محمد آصف احمدزی
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اډانه کې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د ژبو عالي شورا جوړه شوې چې د څو وزارتونو او ادارو استازي پهکې غړيتوب لري او د رئیسالوزراء د ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۴هـ.ق [۲۹ ثور ۱۴۰۲هـ.ش] نېټې د ۷۰۹ ګڼه حکم له مخې يې فعالیت پیل کړی دی. دوی د پښتو او دري ژبو لیکلارو (املاګانو) د سمون او یووالي لپاره مسوده چمتو کړې او اړینه يې بللې وه چې د ژبپوهانو او متخصصينو نظر پرې واخلي، کمونې او زياتونې پهکې وکړي او د اداري پړاوونو له وهلو وروسته عملي شي.
د ۱۴۰۵هـ.ش کال د زمري میاشتې په منځنيو کې د پوهنتونونو د استادانو او د علومو اکاډمۍ د علمي غړو، د پوهنې وزارت د مؤلفانو او ازادو لیکوالو رسمي مکتوبونه مربوطو ادارو او اشخاصو ته ولېږل شول چې په دايرېدونکي ورکشاپ (کارغالي) کې غړیتوب لري، د همدې میاشتې په وروستیو کې هر بلونکي ته بلنليکونه، هم هارډ او هم د وټساپ له لارې ولېږل شول چې پهکې راغلي و چې دغه څو ورځنی ورکشاپ د وږي میاشتې په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ورځ پيليږي.
د وږي لومړۍ نېټې سهار نهه بجې وې چې د کابل دارالامان ماڼۍ ته نږدې د «ملي موزیم» ودانۍ ته ورسېدم، په عمومي دروازه کې په جدول کې د خپل نوم ترڅنګ تر لاسلیک کولو او تلاشۍ ورکولو وروسته د موزیم اصلي ودانۍ دویم پوړ ته ور پورته شوم، تالار څهکم ډک شوی و، د پښتنو پوهانو ترڅنګ د دري ژبې پوهان هم حاضر وو، تالار ګرم معلومېده، پکي پهکې چلېدل، خو د هوا شیندلو ترڅنګ يې شور هم جوړ کړی و. ویاند غونډه پيل کړه او یو تن يې تلاوت کولو ته راوباله، تر تلاوت وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو فرهنګ (فرهنګ مردم) رئیس حافظ سیفالرحمن محمدي د پرانیستې وینا وکړه، د ژبو عالي شورا پر جوړښت او د کارغالي په موخې وغږېد، ویې ویل: “د ژبو عالي شورا کمېسیون د هېواد د ژبو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو په موخه رامنځته شوی، څو د هېواد د ملي او نورو ژبو لپاره یو شان لیکدودونه چمتو او ترتیب کړي.”
د خبرو په جریان کې په تالار کې له يوې ډلې سره، استاد معصوم هوتک راښکاره شو، د غونډې يوه سمبالګر هغه او انجنیر شېرشاه رشاد د سټېج مخکينۍ برخې ته رهنمايي کړل، وروسته هماغه شخص د غونډې له منځه اکاډمیسین سید محی الدين هاشمي، پوهاند دکتور محمد اسمعیل یون او پوهاند دکتور ابراهیم همکار هم راپورته کړل او مخینۍ برخه کې يې کښېنول.
بیا د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د ژبو پر اهمیت خبرې وکړې، ویې ویل چې د انسان غورهوالی په ژبې او علم پورې تړاو لري. اسلامي امارت د هېواد د ټولو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ژمن دی او په اسلامي نظام کې د ژبني، قومي، سمتي او مذهبي تعصب لپاره هېڅ ځای نشته. د اسلامي نظام دښمنان تل هڅه کوي د اختلافاتو په رامنځته کولو سره د هېواد خلک په بېلابېلو ډلو ووېشي، خو اسلامي امارت به دا ډول اقداماتو ته څوک پرېنهږدي. هغه د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې د هېواد د ژبو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره پوره همکارۍ وکړي. ټینګار يې وکړ چې په کارغالي کې دې هېڅ ډول شخصي او سمتي تمایلات نه پالل کيږي.
د سټېج مخامخ په لږ واټن کې د رسنیو د کمرو تر شا کمرهمینان او خبریالان ولاړ وو، طيبي صيب پرې غږ کړل: کښېنئ چې موږ یو بل سره ووینو.
نوموړي په غونډه کې د استاد هوتک پر حضور خوښي وښوده خو په همدې وخت کې د غونډې یوه تنظيموونکي يې په غوږ کې څه وویل چې په دې سره، طبيبي صیب د استاد یون نوم هم واخیست چې ښه ده، هغه هم دلته موجود دی.
بیا استاد معصوم هوتک ته د خبرو کولو بلنه ورکړل شوه. هغه په خپلو خبرو کې ګیله وکړه چې د ژبو عالي شورا له درېیو کلونو راهيسې فعالیت کوي، خو دی او د ځينو پوهنتونونو استادان يې ایله درې ورځې مخکې په موجودیت خبر شول، په کار وه چې په دې شورا کې د نورو پوهنتونونو استادانو هم غړیتوب درلودای. بیا يې د ورکشاپ په باره کې څرګنده کړه چې دی د مسودې په باب خاليالذهنه دی، نه پوهېږي چې په دې ورکشاپ کې يې حیثیت څه دی؟ چې کله دا معلوم شول، تر هغه وروسته به د چمتو کړې مسودې په باره کې خپل نظریات ونه سپموي.
د ژبو شورا نورو غړو هر یوه د کابل پوهنتون استاد پوهاند دکتور اجمل ښکلي، د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز رئیس څېړنپوه دکتور سيد نظيم سيدي، د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب رئیس مفتي محمد حلیم شاکر، د کابل پوهنتون استاد پوهاند روضت الله مجید د شورا پر جوړښت، فعالیتونو او هم د چمتو کړې مسودې په باره کې خبرې وکړې، څرګنده يې کړه چې د مسودې په اړه، هر ډول نظر څرګندول د ټولو غړو حق دی او نهايي کول يې د همدې کارغالي د ګډونوالو کار دی او هم به په پای کې پرېکړهلیک صادر شي او مسوده به د اسلامي امارت د مشرتابه تر تأييدي وروسته عملي کيږي.
څه کم دولس بجې وې چې ویاند ګډونوالو ته د غرمنۍ بلنه ورکړه او هم يې وویل چې د ماسپښين تر لمانځه وروسته په یوهنیمه بجه د پښتو برخې پوهان به په همدې تالار کې په ګروپونو کې سره ووېشل شي او د دري ژبې پوهان به په یوه بل تالار کې سره تنظيم شي.
پښتانه پوهان په پنځو کارډلو وېشل شوي وو چې د کارغالي سمبالوونکو ورته لومړی په خپله خوښه د کمېټې د مشر او مرستیال ټاکلو وړانديز وکړ او بیا د مسودې پر لومړي او دویم څپرکي د نظر څرګندولو لپاره چمتو کړې مسوده ووېشل شوه. البته د هرې کارډلې منشي د «فرهنګ مردم» ریاست کارکوونکي او د ژبو شورا غړي ټاکل شوي وو.
کړنلاره داسې وه چې هرې کارډلې مسوده لوسته، خپل نظرونه او ملاحظې د کمېټې د منشي لهخوا یاداښت کېدې او بیا همدا نظریات ډلمشر له علمي پلاوي سره شریکول او یو بل ته يې قناعت سره ورکاوه.
زه چې په کومه کمېټه کې وم، لومړۍ کارډله وه چې ګډونوالو يې مشري د هلمند پوهنتون استاد پوهندوی دکتور نوراحمد ایمل او مرستیالي يې ازاد لیکوال او د خوست ولایت اوسېدونکي نوراجان بهیر ته وسپارله.
د دې کارډلې نور غړي دا کسان وو:
3) پوهندوی یحیی همای له کابل پوهنتون څخه
4) پوهاند پښتون اقا شېرزاد له ښوونې او روزنې پوهنتون څخه
5) دادمحمد ناوک د ښوونې او روزنې پوهنتون څخه (نوموړی په کاري غونډو کې حاضر نه و)
6) څېړنپوه محمد آصف احمدزی له علومو اکاډمي څخه
7) پوهنوال مجتبی نایل له بغلان پوهنتون څخه
8)پوهنوال دوکتور سبحان الله شهاب د خوست له شیخ زاید پوهنتون څخه
9) پوهنمل دوکتور حمیدالله عمرخېل له بلخ پوهنتون څخه
10) سرمؤلف محمد یعقوب مومند د پوهنې وزارت له ښوونيز نصاب څخه
11) پوهنیار خلیل الله سروري له کندهار پوهنتون څخه
12) استاد سردار ولي پښتونزوی د ازاد لیکوال په توګه
13) نقیب الله ارمان د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکی (د کارډلې منشي).
