جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبد نصير احمد احمدي د هنر يو بل اړخ

د نصير احمد احمدي د هنر يو بل اړخ

ليكوال: نورمحمد سعيد

د ناول د اډانې په اړه د ناولونو د شمېر غوندې بې شمېره خبرې كيږي. په نړۍ كې هر كال مليونونه ناولونه خپرېږي. شايد  بې ځايه به نه وي كه وويل شي، چې دا مهال تر بل هر ادبي صنف زيات كار د ناول په برخه كې كيږي. د يو شمېر ناولونو په اړه ويل كيږي، چې تر ډېره حده ډرامايي دي.

ويل كيږي، ناول له داستان او ډرامې وروسته تخليق شوى دى او له همدې امله پكې د دواړو خواږه شته. كارپوهان  هم البته په دې اړه  ډېر اختلاف نه لري. داسې هم ډېر ځله شوي دي، چې ناولونه په بشپړه توګه په  ډرامو اړول شوي دي او هغه هم په تصويري ډرامو. د ادب په تاريخ كې داسې ډېرې بيلګې شته،  چې د ناول،  اوږدې لنډې كېسې (long short story) او يا ناولټ په كېسه  ټيلويزوني ډرامه، سيريال او ان سينمايي فلمونه جوړ شوي دي.

په هغه كېسه كې، چې د تصويري كولو لپاره ټاكل كيږي، يو څه بدلون راوستل كيږي او وروسته په تصويري بڼه د وړاندې كولو لپاره چمتو كيږي. په دغو كېسو كې كله نا كله پخپله ليكوال  بدلون راولي او كله بيا د دې كار ماهر كسان  دا كار كوي، لكه سيناريو او ډايلوګ ليكونكي او داسې نور…د دې كار ماهرين وايي، هغه ناولونه د تصويري كولو لپاره ډېر غوره بلل كيږي، چې ليكوال پكې كره انځورونو وړاندې كولو  ته پام كړى وي.

د وتلي ليكوال ښاغلي نصير احمد احمدي نوم دامهال د پښتو د داستاني اثارو د معتبرو ليكوالو په كتار كې راځي. د ده په ټولو اثارو كې ډېر څرګند او متحرك تصويرونه ليدل كيږي. د ښاغلي احمدي په نوي ناول (يوه خبره درته وكم) كې هم دغه هنر كارول شوى دى، چې د يوه ناول په تصويري كولو كې ډېره مرسته كوي.  په دې اساس د (يوه خبره درته وكم) په شمول د احمدي صيب له ټولو اثارو څخه په ډېره اسانۍ د معياري ټيلويزوني ډرامو په جوړولو كې كار اخېستل كيداى شي، چې دا مهال ورته سخته اړتيا ده.

د ټيلويزوني ډرامو او سيريالونو لپاره سيناريو ليكنه يو ستونځمن كار  دى، چې ډېر لږ كسان پكې مهارت لري، خو  د احمدي صيب په ټولو اثارو كې له  وړاندې نه په ډېر هنري انداز دا كار شوى دى. كه خپله  ليكوال يوازې د محتوا په برخه كې د تصويري كولو لپاره په خپلو اثارو يو څه ګوتې ووهي، نو هر ډايريكټر په خورا اسانۍ سره كولاى شي، چې  معياري ټيلي ډرامه او يا سيريال ورڅخه جوړ كړي.

په دې لړ كې د احمدي صيب له لنډو كېسو څخه هم ګټه اخېستل كيدى شي. په دې سربېره د احمدي صيب په نږدې ټولو اثارو كې د كليوال ژوند او مسائلو څرك لېدل كيږي. د بيلګې په توګه خونكار د جرم په موضوع ليكل شوى ناول دى، چې د دا ډول كېسو لپاره په ښاري چاپېريال كې پلاټ جوړول اسان وي، خو احمدي صيب په كليوالي چاپېريال كې په برياليتوب سره دغه كار كړى دى.

. په عام ډول  شکايت کيږي، چې په ټيلويزونونو کې داسې سيريالونه او ډرامې خپريږي، چې د پردي کلتور استازيتوب کوي. دا خبره  تر ډېره ځايه سمه  ده ، خو كه لږ خواري پرې وشي،  د احمدي صيب د ناولونو هره منظره او هره مکالمه معياري ده او په ډېره اسانۍ ورڅخه داسې څه جوړيداى شي، چې خپل يي وبولو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب