Homeخبرونهپه بدخشان کې واورین پړانګ ۲۲ پسونه او وزې وژلي دي

په بدخشان کې واورین پړانګ ۲۲ پسونه او وزې وژلي دي

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې یوه واورین پړانګ ۲۲ پسونه او وزې وژلي دي. د دغو څارویو څښتن له حکومته د پېښې د څېړلو او د اوښتو مالي زیانونو د جبران غوښتنه کړې ده.

د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په وینا، دا پېښه د یکشنبې په سهار شاوخوا شپږ بجې د واخان ولسوالۍ د کوز ورګند په کلي کې شوې ده.

د دغه ریاست د پلان او پروګرامونو د همغږۍ عمومي رییس کیکاوس تَکساري د دوشنبې په ورځ وویل، د شنبا په نوم د یوه ځايي اوسېدونکي ۱۵ پسونه او اووه وزې د واورین پړانګ په برید کې وژل شوې دي.

تکساري وویل، د پېښې راپور د واخان ملي پارک ادارې ورلېږلی دی. د هغه په وینا، واورین پړانګان غوښه‌خوړونکي وحشي ژوي دي چې په غرنیو سیمو کې اوسي او د طبیعي ښکار د کمښت او لوږې له امله د څارویو ساتنځایونو ته نژدې کېدای شي.

هغه زیاته کړه چې د څارویو د ساتنځایونو د خوندي کولو لپاره د کافي تدابیرو نشتوالی هم د دا ډول بریدونو خطر زیاتوي.

د وژل شویو څارویو څښتن له چارواکو غوښتي چې پېښه وڅېړي او د اوښتو مالي زیانونو په جبران کې ورسره مرسته وکړي.

له وحشي ژوو سره د خلکو د شخړو ستونزه په واخان کې نوې نه ده. دا ولسوالي د افغانستان د واورینو پړانګانو له مهمو استوګنځایونو څخه ده. ځايي رسنیو تر دې مخکې هم په دې ولسوالۍ کې د ورته بریدونو راپورونه ورکړي او ویلي یې دي چې د سیمې اوسېدونکو ته د پسونو او وزو د وژل کېدو له امله درانه زیانونه اوښتي دي.

په ۲۰۲۳ کال کې د «سنولپرډ رپورټس» په نوم خپرونه کې یوې څېړنې په بدخشان کې د څارویو ساتنځایونو ته د واورینو پړانګانو د ننوتلو اووه پېښې ثبت کړې وې چې څو یې په واخان کې شوې وې.

څېړونکو ویلي وو چې دا ډول بریدونه د مالدارو کورنیو ته درانه مالي زیانونه اړوي او که خلک د غچ اخیستو لپاره واورین پړانګان ووژني، د دغو ژوو د ژوندي پاتې کېدو لپاره هم ګواښ پېښېږي.

د ساتنې په برخه کې څېړنې ښيي چې د وحشي ښکار د ژوو کمېدل، د وحشي ژوو سیمو ته د څارویو د څرولو پراخول او د بریدونو په غبرګون کې د واورینو پړانګانو وژل، په افغانستان کې د دغو ژوو پر وړاندې مهم ګواښونه دي.

څېړونکي سپارښتنه کوي چې د څارویو د ساتنځایونو د خوندي کولو ترڅنګ باید له مالدارو سره د زیانونو د کمولو په برخه کې مرسته وشي، څو د خلکو او وحشي ژوو ترمنځ شخړې راکمې شي.

واورین پړانګ د غرونو هغه خوندي (له دې کبله چې نسل یې له ختمېدو سره مخامخ دی) وحشي ژوی دی چې د مرکزي او جنوبي اسیا په ځینو برخو کې موندل کېږي. د افغانستان د واخان دهلېز د دې ژوي له مهمو استوګنځایونو ګڼل کېږي. د استوګنځایونو د فشار، د طبیعي ښکار د کمېدو او له انسانانو سره د شخړو له امله یې ژوند ته خطر پېښ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لالا ګادیوان …| لعل پاچا ازمون

د هجري شپېتم کالونه وو چې د باران په نامه یوې ځوانې ډلې پخپلو خوږو غږونو او لاسونو غورځولو د تلویزون پرده ونڅوله، د...