوس ارام غږېدل دومره ارام چې ما یې خبرې نه اورېدې، د تلیفون ساعت ته مې وکتل یو ساعت او دولس دقیقې کېږي چې دلته یم خو جالبه نه ده؟ چې د هغه نه یو ځل په ساعت سترګې خښې پاته شوې، نه کوم مهم مسیج ورته راغی چې خدای پاماني وکړي او مور خو نن بېخې وریاده شوې نه ده.

مېزونه ورو ورو خالي کېدل او زه یې نوره اسانه لیدلای شوای، خو نه یې لیدم د دوی بحث لا هم تود!

ګلان مې د رستورانت ګارسون ته ورکړل چې ور یې کړي، زه بهر ووتم او بهر اوس ډېرې رڼا ګانې ګل شوې وې!

*

د کوټې څراغ مې ولګاوه چې تللم هر څه مې منظم کړل خو اوس ټوله کوټه ګډوډه ښکارېده، د تخت پر ژۍ کېناستم شېبه په شېبه د تندر اوازونه رانږدې کېدل او کله کله به له کړکۍ بهر هم سپینه ورځ شوه. د مسیج له ټنګ سره مې د تخت پر منځ پروت موبایل ته لاس ور اوږد کړ لیکلي یې و.

خو راتلې به! نن ټول ماښام په هماغه رستوران کې وم چې پرون مې درته ویلي و.

ځواب مې له مخکې جوړ کړی و: درتلم خو ملګرې راسره وې!

ویې لیکل: ښه ښا، رښتیا نن دي ښکلي ګلان رالېږلي و!

ورته ومې ویل: خوښ دې شول؟

ځواب یې راکړ: ډېر

ومې لیکل: خو لږ مړاوي شوي و

له ښه ځنډ وروسته یې لیکلي یې و: 

ښاااا؟ زما خو ور پام نه شو.

********************

 معصومه غرنۍ: مخکې له دې نه چې د “پام” کیسې ته ورشو  لږ به د پام ټکي لغوي معنا ته تم شو.

پام په ورځني ژوند او چاپیریال  کې د پیژندنې یو رکن دی چې په هغه  کې یو فرد یا یو کس خپل ټول ادراکي احساسات د چاپیریال د یوه محرک په لورې ساتي او نور چاپیریال هیروي. د مثال په ډول همدا اوس مونږ ټولې لایف په غونډه کې یو او د یوې بلې خبرو ته غوږ یو خو که زمونږ د کومې یوې په تلیفون کې زنګ را شي نو بیا غونډه او د غونډې ټول کسان هیروو او ټول پام خپل تلیفون ته اړوو.

د پام ضد لغت د پام  نه لرل یا پام نه کول چې په دري کې ورته عدم توجه وایي. د نه پام لرل یا  هم پام نه کول په یوې کورنۍ ،چاپیریال او ټولنه کې د ډیرو ستونزو او ناخوالو لامل کیدای شي، زه فکر کوم چې مونږ ټولو  به په خپلو کورونو  ، چاپیریال او  ورها خوا ټولنه کې د دې پدیدې منفي اغیزه په ماشومانو او لویانو کې لیدلې وي. په ورځني ژوند کې نه یوازې انسانان بلکه حیوانات  نباتات او بالاخره ټول ژوند پاملرنې ته ضرورت لري.

راځو د کامله جانې د پام کیسې ته ، کامله جانې خپله کیسه د پام تر سوژې لاندې داسې لیکلې چې د کیسې اصلي کرکټره د مقابل طرف چې کیدای شي کوژدن یا ملګری یې وي د نه پاملرلو او ساړه چلند له کبله ځوریږي .هغه د کیسې یو ځای کې وایي: چې خبرې به یې راسره کولې لنډې به وې د هو نه او امممم آوازونو به یې بیا حتا د خوب په وخت زما په غوږونو کې  د مني د ساړه باد غوندې انګازې کولې.  له دې څو کرښو  مونږ دا احساسوو  چې د کرکټرې د ملګري سوړ چلند یا بې تفاوتي نه یوازې هغې ته یوه ځورونکې ورځ ورپه برخه کوي بلکه دا اغیزه د هغې د شپې تر سکونه ورسره ځي او ټوله شپه یې له اندیښنو سره لاس او ګریوان پاتې کوي  دلته لیکوالې د نه پاملرنې یا عدم توجه بد اغیز پیغام په ډیر مهارت تر لوستونکي رسولی پام نه کول یا پام نه لرلو سره  هر څوک مخ کیدای شي یعنی دا چې که په دې کیسه کې یوه ښځه ورسره مخ ده کیدای شي بله کیسه کې کوم نارینه ورسره مخ وي . خو له دې نه چې دلته د کیسې کرکټره یوه ښځه ده او زمونږ په ټولنه کې اکثرا ښځې د نه پام لرلو سره مخ وي نو مونږ به هم خپل بحث تر همدې دایرې وغځوو په نوره نړۍ او ټولنو کې که چیرته د نه پاملرنې موضوع د ژوند د ملګرو تر مینځ مخکې له واده او یا د ګډ ژوند له پیله وروسته  پیدا شي نو دوې په دې ستونزې  سره غږیږي  نو یا یې حل کوي او که نه حل کیږي نو بیا د ژوند لارې سره بیلوي خو زمونږ په ټولنه کې بیا داسې نه ده ځکه د نه پاملرنې طرف ډیري وخت ښځې دي چې دوې مجبورې دې د خپل ژوند ملګري هره بې تفاوتي په چوپتیا سره ومني او  ورسره عادت وکړي.

کیسه انځوریزه او سمبولیکه ده. راوۍ وایي: «په هغه ماښام د ښار رڼاګانې له پخوا ډیرې رڼې ښکاریدې.» دلته د ښار رڼا ګانې د راوۍ د هیلو سمبول په توګه  راغلې چې د خپل ملګري دلیدلو نه مخکې یې په زړه کې ځلیږي.

بل ځای وایي: «زه بهر ووتم او بهر اوس ډیرې رڼاګانې نه وې.» دلته تیاره ماښام د یوه سخت زړه تنګون حالت نه غږیږي. 

بل ځای بیا وایي:‌ «ګلانو ته مې وکتل مړاوې شوي وو پر میز د ایښي بوتل اوبه مې لږ لږ پرې وشیندلې.»

دلته مړاوې ګلان د انتظار او ناهیلې د سمبول په معنا اخستیي شو ي او د بوتل اوبه د  راوۍ زغم او حوصلې په معنا راغلي. 

بل ځای لولو: «د کوټې څراغ مې ولګاوه چې تلم هر څه مې منظم کړل خو اوس ټوله کوټه ګډه وډه ښکاریده.» 

دلته راوۍ د خپل ذهن او زړه ناکراره حالت د کوټۍ په ګډوډې کې  انځوروي ،همدا رنګه د تندر آواز او پړکیدل د راوۍ د وجود د ننه توپان بیانوي. 

کامله جانه خپلې دغه لنډه کیسه کې مونږ ته دا رازده کوي چې ډیري وخت مونږ کولی شو په لنډو خبرو کرښو او کیسو کې یو ډیر لوی پیغام تر لوستونکو ورسوو.

د کیسې بله ځانګړتیا دا ده چې کیسه په تلوسې پیلیږي او دا تلوسه لوستونکی د کیسې تر پایه له ځان سره بیایي.

ما د کیسې له لوستلو ډیر خوند واخیست.کامله جانه دې  تل ځلیدلۍ او غوړیدلۍ اوسي. 

 ډیوه علی خېل: د لوستونکې په صفت مې ډېر خوند ترې واخیست ځکه دا ډېره ښه او نوې کیسه وه. ځینې وخت چې یوه ښه کیسه یا ناول لولو تر ډېر وخت پورې یې کریکټرونه او پېښې په ذهن کې پاتې وي. د دې کیسې کریکټرونه هم همداسې دي په حافظه کې پاتېږي ځکه چې لیکوالې ډېر زیات ښه تشریح کړې دي. 

شیبه کیهځ : ډېره خوندوره کیسه وه. ځکه  زموږ د اوسنۍ  ټولنې یو واقعیت وړاندې کوي. د کیسې تلوسه عالي ده، کیسه تر پایه په یوه ساه لوستل کېږي او لوستونکې/ی تر اخره ځان سره وړي. 

د کیسې بل کمال دا دی چې وايي نه بلکې ښکاره کوي یې، کیسه مستقم نه وایي چې هغه نور مینه نلري بلکې لوستونکې/ی  خپله اړه کوي چې دې باره کې فکر وکړي او د کریکټر درد احساس کړي.  

ګلالۍ مومند:.د «پام» لنډه کیسه کې کامله جانې د انساني احساساتو، خاموشې مینې او د اړیکو د ورو ورو سړېدو ډېر ښه انځور وړاندې کړې دي چې زموږ د ټولنې یو حقیقت ده. د یوې داسې نجلۍ حالت په کې ښودل شوې چې د مقابل لوري په بدل شوی چلند زر نه پوهېږي او تل د هغه د خفګان لپاره بېلابېل دلیلونه جوړوي. د کیسې تر ټولو مهمه ځانګړنه دا ده چې احساسات په زور نه بیانوي، بلکې د حالتونو، خاموشیو او کوچنیو حرکتونو له لارې یې لوستونکو ته رسوي.

د کیسې ژبه ساده، روانه او نرمه ده. جملې مصنوعي نه ښکاري او لوستونکی په اسانه د کیسې له فضا سره عادت کېږی. د باران، رڼاګانو، ساعت، خاموشۍ او ګلانو یادونه کیسې ته یو خاص رنګ ورکړی دی. په ځانګړي ډول “مړاوي شوي ګلان” د کیسې ډېر قوي سمبول دی، ځکه هم د اړیکې د کمزورۍ او هم د یوطرفه احساس استازیتوب کوي.