د دویمې کارډلې غړي دا کسان وو:
1) پوهنوال شېرشاه رشاد له کندهار پوهنتون څخه (د کارډلې مشر)
2) څېړنپوه دوکتور رفیع الله نیازی له علومو اکاډمي څخه (د کارډلې مرستیال)
3) استاد محمد آصف صمیم د ازاد لیکوال په توګه
4) پوهندوی عزیزالرحمن حقیار له فاریاب پوهنتون څخه
5) څېړنپوه دوکتور عبدالظاهر شکيب له علومو اکاډمي څخه
6) څېړندوی خالد تکل له علومو اکاډمي څخه
7) څېړندوی محمد اتل انګار له علومو اکاډمي څخه
8)) پوهنوال عزت الله نورزی له کابل پوهنتون څخه
9) پوهنیار روح الله سروان له کابل پوهنتون څخه
10) پوهندوی حبیب الله پوپل له کندهار پوهنتون څخه
11) پوهنمل عبدالواحد ریحان له کندهار پوهنتون څخه
12) احمدشاه پاڅون
13) څېړنوال شریف الله سانېن له علومو اکاډمي څخه (د کارډلې منشي).
د درېيمې کارډلې غړي:
1) پوهندوی دوکتور رحمن الله قانع د ښوونې او روزنې له پوهنتون څخه (د کارډلې مشر)
2) پوهندوی عطاءالله محمدي له کندهار پوهنتون څخه (د کارډلې مرستیال)
3) پوهنمل تاج محمد رحيمي له پنجشېر پوهنتون څخه
4) پوهندوی عبدالسمیع وحدت له کابل پوهنتون څخه
5) څېړندوی محمد اسحاق مومند له علومو اکاډمي څخه
6) نوماند څېړندوی جاوېد آفتاب له علومو اکاډمي څخه
7) پوهندوی ګل رحمن رحماني له پروان پوهنتون څخه
استاد اسدالله ارماني له علامه رشاد اکاډمي څخه
9) معاون سرمؤلف جلات خان بړېڅ د پوهنې وزارت له ښوونيز نصاب څخه
10) معاون سرمؤلف عبدالولي کلمانی د پوهنې وزارت له ښوونيز نصاب څخه
11) فرید احمد اميري د پوهنې وزارت د علمي شورا ریاست څخه
12) عطاءالله تاج د آزاد لیکوال په توګه
د څلورمې کارډلې غړي:
1) دوکتور بیت الرحمن رودوال له ښوونې او روزنې پوهنتون څخه (د کارډلې مشر)
2) پوهنمل نذیر احمد رښتینی له هلمند پوهنتون څخه (د کارډلې مرستیال)
3) پوهندوی سید احمد قانع له کندهار پوهنتون څخه
4) پوهنیار محمد ادریس معصوم له کندهار پوهنتون څخه
5) پوهندوی محمد محتاج له کندهار پوهنتون څخه
6) پوهندوی ظاهرشاه زهیر له خوست پوهنتون څخه
7) اکاډمیسین سید محی الدین هاشمي له علومو اکاډمي څخه
(8) څېړنپوه دکتور عبدالقیوم مشواڼی له علومو اکاډمي څخه
9) څېړندوی ضیاءالحق سیند له علومو اکاډمي څخه.
10) مصطفی سمون د ازاد لیکوال په توګه.
11) پوهنیار محمد صدیق پتنګ له ښوونې او روزنې پوهنتون څخه
12) پوهنمل عارف الله حقپرست له پکتیا پوهنتون څخه
13) پوهنمل میوند بختیار له هرات پوهنتون څخه
14) صفت الله سروان له بست پوهنتون څخه
15) نصیراحمد حيدري د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکی (د کارډلې منشي).
