روري کینیر د خپل پلار د غمجنې مړینې او د کورنۍ د غړو د مړینو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې دغو تجربو د ټولنې او هنر په اړه د هغه لیدلوری بدل کړی دی.
تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۲۷ مه) د بریتانیا مشهور لوبغاړی روري کینیر، چې د جېمز بانډ په فلمونو او د «دیپلومات» په نوم سریال کې یې رولونه لوبولي، وايي چې په ماشومتوب کې د پلار مړینې دې ته اړ کړ چې له خپلو همځولو ماشومانو مخکې د ژوند له اساسي پوښتنو سره مخ شي. هغه وايي، دې پېښې د ظاهري بریاوو پر ځای ورزده کړل چې د انساني اړیکو ارزښت ته لومړیتوب ورکړي.
د روري پلار، روی کینیر، د بریتانیا مشهور کومیډین و. هغه په ۱۹۸۸ کال کې د «درې توپکوالو بېرته راستنېدا» فلم د جوړولو په ترڅ کې په هسپانیا کې له آس څخه ولوېد او په ۵۴ کلنۍ کې مړ شو. روري هغه مهال یوازې لس کلن و.
د روري په وینا، د فلم د خطرناکې صحنې لپاره د اسونو مسلکي سپرلیو په هغه خطرناک پله، چې ډبرې پرې فرش وې، د اس له ځغلولو انکار کړی و؛ خو د فلم د جوړولو د بهیر د ځنډېدو د مخنیوي لپاره د تولید ډلې لوبغاړي د هغوی پر ځای ودرول. د کینیر کورنۍ وروسته د فلم د جوړولو پر مسوولانو دعوه وکړه او ۶۵۰ زره پونډه تاوان یې ترلاسه کړ.
کینیر وايي، د پلار د مړینې غم یې تر څو کلونو پورې په پوره ډول نه و څرګند شوی. هغه په ۱۶ کلنۍ کې ورو ورو د پلار د نشتون له واقعیت سره مخ شو او پوه شو چې پلار یې هم په ماشومتوب کې خپل پلار له لاسه ورکړی و. دا ګډه تجربه هغه ته یو ډول ډاډ ورکاوه، ځکه پوه شو چې پلار یې له داسې سترې غمیزې سره سره په یوه مهربان انسان بدل شوی و.
کینیر په اکسفورډ پوهنتون کې د انګلیسي ادبیاتو له زدهکړو وروسته د لندن د هنرونو د نندارې اکاډمۍ ته ولاړ او مسلکي لوبغاړی شو. هغه وايي، ډېر ژر پوه شو چې لوبغاړي د همکارۍ او انساني اړیکو پر بنسټ کار کوي.
نوموړي ته وروسته د شکسپیر د ډرامو په تیاترونو، د جېمز بانډ په څلورو فلمونو او د «بلک میرر» او «دیپلومات» په څېر سریالونو کې د پام وړ بریالیتوبونه په نصیب شول.
د هغه خور، کارینا، چې سخته معلوله وه، په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوه. کینیر وايي، د خور خوښي او مهرباني او د معلولیت لرونکو کسانو د پالنې لپاره د مور هڅو دې ته متوجه کړی چې د ټولنیزو خدمتونو په نظام کې اصلاحاتو ته اړتیا ده.
هغه د سینما په صنعت کې د خوندیتوب د معیارونو پر کمزورۍ هم نیوکه کوي او وايي، لا هم لوبغاړي او د فلمونو د جوړولو ډلې د غیرضروري خطرونو منلو ته اړ ایستل کېږي.
کینیر اوس مهال د «د ژوند معیار» په نوم ننداره کې د جان مېنارډ کېنز رول لوبوي. کېنز د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د بریتانیا مشهور اقتصادپوه و.
کینیر وايي، په دې ننداره کې یوه اساسي پوښتنه مطرح کېږي چې له پخوا راهیسې د ده خپله اندېښنه هم ده: ښه ژوند څه ته وايي، او څنګه کولی شو د ډېرو خلکو لپاره د داسې ژوند د لرلو زمینه برابره کړو؟