Homeخبرونهد جرمني د ښي اړخي افراطي ګوند مشر د ۲.۶ میلیون کډوالو...

د جرمني د ښي اړخي افراطي ګوند مشر د ۲.۶ میلیون کډوالو د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس لومړۍ) د جرمني د ښي اړخي افراطي ګوند «د جرمني لپاره بدیل» (AfD) شریک مشر تینو کروپالا غوښتنه کړې چې د اوکراینیانو، سوریانو او افغانانو په ګډون، تر ۲.۶ میلیونه کسان دې کله چې د بشري خوندیتوب لپاره د هغوی قانوني شرایط پای ته ورسېږي، له جرمني څخه خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

د جرمني د وېلت ورځپاڼې د راپور له مخې، د کروپالا د وړاندیز له مخې، د بهرنیو هېوادونو د هغو مجرمانو او کسانو ترڅنګ چې په قانوني توګه له جرمني څخه وتلو ته مکلف دي، د اوکراین، سوریې او افغانستان وګړي هم باید هغه مهال له جرمني ووځي چې د خوندیتوب قانوني حیثیت یې پای ته ورسېږي.

کروپالا د خپلې غوښتنې د توجیه لپاره د دغو هېوادونو احتمالي سیاسي او امنیتي بدلونونو ته اشاره کړې ده. د هغه په وینا، که د اوکراین پر ضد د روسیې جګړه پای ته ورسېږي، یا په سوریه او افغانستان کې امنیتي وضعیت دومره ښه شي چې د خلکو خوندیتوب ته اړتیا پاتې نه شي، نو د دغو هېوادونو وګړي باید بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

هغه ویلي: «موږ د ۲.۶ میلیونه کسانو په اړه خبرې کوو.»

د ګوند یو بل غړی او د کډوالۍ د چارو کارپوهان د کروپالا له شمېرې سره مخالفت کوي

د کروپالا وړاندیز د هغه د ګوند د یوه بل غړي ماکسیمیلیان کرا له پخوانیو څرګندونو سره په ټکر کې دی. کرا تر دې مخکې د ډېر شمېر کډوالو د ایستلو په اړه د غیرواقعي تمو پر وړاندې خبرداری ورکړی و. د هغه د اټکل له مخې، ان د ۲۰۰ زره کسانو ایستل به د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته په اروپا کې د خپل ډول تر ټولو لوی عملیات وي.

د کونستانس پوهنتون د کډوالۍ د قانون استاد دانیل تیم هم د کروپالا څرګندونې غولوونکې بللې دي. د هغه په وینا، د ایف ډي ګوند شریک مشر داسې انګېرنه رامنځته کوي چې ګواکې د اوکراین، سوریې او افغانستان میلیونونه وګړي په لنډ وخت کې په ډله‌ییز ډول له جرمني ایستل کېدای شي.

تیم ټینګار کړی چې د جرمني او اروپايي ټولنې د قوانینو له مخې، د خلکو ډله‌ییز ایستل امکان نه لري. د هر کس د خوندیتوب قانوني وضعیت باید په جلا توګه وڅېړل شي.

هغه زیاته کړې چې د یوه هېواد د وضعیت بدلون ښايي د خوندیتوب لپاره قانوني بنسټ بدل او د یوه کس د اوسېدو حق له خطر سره مخ کړي؛ خو د خوندیتوب د حیثیت لغوه کول په اتومات ډول د یوه هېواد یا توکم پر ټولو وګړو نه تطبیقېږي. د هغه په وینا، د کروپالا له خوا د ۲.۶ میلیونه کسانو یادونه ډېر زیات شمېر دی.

په جرمني کې په رښتیا څومره کسان له دغه هېواده وتلو  ته مکلف دي؟

د وېلت ورځپاڼې د وروستیو رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال تر نیمايي پورې په جرمني کې شاوخوا ۲۵۹ زره کسان په قانوني توګه د دغه هېواد پرېښودو ته مکلف وو. د دغو کسانو د پناه غوښتنلیکونه رد شوي او د اوسېدو حق یې له لاسه ورکړی و.

خو د دغو ۲۵۹ زرو کسانو ۷۷ سلنه د ایستلو د لنډمهالي ځنډ یا «دولدونګ» (Duldung) حیثیت لري. د دغه قانوني وضعیت له مخې، د بشري، روغتیايي، قانوني یا عملي خنډونو له امله د هغوی ایستل ځنډول کېږي.

په ورته وخت کې، د صدراعظم فریدریش میرڅ په مشرۍ د جرمني حکومت له اوکراین سره د اوږدمهاله اقتصادي، صنعتي او بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

جرمني په روانه اوونۍ کې په برلین کې له اوکراین سره د ژمنیو مرستو لپاره د ۲۰۰ میلیون یورو او د دغه هېواد د بیارغونې د «صنعتي رامشتاین» پروګرام لپاره د ۳۰ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې د پناه غوښتنې د سیاست او د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو په اړه بحثونه مخ په زیاتېدو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پلار مړینې څنګه د ژوند او هنر په اړه د روري کینیر لیدلوری بدل کړ؟

روري کینیر د خپل پلار د غمجنې مړینې او د کورنۍ د غړو د مړینو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي او ویلي...