جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهغلا| رابندرنات ټاګور

غلا| رابندرنات ټاګور

ژباړه: اریا

چي ماښام را نژدې سو نو توپان هم په پوره زور كي سو، تېز باران اورېدى، او تالنده هم داسي په غيظ او غضب سره دربېدله لكه په اسمان كي چي د شيطانانو او دېوتاوو تر منځ جنګ روان وي، توره وريځ د قيامت د بيرغونو غوندي دلته هلته ګرځېده، د ګنګا څپو څپيړي غورځولې، د رود د غاړي په باغونو كي چي كومي درختي ولاړي وې هغه هم د باد له زوره له مستۍ څخه په نڅا وې.

يوه ښځه او مېړه د خپل اميرانه كور په يوه كوټه كي چي د “چندر نګر” رود پر غاړه پروت دى، ناست وو، كور ته د بيرته تلو په اړه جدي بحث شروع و، ښځه په كور كي ډېره ناروغه وه، ځكه نو د هغې مېړه چي نوم يې شارت و، هغه د تبديل هوا په خاطر د رود غاړي ته راوستلې وه، د هغه ښځه “مسمات كيرن” له دې تبديل هوا څخه ښه شوې وه، خو د رود د غاړي په دې ښايسته كور كي د كيرن لپاره ټولنه او د تفريح سامان نه و، ټوله ورځ يې د درمل او ډوډۍ خوړلو پرته بل هيڅ كار نه و، او له همدې څخه هغه زړه تنګې سوې وه، د كيرن ډېر زړه كېدى چي بېرته كور ته لاړه سي او د خپلو ګاونډيانو په خوندور بانډار كي وخت تېر كړي، خو د هغې د مېړه دا رايه وه چي تر هغو چي د هغې صحت او قوت په پوره ډول نه وي ښه سوي، تر هغو يو څه وخت نور هم دلته پاته سي.
هغوى يو او بل ته داسي ويل:

“چي  يو څو ورځي نوري پاته سو نو ته به بيخي جوړه سې”

“زه بيخي جوړه يم، نور زه غواړم چي بېرته ولاړه سم”

هغه خلك چي ودونه يې كړي، ښه پوهيږي، دغه خبري چي دلته لنډي ليكل سوي، هغه دومره لنډي نه وې، موضوع داسي نه وه چي دومره اوږده سوې واى، خو بيا هم خبره لږ روښانه سوه،په پاى كي چي كله د كيرن په سترګو كي اوښكي ودرېدې نو شارت وويل:

“زه خو  پر بېرته تلو كومه نيوكه نه لرم، خو ډاكټر وايي چي يو څو ورځي نور پاته كېدل ضروري دي”.
“ډاكټر خو د خپل فيس لپاره داسي وايي”.

“دا خبره نه ده، په اصل كي په دې شپو كي په كليو كي ډېري ناجوړۍ خپريږي، ځكه نو هغه دا رايه دركړې، چي دوې مياشتي دلته پاته سه”.

“شرط چي  په دې ورځو كي په ښار كي هيڅ ناجوړي نه وي”.

دلته د تېر په اړه څه ليكل بېڅايه نه دي، كيرن د هغوى د كور د ټولو افرادو، د كلي د ښځو ان چي د هغې د خواښي تر سترګو لا ښه ايسېده، همدا وجه وه چي كله به كيرن ناجوړه وه نو هغه به ډېر فكرمند و، ډاكټر د تبديل هوا مشوره وركړه نو شارت په هغه وخت تيار سو، خواښي يې هم هيڅ ممانعت ونه كړ بلكي د ضرورت لپاره يې خپله لا تيارى وښود.

شارت له خپلي ښځي سره ښار  ته راغلى او په هغه كور كي يې واړول چي باغچه يې درلوده او د رود پر غاړه و، د ډاكټر له دوا سره هغه ښه سوې وه، يوه كمزوري يې لا لږ پاته وه.

كيرن چي تر څو خپل خاوند ته ځواب وركاوه تر هغو پوري بحث روان و، كله چي كيرن چوپه سوه او له خپل خاوند څخه يې مخ واړاوه، دلته نو شارت خپله ماته ومنله.

په همدې وخت كي نوكر يو پېغام راوړى، له هغه څخه شارت پوه سو چي په سيند كي د توپان له امله يوه بېړۍ اوښتې ده، يو ځوان برهمن• هلك چي په دې بېړۍ كي سپور و، هغه په لامبو په برياليتوب سره د دې باغ تر زينو پوري ځان رارسولى و.

