تاند/ پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۶مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د سالنګونو لویې لارې د روان کار لیدنه وکړه.
نوموړي د لېدنې په مهال ویلي، دا لویه لار د سوداګرۍ، ټرانزیټ او شمالي ولایتونو سره د کابل د نښلولو له پلوه له مهمو لارو دی او باید چارې یې په چټکۍ او معیاري ډول پایته ورسیږي.
په ورته مهال د طالبانو د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو مسوولانو ویلي چې، د جنوبي او شمالي سالنګونو د جوړولو چارې په اساسي ډول روانې دي.
دوی ویلي، د یادې لارې کارونه به د ټاکل شوي پلان او معیارونو له مخې بشپړ شي.
د یادونې وړ ده چې، د سالنګ لویه لار نه یوازې دا چې شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي، بلکې منځنۍ اسیا ته د توکو د لیږد رالیږد هم مهمه ترانزیټي لار ده.