دا کابل
دا هوا
دغه غرونه
ها دیوال پر اسمایي
دا زما دي، دا زما دي
ها کوتره د زیارت
چاینکي د سماوار
دا سندرې لوګري
دغه دوړي
هارنونه، شور ماشور
دا زما دي، دا زما دي
….
له ډیورنډه رااوښتی
له بمو سره راغلې
وایي ته مې یې بښلی
نور دې نه وژنمه واوره
دا ځان مرګي مې ایسار کړو
مسلمان شوې، مسلمان شوې
….
دا هوا، دغه کابل
دا زما دي، دا زما دي
له دې هرڅه زه په تیښته
خبر نه یمه چې چیرته
بکس زما دی
دا مې زوی
دا مې لورکۍ
دا مې میرمن ده
زه د دوی یم،
دوی زما دي
خو روان یم خبر نه یمه چې چیرته
نه ټکټ شته
نه پاسپورټ شته
الوتکه زما نه ده
میلمه پاله زموږ نه ده
راته خاندي..
راپسې خاندې
….
له وطنه په هوا یم
هاغه اوښکی وچې شوې
چې به غلې غلې غلې
ماشومانو نه په پټه
تیره شپه…
له کابل نه تګ نه مخکې
په تیاره کې څڅیدلې
دا خبرې مې غوږو کې انګازې کړي
نور مې عفوه درته کړې
دا ځان مرګي مې ایسار دي
مسلمان شوې، مسلمان شوې
مبارک شه، مسلمان شوې