Home+د نحوې په لغوي مانا کې اشتباه | وهاب حیات

د نحوې په لغوي مانا کې اشتباه | وهاب حیات

لا بد لکل شارع فی العلم من ثلاث الاشیا التعریف ولغرض والموضوع
له دې قاعدې څخه دا جوتیږي، چې د یوه علم لپاره د تعریف ضرورت څومره مهم دی او دا هم په ډاګه کوي، چې تعریف هم دیوه تناسب له مخې باید وشي، هم به د مبتدي لوستونکي لپاره اسانتیا وي او هم د هغه مضمون اړوند به یوه خاکه د ده په ذهن کې کیني، خو د پښتو نحوې دا تناسب د نحوې د لغوي تعریف په برخه کې هغسې نه دی مراعات شوی، یا خو دا کار په لوی لاس شوی او یا خو چا ورپسې ځان نه دی په عذاب کړی. زه به هځه وکړم، لږ و ډېر تېرو تعریفونو ته وګرځم او له هغې وروسته خپل یو برداشت وړاندې کړای شم.
دپښتو په معاصرو ګرامرونو کې لومړنی ګرامر دښاغلي پوهاند صیب صدیق الله رښتین دی او فکر کوم، چې دا په فارسي ژبه لیکل شوی دی او استاد سید محی الدین هاشمي ژباړلی دی، رښتین صیب په خپل ګرامر کې بیخي لا دنحوې لغوی تعریف نه کوي نه پوهیږم چې دا ورته مهم نه وو ښکاره شوی او که اصلا ددې موضوع لپاره یې وخت نه درلود ، ماته خو دا دده په ګرامر کې یوه ستونزه رامعلومیږي، ځکه په یوه موضوع بحث باید دهغې له لغوي تعریف څخه وشي ، خو متاسفانه چې ده دا کار نه دی کړی، شاید داسې ډېر مهم ورته نه وي ښکاره شوی،
هغه نحو داسې را پیژني:
نحوه هغه علم دی چې په هغې کې دمفردو کلمو یو خای کېدل د جملو جوړښت او قاعدې او په جملو کې دکلمو ترتیب تر څیړنې لاندې نیسي او غرض یې په جملو کې له خطا ځان ساتل او په ښه ډول یې دخپل مطلب څرګنداوی دی.
تاسو ولیدل چې دلته بیخي دنحوې تعریف دلغت له مخې نشته، زه فکر کوم د پښتو اوسني ګرامرونه دهمدې په بنیاد لیکل شوي دي او په ټولو هغو کتابونو کې چې د نحوې په اړه په کې بحث شوی دی یا دنحوې اړوند کوم ځانګړی کتاب لیکل شوی وي هلته د نحوې لغوي تعریف شوی دی، که اړتیا یې نه وه نو بیا راوروسته خلکو پرې ولې وخت ضایع کوو او که اړتیا یې وه نو ولې رښتین صیب دا موضوع له پامه ِغورځوله ښکاره خبره ده چې ددې اړتیا وه خو رښتین صیب یې دمعنی په لټولو ځان نه دی ستړی کړی، او همداسې ګونګه یې دا موضوع پرېښې ده.
کله چې ګرامر پرمختګ وکړ نو ورسره جوخت هرې برخې ته یې کار وشو اوهره برخه یې جلا جلا وپیژندل شوه، چې همداسې نحو هم دګرامر دیوې برخې په توګه تر لا زیاتې څیړنې لاندې ونیول شوه، پښتنو لیکوالو هم دې ته ملا وتړله ، چې دا بهیر په چټکۍ خپل مسیرته روان دی. په تېرو څوکلونو کې ښایسته پرېمانه کار دپښتونحوې لپاره وشو، چې په هغې کې یو کتاب هم دپښتونحوې په نوم دښاغلي محمد اقا شیرزاد دی، خو ده د رښتین صیب بر عکس دنحوې لغوي تعریف کړی دی او لږ و ډېر الفاظ یې هم ددې لغت دمعنی لپاره اضافه کړي دي.
هغه په خپل کتاب کې وایي:
نحوه عربي کلمه ده چې معنی يې مثل، مانند، قصد، لاره، طریقه، دود، طرز او روش ده.
