د استاد رښتین د خاطرو لړ
د ۱۳۶۹ کال د مني شپې او ورځې وې ، ځمکې زيړه جامه اغوستې وه او د پسرلي هجران يې ژاړه ، زه له استادې زرغونې زېور رښتین او خپلو څو تنو ټولګيوالو سره د استاد صدیق الله رښتین کور ته چې د کابل په څلورمه کارته کې و، لاړم، له ده سره مې دالومړى ځل ليده کاته وو. دده عکسونه مې ليدلي وو. دنګ او ښکلې سړى و، زما په ذهن کې لا هماغسې غوښن، تک سپین، دنګه پوزه، لوی مخ او ښکلی سړی انځور و، موږ په دې تلوسه کې وو چې اوس به هغه پر تن اباد، د ښکلي لیک خاوند او د پښتو غمخور استاد د کوټې پر وره را ننوځي، په همدې تلوسه کې وو چې یوه سپین ږیري عمر خوړلي سړي، امسا ټکوله، ورو ورو یې پل اخست، په کوټه را ننووت، استادې زرغونې وویل:
ـ دا دی ستاسې لوی استاد.
زړه مې کښ ولوېد، ما خو ویل چې زه به هغه استاد ګورم چې انځورونه مې یې کتلي وو، له ناروغۍ يې خبر نه وم. هغه غوښن، تک سپین لویه سټه استاد ناروغۍ ځپلی او له فصاحته غورځېدلى و. پر امسا په ډيرې خوارۍ ګرځېده، ليدو يې سخت خواشيني کړم. د زړه خواله مې ورسره وکړه، پوښتنه ګدنه شوه، را ته یې ویل:
ـ اوس ستاسې وخت دی چې ژبې ته کار وکړئ، موږ خو دومره وکړل چې له نشته مو یو څه شته کړل، اوس ستاسې وخت دی چې دې ژبې ته نور کار وکړئ.
له دغې لویې سټې سره مو تر ډېره په ادبي او ژبنیو مسایلو بحثونه وکړل، ستړی شو، خو موږ ته یې دا نه ویلې چې زه ستړی یم، ډېر زیات را ته خوشحاله و، شعرونه مو ورته وویل، خو ده دا یوه خبره ډېره تکراروله چې ژبه نثر ته ډېره اړتیا لري، نثر ډېر ولیکئ.
لوړ مازیګر و چې ترې رخصت مو واخست، د هغه زړه ډک و، خو حالاتو دومره ځپلی و چې دی یې خبرو ته نه پرېښوده.
له ده سره به مې ناستې ته تل زړه کېده، غوښتل مې چې تل یې زیارت وکړم، خو په کور کې ورسره دا وخت نارینه څوک نه و چې زیارت کوونکي تر کوټې ورولي. ده به را ته ویل:
ـ هر کله راشې، ستا په راتګ خوشحاله کېږم.
دویمه خاطره
رنځپلې نه ستړې کېدونکې امسا
دوه درې میاشتې مې د هغې امسا ټکاری و نه لید چې په کوټه به راننوت، لومړی غږ به یې دا و:
– دا ته چېرته یې؟د انځرګل در نه جوړ شوی، ډېر وخت وروسته راښکاره شوې. پوښتنه کوه، کله کله راځه.
غټې غټې سترګۍ یې له سترګو لرې کړې:
ـ کورکلي کې خیر و.
ـ ستاسې خیر غواړو.
هغه سره دوه درې میاشتې نه کتل، انځرګل و.
خدای شته زه به هم د امسا په دې ټکاري او غږ پسې خپه وم. خو د ژوندستړیا، بې روزګارۍ او تش لاس داسې په مخه کړی وم چې هر څه یې رانه تروړلي وو. وخت ناوخت به مې چې جېب خوله خلاصه کړه، نو ځان به مې د ژوند ددغې امسا او دمانا کوه طور زیارت کولو ته برابر کړ. دا ځل هم د ژوند ددغې لویې امسا د ټکا پر نه اورېدو او لیدو دوه درې میاشتې اوښتې وې، ځکه خو یې را ته د انځرګل ووایه.
دا داسې وخت و چې زه پر جلال اباد او د ژوند دغه امسا د پېښور په حیات آباد دېره و. یوه شپه مې په خوب ولیده، خوب کې یې هم رانه دا ګیله وکړه چې: یو ځل چې پسې ورک شې نو پسې ورک شې، کله کله پوښتنه کوه، له دې ګیلې سره جوخت له خوبه راويښ شوم.
د کوټې وره ته مې وکتل، بند و، شپه له نیمایي تېره وه، له ځان سره مې سوچ وکړ:
– اوس که نه ځې، نو څه وخت به ځې؟
سهار مې چې څنګه چای وڅښه، نو په څادر او څپلۍ مې ګوتې ووهلې. مور مې را وړاندې شوه:
– بیا دې لکه چې وزرونه وکړل؟
– ببۍ(مور)! د خپلې امسا زیارت ته ځم.
هغه پوهه شوه، ځکه ما به تل د ژوند ددغې امسا یادونه کوله. ببۍ به راته همدا یوه خبره کوله:
– د مشرانو دعاګانې اخله. بیا دا! دا خو ډېر پاک او سپېڅلي خلک دي.
رڼې اوبه یې راپسې وشیندلې او مخ په پېښور شوم. لاره کې مې د ژوند د دې امسا بېلابېل انځورونه ذهن ته راتلل، د زړه پردې یې نڅولې. کله ناکله به له ځان سره بوخت شوم:
– داسې به و نه شي چې سړی له خپل عمر نه یو څه عمر د ژوند دغې امسا ته وبښي؟ که د ده عمر لږ هم زیات شي، نو ژبې، قام او وطن ته یې ډېر خیر رسېږي، د ده دا یوه خبره مې ډېره خوښېده د خوشحال بابا په څېر یې په ښکاره نارې هلې چې خوله یې راکړه.
ده ته خدای پاک خوله د رښتیا ویلو لپاره ورکړې وه. حق او رښتیا ویل یې د ژوند سینګار و ، نو څنګه به یې رښتیا نه ویل؟ ښه مې یاد شي، یوه ورځ یې یوه جهادي رهبر ته مخامخ وویل:
– افغانستان هغه وخت وران شو چې پاکستان ورته ستاسې غوندې اوه رهبران جوړ کړل، اوه رهبران څه پکار، یوه څوکۍ او اوه رهبران!!
پر امسا یې تکیه ووهله، سترګې یې سرې سرې ورواړولې:
ـ افغانستان مو برباد کړ، یوې څوکۍ ته یې اووه کسان وګومارلئ. همدا ددې وطن د ورانۍ لوی عامل و، پاکستان په تاسې دا نخرې وکړې.
جهادي رهبر چې له ده سره له وړاندې مطبوعاتي ملګرتیا لرله، په پراخه سینه وویل:
ـ رښتین په رښتیا چې رښتین دی، رښتیا یې وویل.
د ده د ژوند ډېرې خبرې، خوږې شېبې او خاطرې ذهن ته راتلې، هغه زما د محصلۍ پر مهال د کابل لومړی دیدار، د تنظیم واکۍ پر مهال په ننګرهار کې شپې او ورځې، د وږمو بهیر خپرونې پیلغونډه چې پټۍ یې د ده په مبارکو لاسونو پرې شوه، بیا له سناتور اغا جان، استاد شپون، همداسې له مولوي محمد یونس خالص سره لیده کاته چې ځینې یې د ده په واسطه ما لیدلي وو، له ده سره په ګډه د هغوی په هوجرو او دېرو ګرځېدلی وم، یو یو مې مخې ته درېده، ددوی تر منځ صمیمیت او خوږ مجلس نه مې د ملګرتوب، حقپالنې، رښتیا ویلو، ملت جوړونې او وطنپالنې درسونه زده کول.
د ژوند دغې رپانده امسا چې یو عمر د خپلې ژبې او ادب خدمت ته شپې رڼې کړې وې، ویل به یې:
– د دوستانو پوښتنه پکار ده، دوست وایي هماغه ته چې یو د بل پوښتنه وکړي، دی که څه هم دا مهال رنځور و، د امسا په ټکاري به یې ځان ته لاره برابروله، خو ځان یې د خپلو یارانو لیدو کتو او مړي ژوندي ته رساوه.
د ۱۳۷۷ لمریز د لړم وروستۍ اونۍ تېر ماسپښین و چې په همدې سوچونو کې د حیات آباد سیمې ته ورسېدم. دا وخت زما پر مخ یو موټی توره وړۍ زرغونه وه، زوی یې په حیات آباد کې دا وداني تازه اخیستې وه. ما ته یې یو څه مزل را لنډ کړ، مخکې به یې لیدو ته د مردان تر بغدادې ورتلم. اوس چې په حیات آباد کې د ژوند دا امسا ټکېږي، نو دیدن ته یې مزل لنډ شوی دی.
ټالۍ مې ووهله، د پېښوریانو په ژبه د بېټک ور بېرته شو، سترګې مې په هغه وره پورې تړلې وې چې له کوره بېټک ته رامات و.
ټک ټک ټک …
زړه مې سم ورسره ټوپونه واخیستل. سا مې تازه شوه:
– همدا دی؟
دې سره ور رابېرته شو، د ژوند دغه لویه امسا او هستي په وره راننوته، له لیدو سره سم یې هماغه خبره راته وکړه:
– چېرته یې؟ بیا د انځرګل شوې.
ده ته د دوه درې میاشتو وړاندې پوښتنه ډېره وړاندې ښکارېده، ویل به یې:
– پوښتنه کوه.
زه د ده پر لاسونو ور پرېوتم، سر یې زما ښکل کړ، په بنده بنده ژبه یې را ته وویل:
– چېرته وې؟
– جلال آباد کې وم، استاده!
د کورکلي مړي ژوندي پوښتنه ږدنه یې وکړه، د وطن پر حالاتو ډېر خفه و، د زړه خواله یې وکړه، بیا یې ښی لاس وښوراوه. که ناروغه نه وای، نو په دې رهبرانو ګرځېدم چې تاسې له افغانستانه څه غواړئ، خو څه وکړم؟ زه د رنځ په بستر پروت یم او نور څوک شته نه دی!
دا هغه خبرې وې چې ده را ته په بار بار پکې له رهبرانو زړه خوړلی و، یوه شېبه په سوچ کې لاړ، سوړ اسویلی یې وایست، سر یې را پورته کړ:
ـ څه وکړم حالات مې زوروي، پرون شپه په لیکلو بوخت وم، خو دې حالاتو زورولم، که دا زور نه وای، نو ډېر څه به مې لیکلی وای، خو اوس هم ټکېږم، کله یو څه لیکم کله بل څه، دا ژبه لا هم غریبه ده، ډېر کار غواړي.
ما ور ته وویل :
– استاده! کاشکې دا عمر له یو انسان نه بل انسان ته انتقالېدای، نو موږ به یو څه عمر تاته در بخښلی وای.
هغه رانېغ شو، رپېدلي لاسونه یې وښورول:
– ستا عمر مې په تا پېرزو دی، تاسې دې خدای راته ژوندي لري. تاسې د دې وطن راتلونکي یاستئ، موږ باندې نوره تېره ده، ستا عمر ستا عمر دی، په تا مې پېرزو دی.
له دې خبرو وروسته یې وپوښتلم:
ـ اوس په څه بوخت یې؟
– استاده! زه خو لګیا یم، په همدې ولسي ادبیاتو کې ټکه پوکه کار کوم.
– دا خو دې ډېر ښه کار کړی. دا خو ما پخوا هم درته ویلي وو، فولکلور راټولول غواړي، فولکلور راټول شوی نه دی. د خلکو سینې او ذهنونه لا هم له دې لویې پانګې ډک دي، داد ژبې لویه زېرمه ده، دا راټول کړئ، دا دې نورو ته هم ووایه. ژبه په نثر شتمنه کېږي، نثر ته مخه کړئ، شاعري زیاته ده، خیر دی هغه هم کوئ، خو ډېر پکې ځان مه بوختوئ، ژبه په نثر پرمختګ کوي. نثر ته ملا وتړئ.
دا سپارښتنې یې هر وخت په خوله کې وې، دا خبره به یې کوله:
– موږ چې کله دې ډګر ته راغلو، پوهېږې، د ګوتو په شمار خلک وو، هېڅ شی نه و، اوبو راخستي وو، اخوا دېخوا مو لاسونه غورځول چې که د ژوند په سمندر کې پښتو ته یو څه بود کړو، اوس خو تاسې ته په مخکې زمونږ د بدن مرغلرې پرتې دي، لاره رڼه او هواره ده، خوشحاله څه ښه ویلي دي چې:
“ما خوشحال چې په پښتو کې شعر بیان کړ
د پښتو ژبه به اوس په اب و تاب شي”
پښتو ژبې حرکت وکړ، یو څه پکې پیدا شول، اوس یې تاسې د بډاینې هڅه وکړئ. موږ خو تر دې ځای پورې راورسوله.
لږه ساه یې واخسته، بیا یې اوسني نثر ته ګوته ونیوه:
ـ ګورئ! ژبه مه مصنوعي کوئ، ژبه همداسې طبیعي پرېږدئ. د خلکو په ژبه لیک وکړئ چې لیک مو خوږ شي او خلک یې ولولي. که د ژبې د سوچه کولو په نامه ګرانې کلمې راوړئ، نو نثر به مو څوک و نه ولولي، د نثر د خوږولو، زده کولو او روانولو لپاره طبیعي ژبه پکار ده. هغه ژبه پکار ده چې د خلکو وي.
