Home+د هغه نوم سینوهه و (ناول) ډاکټر خلیل خیام ایسپزی

د هغه نوم سینوهه و (ناول) ډاکټر خلیل خیام ایسپزی

اووم څپرکی

هغه فرمان، چې کورنۍ یې بدله کړه

ما هغه لیک غوره کړ، چې د مصر د راتلونکي وارث نوم پهٔ کې و. نهٔ مې د خپل پلار د قاتل نوم واخیست او نهٔ مې د خپل شاهي هویت فرمان. هورم هب زما لاس ته کتل، لکه طبیب، چې د ناروغ نبض څاري. بیا یې سترګې پټې کړې او ورو یې وویل: «نو سینوهه بریالی شوی دی.»

راموسه پاتې دوه لیکونه د څراغ لمبې ته ونیول. لومړی زما د پلار د مرګ حقیقت وسوځېد. پاڼه لهٔ څنډې توره شوه، مهر نرم شو او بیا پهٔ اور کې کوږ شو. پهٔ فکر کې لاړم، د آيي قاتل دویم ځل لهٔ عدالت څخه خلاص شو. ورپسې زما د شاهي نوم فرمان اور واخیست. پر پاپیروس لیکل شوی نخت مین پهٔ څو شېبو کې لوګی شو، خو زهٔ د هغهٔ مخې ته ژوندی ولاړ وم.

انسان کله وار فکر کوي، چې ګنې لهٔ یوهٔ شي تېرېدل، به دې بې څهٔ کړي او یا به یې پهٔ نشت محکوم کړي. خو داسې نهٔ وي، کله وار د ځینو شیانو پرېښودل اوږې سپکوي او روح تازه کوي.

ما غوره کړی لیک پرانیست. پهٔ سر کې د هورم هب پنځهٔ شاهي نومونه لیکل شوي وو، ورپسې د آمون او نورو ستاینه وه او بیا فرمان و:

«د دواړو ځمکو پاچا هورم هب، د مصر د ثبات او خېر ښېګڼې لپاره خپل وزیر، د پوځ مشر او د آسونو څارونکی پارامسو، د تاج مالک او وارث ټاکي. د پارامسو زوی، ستي به لهٔ دهٔ وروسته د وینې، وړتیا او فکر لهٔ رویه د تخت وارث وټاکلی شي»

ما هورم هب ته وکتل: «نو تهٔ غواړې، چې اتلسمه کورنۍ په خپل لاس ختمه کړې؟»

دهٔ وویل: «هغه کورنۍ د اخناتون پهٔ وخت کې مړه شوې او ختمه شوې وه. توتنخامون ماشوم و او آيي زوړ و. ما ایله دومره وکؤلای شؤل، چې د هغهٔ مړی تر قبره ورسؤم.»

ما وویل: «او اوس تاج یوې بلې کورنۍ ته ورکوې؟»

هورم هب وویل: «زهٔ تاج اولاد لرونکې کورنۍ ته ورکوم. مصر لهٔ بې اولاده پاچاهانو ستړی دی. هر وخت، چې فرعون زوی و نهٔ لري، لهٔ وزیرانو سره خیښي وکړي او د وینې خپلوان یې کړي. کاهنان خپل چلولي دین پلوري او پوځیان ښارونه نیسي»

ما وویل: «پارامسو به ستا نوم وساتي؟»

هورم هب سپوره خندا وکړه: «هېڅ فرعون د پخواني فرعون نوم د مینې لپاره نهٔ ساتي. بلکې د دې لپاره یې ساتي، چې خپل نوم پرې لوړ کاندي»

دهٔ راموسه ته اشاره وکړه. کاتب د سرو زرو پتنوس راوړ. ما فرمان پرې کېښود. هورم هب خپل مهر د شاتو او یؤ رقم موم پهٔ ګډه ماده کې چوکه کړ، خو لاس یې لړزېدهٔ. مهر نیم لوند را ووت. هغه بیا هڅه وکړه، دویم ځل یې د باز وزر سم و، خو د پاچا نوم نیمايي پاتې وي. کله وار ځینې حرکتونه، ډېر لوی رازونه وايي، بنیادم ته ښايي، چې ورځیر شي.

هورم هب مهر وغورځاوهٔ: «زما لاس هم پوه شوی، چې واک مې ختمیږي»

ما مهر پورته کړ او د دهٔ لاس مې پهٔ لاس کې ونیوهٔ. د دهٔ ګوتې مې په مهر ور زور کړې، دا ځل نښه پوره را ووتله.

هغه را ته وکتل: «تهٔ لهٔ هغه انسان سره مرسته کوې، چې ستا نوم یې پاک کړی و.»

ما وویل: «اوس لهٔ یوه ناروغ سره مرسته کوم»

هورم هب امر وکړ، چې فرمان باید هماغه ورځ د آمون ستر کاهن، د پوځ لویو قومندانیو او د غلو ادارې ته ولېږل شټي.

دهٔ وویل: «ته به فرمان د آمون ستر کاهن ته وړې»

ما وویل: «هغه خلک، چې زما د مور زندان یې ساتهٔ؟»

هورم هب څهٔ و نهٔ ویل. ما فکر وکړ، هغوی به د پارامسو لهٔ لاسه فرمان واخلي، خو شک به پرې کوي، چې ګنې چل ول یې کړی دی. کهٔ نخت مین د آيي ورک زوی د خپل تخت د وارث فرمان وروړي، د هغوی شک به پهٔ یقین او وېره بدل شي.

زهٔ پوه شوم، چې هوم هب ما ته د کوم انتخاب حق نهٔ و راکړی. هغه لهٔ شورو څخه زما لپاره دا کار ټاکلی و. پاچاهان انسان ته درې دروازې ښيي، خو ټولې هغې حوېلۍ ته وځي، چې دوی یې غواړي.

راموسه فرمان پهٔ پوښ کې کېښود. هورم هب را ته وویل: «تر لمر لوېدو مخکې یې ورسوه. که سبا مې ساه ودرېده او فرمان لا پهٔ معبد کې و نهٔ منل شو، مین مس به خپل بل وارث را وباسي.»

پهٔ حېرت مې وپوښتل: «کوم وارث؟»

هورم هب سترګې پټې کړې: «د معبدونو پهٔ ځمکتلیو کې تل یې شاهي ماشوم پېدا کیږي. کهٔ ریښتونی نهٔ هم وي، کاهنان ورته نسب ټاکي.»

زهٔ لهٔ خونې را ووتم. پهٔ درېیمه دروازه کې میرت ولاړه وه او پهٔ دویمه هغه کې ستي. د ماڼۍ په انګړ کې د هورم هب مېرمن ولاړه وه. لهٔ ځینو خلکو مې اورېدل وو، چې ګنې هغه د نفر ټي ټي خور ده.

ملکې زما مخ ته ښهٔ ډېر وکتل: «بلاخره نخت مین لهٔ هدیو او مړیو را واپس شو»

ما وویل: «پهٔ دې ماڼۍ کې ټول خلک ما پېژني، پرته لهٔ ما!»

هغې وویل: « د ځان پېژندل د نورو تر پېژندلو ګران دي. موږ دې پهٔ څرمنه کې را غونډ وجود ته یؤ قالب او نوم ورکوو او ستا اندرون لهٔ داسې کیسو او ژورو ډک دی، چې کهٔ ورکوز شي، د دې پر ځای، چې ځان پېدا کړې، پهٔ کې ورکېږې.»

زهٔ غلی وم. ملکې وویل: «نو پارامسو به هغه تاج پهٔ سر کړي، چې ما ټول عمر ورته زوی و نهٔ زېږاوهٔ؟»

ستي رانژدې شو. سر یې ټيټ کړ، پهٔ احترام یې وویل:

«زما پلار به ستا ډېر درناوي کوي او هر وړ ضرورت به دې پوره کوي.»

هغه موسکۍ شوه: «فکر کوم درناوی هغو خوړو ته ویل کیږي، چې نوی پاچا یې د زاړهٔ پاچا کورنۍ ته ورکوي.»

هغې ما ته د نیل د تیږو یوه وړه ګوتمۍ راکړه. دننه په کې د اخناتون د کور زړه نقشه غوندې یؤ شی و. هغې وویل: «د آمون کاهنان به ستا فرمان و نهٔ مني، تر چې پوه نهٔ شي، چې د اخناتون پاتې وینه، د دوی پر ضد نهٔ دریږي. دا وروښیه!»

ما وپوښتل: «ولې لهٔ موږ سره مرسته کوې؟»

و یې ویل: «ځکه زهٔ پوهېږم، چې مذهبي جګړه د ماڼۍ لهٔ خونې پېلیږي، خو د دهقانانو پهٔ پټیو ختمیږي.»

موږ لهٔ ماڼۍ راووتو. د آمون لوی معبد ته د تګ اصلي لاره د جشن لهٔ خلکو ډکه وه. ستي پنځه عسکر راسره کړل، خو ما د مړو د ښار کوڅې غوره کړې. میریت وویل، د معبد جاسوسان به پهٔ لویه لاره زموږ انتظار کوي.

د طیبس پهٔ بازار کې د هورم هب د مړینې اوازې تر موږ مخکې رسېدلې وې. یوهٔ سړي ویل، فرعون درې ورځې مخکې مړ شوی او ماڼۍ یې جسد پټوي، بل ویل آمون پهٔ خوب کې روغ کړی دی. درېیم ویل، کومې جادوګرې یې پر ارواه حمله کړې. حقیقت پهٔ ماڼۍ کې پروت و، خو ښار پهٔ هره کوڅه کې حقیقت زېږاوهٔ.

د تابوت جوړوونکیو پهٔ کوڅه کې کار دوه برابره شوی و. شتمنو خلکو غوښتل، خپل تابوتونه ژر پوره کړي، ځکه وېره وه، چې د پاچا لهٔ مړینې وروسته به لرګي او سره زر ګران شي. یوه نجار د یو یوهٔ بت سترګې رنګولې او خپل شاګرد ته یې ویل: «سترګې غټې کړه. مړی پهٔ بله نړۍ کې هر څهٔ ویني، حتی کهٔ پهٔ دې نړۍ کې یې د غلو حساب نهٔ لید.»

موږ د کب پلوروونکیو تر سیوري لاندې تېرېدو، چې یوه هلک د ستي پر اوږه ورټوپ کړل. عسکرو ونیوهٔ. لهٔ هلک سره یوه خاورینه لوحه وه. پرې لیکل شوي وو: «فرمان معبد ته مهٔ وړئ! ستر کاهن بندي دی»

هلک وویل: «ړاندهٔ سوالګر پېسې ورکړې وې، چې لوحه تر موږه را ورسوي. میریت د لیک نښه وکتله. و یې ویل: «دا د پاسر د لاس لیک راته ښکاري»

موږ لار بدله کړه او د معبد د شمالي دېوال پر لور لاړو. هلته د کاهنانو د اوسېدو کورونه، د سپېڅلیو چهارمغزو باغونه او د خدای د څارویو ځایونه وو. آمون یوازې معبد نهٔ درلود، ځمکې، کښتۍ، کاګران، غواګانې او خپل فوځ یې درلود. پهٔ مصر کې لهٔ فرعون پرته دغه ځانګړی فوځ و، چې مالیه یې نهٔ ورکوله.

د هورم هب د ښځې، یانې ملکې لهٔ ګوتمۍ سره د یوهٔ زاړهٔ کاهن کور ته دننه شوو. هغه مس امون نومېده. هغه د آمون د کښتۍ پخوانی ملاح و. دهٔ وویل: «ستر کاهن د ناورغۍ پهٔ نوم پهٔ خپله خونه کې بند دی، مېن مس د معبد د ځوانو کاهنانو او وسله والو ساتونکیو واک نیولی او د هورم هب تر مړینې وروسته غواړي، پهٔ داسې طریقه ځان مخکې کړي، چې ګنې د توتنخامون زوی دی او خلک پرې خبر نهٔ دي»

ستي پهٔ قهر وویل: «دروغجن وارث»

نس آمون وویل: «دروغ، چې زر کاهنان یې پهٔ یوه ورځ تکرار کاندي، د خلکو پهٔ ذهنونو کې منل کیږي. خبره، چې تکرار شي، یؤ ځای ځان ته ځای پېدا کوي.»

ما وویل: «ماشوم څوک دی؟»

هغه وویل: «د معبد د یوې سندرغاړې زوی دی. تر پرون یې بل نوم و. نن سهار یې ورته توتنخامون ته نسبت ورکوونکی نوم کېښود. توتنخامونسا»

ما ته د هورم هب خبره را یاده شوه: «د معبد پهٔ ځمکتلیو کې تل یؤ شاهي ماشوم پېدا کیږي.»

موږ پرېکړه وکړه، چې د ماښام پر مهال دننه شو. نس آمون ستي او عسکرو ته د کاهنانو سپینې جامې ورکړې.

میریت د سندرغاړې جامه وکړه. ما د ناروغانو د وړونکیو جامې واغوستې او فرمان مې د درملو پهٔ صندوق کې پټ کړ.

د معبد لومړي انګړ ته زرګونه خلک راټول شوي وو. جګې جګې ستنې، د پوپاېرس د ډډونو پهٔ شان اسمان ته ختلې وې. پر دېوالونو باندې فرعون رسم شوی و، چې د الهو پر وړاندې ولاړ و. د نذر لوګي، د څارویو وینه او خوشبویانې سره ګډ وډ شوي وو.

مېن مس د سپېځلي حوض تر څنګ ولاړ و. سپينې جامې یې اغوستې وې او سر یې کټا کړی و. د دهٔ تر شا یؤ دولس کلن هلک ولاړ و او د سرو زرو وړوکی تاج یې پهٔ سر کړی و. ماشوم وېرېدلی ښکارېدهٔ او پهٔ کراتو کراتو یې خپلې مور ته کتل، مور یې د دوو ښځینه کاهنانو تر منځ ولاړه .

مېن مس ډول ته ورته شی خولې ته ونیوهٔ، پهٔ ډېر لوړ غږ یې وویل: «آمون خپل ورک زوی بېرته مصر ته ورکړ. د توتنخامون وینه ژوندۍ ده.»

خلکو چغې کړې. شور او بګت جوړ شو. ځینې هغه پهٔ سجده پرېوتل.

ما پهٔ لوړ غږ وویل: «کهٔ دغه وړکی د توتنخامون زوی وي، نو د زېږون مهر یې چېرته دی؟»

مېن مس زهٔ وپېژندم. پهٔ لوړ غږ یې وویل: «دلته هغه مړی هم راغلی دی، چې ځان د آيي زوی بولي.»

خلک موږ ته را متوجه شؤل. ما بیا وویل: «زهٔ خپل نوم د تاج او تخت لپاره نهٔ کاروم او تهٔ د یوهٔ ماشوم وېره او تن د خپل تاج لپاره کاروې.»

دهٔ ماشوم را مخې ته کړ. پهٔ لوړ غږ یې وویل: «لهٔ دهٔ وپوښته، چې پلار یې څوک دی؟»

ماشم هغه جمله تکرار کړه، چې ورزده کړای شوې وه: «زما پلار د دواړو ځمکو څښتن، تونتخامون و.» هغه د توتنخامون نوم ناسم واخیست. خلک غلي شؤل.

مېن مس ساتونکیو ته اشاره وکړه. هماغه وخت ستي د کاهنتوب جامه لرې کړه او د پارامسو نښه یې پورته کړه.

عسکرو د معبد دروازې ونیولې. نس آمون د ستر کاهن د خونې کولپ مات کړ. زوړ کاهن د دوو خادمانو پر اوږه لاسونه ایښي وو او راووت، پهٔ تن کمزوری و، خو لا یې هم مذهبي امسا پهٔ لاس کې وه.

ما د هورم هب فرمان دهٔ ته ورکړ. هغهٔ مهر درې څلور ځله وکوت. کله چې یې د پارامسو نوم د پاچا پهٔ نوم واخیست. د انګړ یوه برخه چوپه وه او بلې برخې د آمون-آمون نارې وهلې.

مېن مس ډېر پهٔ قهر وویل: «هورم هب مړ دی. د مړي فرمان نهٔ چلیږي.»

د معبد ټول زنګونه ناڅاپه وکړنګېدل. د شاهي ماڼۍ لهٔ خوا یؤ پر آس سپور سړی پهٔ بیړه راغی. لهٔ آسه را کوز نهٔ شو، را ولوېد، پهٔ دوړو کې ټيټ سر ودرېد او پهٔ ډېر غم یې وویل: «د دواړو ځمکو پاچا، والا حضرت هورم هب د لمر لهٔ لوېدو سره سم لویدیځ ته لاړ»

خلکو چې د هورم هب د مړینې خبر واورېد. چغې او بغارې یې شورو کړې. ښځو خپل ویښته وشکؤل، کاهنانو پهٔ لوړ غږ دعاګانې شورو کړې او عسکرو خپلې نېزې پر ځمکه-ځمکه وهلې…

خو ما تر ټولو اوازونو لاندې د واک د دروازې د خلاصېدو غږ اورېدهٔ.

مېن مس مسکی شو: «هورم هب مړ شو او ستا پهٔ لاس کې مهر د مړي مهر ګڼلی کیږي.»

ستر کاهن فرمان پورته کړ: «خو فرمان د هورم هب تر مړینې دمخه مهر شوی دی. آمون یې شاهد دی»

هغه د پارامسو نوم د نوي فرعون پهٔ توګه اعلان کړ. ستي پر زنګنونو شو، شاید احساساتي شوی به و.

مېن مس هڅه وکړه، چې ووځي، خو میریت لاره بنده کړه.

مېن مس وویل: «ستا د پلار قاتل ژوندی دی او هغه لیک، چې د هورم هب پر وړاندې راموسه کاتب وسوزواهٔ اصلي نهٔ و»

تر دې مخکې چې نور څهٔ ووايي، د معبد یوه ساتونکي د شا لهٔ خوا پهٔ نېزه وواههٔ. هغه پرېووت. ساتونکي پهٔ قهر وویل: «د خدای د دښمن سزا!»

ما د عسکر سترګو ته وکتل، پوه شؤم، چې نېزه د خدای لپاره نهٔ، د مېن مس د وروستۍ خبرې د بندولو لپاره واره شوې وه.

پهٔ انګړ کې خلکو د نوي فرعون د نوم نارې وهلې: «رامسس! رامسس!»

ما د هورم هب فرمان ته وکتل، ما د مصر د راتلونکي لیک غوره کړی و او هغه راتلونکی مې پهٔ خپل راووست. میریت د مړهٔ مېن مس لهٔ جېبه یو وړوکی خاورین مهر راوویست. دا د راموسه کاتب شخصي نښه وه. هغې وویل: «کهٔ سوزېدلی لیک اصلي نهٔ و، نو د لیک اصلي نسخه یوازې راموسه لري»

د ماڼۍ لهٔ خوا د جنازې غمجنې دورمې او شپېلۍ وغږېدې. هورم هب مړ و، پارامسو رامسس شوی و او هغه کاتب، چې زما د پلار نوم یې لیکلی و، پهٔ هغه شپه لهٔ شاهي ماڼۍ بې درکه شو.

د هغه نوم سینوهه و (ناول) ډاکټر خلیل خیام ایسپزی – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...