Home+دوې خویندې، دوې میندې| عبدالوکیل سوله‌مل 

دوې خویندې، دوې میندې| عبدالوکیل سوله‌مل 

سهار لا په بشپړه توګه نه و رڼا شوی. د لندن د خړ اسمان له درنو ورېځو باران د کړکۍ پر ښیښو ورو ورو ورېده. د کور مخې ته د کوڅې ونې د لمدې هوا په سړو څپو کې ښورېدې او کله ناکله به د ښوونځي یو ژېړ بس له لرې تېر شو، د باران اوبه به یې د سړک دواړو غاړو ته وشیندلې.

د پخلنځي او ناستې خونې ګډ سالون د تودوخې په بخار ډک و. د چای او تودو شیدو بوی په هوا کې خپور و.

ښځې له ترموزه په څلورو پیالو کې شیدې واچولې، دوه یې لوڼو ورپورته کړې او تر ټولو لویه پیاله یې د مېړه ګل مرجان مخې ته کېښوده؛ خو ګل مرجان لا د شیدو پیاله شونډو ته نه وه نیولې، چې د ټلیفون شرنګاه شوه. هغه  د شیدو پیاله چې مړ تاو ترې پورته کېده، په دسترخوان کېښوده. موبایل یې سترګو ته ونیو، مخکې له دې چې غوږ ته یې پورته کړي. مېرمن ته یې وکتل، سر یې یوې او بلې خوا ته وښورواه:

ــ له وطنه دی، بیا به پیسې غواړي!

ټلیفون یې غوږ ته ونیو، له هغې خوا نرم ښځینه غږ راغی:

ــ زویه، زویه زه یم! 

 ګل مرجان موبایل نور هم غوږ ته نږدې ونیو:

ــ سلام ادې جانې، لاسونه دې درمچوم.

مورې یې د ټولې کورنۍ د هر تن جلا جلا پوښتنه وکړه. ګل مرجان هم په خپل وار د هر یو، لوی او واړه د روغتیا ډاډ ورکړ، بیا یې وویل:

ــ ادې جانې خپل حال راته ووایه، ته په څه غورو کې یې؟

مور یې لاړې تېرې کړې، مخکې له دې چې خبرو ته خوله پرانیزي، ټوخي واخیسته، د سینې شغا یې پورته شوه:

ــ دغه حال مې دی زویه، ورځ له بلې ګور ته ورنږدې کېږم.

ګل مرجان د مور د خوشالولو او خندولو لپاره په ملنډو ورغبرګه کړه:

ــ داسې مه وایه ادې، که اوس ابا ژوندی وای، بله ښځه یې کوله او ته په دې عمر مرګ ته شپې شمېرې!

له بلې خوا د مور خندا او ټوخېدل سره ګډ شول:

ــ دا خو رښتیا وایې زویه، که موټر نه وای وهلی، خامخا یې دا کار کاوه، د خدای مست و او تاسو دله‌ګانو به هم ورسره خامخا منله. 

ــ ګل مرجان په کټ کټ وخندل: 

ــ راځه ادې چې بيا دې بیت الله شريف ته ولېږم، هم به دې خدای دا دردونه او مرضونه راکم کړي او هم به ثواب وګټې.

مور یې په ورو ساه واخیسته:

ــ زویه خدای دې خیر درکړي، زه اوس کله د موټر او د طیارې یم. 

ګل مرجان لکه د دې پر وړاندې چې ولاړ وي، بې واکه په سینه لاس کېښود:

ــ ښه نو نور څه غواړې مورکۍ، امر کوه!

مور یې غاړه تازه کړه، غلې شوه لکه په کومه مهمه خبره چې فکر کوي؛ خو د ویلو په چل یې چې نه پوهېږي، په ورو یې وویل: 

ــ ما ویل که دا لمسۍ او لمسيان یوه او بل ته سره په نامه کړو!

ګل مرجان ټکان وخوړ، پر شونډو یې روانه موسکا ودرېده، هغه لاس یې چې د شیدو پیاله پرې نیولې وه، بې واکه ولړزېد، پیاله یې بېرته پر دسترخوان کېښوده، په یوه لاس یې د دسترخوان ژۍ ورټوله کړه، خوله بې وازه پاتې شوه، مېرمن ته یې معنادره ور وکتل، هغې د ده دمخ رنګ رنګ یو دم ولوست، د اندېښنې سېوری یې پر مخ خپور شو. دی غلی شو، فکر کې لاړ، په ورو له ځایه پورته شو، د سالون له لویې ښیښې تېر شو او سده برنډې ته ووت، د شاه له خوا یې د مېرمن غږ راغی: 

ــ ولې ځه خبره ده؟ خېر خو دی؟

ده یوارې لاس پورته کړ او په دې حرکت یې وغوښتل چې ووايي: «وروسته.» 

