Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد جنوبي کوریا صادرات په لومړي ځل په کال کې تر یو...

د جنوبي کوریا صادرات په لومړي ځل په کال کې تر یو ټریلیون ډالرو واوښتل

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۳ مه) د جنوبي کوریا کلني صادرات په لومړي ځل له یو تریلیون ډالرو واوښتل. دغه هېواد د کال تر پای ته رسېدو نژدې یوه میاشت مخکې دې تاریخي پړاو ته ورسېد.

د سوداګرۍ، صنعت او سرچینو وزارت ویلي چې د جنوبي کوریا د صادراتو مجموعي ارزښت د نومبر په ۱۹مه، د پنجشنبې په ورځ، د ماسپښین تر ۲ بجو او ۹ دقیقو پورې یو تریلیون ډالرو ته ورسېد. د نیمه‌لېږدوونکو (سیمي‌کانډکټرونو) د پلور زیاتوالي په دې برخه کې مهم رول لوبولی دی.

تېر کال د جنوبي کوریا د صادراتو ارزښت کابو ۷۰۰ میلیارد ډالره و. دغه هېواد له امریکا، چین او جرمني وروسته څلورم هېواد دی چې کلني صادرات یې یو ټریلیون ډالرو ته رسېږي.

د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت ویلي چې سږ کال د صادراتو د ودې اصلي لاملونه د نیمه‌لېږدوونکو او کمپیوټرونو پلور دی. د ټکنالوژۍ نړیوالو شرکتونو د مصنوعي ځیرکتیا د زیربناوو په برخه کې پانګونه زیاته کړې، چې له امله یې د کوریايي برېښنايي وسایلو او پرزو غوښتنه لوړه شوې ده.

د وزارت په وینا، د حافظې د چیپونو د بیو لوړېدو هم د صادراتو ارزښت زیات کړی او په دې توګه جنوبي کوریا د مصنوعي ځیرکتیا په نړیوال اکمالاتي زنځیر کې خپل مهم ځای پیاوړی کړی دی. د دغه هېواد د چیپونو جوړوونکي د مصنوعي ځیرکتیا په سرورونو کې کارول کېدونکي د حافظې یا میموري ډېر چیپونه تولیدوي.

د صادراتو دا ریکارډ د پرله‌پسې میاشتنۍ ودې په لړ کې ثبت شوی دی. د روان کال په اکتوبر میاشت کې د جنوبي کوریا صادرات ۱۱۵،۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي وو، چې د تېر کال د همدې مودې پرتله ۹۳،۷ سلنه زیاتوالی ښيي. په همدې میاشت کې د چیپونو صادرات ۲۵۹ سلنه لوړ شوي وو.

د جنوري او اکتوبر میاشتو ترمنځ د دغه هېواد ټول صادرات له ۹۰۰ میلیارد ډالرو اوښتي وو او هغه مهال د سوداګرۍ وزارت اټکل کړی و، چې د نومبر تر میاشتې به د یو تریلیون ډالرو هدف پوره شي.

چیپونه د ټولو صادراتو ۴۳ سلنه جوړوي

د جنوري او اکتوبر میاشتو ترمنځ د نیمه‌لېږدوونکو صادرات نژدې درې برابره زیات شوي او ۳۹۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي؛ په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې دغه رقم ۱۳۵ میلیارد ډالره و.

په دې لسو میاشتو کې چیپونو د جنوبي کوریا د ټولو صادراتو ۴۳ سلنه جوړوله. د دې زیاتوالي اصلي دلیل د حافظوي چیپونو لپاره د نړیوالې تقاضا لوړېدل او د هغوی د بیو زیاتوالی بلل کېږي.

د جنوبي کوریا تر ټولو لوی چیپ جوړوونکي شرکت، سامسونګ الکترونیکس، هم د روان کال د درېیمې ربعې په پای کې د خپلو نغدو پیسو او نغدي شتمنیو ارزښت له ۲۰۰ تریلیون وون څخه زیات ښودلی دی.

د یو تریلیون ډالرو صادراتو ته له رسېدو سره جنوبي کوریا د نړۍ د سترو صادراتي هېوادونو په محدود ګروپ کې شامله شوه. تر دې مخکې یوازې امریکا، چین او جرمني په یوه کال کې د دومره ارزښت توکي صادر کړي وو.

سوداګریز مازاد د پخواني ریکارډ درې برابره شوی

د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د جنوبي کوریا سوداګریز مازاد ۲۹۴،۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی. دغه رقم د ۲۰۱۷ کال تر مخکیني کلني ریکارډ، چې ۹۵،۲ میلیارد ډالره و، نژدې درې برابره زیات دی.

د صادراتو او وارداتو ترمنځ د توپیر د زیاتېدو دلیل دا دی چې د چیپونو له پلور څخه عواید د بهرنیو توکو پر پېرلو تر لګښتونو ډېر چټک لوړ شوي دي.

یوازې په اکتوبر میاشت کې د دغه هېواد سوداګریز مازاد ۴۲،۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی و. په همدې میاشت کې واردات ۳۶ سلنه زیات شوي او ۷۲،۷۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلي وو.

د جنوبي کوریا د سوداګرۍ وزارت معمولاً د هرې میاشتې سوداګریزې شمېرې د راتلونکې میاشتې په لومړۍ ورځ خپروي؛ له همدې امله د نومبر میاشتې معلومات به د ډسمبر په لومړیو کې خپاره شي.

تمه ده چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د نړیوالو پانګونو د دوام له امله به د جنوبي کوریا صادرات د کال تر پایه نور هم زیات شي. د حافظې د چیپونو بیې او د نیمه‌لېږدوونکو صادرات به د دې ودې مهم عوامل وي.

سرچینه: AsiaWire.IO

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ونسان ون‌ګوګ یو انځور په ۱۹۰.۴ میلیون ډالرو وپلورل شو

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه)د هالنډي انځورګر ونسان ون‌ګوګ د «غوړېدونکو څېړیو ونو» په نوم انځور د نیویارک په ساتبیز لیلام‌ځای کې...