د کرکټرونو ترمنځ خبرې هم طبیعي دي. هلک تل لنډ ځوابونه ورکوي او نجلۍ هڅه کوي هر څه عادي وښيي. همدا لنډې او عادي خبرې د دوی ترمنځ واټن ښه څرګندوي. لیکواله مستقیم نه وایي چې مینه ختمه شوې، بلکې لوستونکی پخپله د هلک له چلنده دا احساسوي.

شمله سالو: زما هم دا کیسه ډېره خوښه شوه. ډیر وخت په کیسه کې د فضا بدلول مشکل وي، خو کامله جانې ډیره عالي بدله کړې ده. زموږ ټولنه کې نارینه تل په کور کې ډېر زیات د مېندو درناوی کوي او بل طرف ته خپلې مېرمنې هیروي. هغه ټول فشارونه چې یو نارینه ورسره مخ وي، هغه له خپلو مېرمنو باسي. په اوسني وخت کې دا د ډیرو نارینه وو خوی او عادت ګرځېدلی دی. دا مهمه موضوع  په دې کیسه کې ډیره ښه بیان شوې ده. ځکه دې نجلۍ ته په کیسه کې پام نه کیږي. دا پام او توجه ډېر زیاته مهمه ده،  نه یوازې دا رقم نژدې اړیکو کې بلکې په ټولو اړیکو کې دلیل یې دا دی چې بغیر له پام او توجه نه په اړیکو کې ډېرې زیاتې ستونزې پیدا کېږي. يو څه چې ماته  دې کیسې کې نامعلوم دي هغه د کیسې مکان دی.

د غوڼدې بله برخه کې کاملې عزیزي له ټولو مننه وکړه، په خپله کیسه باندې یې خبرې وکړې او د ځینو بهیروالو سوالونه یې ځواب کړل.  

کامله عزیزي: ډېره زیاته مننه چې په کیسه مو کره کتنه وکړه. دا کیسه مې د دې لپاره نه ده لیکلې چې د یوې اړیکې یو طرفه حالت خلکو ته بیان کړم یا د یوې ښځې مظلومیت ښکاره کړم. زما یوازې یو کوچینی هدف دا و چې موږ یو بل ته پام نه کوو. دې کیسې کې هم نجلۍ ساده نه ده، هغه هر څه په دقت ګوري، د هغه په خوراک او همداسې ټولو نور شیانو پوهېږي خو دې بیا هم ځان غلی نیولی ده، ځکه دا په تمه ده چې هغه بدل شي.

 ځینې کیسې دا ډول هم وي چې مکان نلري. دا کیسه هم همداسې، یو خیالي مکان لري. دلیل چې ولې دا کیسه مکان نلري دا ده چې خلک دا فکر ونکړي چې دا سړی مشکل کې دی. که چیرته ما د کیسې مکان افغانستان لیکلی وای بیا نو ټولو لوستونکو فکر کاوه چې دا سړی دباندې مشکلات لري او ځکه بی تفاوته دی، خو داسې نه ده،  کله کله انسان هېڅ مشکل هم نلري خو بیا هم  بل طرف ته بی تفاوته وي. د ګلانو ډولونه هم ما خپله نه دي تشریح کړي ځکه کیدای شي چې لوستونکي بېلابېلې ماناګانې ترې واخلي.  ځکه هر ګل بدل بدل سمبولونه لري.

د کریکټرونو ظاهري بڼه مې ځکه نه ده تشریح کړې چې ما لا ډېرې کیسې نه دي لیکلي. هغه کیسې مې چې لوستي، هغه چې زما په ذهن کې پاتې دي، په هغو کې معمولا تمرکز د کریکټرونو د روحي حالت پر تشریح وي نه ظاهري حالت. زما په نظر یو کامیابه کیسه هغه ده چې پرته له دې چې موږ د کریکټر د رنګ سره بلد شوو زموږ په ذهن کې پاتې شي.

 یوه پوښتنه دا هم وه چې ولې د نجلۍ غبرګون نشته؟ زه وایم ډېر داسې وخت راځي چې موږ احساس کوو خو غبرګون ورته نه ښکاره کوو. زما په نظر ضرور نه ده چې کریکټر هر څه ته نېغ غبرګون ښکاره کړي. کله کله نه غبرګون پخپله غبرګون وي. مهمه دا ده چې د کریکټر حالت ښه بیان شي، نور نو بیا  لوستونکي  پخپله پوهېږي چې کریکټرې ولې داسې وکړل. مثلا په دې کیسه کې ممکن نجلۍ ډارېږي چې اړیکه بیخي له منځه لاړه نه شي.
د کیسې یو پیغام دا دی چې زیاتره وخت نارینه وو ته هر څه ډېر زر تکراري کیږي او بل طرف ښځې چې تل اړیکې پالي د وخت په تېرېدو سره اړیکه ورته  لا مهمه کېږي. کیسه لوستونکو ته وايي چې څه په يوې اړیکه کې مهم دي، څه یوه اړیکه له مینځه وړي او څنګه داسې حالتو ته غبرګون ښکاره کړو پرته  له دې چې ځان ته پخلپه دورغ ووایو یا ځان غلط کړو. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...