شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبکره کتنهد يوې مقالې تنقيدي جاج/ نعمت الله صديقي

د يوې مقالې تنقيدي جاج/ نعمت الله صديقي

تکړه کره کتونکى قيصر اپريدى تاثراتي کره کتنه د کره کتنې د اصل منصب څخه فرار بولي، خو په عمومي توګه د پښتو کره کتنې روان بهير د همدې تاثراتي کره کتنې زياته برخه تشکيلا وي، هغه ټولنه، خلک او تخليقات يې چې د نقد له ارونو(اصلونو) نه وي تير شوي په هيڅ افکارو، تصوراتو او باورنو يې بشپړ يقين نشي کيدى ،

زمونږ فکري ابتذال، مخصوص تنوع ، بې ځايه کليشې او د اصل تخليقي ټکنېتوب پيمانه اوج ته رسيدلى، نو ځکه ممکن د اپريدي صاحب خبره زمونږ په څير هغه ژبې يې د فرار ترڅنګ خراب هم وبولي چې د سلګونو کتابونو په لړ کې له يوه نيم پرته د عملي کره کتنې کتابونو نه چاپ يې تقدير وي ، له تاثراتي کره کتنې پرته وس نو هر ډول کره کتنه د ښکنځلو بديل ګڼلى شي ، دا ځکه چې علمي ارزښتونه مو هم په عادتونو واړول د ځوانو ليکوالو په اثرو د نقد نه کولو يو لوى نقص دا شو چې کتابونه خو هره ورځ چاپيږي مګر د لويو نيمګړتياوو ترڅنګ يې د هم هغو نيمګړتياوو تکرار يوه بله ستونزه ده ، په هر حال نقد ، نقد وي. چې څوک يې هر څه بولي خو مايل صاحب وايي

ناقدان چې مې له کوره خپل پيدا شو

وس مې ځکه هم له ځان سره خپلوي ده

د سيف الرحمان هاشمي د څيړنې لارښود اثر تير کال چاپ شوى ، سريزه پرې استاد اصف صميم ليکلې دموضوع د ارزښت په خاطر مې په دقيقه توګه ولوست ، دا اثر بې شميره ښيګڼې لري ، خو ترڅنګ يې ورسره دبې شميره غلطيو يا ناپاميو يادونه هم بايد وکړو، غواړم چې په دې اثر کې په لومړى مقالې چې (ادب او ټولنه) تر عنوان لاندې ليکل شوى ، د همدې کتاب په تناظر کې هغه څه ته اشاره وکړم کوم څه ته چې ليکوال د يوې غوره مقالې لپاره ځاى په ځاى لارښونه کوي ، همدا يې ښيګڼه ده چې د هرې هغه ناپامى چې ليکوال يې بدګڼې بولي ، حل پکې شته ، ګويا خبرې تر ډيره ځايه موثرې دي خو ليکوال پر ځايې د دې چې نورو ته لارښود شي په خپله د تطبيق له چارې عاجز دى،

مثلا د همدې مقالې يو پيرګراف دى

(د يو ښه ليکوال د ليکنې موضوع ، ارزښت ، موخه اوګټه دې روښانه او څرګنده وي ، او ليکنه يې په پوره برلاسى له ټاکلي عنوان ، ټاکلى موضوع او ټاکلى موخې سره سمه ترتيب اوډول شوي وي، )

خو پدې مقاله کې چې عنوان يې ادب او ټولنه ده، پر ځاې د دې چې د ټولنې او ادب پر هم هغه اړخ تيوريک بحث وکړي ، ليکوال يې له پنځمې صفحې نه په بايد- بايد يعني اديب او ليکوال ته په لارښونو تر سپاړسمې صفحې پورې هم دا موضوع په تکراري بڼه پاى ته رسوي ، يعنې هغه څه چې په پورتني پيرګراف کې لولو په دې مقاله کې يې عملي نه وينو،

د نظر او عمل واټن ليکوال له سترې ستونزې سره مخامخ کړې

يو ځاى ليکي ،

( ادبيات بايد اديب ته د هغو معيارونو مفهوم ولري لکه د ونې زاړه او بې ګټې ښاخونه چې بې ځايه د ونې وينې څښي او هيڅ حاصل نه ورکوي د ونې د کمزورتيا لامل هم ګرځي .يعنې ادب د ژبې نيالګي ته يو سالم او ځواکمن ژوند وربخښي، چې ونه په صحيح ډول مقصد ته ورسيږي نو په ټولنه کې ادب هم همدې ته اړين دى چې په يوه ټولنه کې ادب او ادبيات وي اديب زيږوي او د ټولنې وګړي له کيڼو کږو لارو ځينې را اړوي )

پورتنې پيراګراف څومره اسانه خبره راته ګرانه وي سړى نه پوهيږي چې له ورستيو جملو پرته ليکوال څه راته وايي او که فرض کړه يو ليکوال په دومره مهمه موضوع کې مثال راته وايي نو داسې ځايونه او په ليکنه کې د پيراګرافونو په منځ کې بې ربطه او بې پيونده کلمې راوړنه کوم هنر دى؟ حل دا چې د مقالې په ورستى برخه کې راته وايي ،

( دهرې جملې پيوندونه او اړيکې چې له خپلې مخکنۍ او ورپسې جملې سره يې لري،بايد په بشپړه توګه وپيژنو په دې مفهوم چې هره جمله دخپلې مخکنۍ جملې معنا او مفهوم بشپړ کړي او له ورپسې جملې او عبارت سره د زنځير د کړيو په څير اړيکي ولري ، )

که په هم دې پيراګراف خبره غزاوو، نو په يو حديث شريف کې د ادب په کلمې لنډه تبصره کوي، جمله داسې ده،

( وس دا کلمه د مانا له پلوه خپله بڼه بدله کړه ) دلته ( کليمه) بايد په ( کليمې) راشي او ( دا ) په (دى) ځکه د جملې ورستى برخې سره سمون نه خوري او که(دا)په خپل ځاى پريږدو نو بيا بايد دجملې ورستى برخه داسې ترميم کړو.( وس دا کليمه د مانا له پلوه خپله بڼه بدلوي ) په دې جمله کې يې (مانا ) ليکلې خو مونږ ته يې (د پښتو املا او ليکدود) په مقاله کې د پوهنې وزارت پر منل شوي بڼه کې (معنا ) راوړى ، يعنې په دې اثر کې هغه څه چې مونږ ته يې ښايي ليکوال يې په خپله په کارونه کې پاتې راغلى او يا خو ورسره موافق نه دى

په همدې مقاله کې يو ځاى لولو،

( که څه هم د نورو ټولنيزو علومو او هنرونو په څير ادب کوم داسې ځانګړى تعريف نه لري . چې هر چيرې د هر چا لپاره يو شان د منلو وړ وي )

دلته به د ځينو ټولنيزو علومو د تعريف خبره ومنوچې تعريف يې شته مګر د هنرونو په اړه ټاکلى تعريف مو يوڅه ټاکنې کوي، همدا ډول يو بل ځاى لولو،

( په بشپړه توګه ادب يوه موخه لري، ادب او اديب د سياسي نظرونو له څښتن سره يوالى نه لري او يا باور پرې نه کوي ځکه چې هغوى خوځنده او محتول وي، ناست وي، او کار يې لا ختم شوى نه وي بلکې د سياسي نظرونو خاوندان سمونپال وي خداى مه کړه ادب د سياست ښکار شي،)

په دې پيراګراف کې د جملو د بې تر تيبى ترڅنګ يې د مفهوم ګونګوالى جوت ښکاري، مثلا ( ادب او اديب د سياسي نظرونو له څښتن سره يوالى نه لري ) د دى جملې علت راته داسې وايي ( ځکه هغوى خوځنده او محتول وي. ناست وي کار يې لا ختم شوى نه وي بلکې د سياسي نظرونوخاوندان سمونپال وي ) په دوهمې جملې کې خوځنده او ناست دوه متضادې کليمې په يو مفهوم کې داسې راغلي چې تضاد ترې زيږي، که سياستوال سره داديب په خوځيدو(فعاليت) کولو مخالفت راته وايي نو دا ناست کليمه څه معنا ورکوي او ورپسې جمله چې د ( بلکې ) په کليمې يې پيل کوي داسي ليکي، (بلکې د سياسي نظرونو خاوندان سمونپال وي) دلته يې اړتيا څه وه ؟

يو بل پيراګراف يې هم لولو،

( اديب د هر څه نه صرف نظر وي يوازې د هغه څيړنه او وينا د ادب په بڼه وي . ښاغلى په دغه مهال کوښښ کوي چې د څيړنې او وينا په مهال له هر ډول بدبينۍ او تعصب نه ګوښه وي،)

ليکوال غواړي يو څه ووايي خو ترې جوړ بل څه شي، که نه په دې پيراګراف کې ( اديب د هر څه نه صرف نظروي ( جملې ته ښه ځير شى ( هرڅه نه ) خو مراد دلته دا نه دې چې قضاوت او څيړنه هسې په لاشعوري توګه کيږي ځکه که دلته يې منظور د تعصب او بدبينۍ يادونه وي نو دا خو پکې په مشخصه توګه ياده شوې، نو بيا دا(هرڅه) خو مو يو بل پلو ته فکر نه اړوي ؟ وس نو که خامخه د ليکنې اطناب خوند راکوي نو بيا هم بايد لفظي او مفهومي ارزښتونه په پام کې ونيسو مثلا د (هرڅه ) په ځاى که د کليمو په لږ ډير تغيير سره دلته د (ځينې ) کليمه راوړو، نو يو څه به له ابهامه راووځي ليکوال د مقالې په يوه بله برخه کې ليکوال ته وايي

(هڅه وکړه چې د ليکنې ژبه مو د وينا ژبې ته نږدې وي او داسې يې وليکو لکه چې له لوستونکي سره مخامخ خبرې کوو،)

خو د ليکوال په يو بل پيراګراف لولو،

(په دې ډول ليکنو کې ليکوال هغه څه چې غواړي پرته له لاسوهنې د ښکلا منتر په خپلو اثارو کې وځلوي،)

دلته ليکوال يو ځاى کې د ښکلا منتر ځلوي حال دا چې مونږ په عامه ژبه کې د منترو په اړه په خولې سره ( کوف) کول يا پرې (چوپ) کول وايو د منتر ځليدل به راسره ممکن شعري صنعتونه هم ونه مني،

په يوه بله برخه کې راته داسې لارښونه کوي،

( يو ښه ليکوال په موضوع بشپړه برلاسى لري لهجه يې رڼه او د لفظ او مانا همغږي يې په ليکنه کې له ورايه ځليږي،)

رښتيا هم چې دا خبرې يې عالي خبرې دي ځکه د يوې ښې ليکنې لپاره د لفظ او معنا همغږي ډيره هم اړينه ده خو نه پوهيږو چې ليکوال ته عملا ترې څه تکليف دى ( ښه ليکوال څوک دى ) تر عنوان لاندې په يو بل پيراګراف کې ليکي،

( ښه ليکوال د يو ښه انځور ګر مثال لري که چيرته يو انځورګر د رنګونو په ټاکلو،اوډون کې پوره پاملرنه وکړي او د انځورګرى په هنر پورې له اړوندو اصولو او قواعدو سره سم خپل کار سرته ورسوي نو نه يواځې دا چې اثر به يې زړه پورې وي او د پاملرنې وړ وي بلکه په خپله به هم ديوه ښه ليکوال او ښه هنرمند نوم لاسته راوړي نو بايد…. )

دلته ليکوال په څومره بې مسوليتى سره د مثال په راوړلو کې له خپلې موضوع سره د ربط انکارڅرګند کړى، ځکه هغه انځورګر چې په زړه پورې انځورونه يې کښلي وي، څرنګه ترې د اثر خاوند جوړيږي، مونږ پوهيږو چې ليکوال دلته د يوښه ليکوال تشبيح له تکړه انځورګر سره ورکوي مګر دلته په موضوع يا برلاسۍ نه لري او يا د لفظونو او معناوو پر همغږۍ نه پوهيږي نو ځکه خو په دې جملو کې پر ځاى د دې چې ليکوال ته يې هيله ورکړې وه انځورګرته د يوه ښه ليکوال هيله ورکوي، ليکوال په دې کتاب کې د کتاب ليکنې ميتود په مقاله کې د ماخذونو (سرچينو) او په لمنليکونو بيلا بيل بحث يې په زړه پورې دې ، خو کاش چې دا يې هم په خپلو مقالو او ليکنو کې تطبيق کړې وى، زه تر اخره په هغه مقاله کې د ارواښاد صديق روهي د حوالې په سر چينې پيدا کولو بريالى نه شوم ، او هم داسې يې د ماخذونو په حواله ټول کتاب درواخلى ، د کتاب په اخر کې چې کوم ماخذونه راخيستل شوي هغه هم د ليکوال په ليکلي نظر ناسم دي، که نه وګورۍ د ( کتاب ليکنې ميتود ) بشپړ مقاله ،

په هر صورت تر دې ځايه مې دا خبرې د هاشمي صاحب د اثر په يوه مقاله ځکه

وکړې چې ده په همدې مقاله کې د تنقيد په اړه داسې ارزښتمنې خبرې هم کړيدي، ليکوال ته وايي،

( هم دا رنګه په خپل ځان باندې انتقاد او نيوکه په ورين تندې د زړه له کومې ومني ځکه له نقادنو او کره کتونکيو لخوا نيمګړتياوې څرګنديږي او په زړه پورې نظريات وړاندې کيږي، )

په ليک او تخليق کې په خاصه توګه د تحقيق په ډګر کې صداقت يو حياتي ارزښت لري، استاد صميم په دې کتاب د تاثراتي سريزې لاندې د ديارلسوه نوي کال د دريمې مياشتې پنځلسمه نيټه کښلې خو هاشمي صاحب له دې نيټې دولس ورځې وړاندې په خپلو خبرو کې له استاده مننه کوي . بيا هم په ټول کتاب نقد به برداشت ولري نو ځکه په هم دې مقاله بسنه کوو،او ورسره وايو چې که خپل هغه خام مواد تر چاپ وړاندې د نقد لپاره د اصلاح په خاطر بل استاد ليکوال ته وښايو نو يوه ستره ګټه به مو دا کړي وي چې دا اثر غلطې به مو کمې وي ګنې د دې کتاب د همدې مقالې غلطى او ناپامى هم د ميشت خوروار څخه نمونه ده نو ځکه بايد له خپلو اثارو د غلطيو ځالې جوړې نکړو،

پاى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب