تاند/ پنجشنبه د تلې – میزان ۲مه/ د پاکستان پوځي رژیم نن سهار وختي پر کندهار او د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ پر یو شمېر سیمو هوایي بریدونه کړي دي.
د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز ویلي چې، دا بریدونه په ګربزو ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو کې شوي، خو چا ته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.
په ورته مهال یو شمېر سرچینو بیا رسنیو ته منلې چې، د پاکستان پوځي رژیم نن سهار وختي پر کندهار هم هوایي بریدونه کړي.
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم د پاکستان پوځي رژیم د دغو بریدونو په اړه خپاره شوي راپورونه تایید کړي، خو په وینا یې چې د سر زیان نه لري.
د مجاهد په وینا چې دا بریدونه د کندهار ښار ۹مې ناحیې اړوند سیمه کې شوې دي.
تر دې وړاندې پاکستان په کونړ او پکتیکا کې هم هوایي بریدونه وکړل چې له امله یې په کونړ کې درې کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شول.
د طالبانو حکومت د پاکستان دا بریدونه په کلکه وغندل او په کابل کې یې د پاکستاني سفارت شارژدافیر هم احضار کړ.
دفاع وزارت وايي، پر پاکستان یې ځوابي برید لا نه دی کړی، د بې پېلوټه الوتکو د نسکورولو ادعا چټي ده