Homeخبرونهازبکستان وايي، افغانستان ته یې صادرات ۵۵۰ میلیون ډالرو ته رسېږي

ازبکستان وايي، افغانستان ته یې صادرات ۵۵۰ میلیون ډالرو ته رسېږي

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۱۸ مه) د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، داورون وهابوف، ویلي چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۵۵۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

د «یوز ډېلي» د راپور له مخې، وهابوف ویلي چې افغانستان د ازبکستاني توکو لپاره د پراخېدونکي بازار بڼه خپله کړې ده.

د راپور له مخې، د سږ کال په جنورۍ میاشت کې له ازبکستان څخه افغانستان ته میاشتني صادرات له ۱۱۷ میلیونه ډالرو څخه د اپرېل په میاشت کې ۱۶۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوي دي.

راپور زیاتوي چې د صادراتو یوه لویه برخه خوراکي توکي دي. یوازې د خوراکي موادو صادرات ۱۳۸ میلیون ډالر ښودل شوي، چې پکې د نباتي غوړیو، هګیو او ژوندیو چرګانو صادرات زیات شوي دي.

ازبکستاني چارواکي وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې روانې دي او تمه ده چې د کال تر پایه د راکړې ورکړې کچه نوره هم لوړه شي.

ازبکستان که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له افغانستان سره یې پراخې سوداګریزې اړیکې ساتلې دي او غواړي د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه ۵ میلیارده ډالرو ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...