دګرامري معنی له مخې نحوه یا غونډله پوهه دپښویې هغه برخه ده چې په جمله کې دکلمو له مطابقت، ارتباط، ترتیب او ترکیب څخه غږیږي.
یا په بله وینا:
غونډله پوهه هغې پوهنې ته وایي، چې دیوې ژبې دجملو عبارتونو، ترکیبونو، جوړښت، ترتیب، تنظیم او جوړښتي نظام ترڅیړني لاندې نیسي.
په دې تعریف کې هم دنحوې دلغوي تعریف په تړاو هغه څه نه شو موندلی چې د عربي ژبې نحو یې لري که څه هم نحو دعربۍ نه پښتو ته ترجمه شوې، خو له دغه لغت سره هم ښه او دهغې د شکل له مخې چلند نه دی شوی.
دنحوې دپیژندنې په برخه کې پوهندوی ډاکټر عزیزالله جبارخیل هم یو کتاب تازه لیکلی دی، داکتاب دنحوې له لغت سره یو څه ښه چلند کوي او دنورو لیکوالو غوندې (نحو) نحوه نه لیکي او وروسته (ه) نه ورکوي چې په عربۍ کې هم همداسې ده، ډاکټر صاحب دنحوې په تعریف کې وایي: (نحو) عربي ویی دی چې د(ن) په (زور) د(ح) په سکون او د(و) په (زور) سره ویل کیږي، په لغت کې( لاره ، طریقه، روش، دود،طرز،قصد، مثل، مانند) ته وایي او دګرامري معنی له مخې دپښویې هغه برخه ده چې په جمله کې دکلمو په مطابقت، ارتباط، ترتیب او ترکیب باندې غږیږي یا په بله وینا نحو هغه پوهه ده چې دجملو، عبارتونواو ترکیبونوجوړښت، ترتیب اوتنظیم څیړي.
محمد اعظم ایازي هم یو کتاب (پښتو نحوه )په نوم لیکلی، هغه هم دنحوې لغوي تعریف نه وړاندې کوي، خو په اصطلاحي تعریف کې بیا داسې وايي: نحوه وهغه علم ته وایي چې و مونږ ته دجملې دجوړولوقاعدې او دهغې د اجزاوو ترتیب اود کلموربط یو دبل سره راښيي اوپه هغه کې دکلام او دکلام داقسامو بحث کیږي.
زمونږ یو بل لیکوال هم دپښتو نحوې په برخه کې د یوه کتاب لیکل کړي دي، چې په نحوه یې دمفصل بحث ترڅنګ دپښتو نحوې په باب خوندورې خبرې کړي دي. هغه دخپل کتاب نوم (دپښتو تطبیقي غونډله پوهه) نوموي او دنحوې دتعریف په برخه کې داسې وایي:
نحوه عربي اصطلاح ده چې مانا يې لاره، طریقه، روش، دود او طرز ده، خود ګرامری مانا له مخې دګرامر هغه برخه ده، چې په هغې کې دعبارتونو، جملو، فقرو او ګړنو جوړښت اوډون اوډولونه تر څیړنې لاندې نیول کیږي.
معلومه ده چې دا تعریف هم دپخوانو ګرامرونو له مخې همداسې را منتقل شوی دی ، چې دبیا څېړنې کوښښ چا نه دی کړی، زما په باور دا یوه لویه بې پروايي ده، چې شوې ده.
بله پښتنو نحوه چې د پښتو ژبې یوې ښځینه لیکوالې لیکلې ده، هغه به هم وګورو چې څه نوي له ځان سره لري او که نه؟
دا کتاب هم (پښتو نحوه) نومیږي او پوهندوۍ زرغونه رښتین زیور لیکلی دی هغه دخپل کتاب په سر کې د نحوې دتعریف په برخه کې وایي:
په اصل کې نحوه یوه عربي اصطلاح ده، چې لغوي مانا یې لاره، طریقه، روش، دود او طرز ده، مګر دګرامر دمانا له مخې دګرامر هغه برخه ده، چې په جمله کې دکلمو په مطابقت، ارتباط، ترتیب او ترکیب باندې غږيږي یا په بله وینا نحوه هغې پوهنې ته وایي، چې دیوې ژبې دجملو، عبارتونو، فقرو، غونډونو د جوړښت، ترتیب، تنظیم او جوړښت څیړي.