د برنډې دروازه یې وتړله.

باران لا هم ورېده. یخه هوا یې پر مخ ولګېده. موبایل یې بېرته غوږ ته ورنږدې کړ.

باران د برنډې د وسپنیزو نلونو پر سر کرار کرار ټکا کوله. له لرې د موټرو د ټایرونو شور د لمده سړک پر سر خپرېده. ګل مرجان د برنډې تر چت لاندې ودرېد. یوه شېبه یې سترګې پټې کړې، ژوره ساه یې واخیسته او بیا یې تلیفون غوږ ته نور هم ټینګ ونیو؛ خو خبرو ته یې لا هم خوله نه خلاصېده.

مور یې چوپتیا ورماته کړه:

ــ ګل مرجانه!

ــ اه، مورې!

ــ څنګه غلی شوې زویه؟

ګل مرجان مخکې له دې چې مور ځواب کړي، د برنډې دروازه نوره هم کلکه وتړله: 

ــ کوم لمسیان؟ ستا خو یو لښکر لمسیان دي ادې ګلې؟

د مور تېز غږ راغی، په غږ کې ېې د تعجب رنګ ګډو:

 ځنګه کوم لمسیان؟ همدا ستا دوه لوڼې او د زمري دوه زامن.

ــ د زمري دوه زامن! 

هغه دا جمله نه د پوښتنې په ډول بلکې د حیرانتیا په ډول وویله، له بل لورې د مور په خوله په خوښۍ د تایید ځواب راغی:

ــ هو کنه، د لالا زامن دې، زمری ورور دې، وینه دې، تر ابده به نه سره پردي کېږئ!

د ګل مرجان سر بې واکه ځوړند شو، فکر واخیست، لار ترې ورکه شوه، لکه د سرېښو په ډنډ کې چې ولوېږي، د برنډې له ښېښې یې د کور دننه وکتل، لوڼې یې د مېز پر سر د کتابونو، کتابچو او قلمونو په راټولولو بوختې وې، کله به یوې د بلې بکس ته قلم ور واچاوه او کله به دواړو په کومه پټه خبره سره وخندل. د ده په زړه ناببره دروند بار کښیناست، داسې یې احساس کړل لکه پر یو لاس چې د تېر ژوند او پر بل دراتلونکی څرخ تاووي. مور یې بیا راغږ کړ: 

ــ ګل مرجانه زویه! 

ګل مرجان لکه خوب چې وړی وی: 

ــ اه مورې!

مور یې بیا وویل: 

ــ غږ راته کوه کنه!

ګل مرجان نري شان وخندل:

ــ مورې غږېږم؛ خو نه پوهېږم څنګه دې ځواب کړم. 

غږ یې بېا ودرېد؛ خو په ورو یې وویل:

ــ دوی کله د واده دي، لا خو وړې نجونې دي.

بیا ودرېد، لکه د اوبو کوټ چې کوي.

ــ او بله دا چې دا خو ستا زمانه نه ده، په دې کې به د دوی رضایت هم اخلو!

مور یې پرته له دې چې د ده په خبره او دلیل غور او فکر وکړي، د خپلې غوښتنې په ننګه ودرېده:
ــ زما زمانه څه کوې، خپلې کډې ته دې ووایه، کله چې یې دا ستا په نامه کوله او راکوله چا له دې پوښتنه وکړه؟

بیا وټوخېده، له اوبو يې څو غړپه وکړل، په لوړ غږ یې وویل:

ــ او بل دا چې وایې وړې دي، ولې به وړې وي؟

ګل مرجان موسکی شو؛ خو زر یې له سترګو موسکا والوته: 

ــ مورې یوه د دیارلسو ده او دا بله نوې پنځلس کلنه شوه، وړې نو ته څه ته وایې؟

مور یې نوره هم جدي شوه:

ــ داسې مه وایه، ته پوهېږې چې زه یې څوارلس کلنه واده کړم او په پنځلس کلنۍ کې مې ستا لالا نهه میاشتې په ګېډه وګرځاوه!

ګل مرجان موسک شو؛ خو دا موسکا یې تر سترګو ونه رسېده.

ــ هغه ستا وخت و، ادې.

ــ وخت؟

مور یې خبره پرې کړه.

ــ عزت، خپلوي او وینه وخت نه لري.

ګل مرجان د برنډې له کړکۍ دباندې وکتل. د باران څاڅکي د ښیښې پر مخ ورو ورو را پرېوتل او د لندن د خړو کورونو انځورونه یې ماتول. ده په احتیاط هماغه خبره بیا وکړه:

ــ اوس د نجونو خوښه هم مهمه ده. دلته له هغوی پرته څوک د واده پرېکړه نه شي کولای او بیا یې په ټوکه په خندا وویل: 

ــ هسې مې ولې دلته په لندن کې زندان ته وراچوې، وه ادې ګلې؟

خو مور ته یې هم د هغه دا خبره لکه ټوکه وبرېښېده او په خندا یې ځواب ورکړ: 

ــ دومره چې د د دې کفارو وېرېږې، نو په لندن کې څه بلا غواړئ؟ هسې بانې مه جوړوه!

ګل مرجان نور بیا وخندل: 

ــ مورې پلمې نه جوړوم، رښتیا وایم.

مور یې لکه د ده خبره چې هېڅ وانه وري، بې له ځنډه ځواب ورکړ.

ــ راته ووایه، چې ستا له مور نه چا پوښتنه کړې وه؟

دا جمله د ګل مرجان پر زړه لکه ډبره را پرېوته. ځواب یې ونه شو ویلای. یوازې د برنډې په لرګي یې ګوتې ورو ورو وټکولې. مور یې بیا خپل استدلال پسې وغځاوه:

ــ چې ستا پلار را باندې نکاح تړله، چا رانه وپوښتل؟ چا زما رضا واخیسته؟ بیا هم مو کور جوړ شو، اولادونه مو لوی کړل او خدای برکت راکړ.

ګل مرجان بیا ورو وویل:

ــ خو زمانه بدله شوې ده، مورې.

ــ زمانه دې بدله وي نو څه، دودونه خو نه دی بدل شوی!

له هغې غاړې ټوخی راغی. مور څو ځله پرله‌پسې وټوخېده.ګل مرجان وارخطا شو.

ــ ادې! اوبه وڅښه.

د اوبو د ګیلاس د کېښودلو غږ واورېدل شو. مور څو غړپه اوبه وڅښلې، بیا یې په ستړي غږ وویل:

ــ زویه، زه هره ورځ مرګ ته شپې شمېرم، خدای تعالی پوهېږي، چې نوره به مې څومره اب او دانه پاتې وي.

دا ځل د مور غږ د مور د امر نه؛ بلکې د یوې ستړې سپین سرې ښځې د زارۍ غږ و.

ــ بس بسم الله کړه او دا ارمان مې راپوره کړه!

ګل مرجان هېڅ ونه ویل. د باران شور نور هم زیات شوی و. په کوڅه کې د ښوونځي بس ودرېد.

د کور له دننه د لوڼو د خندا غږ راغی. ده ورو سر راواړاوه. د ښیښې له شا یې خپلې دواړه لوڼې ولیدې. یوې د بلې ټېکری سماوه. بلې د خپلې خور د وېښتانو پر اوږه پروت تار لرې کاوه.

دواړه په خپلې کوچنۍ، بېغمه نړۍ کې ډوبې وې.

ګل مرجان احساس وکړ، چې د مور غږ یې په یوه غوږ کې دی او د لوڼو خندا په بل غوږ کې.

او دی د دواړو ترمنځ ولاړ دی. مور یې بیا ورو وویل:

ــ زویه، د زمري زوی هم دلته ناست دی. ټول ستا ځواب غواړي.

بیا یې هغه جمله وکړه، چې ګل مرجان یې تل د اورېدو وېره لرله.

ــ قبر ته مې خپه مه لېږه، تا نه دي اورېدلي چې جنت د مور تر پښو لاندې دی!

د «قبر» او «جنت» په اورېدو د ګل مرجان د وجود تودوخه سړه شوه.

سترګې یې پټې کړې. لکه څوک چې د زړه او عقل ترمنځ په جګړه کې ماتېږي، په ډېر ورو غږ یې وویل:

ــ ښه، ادې. څنګه چې دې خوښه وي، ورځه مېوه دې ووېشه.

د تلیفون له پرې کېدو وروسته ګل مرجان څو شېبې هماغسې د برنډې تر چت لاندې ولاړ پاتې شو.

باران د ده له مخامخ ښیښې ورو ورو رابهېده او د کوڅې د کورونو انځورونه یې داسې ماتول، لکه څوک چې په اوبو کې د تېر ژوند څېرې ګوري.

په لاس کې یې لا هم تلیفون و، خو نور یې وزن د ډبرې غوندې دروند ښکارېده. ژوره ساه یې واخیسته. سترګې یې پټې کړې. له ځانه سره یې ورو وویل:

ــ اوف خدایه، دا مې څه وکړل!

د ناستې خونې له دننه د لوڼو د خندا نری غږ راغی. ده ورو سر پورته کړ. د ښیښې له شا یې دواړه لوڼې ولیدې:

نجیبې د خپلې مشرې خور د بکس ځنځیر بنداوه او خوبانې د هغې د کمیس تر اوږې راوتلی تار په موسکا ورټولاوه.

دواړه لا هم په خپل کوچني، پاک او بېغمه دنیا کې ډوبې وې. ګل مرجان بې اختیاره موسکی شو.

خو دا موسکا سمدستي مړه شوه. په زړه کې یې داسې احساس پیدا شو، لکه چا چې د ده د لوڼو د ماشومتوب وروستۍ ورځ ترې واخیسته. ورو ورو یې د برنډې دروازه پرانیسته او بېرته سالون ته ننوت. د خونې تودې هوا د باران یخه څپه له وجوده ورټوله کړه؛ خو د زړه یخوالی یې لا هم پر خپل ځای و. دسترخوان هماغسې غوړېدلی و. د شیدو له پیالو نور بخار نه پورته کېده.

ښځې د ده مخ ته وکتل. یوازې د ده د سترګو لیدلو ورته بس و. وپوهېده، چې خبره په هماغه ځای پای ته نه ده رسېدلې. په اندېښمن غږ یې وپوښتل:

ــ خیر خو دی؟

ګل مرجان بې ځوابه کښېناست. د شیدو پیاله یې راواخیسته. شونډو ته یې ورو نږدې کړه؛ خو لا یې یو غوړپ نه وکړی، چې بېرته یې پر مېز کېښوده. اشتها یې مړه شوې وه. ښځې یو ځل بیا ورو وویل:

ــ ولې؟ څه خبره ده؟

ده سترګې د خپلو لوڼو پر لور ونیوې. هغوی د وتلو لپاره بوټان اغوستل. ورو یې وویل:

ــ مور مې، جګړه راسره وکړه.

ښځه لږه ور وڅخېده.

ــ په څه؟

ده د نجونو له لوري سترګې وانخیستې. په داسې غږ یې وویل، چې نه یې غوښتل هغوی یې واوري:

ــ د دغو دوو پیشوګانو په سر.

دواړو خویندو یو بل ته وکتل. پر شونډو یې نرۍ موسکا تېره شوه؛ خو سمدستي یې د پلار د غږ د روندوالی احساس کړ. خندا یې ورکه شوه، په ذهن کې یې پوښتنې راوټوکېدې.

«انا به ولې زموږ په سر له پلاره سره جګړه کړي وي؟»

ګل مرجان د دوی پوښتنې ولوستې. لاس یې پورته کړ.

ــ نجونو!

دواړه ودرېدې.

ــ ناوخته کېږي درباندې، ځئ مکتب ته ولاړې شئ.

نجونو بکسونه پر اوږو کړل. د وتلو پر مهال خوبانې یو ځل بیا پلار ته وکتل. لکه غواړي پوښتنه ترې وکړي؛ خو د پلار په تندي کې دومره ستړیا پرته وه، چې چوپه خوله ووتله.

د کور دروازه ورو وتړل شوه. په سالون کې چوپتیا خوره شوه. یوازې د دېوال ساعت ټک، ټک، ټک، پورته کېده، ښځې د تلویزیون غږ بند کړ. مخ یې مېړه ته راواړاوه.

ــ اوس ووایه.

ګل مرجان دواړه لاسونه سره ونښلول. سترګې یې پر مېز ښخې کړې. ورو یې وویل:

ــ مور مې غواړي دواړه لوڼې د زمري زامنو ته په نامه کړو.

د ښځې د لاس پیاله ورو ولړزېده. شیدې یې پر نعلبکي تویې شوې، څو شېبې یې هېڅ ونه ویل.

