Home+د نیل وروستی شاهد (ناول) ډاکټر خلیل خیام ایسپزی

د نیل وروستی شاهد (ناول) ډاکټر خلیل خیام ایسپزی

د کتاب نوم: د نیل وروستی شاهد

لیکوال: ډاکټر خلیل خیام ایسپزی

دا ناول په تاند کې په پرله پسې ډول خپرېږي. دا یې لومړۍ برخه ده.

لومړی څپرکی

د مهر شوي صندوق راتګ (هغه مړی، چې مصر ته را ستون شو)

زهٔ، نختمین د مړو د کور کاتب او د درملو د کوټې زده کوونکی، دا خبرې پهٔ داسې شپه لیکم، چې نیل د سپوږمۍ رڼا بېرته اسمان ته ورغورځوي او د طبس معبدونه تر اوبو لاندې د سرو زرو د ډوبو شویو ماڼیو غوندې ښکاري. کهٔ سبا زما لاس پرې شي، ژبه مې لهٔ ستوني را وایستل شي او نوم مې د معبدونو لهٔ دېوالونو وتوږل شي، دا پاڼې به بیا هم شاهدي ورکړي، چې حقیقت تل د پاچا تر عمر اوږد وي.

هغه ورځ، چې د سینوهه صندوق مصر ته را ستون شو، لمر سور را ختلی و. د ښار نیم‌زالو او زړو خلکو ویل، چې سور لمر د جګړې نښه ده، کاهنانو ویل، چې آمون د خپلو دښمنانو وینه غواړي، خو ما د مړو پهٔ کور کې دومره وینه لیدلې وه، ، چې نور مې پهٔ ډېرو کیسو باور نهٔ کېدهٔ.

صندوق د سمندر لهٔ لارې راوړل شوی و. د لرګي رنګ یې د مالګې او باد لهٔ لاسه سپین شوی و او پر سر یې د یوهٔ مار نښه کښل شوې وه، چې خپله لکۍ یې پهٔ خولهٔ کې نیولې وه. څلورو حبشي مزدورانو هغه زموږ د انوبیس کور ته راووړ. ورسره یؤ زوړ پوځي ولاړ و. د هغهٔ چپه سترګه نهٔ وه او تشه کاسه یې پهٔ تور ټوکر پټه کړې وه.

هغه زما استاد، پتاحور ته وویل:

«دا د هغه طبیب امانت دی، چې پاچاهانو د ناروغۍ پر مهال ورغوښت او د روغتیا پر مهال یې هېراوهٔ.»

پتاحور ورو وپوښتل:

«نوم یې؟»

پوځي شاوخوا وکتل، لکه هر څهٔ چې اورېدل کؤلای شي. بیا یې وویل:

«سینوهه»

د دې نوم پهٔ اورېدو د استاد لاس ولړزېد. هغه د مړو د بدن د غړیو پهٔ راویستو نهٔ و ټکنی شوی، د خوسا زخمونو د بوی لهٔ امله یې تندی نهٔ و تریو شوی، خو د یوهٔ تبعیدي طبیب نوم یې د مخ رنګ واړاوهٔ.

پتاحور مزدوران رخصت کړل، دروازه یې وتړله او ما ته یې وویل، چې د خوشبویانو کوټې ته لاړ شم. ما سر ټيټ کړ، خو لاړ نهٔ شؤم. انسان د فرمان منلو هنر ژر زده کوي، خو د فرمان ماتؤلو هنر هغه وخت زده کوي، چې پوه شي، چې د دهٔ ژوند د نورو د رازونو کور دی.

استاد وویل:

«نختمینه نن دې هېڅ هم نهٔ دي لیدلي!»

ما وویل: «ما هره ورځ مړي لیدلي دي، مړي راز نهٔ وايي»

هغه را ته وکتل: «ژوندي د مړو لهٔ رازونو ډېر ویریږي»

موږ صندوق پرانیست. دننه د سرو زرو لوښي، جواهر او د پاچاهانو مهرونه نهٔ وو، یوازې د پوپاېرس ګڼې پاڼې، د ډبرې څو وړې تختې، د مسو زنګ وهلی طبي چاقو او د یوې ښځې د ویښتو تور تار پروت و. د ویښتو تار لا هم د نیلي شیشې پهٔ یوهٔ وړوکي کړۍ پورې تړلی و.

پر ټولو پاڼو یوه جمله لیکل شوې وه: «دا د سینوهه خبرې دي، هغه چې هر څهٔ یې لرل، خو ځکه یې لهٔ لاسه ورکړل، چې پهٔ حقیقت پسې ګرځېد او خو بیا د نشت په برخلیک محکوم شو»

تر پاڼو لاندې یؤ بل پوښ کړی شی هم ایښی و. پرې د شاهي کور مهر لګېدلی و-نهٔ د اوسني فرعون هورمهب، بلکې د هغهٔ پاچا، چې نوم اخیستل یې پهٔ مصر کې جرم و. اخناتون.

پوځي پهٔ هماغه شېبه خپله توره راوایسته. ما ګومان وکړ، چې زموږ ستوني به را پرې کوي، خو هغه د خپل ښي ورغوي منځ پرې کړ او وینه یې د صندوق پر څنډه وڅڅؤله.

ویې ویل: «ما قسم کړی و، چې صندوق به تر طبس پورې رسؤم او اوس مې دا قسم پوره شو»

پتاحور وویل: «قسم چا درکړی و؟»

هغه ځواب ورکړ: «یوهٔ مړهٔ سړي»

لهٔ باندې د عسکرو د زغرو شرنګ واورېدل شو. پوځي پهٔ یوه سترګه کړکۍ ته وکتل او پهٔ آرامه یې وویل:

«دوی پهٔ ما پسې نهٔ دي راغلي، دوی پهٔ صندوق پسې راغلي دي»

پتاحور د پوپاېرس پاڼې د جسدونو د مالګې پهٔ لوی لوښي کې پټې کړې. شاهي مهر لرونکی پوښ یې ما ته را کړ او ویې ویل: «د سوځؤلو بټۍ ته یې یوسه!»

ما تر لمنې لاندې پټ کړ، ځکه پوهېدم، چې استاد د سوزؤلو لپاره نهٔ، د ژغورلو لپاره را کړی و. ځينې فرمانونه پهٔ خولهٔ یؤ څهٔ او پهٔ زړهٔ بل څهٔ وايي، انسان ته بویه چې ژور شي او د ادراک داېره پراخه کړي. هر څهٔ چې وینو، لهٔ سرسري ادراک پرته، ډېر ویړ باطني جهان هم لري. چا چې دغه جهان کشف کړ، ډېر څهٔ به ومومي.

دروازه د لرګي لهٔ چوکاټ سره یؤ ځای راولوېده. د هورمهب د تورې قطعې شپږ عسکر را ننؤتل. د هغوی مشر سره ږیره درلوده او د غاړې پر زنځیر یې د باز طلایي نښه ځړېده.

هغه وپوښتل: «د خاین طبیب مال چېرته دی؟»

پتاحور پهٔ ارامۍ وویل: «دلته یوازې مړي دي. کهٔ ستاسو فرعون لهٔ مړو ویریږي، ټول قبرونه دې وسوزوي»

سورږیري استاد پهٔ څپېړه وواههٔ. زوړ پوځي پرې ورټوپ کړل، خو دوه نېزې یې پهٔ نس ننوتې. هغه تر لوېدو مخکې یؤ عسکر د تورې پهٔ وار وواژهٔ. وینه د ډبرې پر سپین فرش خوره شوه، چې ورته ځیر به شوې، د نیل د نقشې پهٔ څېر به درښکاره شوه.

زه د خوشوبویانو کوټې ته وتښتېدم. هلته مې د مومیايانو تش تابوت ولید. پوښ مې پورته کړ، دننه پرېوتم او د تابوت سر مې لهٔ دننه خوا وربند کړ. د شاهي مهر پوښ زما پر سینه پروت و او زړهٔ مې دومره سخت درزېدهٔ، چې وېرېدم عسکر به یې لهٔ تابوت څخه بهر واوري.

دوی کوټه وپلټله. يؤ عسکر د تابوت تر څنګ ودرېد. د هغهٔ د څپلۍ مېخونه مې د لرګي لهٔ نرۍ تختې لیدل. دهٔ وویل: «دا به هم خلاص کړو؟»

سورږیري ځواب ورکړ: «زهٔ لیکنې غواړم، نیم خوسا جسدونهٔ نهٔ!»

هماغه شېبه پوه شؤم، چې انسان کله نا کله یوازې د مړي پهٔ جامه کې ژوندی پاتې کیږي او کله برعکس لکه سینوهه، چې مړ دی، خو یاد او کارنامو یې ژوندی ساتلی دی.

کله چې چوپتیا شوه، را ووتم. پتاحور پر ځمکه ناست و، شونډه یې وینې وه. زوړ پوځي لا ساه اخیسته. ورنږدې شؤم. دهٔ زما مړوند ونیو، ګوتې یې سړې وې، خو زور یې د ځوان عسکر و.

ویې ویل: « پهٔ مهر شوي پوښ کې د یوهٔ ماشوم نوم دی. هغه ماشوم مړ شوی نهٔ دی»

ما وپوښتل: «کوم ماشوم؟»

دهٔ وویل: «هغه ماشوم کهٔ ژوندی وي، هورم هب  د تخت غاصب ګڼم»

د هغهٔ سترګه د چت پر لور ودرېده. شونډې یې وخوځېدې، خو وروستۍ کلمه یې یوازې ما واورېده: «سینوهه پوهېدهٔ…» بیا یې لاس خلاص شو.

پتاحور را ته وویل: «پوښ راکړه!»

ما دروغ وویل: «عسکرو یووړ»

استاد اوږده شېبه را ته وکتل. ما فکر وکړ، چې پهٔ څپېړه به مې ووهي، خو یوازې یې وویل: «نو لهٔ نن څخه تهٔ هم د دې کیسې برخه شوې. پهٔ مصر کې هر هغه څوک، چې راز لري، دوه نومونه لري، یؤ نوم، چې مور او پلار پرې ایښی وي او بل هغه، چې جلاد یې پهٔ دوسیه کې لیکي»

ما شپه د نیل پر غاړه تېره کړه. ښار د جشن پهٔ څراغونو روښانه و. خلکو ویل، فرعون د شمال لهٔ جګړې بریالی راستنیږي. نانوایانو ډوډۍ وېشله، شراب پلورونکیو بیې دوه برابره کړې وې، سوالګرو د معبدونو تر سیوري لاندې د پاچا د اوږد عمر دعا کؤله. خو د ښار تر قدمونو لاندې یؤ ډېر پخواني مصر ژوندی و، لهٔ برمه ډک و او د خپل نوم د بېرته ګټلو لپاره غلې او ژورې ساه ګانې باسي.

ما مهر شوی پوښ د سپوږمۍ رڼا ته ونیو. د اخناتون د لمر نښې تر مهر لاندې ځلېدې. د دې مهر ماتؤل د مرګ سزا لرله. کهٔ مې دا مهر ساتلی وای، د مصر تر ټولو لوی راز مې پهٔ لاس کې و او شاید پهٔ امن کې پاتې شم.

انسان پهٔ دوه شیانو پسې سترګې اړوي، یؤ پهٔ حسن او بل پهٔ مالوماتو پسې، درېیمه انګېزه نهٔ لري. انسان تل د حقیقت غوښتنه کوي، خو حقیقت چې د دهٔ دروازه وټکوي، بیا د تېښتې لار ګوري. انسان د همدغو متضادو کیسو کور دی، حتی ښار دی.

پوښ مې پرانیست. دننه یوازې یوه نرۍ پاڼه وه. پر هغې د سینوهه پهٔ خط لیکل شوي وو: « نختمینه! کهٔ دا لیک پهٔ لاس درغی، نو پوه شه، چې ما ستا نوم ستا تر زېږېدو دمخه پېژاندهٔ»

زما لاسونه یخ شؤل. پاڼه مې بیا ولوسته. نوم زما و، حتی د پلار نوم مې هم ورسره لیکل شوی و، خو هغه نوم نهٔ و، چې مور مې ټول عمر را ته اخیست.

د پاڼې پهٔ وروستۍ کرښه کې لیکل شوي وو:

«ستا پلار د مصر هغه پاچا و، چې تاریخ یې نوم لهٔ ځانه سره خښ کړ»

پهٔ هماغه شېبه د نیل لهٔ بلې غاړې د جګړې ډولونه وغږېدل ټکان مې خوړ، د بدلون لپاره هر کله لاره پرانیستې وي، زهٔ پوه شؤم، چې زما پخوانی ژوند پای ته ورسېد. د دې لپاره نهٔ، چې ما خپل پلار وموند، بلکې د دې لپاره، چې فرعون به ډېر ژر ما ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خبري وکړه، چي ګټونکی شې | نصرت‌الله نصرت

” خبري وکړه چي ګټونکی سې ” اثر مشهور ویناوال او لیکوال ب ټریسي لیکلی او پښتو ته د فضل الحق طاهرزي په مټ...