د پنځمې کارډلې غړي:
1) پوهاند دوکتور محمد ابراهیم همکار له ننګرهار پوهنتون څخه (د کارډلې مشر)
2) پوهندوی محب الله ترابي له کابل پوهنتون څخه (د کارډلې مرستیال)
3) پوهنوال اسد وحيدي له کابل پوهنتون څخه
4) پوهنمل میرویس خالقیار له ننګرهار پوهنتون څخه
5) پوهندوی محمد عثمان څوليزی له بامیان پوهنتون څخه
6) څېړنوال دکتور نورالحبیب نثار له علومو اکاډمي څخه
7) څېړنوال دکتور محمد داؤد عربزی له علومو اکاډمي څخه
(8) څېړندوی شېرحسن کمالزی د ازاد لیکوال په توګه
9) نقیب عزيز له کندهار پوهنتون څخه
10) استاد محمد معصوم هوتک د ازاد لیکوال په توګه
11) پوهنمل نصیر احمد تأیید له کندهار پوهنتون څخه
12) استاد فرهاد داوري د ازاد لیکوال په توګه.
13) لعل الدین ملکزوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکی (د کارډلې منشي).
په لومړۍ ورځ کمېټو د مازيګر تر څلورو بجو پورې کار وکړ. بیا له ولایتونو راغلي مېلمانه په دهافغانانو کې «سپين زر» هوټل ته رهنمايي شول او کابلمېشتي هر يو په خپل لور روان شول.
د دوشنبې ورځ (د وږي ۲مه) سهار نهه بجې چې هر څوک په ټاکلو ځایونو کې سره کښېناستل او کار يې پيل کړ، په دویم او درېيم څپرکو بحثونه پيل شول.
اعلان وشو چې د کارډلو مشران دې د سټېج خواته د شورا له غړو او علمي پلاوي (پوهاند دکتور اجمل ښکلي، څېړنپوه دکتور سید نظيم سيدي، پوهاند دکتور جمشېد رشيدي، څېړنوال رحیم الله حریفال) سره د ناستې لپاره ورشي، دوی ورغلل او هر ډلمشر خپل نظریات له هغوی سره شریکول او دې چارې تر غرمنۍ دوام وکړ، خو کارډلو د خپلو مرستیالانو په مشرۍ د مسودې لوستلو او نظر څرګندولو ته دوام ورکړ. د ماسپښین تر لمانځه وروسته بيا همدې بحثونو ته دوام ورکړل شو.
د ورکشاپ د ځای انتخاب د ګډونوالو په نظر ښه نه برېښېده، ځکه کارځای یو څه تنګ، تشنابونه کم او هم جومات پهکې وړکی و.
د وږي ۳مه (د سهشنبې ورځ) هم، لکه د تېرې ورځې په څېر وه او د طرحې پر څلورم څپرکي بحثونه وشول.
ما په خپله کارډله کې د «همزې» لکه: مسؤول/ مسئول، مؤلف، اخفاء، رئیس، مؤذن، مؤسس پر لیکلو ټینګار وکړ چې په مسوده کې يې کره بڼه په همدې شکل درج شي، ځکه دا غږ «واو» نه دی، همزه دی او دا خپل تلفظ لري چې مراعتول يې اړین دی، خو نورو استدلال کاوه چې په پښتو کې «همزه» نه لوستل کېږي، نو لیکلو ته يې اړتیا نشته. بیا مې وړانديز وکړ چې په ځينو کلمو کې د «پېښ» پر ځای د «واو» کښلو ته ضرورت نشته، لکه: پوخلا (پخلا)، تورک (ترک)، توخم (تخم). دغهراز په هره کلمه کې د «کسرې» پرځای د «ي» له لیکلو سره مې همغږي نه لرله، لکه: پينځه (پنځه). که له دې او پورته وييونو سره (یا او واو) اضافه شي، په ژبه کې ګډوډۍ پېښوي. د «سوځېدل» کلمه په «ز» لیکلو سره هم همغږی نه وم، په کار ده چې په «ځ» ولیکل شي.
د وږي په ۴مه (د چهارشنبې ورځ) سهار مهال مې د دري ژبې تالار ته سر ور ښکاره کړ، څېړنپوه خیرمحمد حیدري سره کښېناستم، د هغه ځای د احوال پوښتنه مې چې وکړه، ویل يې چې زموږ [مشرانو] او د کشرانو استادانو په نظریاتو کې تفاوتونه موجود دي، بیا هم بحثونه ښه روان دي.