وروسته یې په ناباورۍ وپوښتل:

ــ نو تا څه ورته وویل؟

ګل مرجان د اوږدې ساه په ایستلو سره وویل:

ــ څه مې ورته ویلای شول؟

ــ انکار دې وکړ؟

ده ورو سر وخوځاوه.

ــ نه.

ــ ولې؟

ــ د مور زور نو څوک لري؟

د ښځې سترګې ناڅاپه له اوښکو ډکې شوې؛ خو غږ یې لا هم ارام و.

ــ زور؟

بیا یې ورو وویل:

ــ زور د حق وي، که د احساس؟

ګل مرجان غلی شو، ښځې ورو خپل لاس د مېز پر سر کېښود.

ــ تا ورته ویلای شو، چې دا لندن دی. دلته د نجونو ژوند د هغوی خپل دی. تا ورته ویلای شو، چې هغوی لا ماشومانې دي. تا ورته ویلای شو، چې دلته د هغوی له خوښې پرته د هغوي کوژده کول او ودول جرم دی.

ګل مرجان ناڅاپه سر راپورته کړ. د سترګو په ژورو کې یې ستړیا، غوسه او بېوسي سره ګډ شوي وو.

ــ ته فکر کوې، ما دا خبرې نه دي ورته کړې؟

غږ یې لږ جګ شو.

ــ ولې ته زما مور نه پېژنې، چې د نړۍ ټول عالمان او ملایان ورته کښېنوي، چې یو ځل په خپله خبره ودرېږي، ولاکه یې زره له خپلې خبرې واړوې.

ښځې سر ټیټ کړ؛ خو چوپه نه شوه. په ډېر ورو غږ یې وویل:

ــ او ته هم ورسره ودرېدې او د هغې خبره دې ومنله که څه؟

همدا یوه جمله د ګل مرجان پر زړه د تبر تر ګوزاره درنه ولګېده. سترګې یې پټې کړې.

ورو یې وویل:

جنت د مور تر پښو لاندې دی.

هغه شپه په کور کې عجیبه چوپتیا خپره وه. د ماښام باران لا هم د کړکیو پر ښیښو ورو ورو څڅېده. د سالون څراغونه بل وو، خو کور داسې ښکارېده، لکه رڼا یې چې هم خوابدې وي.

ګل مرجان ناوخته له کاره راستون شو. هره ورځ به چې کور ته راننوت، نجونې به په منډه ورغلې، یوې به ورنه د سودا کځوړه واخیسته او بلې به غېږه ور کړه؛ خو نن هېچا ورمنډه نه کړه. خوبانې د کتاب په پاڼو کې سترګې ښخې کړې وې. نجیبې د کورنۍ دندې پر لېکلو ځان بوخته کړې وه. دواړو په یوه لنډ ښه راغلاست «سلام پلاره» یوازې بسنه وکړه. ګل مرجان هم په هماغه لنډ سلام ځواب ورکړ.

د ډوډۍ مېز تیار و. د تازه وریجو بوی، د شوروا تود بخار او د افغان نانوايي د تنور ډوډۍ خوشبویي په کوټه کې خپره وه؛ خو د هېچا اشتها نه وه. ده یوازې یو ګیلاس اوبه وڅښلې. ډوډۍ ته له ناستې پرته سده خپلې خونې ته لاړ. ښځې د ده روانه څېره تر پایه وکتله. ښه پوهېده، چې مېړه یې له مور سره نه، له خپل وجدان سره په جګړه کې دی. سهار، لا د لمر کمزورې رڼا د پردو له څنډو خونې ته نه وه راننووتې، چې ګل مرجان له خوبه راپاڅېد. هغه شپه یې شاید څو ساعته هم خوب نه و کړی. سترګې یې سرې وې. د سترګو لاندې یې تورې حلقې ښکارېدې. سهارنۍ بې خونده تېره شوه. کله چې دواړو لوڼو غوښتل خپل بکسونه پر اوږو کړي، ده په نرم غږ وویل:

ــ نجونو.

دواړه ودرېدې.

ــ لږ دلته راشئ.

نجونې د پلار د غږ له نرموالي حیرانې شوې. په ارامه راغلې او د سالون پر کوچ کښېناستې.

ګل مرجان څو شېبې چوپ پاتې شو. داسې ښکارېده، لکه مناسب الفاظ چې لټوي. بیا یې ورو وویل:

ــ مور مو پرون درسره خبرې کړې وې؟

دواړو خویندو یو بل ته وکتل. نجیبې ورو وویل:

ــ د څه په اړه؟

ګل مرجان سترګې ښکته کړې.

