تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۱۸ مه) د کونړ، باجوړ او مومندو د قومي مشرانو ترمنځ د غويي په ۱۴مه د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د اوربند له هوکړې وروسته، د سیمې اوسېدونکي وایي چې وضعیت ارام شوی او بېځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنېږي.
د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي شهابالدین شباب د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له تېرو درېیو ورځو راهیسې اوربند ټینګ پاتې دی او د سیمې خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
هغه وویل:
“هغه کډوال چې د سرکاڼو له سیمې هاخوا تللي وو، اوس بېرته خپلو ځایونو ته راستانه شوي او سیمه ارامه ده.”
له بلې خوا، په باجوړ کې د عوامي نېشنل ګوند ویاند عبید خان سالارزي وویل چې د اوربند له اعلان وروسته د ډزو تبادله درېدلې، خو په سیمه کې د وسلهوالو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي.
هغه وویل:
“له اوربند وروسته هغه ړندې مرمۍ او ډزې چې زموږ پر سیمو کېدلې، اوس درېدلې دي.”
په کونړ کې د طالبانو د حکومت یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، هم تایید کړه چې د اوربند له هوکړې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو کومه پېښه نه ده شوې.
د کونړ- باجوړ او مومندو د قومي مشرانو له جرګې سره سره پاکستان پر کونړ بریدونو ته دوام ورکړی
له بلې خوا، د باجوړ قومي مشر حاجي لالي شاه پښتونیار سالارزي، چې د اوربند لپاره یې د قومي مشرانو د پلاوي مشري کړې، وویل چې د دواړو د ډیورند کرښئ د دواړو غاړو د وضعیت د څارنې لپاره به یو ګډ او خپلواک کمېسیون جوړ شي.
هغه زیاته کړه:
“موږ یو ازاد کمېسیون جوړ کړی، چې مشري یې زه کوم. دا کمېسیون به هر درې میاشتې وروسته وضعیت ارزوي، څو معلومه کړي چې له کوم لوري ستونزه یا سرغړونه شوې که نه.”
د نوموړي په وینا، د پولې دواړو غاړو ته زرګونه بېځایه شوې کورنۍ خپلو مېنو ته د بېرته ستنېدو په حال کې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د پنجشنبې په ورځ د کونړ، باجوړ، چترال او نورستان د قومي مشرانو د سولې او اوربند وروستي تړونونه وستایل.
د وزارت ویاند طاهر اندرابي خبریالانو ته وویل:
“دا پرمختګونه د هرکلي وړ دي او ښيي چې د پولې دواړو غاړو ولسونه سوله غواړي.”
په ورته وخت کې، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یوې معتبرې سرچینې هم، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته ویلي چې دوی د قومي مشرانو دا هوکړه مثبت ګام بولي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وروستیو نښتو له امله په کونړ او باجوړ کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.
د روان کال د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د ډیورنډ کرښې په بېلابېلو سیمو کې څو ځله نښتې شوې دي.
او مهمه دا چی د آی اس آی جاسوسی قوتونه په منطقه کی زیاد شوی هان دا چی کلداره روپی یو ځل بیا په دغو سیمو کی خپل هویت ثابت کړ او په درز سره چلیږی. دا سیمی به پاکستان په ډیره آسانی لدی ورسته هضم کړی بدون له جنګ څخه چی طالب حکومت د خاورې د خرڅلاو پدی طرحه کی ورسره شریک دی ـ