په همدې ورځ سهار د کارډلو مشرانو د خپلو کمېټو راپورونه او پايلې له علمي پلاوي سره شريکولې او دې کار تر ماسپښین پورې وخت ونیو. د ماسپښین تر لمانځه وروسته د غونډې د پایناستې لپاره ترتیب نیول کېده او اکثریت غړي په څوکیو منتظر ناست وو، انتظار تر درې بجو پورې ورسېده، کتل مو چې د نهايي پرېکړې پر سر د کندهار او شاوخوا ولایتونو استادان او استازي څه ملاحظات لري، له هغوی سره علمي پلاوی پر خبرو لګیا وو، د دواړو خواوو ترمنځ مذاکرات روان وو چې غونډه پیل شوه، د قرآنکریم تر تلاوت وروسته د «فرهنګ مردم» رئیس حافظ محمدي له ټولو مننه وکړه چې په دې کارغالي کې يې په حوصلهمندۍ ګډون وکړ. څرګنده يې کړه چې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او او راتلونکي کې به مسوده لا نوره بشپړوي. استاد روضت الله مجيد هم وغږېد او د دري ژبې اړوند ورکشاپ راپور يې وړاندې کړ چې په زياترو مسایلو سره هوکړې ته ورسېدل.
په ده پسې استاد معصوم هوتک خبرې وکړې، ويې ویل چې د پښتو لپاره اوسنی دغه خوځښت او هڅه پيلامه ده خو مزل لا مخکې ډېر دی. ده له چارواکو مننه وکړه چې په دې کارغالي کې يې د ده او د ملګرو حضور ممکن کړ، ويې ویل: «زه نابللی وم خو ثابته مې کړه چې موږ پښتو ژبې ته ژمن يو». نوموړي پر چمتو شوې طرحې نیوکه وکړه چې جامع او مانع نه ده، له ځینو برخو سره موافق او ځينو سره همغږي نه لري. د ژبو په عالي شورا کې ځان لیدل غواړي او یاده طرحه په مشروط ډول مني.
د اطلاعاتو او فرهنګ نشراتي معين مهاجر فراهي او د فرهنګ او هنر معین طيبي د ژبو پر ديني اړخونو بحث وکړ او د دې ورکشاپ د مجلسونو د دوام ژمنه يې وکړه.
پوهاند ښکلي بیا وویل، په مسوده کې چې ځينې بحثونه شوي، هغه «اختلافات» نه، بلکي توپيرونه دي او کوښښ کوي چې مسوده لا نوره غني شي.
په دې پسې استاد ګل رحمن رحماني «پښتو ژبې ته!» په عنوان دا شعر ديکليمه کړ:
زموږ هویت، زموږ غرور، زموږ نظر ده پښتو
هسکه ولاړه د ښکلا د غره په سر ده پښتو
دا د فطرت او عقیدې تانده ویانده ژبه
موږ ته شمله، موږ ته سنګر موږ ته ممبر ده ژبه
لکه د غره له دنګې څوکې را روانه چینه
هم د خیالونو او خوبونو سمندر ده پښتو
ګناه زما ده چې نړۍ سره مې سیاله نه کړه
کنه جوګه د رقابت په ډګر ده پښتو
«بابا ویل چا یې پلو له مخه پورته نه کړ»
رښتیا لا اوس هم انتظار د دې هنر ده پښتو
دا مرغلره باید ښکلې کړي د عصر امېل
د زمانې غږ، د وجدان شور، د دفتر ده پښتو
شکر چې ډېره موده وروسته یې بچیان را ټول شول
خو منتظره د یووالي د سفر ده پښتو
د کارغالي پرېکړهليک د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکي نقیب الله ارمان ولوست او هم يې د علمي پلاوي او کارډلو د ډلمشرانو نومونه واخیستل چې لاسلیکونه يې پرې کړي دي.
د غونډې په وروستیو کې د مسؤولینو لهخوا پر ګډونوالو ستاینلیکونه ووېشل شول. تر دعاء کولو وروسته حافظ محمدي اعلان وکړ چې مېلمانه کولی شي لاړ شي، خو ګډونوال دې پر خپلو ځایونو پاتې شي. بیا يې د هر ګډونوال نوم اخیست او سټېج ته يې غوښته، د کتابونو کڅوړه او دومره نغدې يې هر یوه ته ورکړې چې کارغالي ته د تګ راتګ لګښت يې پوره کاوه، خانهاش آباد.
د ۱۴۰۵هـ. ش کال د زمري ۵مه