د هلك په راتلو سره هغه خوشحاله سو او له هغه سره يې له ميني ډك چلند وكړ، د هلك وېښتان اوږده او توني، توني و، سترګي يې غټي، غټي او ښايستې وې، خو پر مخ يې د ږېري هيڅ اثار نه وو، كيرن هغه ته شيدې وركړې او له هغه څخه يې ټول حال وپوښتى، چي نوم دي څه دى؟ د سيند له لاري چيري روان وې؟ څه كار كوې؟ او داسي نوري پوښتني يې ورڅخه وكړې، هلك وويل:

“نوم مي نيل كنټ دى، د يوه تياتر په كمپنۍ كي كار كوم، كله چي موږ له رود څخه اوښتو نو توپان موږ لاندي كړو، او زه په ډېر مشكل سره په لامبو ورڅخه ووتم، زما د ملګرو خداى خبر څه حال وي”.

د دې هلك په راتګ او له دوى سره په اوسېدو ټول خوښ وو، كيرن له هغه سره ځكه همدردي لرله چي هغه په مشكل سره ژوندى پاته سوى و، شارت د هغه په راتلو ځكه خوښ و چي د هغه په زړه پوري مجلس د هغه ښځه دې ته هڅوله چي يو څه وخت نور هم دلته پاته سي، د شارت مور بيا په هغه د دې لپاره خوشاله وه چي له دې برهمن هلك سره به نېكي وكولاى سي، نيل كنټ هم خوشحاله و ځكه يو خو له مرګه پاته سوى و، بل له خپل زاړه مالك څخه ژغورل سوى و او د يو شتمن په كور كي يې د اوسېدو ځاى پيدا كړى و.

خو ډېر لږ وخت ورسته د شارت او د هغه د مور رايه بدله سوه، او هغوى وغوښتل چي نيل كنټ په يو ډول له دې  ځاى څخه ولاړ سي، سوب يې دا و چي د كور غړو هغه ته هيڅ ويلاى نسو چي له امله يې د هلك عادت ډېر خراب كړ، هغه به په پټه، پټه د شارت چلم څكاوه، كله به يې د هغه ورېښمن سايه وان واخيست چي باران به و د كلي په منظره به ووت، او له هر چا سره چي په مخامخ سو نو هغه به يې ملګرى كړى و، سربېره پر دې هغه يو سپى هم پيدا كړى و چي پر هغه ډېر ګران و، سپى به له خټو كلكي پښې دننه راتلى او د شارت پر بستره به كښېناستى، يوازي دا هم نه، نيل كنټ د هلكانو ټولۍ جوړه كړه چي هر ډول او د هر سين هلكان پكښې وو، د دې ټولۍ د كارونو نتيجه دا سوه چي په هغه كال هلته يو آم هم تر پخېدو پاته نسو.

لنډه داچي د نيل كنټ چي څه زړه غوښتل هغه يې كول، په دې كي شك نسته چي د هغه په بې لاري كېدو كي د كيرن لاس و، شارت به ډېر وخت خپله ښځه له داسي كولو څخه منع كول خو هغې سر نه ګرځاوه، بلكي د نوو جامو په وراغوستو هغې نيل كنټ ډېر شوقي كړى و، دا چي د كيرن له هغه سره رغبت و ځكه نو هغې هغه په وار، وار خپلي كوټې ته ورغوښتى، د لمبېدو او د غرمې د ډوډۍ ورسته چي به هغې پاڼدان• راواخيست او پر كټ به پرېوته نو نوكري به د هغې په وېښتانو كي ګوتي وهلې او نيل كنټ به مخامخ ورته ودرېدى او په پوره تكبر سره به يې سندره ورته ويل، د شارت دا نه خوښېدل، هغه به اكثره وخت نيل كنټ ته د غوږ پېچ وركاوه خو نيل كنټ د دې وهلو ټكولو چنداني پروا نه كوله، ځكه چي دا د هغې سزا په پرتله ډېره كمه وه چي پر هغه د خپل تېر ژوند له تجربو راغلي وه، بالآخير هغه هلته ښه جسماني وده وكړه.

د نيل كنټ له راتلو  لږ وخت وروسته د شارت كوچنى ورور شايس د خپل پوهنتون څخه د رخصتيو تېرولو لپاره كور ته راغى، كيرن د هغه له ناستي پاستي څخه بې اندازې خوشحاله وه ځكه  چي هغه ډېر ساعتېرى او د هغې هم سينه و، هغوى خپل وخت په خوشحالۍ ، لوبو، جګړو، پخلاينو، خندا او ژړا تېراوه، هغوى ټوكي هم كولې او په عجيبو او نوو ډولونو يې يو پر بل مسخرې كولي، په دې شپو كي نيل كنټ داسي بد خونده شو چي هغه خپل ډېر نژدې ملګري او پاللى سپى په وهلو، وهلو پسې واخيستل، د هغه كړه وړه ځكه بدل سول چي كيرن هغه ته هيڅ رخ نه وركاوه، او هغه په دې عقيده و چي شايس د هغه پر خلاف په شيطانت د كيرن په غوږنو كي ور پو كړي دي او د هغې اړيكي يې له ده سره سړې كړي دي، بس همدا و چي د هغه د نيل كنټ سره دښمني سوه، خو په هغه كي دومره جرات نه و چي د خپلي كيني په ډاګه اعلان وكړي، بيا هم هغه له شايس څخه د بدل اخيستلو لپاره په سلهاوو لاري سنجولې، د شايس د ځورولو لپاره هغه ډېري لاري عملي كړې، كله چي د كورنۍ د بېرته تلو وخت راغلى نو كيرن دا وړانديز وكړ چي نيل كنټ له ځان سره بوزي خو د دې وړانديز سخت مخالفت وسو او هغې نيل كنټ ته خپل كور ته د تلو وويل، هغه په چيغو، چيغو وژړل، شايس د هغه پر خلاف داسي ږغ پورته كړ چي سملاسي له هغوى څخه رخصت سو، هغه له قهره  اور اخيستى و، او بې مانا چورتونه يې وهل چي په يو ډول شايس ووژني، خو د هغه له كيني ډك زړه خپلي ويني څښلې.