ــ ستاسو د کوژدې.

دواړه خویندې یو دم چوپې شوې. د خوبانې پر مخ د شرم، حیرانتیا او ناارامۍ ګډ سیوری خپور شو.

نجیبې د خپلې خور لاس ورو ونیو. په سالون کې داسې چوپتیا شوه، چې د دېوال د ساعت ټک ټک هم په غوږونو دروند لګېده. ګل مرجان ورو وویل:

ــ پوهېږم، پوهېږم چې مخکې مې باید له تاسو سره مشوره کړې وای. پوهېږم چې دا ستاسو خپل حق دی. پوهېږم چې تاسو باید خپل راتلونکې پخپله وټاکئ؛ خو.

جمله یې نیمګړې پاتې شوه. ساه یې درنه شوه.

ــ خو زه هم مور لرم. که دا ارمان یې ګور ته لاړ شي، زه به ځان هېڅکله ونه بښم.

د نجیبې سترګې له اوښکو ډکې شوې؛ خو د پلار خبره یې ونه دروله.

ګل مرجان دوام ورکړ:

ــ زه نه غواړم پر تاسو ظلم وشي. یوازې غوښتل مې چې د خپلې مور زړه هم مات نه کړم.

خوبانې لومړی ځل سر پورته کړ. په سترګو کې یې نه غوسه وه، نه ژړا یوازې یوه پوښتنه وه.

ــ پلاره.

ــ اه، بچۍ؟

ــ که زه یوه پوښتنه وکړم خپه کېږئ، خو به نه؟

د پلار پر شونډو ستړې موسکا خپره شوه.

ــ سل خو وکړه بچو.

خوبانه څو شېبې چوپه پاتې شوه. لکه الفاظ یې چې په زړه کې تلل راتلل. ورو یې وویل:

ــ اوکه زما مور راضي نه وي؟

ګل مرجان حیران شو.

ــ څه؟

نجیبې ورو د خپلې خور خبره بشپړه کړه.

ــ ته وایې، چې د خپلې مور زړه نه شې ماتولای نو خو موږ هم مور لرو نوموږ به څنګه د خپلې مور زړه ماتوو؟

دا جمله د ګل مرجان پر زړه لکه د هېندارې ماتېدونکی غږ ولګېده.

هغه لومړی ځل احساس کړه، چې لوڼې یې نورې کوچنۍ نجونې نه دي. دوی استدلال کوي، فکر کوي او د خپلې مور د درد ژبه یې هم زده ده. ده غوښتل څه ووایي.

خو هېڅ خبره یې ونه شوه موندلای. یوازې خپلو دواړو لوڼو ته یې په داسې حیرانو سترګو لېدل، لکه لومړی ځل چې یې ویني.

ګل مرجان څو شېبې هماغسې چوپ ناست و. د لوڼو خبرې یې په زړه کې لکه د اوبو څپې تېرېدې. «موږ هم مور لرو.»

دې څو ټکو یې په ذهن کې بیا بیا انګازې کولې. د ده سترګې د سالون پر لویې کړکۍ ولګېدې. باران درېدلی و، خو د ښیښې پر مخ لا هم د اوبو نرۍ کرښې روانې وې. د لمر یوه کمزورې وړانګه د ورېځو له شا راوتلې وه او د انګړ پر لمده چمن یې ژېړه رڼا شیندله. ده ورو سر ښکته کړ.

ــ هو، مور لرئ.

غږ یې دومره ټیټ و، چې خپله یې هم په سختۍ واورېد. نجیبې ورو وویل:

ــ پلاره، موږ د انا بې‌ادبي نه کوو.

خوبانې یې خبره ونیوله.

ــ او نه غواړو چې هغه خپه شي.

بیا لږه شېبه غلې شوه.

ــ خو موږ نه پوهېږو، چې زموږ د خپل ژوند پرېکړه ولې زموږ پر ځای باید نوروکړي؟

د ګل مرجان شونډې وخوځېدې. غوښتل یې ځواب ورکړي؛ خو الفاظ یې د ستوني په کومه تیاره کې بند پاتې شول. ده لومړی ځل احساس کړل، چې لوڼې یې نورې ماشومانې نه دي، دوی پوښتنه کوي.

