Homeخبرونهپه ایران کې اقتصادي بحران افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنوي

په ایران کې اقتصادي بحران افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنوي

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۶ مه) په ایران کې سخت اقتصادي بحران، د اسعارو د ارزښت کمېدو، د بیو لوړېدو او د کار نشتوالي زرګونه افغان کډوال دې ته اړ کړي چې افغانستان ته بېرته ستانه شي.

د رویټرز د راپور له مخې، یو شمېر افغانې کورنۍ چې کلونه یې په ایران کې تېر کړي وو، اوس د ایران د خرابېدونکي اقتصادي وضعیت له امله بېرته افغانستان ته ستنېږي. ډېری راستنېدونکي وايي چې په ایران کې د کار موندل سخت شوي او د ورځني ژوند لګښتونه دومره لوړ شوي چې نور هلته پاتې کېدل ورته ممکن نه دي.

محمد سعید چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره ایران ته تللی و، اوس بېرته افغانستان ته ستون شوی دی. هغه وايي، د ایرانۍ پیسې (ریال/ تومان) ارزښت دومره کم شوی چې د دوی سپمولو پیسو له دوه‌ پر درېیمې برخې څخه ډېر ارزښت له لاسه ورکړی دی.

ایران له څو لسیزو راهیسې د ډېرو افغانانو لپاره د کار، عاید او نسبتاً ښه اقتصادي فرصتونو ځای و. خو د وروستي اقتصادي بحران له امله د افغان کډوالو لپاره دغه وضعیت بدل شوی دی. د راپور له مخې، ډېری راستنېدونکي وايي چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال یې داسې تصور نه کاوه چې یوه ورځ به د ایران اقتصادي ستونزې دوی مجبوروي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د جګړې او اقتصادي ستونزو اغېز

د ایران اقتصادي وضعیت د امریکا او اسرائیل له جګړې، نړیوالو بندیزونو او د انفلاسیون له زیاتېدو سره لا خراب شوی دی. د ایران د احصایې مرکز د معلوماتو له مخې، د مصرفي توکو بیې په کلني حساب نژدې ۹۰ سلنه لوړې شوې او د خوراکي توکو د بیو زیاتوالی شاوخوا ۱۳۰ سلنې ته رسېدلی دی.

د بیو له لوړوالي سره ډوډۍ، شیدې او نور لومړني توکي د ډېرو کورنیو لپاره ګران شوي دي. له بلې خوا، یو شمېر افغان کډوال وايي چې د جګړې له امله یې کارونه له منځه تللي او میاشتې میاشتې بې‌روزګاره پاتې شوي دي.

د رویټرز خبریالانو د هرات او فراه په سرحدي سیمو کې له هغو افغانانو سره خبرې کړې چې له ایران څخه بېرته راستانه شوي دي. د اسلام‌کلا په پوله کې هره ورځ ګڼ شمېر راستنېدونکي د اسنادو د ارزونې او ثبت له بهیر وروسته افغانستان ته داخلېږي.

له ایران څخه تش لاس راستنېدل

د فراه یو ۴۴ کلن افغان عبدالجبار، چې کابو څلور لسیزې یې په ایران کې ژوند کړی او د ودانیو د بهرني سینګار په برخه کې یې کار کاوه، وايي چې د کار د نه موندل کېدو له کبله یې افغانستان ته د راستنېدو پرېکړه وکړه.

هغه افغانستان ته له راستنېدو وروسته نژدې هېڅ سپمولې پیسې او شتمني نه لرله. خپلوانو یې د ژوند لومړني توکي ورکړل او پیسې یې هم پور کړې، خو دوې میاشتې وروسته لا هم بې‌روزګاره دی او د پورونو د بېرته ورکولو توان نه لري.

هغه اوس له خپلې کورنۍ سره په یوه ساده خټین کور کې اوسي چې یوازې یوه کوټه لري. د برېښنا لپاره له لمریزې برېښنا څخه کار اخلي.

د عبدالجبار ۱۵ کلنه لور، ستایش، چې غواړي د فېشن طراحه شي، وايي په ایران کې خپل ژوند، ملګري او زده‌کړې یادوي او که فرصت ورته برابر شي، غواړي بېرته ایران ته لاړه شي.

ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ دي

راپور وايي، د ایران د اقتصادي ستونزو له امله یوازې نارینه نه، بلکې ښځې او ټولې کورنۍ هم افغانستان ته ستنېږي؛ سره له دې چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د زده‌کړو، کار او تګ راتګ په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د هغو کورنیو لپاره چې کلونه یې په ایران کې ژوند کړی، بېرته افغانستان ته ستنېدل یوازې د اقتصادي ستونزو د حل معنا نه لري؛ بلکې ښځې او نجونې یې له داسې چاپېریال سره مخ کېږي چې د دوی پر زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند محدودیتونه پکې شته.

د راپور له مخې، ډېری راستنېدونکي په افغانستان کې هم د کار د نشتوالي او کمزوري اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمن دي. ځینې یې هڅه کوي په لږو امکاناتو سره واړه کاروبارونه پیل کړي، خو د پانګې او د کار د فرصتونو کمښت یې د بیا مېشتېدو بهیر ستونزمن کړی دی.

په همدې حال کې، د ایران د اقتصادي بحران له امله د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر په داسې وخت کې چټک شوی چې افغانستان خپله هم له اقتصادي ستونزو، بې‌روزګارۍ او د بشري مرستو د کمښت له فشار سره مخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...