سايش يو ډول ښايسته رنګ له كلكتې څخه راوړى و، تصادفاً دغه رنګ د هغوى له تلو يوه ورځ مخكي ورك سو، سايش له درد څخه وپړسېد، هغه شكمن و چي رنګ نيل كنټ غلا كړى دى، هغه نيل كنټ د خپلي ورېنداري په مخ كي راوغوښت او هغه ته يې وويل:

“غلا كړى شى بېرته راكړه”

د نيل كنټ سترګي له قهره څخه سرې سوې، بيا كيرن هغه يوه طرف ته كړ او له هغه څخه يې وپوښتل:
” ايا رنګ تا غلا كړى دى؟” او هغه ته يې وويل:

” كه چيري ته دغه شى په پټه ماته راكړې نو زه به ستا دغه راز پټ وساتم”.

نيل كنټ هيڅ ونه ويل او يوازي په چيغو، چيغو په ژړا سو، د كيرن چي پر نيل كنټ باندي د غلا كوم شك و هغه رفعه سو، خو د شارت او سايش په زړنو كي دا تور هغسي پاته و، دواړو وروڼو په يوه سلا وويل:

“دا كار د نيل كنټ پرته د بل هيچا نه دى”.

كيرن په احساساتي ډول وويل:

“هيڅكله نه”

شارت نيل كنټ راوغوښت او غوښتل يې چي ځيني پوښتني ورڅخه وكړي خو كيرن يې مخه ونيوه:
“نه، ته د غلا په اړه له ده څخه هيڅ نسې پوښتلاى”.

“بايد د ده بسته او بكس خلاص او وكتل سي”.

“كه داسي وكړې نو زه به ټول عمر له تا سره خبره ونه كړم، پر بې ګناه باندې داسي شك كول ښه كار نه دى”.له خبرو سره د كيرن تر سترګو اوښكي راغلې او له دې وروسته هيچا نيل كنټ ته هيڅ ونه ويل.

كيرن د هغه پر خبرو له باور كولو څخه داسي سخته منكره وه چي نه يې د هلك يو طرفه شهادت واورېدى او نه يې د هغه د كوټې او بكس تلاښي پرېښووه، د دې بې كوره هلك پر سپكاوي باندي كيرن ډېره وځورېدله، د هغې نيت و چي دوې جوړې نوي كالي، يوه جوړه بوټونه او يوه كتابچه د بېلېدو د سوغات په توګه پرته د هغه له خبرېدو ماښام د هغه په صندوق كي كښېږدي، دغه كار پرته له دې چي د صندق نور شيان راوباسي، ناشونى و، اوبل دا هم ضروري و چي هغه شيان له تحفو سره بيرته مناسب ځاى كښېږدي، خو كله چي هغې دغه كار تر سره كاوه نو تصادفا د هغې لاس له ورك شوي رنګ سره ولګيدى، هغه حيرانه دريانه ولاړه خو ژر يې بيرته رنګ او نور شيان سم كښېښوول، تر ټولو پر سر يې تحفې كښېښودې او هغه يې قلف كړ، په دې وخت كي نيل په چوپه كوټې ته دننه راغلى و، هغه بې له دې چي كيرن خبره سي د كيرن كار وليد، په دا سبا نيل كنټ داسي ورك سو چي هيچا يې درك ونه لګوى، په دريمه ورځ پوليسو هم اعلان وكړ چي د هغه هيڅ درك نشته، له دې سره شارت ته دا چورت ورولوېد چي د هغه صندوق بايد وكتل سي.

كيرن وويل:

“دا هيڅكله نسي كيداى” او بيا يې صندوق خپلي كوټې ته يووړى او د شپې په تياره كي يې رنګ د رود ژورو اوبو ته وغورځاوه.

كيرن د هغه غلا نه كړه برملا، بيا ټوله كورنۍ روان سول او په يوه ورځ كي ټوله باغ وېرانه پاته سو، يوازي د نيل كنټ سپى د رود پر غاړه ګرځېدى او غپل يې، د هغه له غپا او چيغو څخه داسي معلومېدل چي د هغه زړه مات شوى دى.
پاى

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب