Home+په اوسنۍ شاعرۍ کې د ردیف دوه حالتونه او د هغې فکري...

په اوسنۍ شاعرۍ کې د ردیف دوه حالتونه او د هغې فکري دوام او پای

لیکنه: طالب منګل
په ردیفوالو شعرونو کې ردیف یو پیاوړی رول لري او یوازې د ښکلا یا تکرار عنصر نه دی، په غزل کې ردیف هر څه ټاکلی شي چې همدا ردیف کله ناکله د فکر د جوړښت او حرکت برخه هم ګرځي. په دې لیکنه کې دوه مفاهیم کارېږي چې یو د فکر دوام او د بل د فکر پای دی٬ دا دواړه د دې لپاره کارول کېږي چې وښيي ایا ردیف د بیت مانا ته حرکت ورکوي که یوازې یې تکراروي.
نو د فکر دوام هغه حالت دی چې په بیت کې ردیف د شاعر فکر نه ردوي، بلکې هغه پراخوي، بشپړوي یا یو نوی پړاو ته یې وړي. په داسې بیت کې دویمه مصرعه د لومړۍ مصرعې سره منطقي یا معنوي اړیکه لري.
سعود صیب وایي:
ته چې نه یې، د ژوند کار کولای نه شم
راشه راشه، انتظار کولای نه شم
که وګورو سعود صیب لومړۍ مصرعه کې وایي چې د محبوب په نشتوالي کې ژوند نشي کېدای، او دویمه مصرعه دا حالت لا ژوروي او وایي چې حتی د انتظار توان هم نشته٬ یعنې دویمه خبره د لومړۍ دوام ټنګار دی نه تکرار.
خو په ردیف کې د فکر پای هغه حالت دی چې ردیف یوازې د لومړۍ مصرعې احساس یا مفهوم تکرار کړي، یا داسې حالت جوړ کړي چې فکر نور پرمختګ ونه کړي. په دې صورت کې دواړه مصرعې تقریبا یو ډول مانا لري او یوازې احساس ټینګوي، نه دا چې نوی فکر جوړ کړي٬ بل دا چې له قافیې سره د ردیف نه همغږي شعر کمزوری کوي او له خپل ارزشت یې راټیټوي.
خو ردیف کې د فکر پای هغه وخت وي چې ردیف یوازې احساس یا خبره تکرار کړي او فکر په هماغه ځای کې بند پاتې شي.
دا په څو ډوله کیدلای شي یو دا چې ردیفونه خبرې رده وي لکه د ښاغلي پرویز بهسودوال دا بیتونه:
هر څه چې وشو ښه ونشو يره نه وه پکار
ښه نو چې نه وه د کېدو خبره نه وه پکار
هغه زما د توقوع نه هم ځان بره ګڼي
بره پکار وه مګر دومره بره نه وه پکار
که وګورو دلته ردیف هر بیت په ورستیو کې په خپله پریکړه کوي یعنې هره تجربه چې بیانېږي، ردیف یې بېرته رده وي.
که فکر وکړو نو هر بیت داسې جوړ شوی چې شاعر یو حالت بیانوي یا شکایت کوي خو خبره بېرته ردیږي چې همدا رد فکر نه غځوي همدې ته د ردیف د فکر پای وایي.
هر سړی منکر نکیر شو ځواب غواړي
دا د کور او که د ګور ژوندون دې راکړ
ښاغلی رحمت شاه سایل د پورته بیت دویم بند کې د خپل ژوند په اړه یو ډېر سخت او فلسفي سوال مطرح کوي. ځکه دوه سمبولنه کاریدلي دي کور د ژوند، آرام، او دنیا سمبول دی، او ګور د مرګ، ختمېدو او نشتوالي نښه ده. سایل صیب دا پوښتنه کوي چې دا کوم ډول ژوند دی چې راکړل شوی ایا دا ژوند دی که مرګ ته نږدې حالت دی.
په دې بیت کې دوه حالتونه دي لومړی نیم بیتی د انسان د پوښتنې او حساب حالت بیانوي، او دویم د همدې حالت نتیجه او ژوره پوښتنه ده. یعنې فکر نه دی درېدلی، بلکې له یو حالت (د حساب او پوښتنې) څخه بل حالت ته (د ژوند او مرګ ترمنځ شک) ته انتقال شوی دی.
د فکر دوام یوازې په نیم ردیف کې نه وي بلکې کله کله مکمل نیم بیتی دفکر دوام جوړه وي لکه د ښاغلي مصطفی سالک دا بیت:
زړه مې نه ګوري خو سپینه ږیره ګوري
د ګاونډ جینکۍ ټولې لیونۍ دي
سالک صیب یو مهم ټولنیز حقیقت بیانوي یعنې د انسان اصلي ارزښتونه (زړه، احساس، مینه) له پامه غورځول کېږي، او پر ځای یې ظاهري نښې (سپینه ږیره) مهمې ګڼل کېږي.
خو دویم نیم بیتی د همدې قضاوت یو مثال وړاندې کوي یعنې فکر له یوې خبرې بلې ته ځي.
ښاغلی نعمت الله صدیقي وایي:
ستا په زلفو کې ویدې دي ویښوه یې
زما هیلې دي که ځي رخصتوه یې
لومړي نیم بیتي کې هیلې بندې دي خو دویم کې اجازه ورکوي چې حرکت وکړي. خو صدیقي صیب دوه حالتونه هم ډېر ښه وړاندې کوي لکه:
که له ما سره دې کار و او زه نه وم
ستا وجود کې به موجود وم لټوه یې
د صدیقي صیب په دې بیت کې لومړی حالت دا دی چې زه ممکن حاضر نه یم خو دویم حالت دا دی چې بیا هم زه په تا کې موجود یم.
ښاغلی طاهرامین تعجب بیا په خپلو شعرونو کې د فکر د دوام پر ځای د تصویر دوام ته زیاته پاملرنه کوي لکه:
الله ج د ښکلو ازدحام دی، عيد دی
ښايست اوبه اوبه دی عام دی، عيد دی
دې بیت کې د ښکلا زیاتوالی د عید له مفهوم سره تړل شوی دی٬ عید د خوښۍ، جشن او رنګونو سمبول دی.
کله چې ردیف عید دی تکرارېږي، نو دا ټول تصویرونه (ښکلا، ازدحام، رنګ) په یوه ګډ احساس کې راټولېږي.
ردیف دلته د تصویر پای نه، بلکې اوج دی.
تعجب صیب بل ځای وایي:
د ماتو زړګکیو ازار نشته لکه چې
سړیه له خپل خدای نه دې ډار نشته لکه چې
که وګورو نو شاعر دلته په مستقیم ډول حکم نه کوي، بلکې د( لکه چې) په وسیله شک څرګندوي. دا شک په حقیقت کې یو ژور انتقاد دی یعنې داسې ښکاري لکه خلک نور نه درد احساسوي او نه له خدایه ویره لري.
ددې بیت دا ردیف مانا ناتمام پرېږدي، چې لوستونکی په خپله پرې فکر وکړي چې دا د ردیف د فکر دوام دی.
د تعجب صیب بل بیت دی:
رسامي د ګلابونو، بنده ګي د ښکلو سترګو
په جومات کې بايد وشي، او په لاره بايد وشي
په دې بیت کې نه دا چې یوازې ردیف د فکر دوام دی٬ بلکې ټنګار کوي چې باید وشي. تعجب صیب بیتونه د ردیف پلوه ډېر رنګوه لري لکه دا بیت کې:
را شه چې وعده دې سلامته پاتې شي
ساه مې په وجود کې څو ساعته پاتې شي
په دې بیت کې ردیف د دوام بقا او پاتې کیدو امید او احساس پیاوړی کوي چې دا ډول ردیفونه شعر ته ښکلا ورکوي.
ښاغلی ماهر ځاځی وایي:
سره او سپین ګلونه دي او جګې، جګې پولې دي
لنډ، لنډ قدمونه دي او جګې، جګې پولې دي
ستاسو د خوندونو او رنګونو ښار کې څه حال دی
دلته خو شعرونه دي او جګې، جګې پولې دي
په دې بیت کې د ردیف له لارې د فکر دوام او پای دواړه راوړل شوي دي٬ د فکر دوام ځکه شته چې هره مصرعه نوی تصویر راوړي ځکه ردیف  تصویر ته مانا ورکوي او فکر نیمګړی نه پرېږدي خو د فکر پای دا دی چې ردیف هر ځل یو ثابت حکم ورکوي چې جګې جګې پولې دي.
دا لکه د فکر د دوام او پای یو ترکیبي ردیف داسې دی خو دواړه د مانا او تصویر تر څنګ یو څرګند حکم هم لري.
که د ښاغلي رحمت شاه سایل دا دوه بیتونه وګورو نو د ردیف له لارې مستقیمه پوښتنه کوي او ردیف یې سره له دې چې پوښتنه کوي خو د فکر دوام لري:
د ګل ښايسته ځواني جانانه تاته چرته رسي
 سپرلي كه ډېر په تا ورېږي ماته چرته رسي
د وچو شونډو د خندا مانا دې څه وكړمه؟
غنچك د ګلو دې د مخ حيا ته چرته رسي
دې بیتونو کې ظاهرا پوښتنه ده خو لوستونکی فکر ته هڅوي ځکه پوښتنه پرانیستې ده. په لومړی بیت کې د محبوب ښکلا تر ټولو لوړه ښيي خو دویم نیم بیتي کې سپرلی هم ورسره پرتله کوي کله چې وایي چرته رسي دا حالت قانع کونکی نه دی بلکې د پرتله کولو دروازه پرانیزي نو لوستونکی فکر کوي چې ایا سپرلی واقعا نه رسي؟ یا دا چې دا یوازې د مبالغې ژبه ده او کنه.
د دویم بیت په نبم بیتي کې سوال کوي چې خندا بې مانا ده او کنه خو بل نیم بیتي حیا ته اشاره کوي. دا لوستونکي ته دا فکر ورکوي چې د ظاهري خندا او حقیقي حیا ترمنځ توپیر څه دی. د سایل صیب په دې دواړو بیتونو کې ردیف د فکر دوام جوړوي ځکه پرانیستې پوښتنه لري او ثابت ځواب نه لري.
په ازاد شعر کې هم د فکر دوام او پای وي٬ نو ددې لپاره د لاهو صیب یو ازاد شعر په برخو ویشو:
دیوال
ــــــــ
کاشکې
له چړې !
څخه نور هیرشي
چې
د مرغانو شنې مرۍ څنګه پرې کیږي
دویمه برخه:
کاشکې
له ټوپکه ! څخه هیرشي
د یو چا مسته سینه کې
د یو چا د ښکلو سترګو خوږ تصویر
څنګه شنه لوخړه کیږي
دریمه برخه:
کاش !
له توغندي شي
د دې خلکو د کورونو لارې ورکې
څلورمه برخه:
زه هروخت !
یو سرتیری وینم خوب کې
چې یې ګل وي
دټوپک میل کې کرلی
او په ځمکې باندې شیندي
د سپرلي د مخ رنګونه
پنځمه برخه:
هو !
کاشکې کې مې د خوب او د رښتیا ترمنځ
دا دریدلی دیوال وران شي
لاهو صیب د شعر په پیل او لومړۍ برخه کې یو دردناک او ظالمانه تصویر وړاندې کوي٬ چې دا د فکر پیل دی ځکه فکر کې یوازې یوه هیله مطرح شوې ده.
هیله د فکر د دوام بنسټ وي خو په دویمه برخه کې تصویر پراخیږي او دریمه برخه کې فکر له فردي حالت اوړي او خبره عمومي کیږي.