دلیل غواړي او له ده څخه د پلار په توګه ځواب غواړي. چوپتیا اوږده شوه، یوازې د دېوال ساعت، په خپل همېشني نظم، وخت شمېره.

ټک، ټک، ټک.

هماغه وخت د پخلنځي له دروازې مېرمن ورو راووتله. په لاس کې یې د چای نوی چاینک و.

هغې د درې واړو څېرې واورېدې. د خبرو ټول بار یې د هغوی پر سترګو کې ولوست. چاینک یې ورو پر مېز کېښود. مېړه ته مخامخ کښېناسته. په ارامه یې وویل:

ــ زه پوهېږم، چې ته په سخت امتحان کې یې.

ګل مرجان ورو سر پورته کړ.

د ښځې په سترګو کې نه ملامتي وه، نه قهر. یوازې خواخوږي وه، هغې ادامه ورکړه:

ــ ستا مور هم زما مور ده. زه یې درناوی کوم؛ خو.

هغې خپلو دواړو لوڼو ته وکتل.

ــ خو زه هم مور یم، دا چې نن زما چوپتیا د دوی راتلونکی بدل کړي، سبا به زه هم ځان ونه بښم.

ګل مرجان بې اختیاره خپلې ګوتې سره ټینګې کړې. ښځې په ډېر نرم غږ وویل:

ــ ته تل موږ ته وایې، چې اسلام پر رضا ټینګار کړی. نو ولې نن د خپلو لوڼو رضا نه اورې؟

دا پوښتنه د ګل مرجان د زړه تر ټولو ژور ځای ته ورسېده. ده غوښتل ووايي:

ــ زه مجبور یم.

خو پوه شو، چې دا جمله یې د خپلو لوڼو د سترګو په وړاندې هېڅ وزن نه لري.

خوبانې ورو خپل بکس له ځمکې پورته کړ. نجیبه هم ورپسې ولاړه، خوبانې پلار ته وکتل.

په غږ کې یې نه غوسه وه، نه ژړا. یوازې درد و.

ــ پلاره، موږ ستا پر ضد نه یو. موږ یوازې غواړو، چې یوه ورځ، د خپل ژوند تر ټولو لویه پرېکړه، موږ هم وکړو.

نجیبې مور او بیا پلار ته وکتل، په ورو یې وویل:

ــ لکه تا چې خپله کړې وه.

دا وروستۍ جمله د ګل مرجان پر زړه لکه د تندر راپرېوته. د ده ذهن ناڅاپه کلونه شا ته ولاړ.

د خپل ځوانۍ ورځې یې سترګو ته ودرېدې. له هغه هم هېڅکله چا د خپلې مېرمنې په انتخاب کې پوښتنه نه وه کړې. د مور او پلار پرېکړه یې منلې وه؛ خو ایا هغه غواړي چې هماغه کیسه یې د خپلو لوڼو لپاره هم تکرار شي؟

د ده د فکرونو کړۍ د کور د زنګ په غږ وشلېده. نجونو یو ځل بیا پلار ته وکتل، بیا یې ورو د کور دروازه خلاصه کړه. د لندن یخه هوا د سالون تودې فضا ته راننوته. دواړه خویندې د ښوونځي پر لور ووتلې. د دروازې له ښیښې ښکاره کېدې. یوې د بلې لاس نیولی و. لکه دوه کوچنۍ ونې چې د باد پر وړاندې یو بل ته اوږه ورکوي.

ګل مرجان تر هغو ورته کتل، څو د کوڅې په پای کې د ښوونځي د ژېړ بس تر شا ورکې شوې.

هغه لا هم پر خپل ځای ناست و؛ خو داسې احساس یې کاوه، لکه د ژوند تر ټولو سخته محکمه چې اوس پیل شوې وي.

سالون یو ځل بیا چوپ شو. د کور دروازه ورو وتړل شوه. له باندې د ښوونځي د بس غږ لرې شو او بیا هر څه په خاموشۍ کې ډوب شول. ګل مرجان لا هم د دروازې پر لور کتل. داسې ښکارېده، لکه د خپلو لوڼو له تلو سره یې د زړه یوه ټوټه هم له کوره ووتله.

ښځې ورو د چای پیاله د هغه مخې ته کېښوده. له پیالې سپین بخار پورته کېده؛ خو ګل مرجان ورته لاس هم ونه غځاوه. سترګې یې لا هم د کړکۍ پر ښیښه ښخې وې. ورو یې وویل:

ــ پوهېږې، کله چې مې مور د «جنت» خبره وکړه، نور مې هېڅ فکر ونه شو کړای.

ښځې بې له دې چې خبره یې پرې کړي، غوږ ورته نیولی و. ګل مرجان دوام ورکړ.

ــ داسې احساس مې وکړ، که د هغې خبره ونه منم. نو د عمر ټول عبادتونه او ثوابونه به مې په اوبو لاهو شي!

بیا یې ترخه موسکا وکړه.

ــ خو  نن مې د خپلو لوڼو په سترګو کې هم جنت ولید.

دا جمله یې چې له خولې راووتله، خپله هم ورته حیران پاتې شو.

ښځې ورو وویل:

ــ ځکه چې ته بد سړی نه یې. یوازې د دوو زمانو او دوو باورونو ترمنځ بند پاتې یې.

ګل مرجان لومړی ځل ښځې ته وکتل. په سترګو کې یې د مننې، شرم او ستړیا ګډ رنګ ګډ و.

خو هماغه شېبه یې د مور غږ بیا په ذهن کې راوګرځېد:

ــ قبر ته مې خفه مه لېږه.

ده دواړه لاسونه پر مخ راکش کړل.

ــ نوزه څنګه وکړم؟

که د مور خبره ونه منم، ځان ګنهکار احساسوم او که د لوڼو حق تر پښو لاندې کړم، زه ېو مجرم یم.

ښځې ورو وویل:

ــ فرق یې دا دی چې د مورپه زمانه او ځای کې د هغې د راتلونکې پرېکړه نورو کوله؛ خو زموږ د لوڼو په زمانه او دې ځای کې د هغوی راتلونکې د دوی په لاس کې ده.

ګل مرجان هېڅ ونه ویل. د چای پیاله یې راواخیسته؛ خو لاسونه یې داسې رېږدېدل، چې چای ترې پر نعلبکي توی شو. هماغه شېبه د تلیفون زنګ بیا پورته شو. دواړو یو بل ته وکتل.

ګل مرجان له لرې د تلیفون پردې ته سترګې ونیولې. بیا هم د وطن شمېره.

ده داسې ساه وایسته، لکه یو بندي چې د زندان د دروازې د پرانیستل کېدو غږ واوري.

ورو یې تلیفون پورته کړ.

ــ سلام.

له هغې خوا د مور پر ځای د زمري غږ و.

ــ وروره، مبارک دې شه! ټول کلی راټول دی. مور مې مېوه وویشله. ټول درته دعا کوي.

ګل مرجان سترګې پټې کړې. هره جمله یې د زړه پر سر د تېږې غوندې رالوېده. زمري په خوښۍ خبرې کولې.

ــ دا دی موږ به نور هم سره خپل او نږدې شو. دا د الله برکت دی.

ګل مرجان یوازې یوه لنډه کلمه وویله:

ــ هو.

نور یې د خبرو توان نه درلود. ټلېفون یې ورو بند کړ. ښځې وپوښتل:

ــ څه وایي؟

ګل مرجان څو شېبې چوپ پاتې شو. 

بیا یې په داسې غږ وویل، چې د مات شوي انسان غږ و، نه د غوسه ناک سړي:

ــ وایي، مبارک دې وي.

ښځې ورو سترګې پټې کړې. دواړه پوهېدل، چې مبارکي لا تر اوسه د هېچا له زړه نه وه تېره شوې.

هماغه وخت ګل مرجان ناڅاپه له ځایه پاڅېد. د سالون په منځ کې یې څو ګامه واخیستل. بېرته راوګرځېد. لکه په قفس کې بند زمری، د دېوال پر سر یې د کورنۍ ګډ انځور ولید.

خپل ځان.

مېرمن.

او دواړه لوڼې.

انځور ته یې تر ډېره وخت وکتل.

ورو یې لاس وروړ. د چوکاټ دوړې یې پاکې کړې. بیا یې په داسې غږ وویل، چې یوازې خپله یې واورېد:

ــ خدایه له ما نه د هېچا حق مه قرباني کوه.

مدېنه ــ سعودي عربستان 

نومبر ــ ۲۰۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ونسان ون‌ګوګ یو انځور په ۱۹۰.۴ میلیون ډالرو وپلورل شو

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه)د هالنډي انځورګر ونسان ون‌ګوګ د «غوړېدونکو څېړیو ونو» په نوم انځور د نیویارک په ساتبیز لیلام‌ځای کې...