Homeخبرونهمحبوبه سراج له افغانستانه ووتله؛ پر ښځو یې د پیاوړي پاتې کېدو...

محبوبه سراج له افغانستانه ووتله؛ پر ښځو یې د پیاوړي پاتې کېدو غږ وکړ

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۲۶ مه) د افغان ښځو د حقونو مشهوره فعاله محبوبه سراج، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته شاوخوا پنځه کاله په افغانستان کې پاتې شوه، اوس له هېواده وتلې ده. سراج په دې موده کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره خپل فعالیت ته دوام ورکړی و او د ښځو د ملاتړ په برخه کې یې د خوندي ځایونو (امن کورونو) او نورو پروګرامونو له لارې کار کاوه.

اغلې سراج  له هندي رسنۍ فرسټ پوسټ سره په مرکه کې ویلي، چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه یې وروسته له دې وکړه چې طالبانو د دې له لوري اداره کېدونکی امن کور بند کړ.

طالبانو د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د ښځو دغه خوندي کور وتاړه او ۳۳ ښځې یې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت یوه مرکز ته ولېږدولې.

د هغې په وینا، له دې پېښې وروسته یې له طالبانو سره د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د هوکړې هڅه وکړه، خو ګټه یې ونه کړه او له همدې امله به خپلو فعالیتونو ته له بهر څخه دوام ورکړي.

سراج وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د افغان ښځو وضعیت نه دی ښه شوی او ښځې لا هم د کار، زده‌کړو او په ټولنیز ژوند کې د ګډون له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

هغې د نړیوالې ټولنې پر دریځ هم نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې نړۍ څنګه له داسې حکومت سره تعامل کولای شي چې د هغې په وینا، د هېواد نیم نفوس په رسمیت نه پېژني.

سراج له افغانستانه د وتلو مخکې له افغان ښځو غوښتي چې هیله له لاسه ورنه کړي، پیاوړې پاتې شي او پر ځان او د انسانانو پر نېکۍ باور ولري.

سراج له ۲۰۰۳ کال راهیسې په افغانستان کې اوسېده. هغې په ۲۰۲۱ کال کې، سره له دې چې د وتلو فرصت یې درلود، پرېکړه کړې وه چې په هېواد کې پاتې شي او د افغان ښځو تر څنګ خپل غږ پورته کړي. هغې هغه مهال ویلي و چې نه غواړي یو ځل بیا د خپل هېواد پرېښودو ته اړه شي.

خو د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ له دوام او د ښځو پر زده‌کړو، کار او عامه ژوند د محدودیتونو له پراخېدو وروسته، سراج اوس له افغانستانه وتلې ده. هغې له افغانستانه له وتلو سره سره پر افغان ښځو غږ کړی چې هیله له لاسه ورنه کړي، پیاوړې پاتې شي او خپلې مبارزې ته دوام ورکړی.

سراج له اوږدې مودې راهیسې د افغان ښځو د حقونو یوه تر ټولو پېژندل شوې مدافع ده او په ۲۰۲۳ کال کې د نوبل د سولې جایزې ته هم نومانده شوې وه.

دا له کلونو کلونو مبارزې وروسته په داسي وخت کې له افغانستانه وځي چې افغان نجونې او ښځې د زده کړو او کار په برخو کې له سخت حالت سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...