که وګورو په څلورمه برخه کې وایي:
زه هروخت
 یو سرتېری وینم خوب کې
چې یې ګل وي
 د ټوپک میل کې کرلی
دلته فکر له واقعیت څخه ارمان ته بدلیږي خو کله چې وایي:
هو !
کاشکې کې مې د خوب او د رښتیا ترمنځ
دا دریدلی دیوال وران شي
که وګورو د کاشکې لفظ تکرار د تسلسل احساس جوړوي سره له دې چې ازاد شعر ردیف نه لري، خو تکراري جوړښت٬ تصویري تسلسل او فکري پرمختګ د ردیف ځای نیسي او د فکر دوام جوړوي.
هغه غزلونه چې لنډ بحر لري په ردیف کې یې تر ډېره د فکر دوام وي٬ د ښاغلي لقمان بشرمل لاندې دوه بیتونه د لنډ بحر خوندوره نمونه ده:
اداګانې د همدا که
د نظر غیږه دې راکه
وخۍ ورک درپسې ځان دی
وخۍ دا راته پیدا که
ددې بیتونو ردیف یا غوښتنه ده او یا امر دی خو لومړی یم بیتی د محبوب له اداوو ستاینه کوي خو دویم نیم بیتی بیا غوښتنه لري چې لومړی نیم بیتي تکمیل په دویم کې دی. دلته ځکه د ردیف له نظره فکر دوام لري چې د که ردیف پرانیستی دی کوم قطعی حکم نه کوي ځکه په بیت کې غوښتنه شته.
ځینې داسې بیتونه هم پیدا کیږي چې یو نیم بیتی یې حالت وي او بل نیم بیتی یې بیا عمل څرګندوي لکه د عندلیب صیب دا بیت:
چلې چلې ، چلې چلې پېمانې
په بتانو مې وېشلې پېمانې
دا په ظاهره یو ساده بیت دی خو د چلې تکرار او حرکت د فکر دام غښتلی کوي٬ که وګورو لومړی فکر ابهام لري خو وروسته دویم نیم بیتی وضاحت ورکوي چې له مستۍ حالت څخه عمل ته اوړي ځکه وېشل په خپله عمل دی.
لکه مخکې مې چې وویل په لنډ بحر بیتونو یا په لنډ ردیف کې تل د فکر دوام وي خو به اږدو ردیفونو کې د فکر دوام نه وي او که وي هم نو دا به ډېر کم یا په نشت حساب وي.
لکه د ښاغلي نبیل شباب دا بیت:
دا منې! په زړه مې يو الله خبر و
ته چې تلې! په زړه مې يو الله خبر و
دا یو نازک او ښکلی بیت دی خو د بیت دواړه کرښې تقریبا یو مفهوم لري او ردیف هماغه احساس بیا تکراروي٬ کله چې احساس تکرار شي نو نوی فکر نه رامنځته کېږي یا د فکر دوام ته یو نازک تار باتې کیږي.
اصلي خبره دا وه چې ایا په اوسنۍ شاعرۍ، کې ردیف فکري عنصر دی او کنه٬  نو د پورته بحث څخه وروسته ویلی شو  چې ردیف یوازې یو تکراري او موسیقایي عنصر نه دی، بلکې د فکر٬ حرکت او د مانا د همغږۍ  لپاره مهم دی. هم حالتونه لري او هم همدا حالتونه شعر ته قوت ورکوي.
په ټوله کې ویلای شو چې په اوسنۍ شاعرۍ کې ردیف یو فعال فکري عنصر دی که دردیف د فکر دوام رامنځته کوي نو شعر ته ژورتیا، حرکت او پراخوالی وربخښي، او که د فکر پای جوړوي نو د ټینګار، قطعیت او عاطفي رنګ سبب ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مطالعې یا لوستلو عادت!| حمیدالله فیضي

ورځنۍ مطالعه ستاسو مفکورې یا فکر ته پرمختګ ورکوي او ستاسو په ژوند کې لوی بدلون رامنځته کوي، ځکه ورځنۍ مطالعه ستاسو علم زیاتوي،...