هېرجنتوب يا Forgetfulness
طبي پاملرنه :
یاد او ھیرہ د ژوند د بھیر برخه دہ. له وړکتوبه تر ځوانۍ او پوخ عمره یادونه ځای نیسي او بیا تر ۶۵ کلونو پورې، چې د انسان عمر لوړ شي نو ورو ورو ھیرول زیاتېږي؛ دې ته د زړبودۍ بھیر Aging Process وایي.
که چیرته تر ۶۵ کلنۍ مخکی انسان له ھېرجنتوب سره مخامخ شي نو ژغورنه یې په کار دہ.
لاندې ۷ داسی لاملونه دي چې ھېرجنتوب رامنځ ته کوي:
۱) بیخوبي د ھېرجن حالت تر ټولو ستر سبب کیدای شي. ناراحته خوب او اندیښنه د انسان په وضعیت/ طبیعت باندې اثر لري او حافظه ضعیفه کیږي.
مخنیوی:
حالات او محیط د ځان لپاره باید داسې مساعد او برابر کړئ، چې ارام خوب درشي. د شپې ډوډۍ باید دوہ/ درې ساعته تر وېده کيدلو مخکې وخوړل شي.
۲) ډیر داسې درمل دي چې خلک يې استعمالوي، د مثال په توگه؛
مسکن/ د خوب یا د ارامش دارو Tranquilizer
د تشویش او وسواس ضد دارو Anti Depressant
د وينې جګ فشار ضد دارو Anti Hypertensive او
د حساسیت یاخارښت ضد دارو Anti Allergic
دا ټول د هرجنتوب له زیاتېدو سره مرسته کوي.
مخنیوی: ھیڅ کوم درمل د ډاکټرله له مشورې او نسخی پرته باید استعمال نه کړئ، او کوشش وکړئ چې د کم وخت لپارہ یې وخورئ او کرار کرار له درمل خوړلو ځان وژغوئ.
۳) تایرایډ مرغړی (غدہ) Thyroid Gland که خپل فعالیت کم کړی وي، او یو ھورمون چې TSH یادیږي په وینه کې لوړ شي ھم د ھېرجن توب سبب کیږي.
مخنیوی: نه پوھیږم چې د دې ناروغۍ زیاتوالی په ھیواد کې ولې زیات شو؟ البته څه د پاسه ۴۰ کاله په وطن کې جنگ روان دی ایا کوم کیمیاوی توکي استعمال شوي او که کوم رواني (ناراحتی د اعصابو) علت موجود دی. نر او ښځه په دې ناروغۍ اخته دي.
د وینې معاينه، د Thyroid Function Testپه نوم که وشي بدہ به نه وي چې مقدار د T4 , T3 او TSH معلوم شي.
۴) ھغه څوک چې ډیر شراب Alcohol څښي، یاحافظې ته یې ضرر رسيږي.
مخنیوی: ځکه الکول درست وجود ته نقتاوان رسوي او له دې ناروغۍ پرته د نورو ناروغیو سبب هم کیږي، نو په دې سبب باید ورسره احتیاط وشي.
۵) اندیښنه او تشویش دواړہ حافظې ته زیان رسوي.
مخنیوی: په اندیښو او سوچونو مشکلات نه حل کیږی، په لوست، لیک، انځورګري، حرفوي کار او جسماني بوختیا د ځان بوختول مو ژغوري.
۶) زړہ تنگي او خپگان بله وجه دہ چی د انسان حافظه کمزورې کوي. دواړہ د توجه د بایللو لامل ګرځي. نوی یادونو له ذهنه وځي او زاړہ یادونه نه در په یادېږي.