Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه افغانستان کې د ۱۵۳۷ کیلومتره رېللارې د سروې او ډیزاین چارې...

په افغانستان کې د ۱۵۳۷ کیلومتره رېللارې د سروې او ډیزاین چارې روانې دي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د ټولګټو وزارت وايي، د افغانستان د رېللارو شبکې د پراختیا په هدف د هېواد په پنځو مهمو لارو کې د ۱۵۳۷ کیلومتره رېللارې د جوړولو لپاره د سروې او ډیزاین چارې روانې دي.

د دغه وزارت د ویاند محمد اشرف حق‌شناس په وینا، د دغو پروژو موخه د سیمې له هیوادونو سره په رېللارو د افغانستان د نښلونې او ترانزیټ پیاوړتیا، د اقتصادي ودې ملاتړ او د سیمه‌ییز ترانزیتي مرکز په توګه د افغانستان د ونډې پراخول دي.

نوموړي زیاته کړې چې د کورنیو مالي سرچینو ترڅنګ، د رېللارو د دغو پروژو د جوړولو لپاره د مالي سرچینو د برابرولو لپاره له سوداګریزو بانکونو، یو شمېر هېوادونو او لېواله پانګه‌والو سره هم خبرې روانې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي: «اوسمهال وزارت د تورغونډۍ–هرات، هرات–کندهار، کندهار–سپین بولدک، کابل–کندهار او اندخوی–شبرغان پر رېللارو، چې ۱۵۳۷ کیلومتره کېږي، د سروې او ډیزاین چارې ترسره کوي.»

د رېللارو د شبکې پراختیا کولی شي د لېږد رالېږد لګښتونه راکم کړي، سوداګرۍ او ترانزیټ ته وده ورکړي او افغانستان له سیمه‌ییزو بازارونو سره لا ښه ونښلوي.

حو څرګنده نه ده چې د طالبانو حکومت د دې هدف لپاره څومره مالي امکانات مومي. دا هم څرګنده نه ده چې د اسیايي بانک په شان مالي ادارې د افغانستان په شان هیواد ته، چې حکومت یې په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پېژندل شوی، پور ورکوي او که نه.

افغانستان اوس مهال شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره فعاله رېللار لري او د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف–هرات له لارو له ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره له دې لارې نښلول شوی دی. دا  رېللارې د سیمې هېوادونو ته او له هغو څخه د توکو د لېږد لپاره کارول کېږي.

1 COMMENT

  1. کور دې ودان احمدزی صاحب
    د اول ځل دپاره خبر شوم چې په دې ورکشاپ کې څه روان دي. سلامت اوسئ. د نورو معلوماتو او وروستۍ پرزکړې په اړه د معلوماتو هیله لرم.
    نور ولي خان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...