په دې کتاب کې هم دتېرو نورو کتابونو په څېر دنحوې سره هماغه پخوانی چلند شوی دی، چې له هغه نورو تعریفونو سره یې ګډ ټکې ډیر دي، زما په باور دا تقلیدي چلند دپښتو ادب اوژبې دسرڅڼه کولو لوی خنډ دی چې متاسفانه دا لړۍ اوس هم روانه ده.
په دې ټولو کتابونو کې یوه خبره په اتفاق سره شوې ده او هغه دجملې نظم دی، چې په کې دجملې ساتنه کیږي په همدې خاطر زه هم په دې باور یم چې دنحوې دا مانا چې دلغت له مخې کېږي باید بدله شي.
څرنګه چې نحو عربي کلمه ده، په کار ده چې په عربي کې یې په مانا پسې وګرځو، ما هم خپل خواري کړې ده، چې یوه منطقي او له اصطلاحي تعریف سره جوړه مانا باید ورته په ګوته شي، که د چا خوښه وه ودې کاروي او که د چا خوښه نه وي نه دي کاروي.
لومړی: نحو دارادې په مانا:
قصدت اذهب الی البلد ای نحوت اذهب الی البلد
ما اراده کړې ده، چې ښار ته لاړشم.
دویم: نحو دمثل یا د په شان په مانا:
رایت رجلا مثلک ای رایت رجلا نحوت
ما ستا په شان سړی ولید.
دریم: نحو دگرځېدو په مانا هم راځي:
کنحوت بصری الیک ای صرفت بصری الیک
ما خپل نظر ستا لور ته وګرځوو.
څلورم: د اړخ په مانا:
سرت الی نحودار فلان ای سرت الی جانب دار فلان.
زه د فلاني د کور په طرف لاړم.
پنځم: د نوع او شکل په مانا مثال:
اکلت ثلاثة انحا من الطعام ای اکلت ثلاثة انواع من الطعام.
ما دې قسمه خواړه وخوړل.
شپږم: دمقدار او اندازې په مانا:
جآئنی جیش مقداره الف ای جآئنی جیش نحوهم الف.
ماته لښکر راغلی و، چې تعداد یې زر تنه و.
اووم: دقبیلې په مانا:
نظرت الی قبیلة بنو تمیم ای نظرت الی نحو بنو تمیم.
ما دبنو تمیم قبیلې ته وکتل،
اتم: دساتلو په مانا:
جاهم النحویون یوم القیامة فیقال فی حقهم من جانب الله تعالی یا ملائکتی انحوهم من النار کما نحو کلامی عن الخطا ای صونوهم کما صانو کلامی.
د قیامت په ورځ به د دنحوې عالمان راشي او الله ج به ملایکو ته حکم وکړي، چې دوی له اور څخه داسې وساتئ،
نهم: دمخ اړولو او اعراض په مانا:
ثم یعرض عن ذالک المکان ای ثم یتنحی عن ذالک المکان
بیا به دوئ مخ واړوي ددې ځای څخه.
په پښتو ژبه کې د نحوې په لیکل شوو کتابونو کې، د نحوې له صطلاح سره جوړه کلمه د مانا لپاره نه ده راغلې، البته هغه کتابونه چې ما لوستي دي، په دې ټولو کې یوه مانا چې له اصطلاحي تعریف سره سر خوري، هغه د ساتلو مانا ده، چې زموږ هیڅ لیکوال په خپلو کتابونو کې ددې یادونه نه ده کړې، زه هیله من یې که په راتلونکې کې دا ډول د ژبپوهنې اړوند کتابونه چاپیږي، دغه مانا باید په کې اضافه شي، ځکه په عربي کې هم، د نحوې غرض ساتل دي، چې په هغې کې ذهن له لفظي خطاوو څخه ژغورل کیږي، نو ښه به دا وي، چې د همدې تناسب دمراعات له امله د ساتلو مانا د نحوې لپاره وضع شي، هم له اصطلاحي تعریف سره سر خوري او هم او هم ددې علم غرض او هدف ساتل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب