تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) د افغانستان د واکمنې ادارې ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د پاکستان د تجارتي لارو له بندېدو سره سره د افغانستان سوداګري روانه ده او د هېواد صادرات د پخوا پرتله ۷ سلنه زیات شوي دي.
مجاهد په پکتیا ولایت کې یوې غونډې ته وویل، افغانستان د خپلو تولیداتو د صادرولو لپاره بدیلې سوداګریزې لارې موندلې دي او له چین، هند او یو شمېر نورو هېوادونو سره یې سوداګریزې راکړې ورکړې لا هم روانې دي.
هغه د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په اشارې زیاته کړه چې د دغه هېواد کلنۍ بودیجه له کورنیو عوایدو تمویلېږي او د پاکستان د سوداګریزو لارو تړل کېدو د افغانستان د اقتصادي فعالیتونو او صادراتو د دوام مخه نه ده نیولې.
خو نړیوال بانک د افغانستان د پرمختګ په اړه په خپل وروستي راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۸مه، یې خپور کړ، ویلي، د ۲۰۲۶ کال له اپرېل څخه تر سپټمبر پورې د افغانستان صادرات د تېر کال د همدې مودې پرتله ۱۵.۱ سلنه کم شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې له پاکستان سره د پولې له تړل کېدو وروسته، اوس د افغانستان شاوخوا ۹۷ سلنه واردات د منځنۍ اسیا او ایران له لارې هېواد ته راځي.
راپور خبرداری ورکړی چې د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د سوداګریزو لارو نورې ستونزې، د افغان کډوالو په لویه کچه بېرته ستنېدل او د بهرنیو مرستو نور کمېدل ښايي د هېواد اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړي.
د نړیوال بانک په راپور کې په عین حال کې اټکل شوی چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې درې سلنه وده وکړي، خو د نفوسو چټک زیاتوالی به د هر وګړي اقتصادي تولید ۳.۳ سلنه راکم کړي. دا وضعیت به د هغو کورنیو اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې کړي چې له بېوزلۍ او د خوړو له کمښت سره مخ دي.