دې برخه کې د مېرزاخان په باب هغه وینا مه هېروئ :
د مېرزا دیوان به ښه و ولې درېغه
په وحشي الفاظو ده کړ ویران شعر
تر ماسخوتنه ورسره ناست وم، ټولې خبرې یې د ژبې د پرمختګ، موږ ته د لارښوونو او سپارښتنو وې. په دا منځ کې یې راته وویل:
– رښتیا هغه د ننګرهار سفرنامه مو چې ما ته راوړه، هغه هم چاپوو. هغه ښه وو، پیدا شوه، زما په کتابتون کې وه. تا او صمیم صاحب خیر اوسئ چې هغه مو را پیدا کړه او ما ته مو راوړه، هغه خو په کارته چهار کې چې زموږ کور و، هغه ولوټل شو، لوټمارانو زما کتابونه هم لوټ کړه، نو را نه ورکه وه.
دا وخت (۱۳۷۱ ـ ۱۳۷۶) د کابل ځمکه تنظیمونو سره تبۍ ګرځولې وه، تورې لوخړې پر شنه اسمان ګرځېدې، موزیمونه، کتابتونونه، کورونه او… تالا ترغۍ او لولپه شول، کتابپلورنکو به له کابله جلال آباد ته چې د ژوند ساه پکې اخستل کېده، کتابونه را ایستل او پلور ته به یې د مخابراتو واټ پر پلیو لارو څادرونه غوړولي وو، زه او استاد محمد آصف صمیم به هر وخت پرې ګرځېدو، له ورځو نه یوه ورځ د استاد سترګې د کتابونو په منځ کې په یوه زړه کتابچه ولګېدې، راپورته یې کړه، اخوا دېخوا یې واړوله راواړوله، ویل یې:
– دا خو د استاد رښتین ښکاري.
د لومړي مخ پاڼه یې نه وه، یونلیک له سریزې پیل شوی و. استاد پرې سمدستي جېب وشینده، کله مو دغه یونلیک لوی استاد ته ور وړ، هغه ورته ډېر وغوړېده. ویل یې:
– ما خو د هند سفرنامه هم لیکلې، د ننګرهار مې هم لیکلې. نورې مې هم همداسې لیکلي.
– هو هو استاده! ما کابل مجله کې لوستي او پیدا کړي مې دي.
– هو، ما ولیدل، تاد خپلې څېړنې په فهرست کې را اخستې دي.
ـ استاده! دا خو دا ډېرې زیاتې دي.
– بالکل، زه به چې چرته لاړم، غلی به نه کېناستم، که په سفر کې به هم وم، نو خامخا به مې هم یو څه لیکل.
– استاده تاسو په موسېقۍ هم (د ژوند سندره) په نامه یو کتاب لیکلی و.
– هو هغه هم د سفر په ترڅ کې زما د معلومات او فکر یوه نتیجه ده، د عربي یو کتاب مخې ته راغی، هغه مې لوسته، پښتو کې دا وخت دا برخه هم خواره وه، نو دې تشې ته مې پام شو او دغه کتاب مې برابر کړ.
خبرې ډېرې وشوې، بیا مې د خپل څېړنیز کار ( د پوهاند رښتین ژوند هنداره) په باب ور ته وویل:
– استاده ما خو چې ستاسې په ژوند او کارونو کومه څېړنه پیل کړې وه، هغه مې څه ناڅه بشپړه کړې ده، خو یو ځل بیا د کابل کتابتونو ته تګ غواړي، ډېر څه دي چې هغه لا په بېلابېلو کلکسونونو کې پټ دي، را برسېرول او شنل شي.
هغه زنه په ګوتو کې را ټوله کړه:
– ښه به شي، هغه ستا کار خو ما یو څه لیدلی و، تا ډېره خواري کړې ده، زما ډېرې لیکنې دې معرفي کړي، خو ځینې نورې هم شته، کوښښ وکړه چې نور کلکسونونه هم وګورې.
– کابل ته ځم او چې لاړم عامه کتابتون ته حتمي سر ورښکاره کوم.
– د کابل وضعیت ډېر ښه نه دی،په ځان پام کوه.
– استاد! اوس وضعیت ښه دی، ډزې نه شته، جګړه نه شته، همدومره ده چې فقر دی.
– هو نو فقر او غریبي خو په ټول وطن خوره ده.
له دغې لویې اروا او رنځپلې نه ستړې کېدونکې امسا سره خداي پاماني ګرانه وه، خو شپې نور د ناستې اجازه نه راکوله، نږدې ماښام و چې رخصت مې ترې واخیست. په تلو تلو کې یې را باندې بیا غږ وکړ:
– بیا څه وخت راځې؟
– یو څو ورځې همدلته یم، بیا دې پوښتنه کوم.
په دې کې یو څو ورځې تېرې شوې، بله ورځ مې بیا د ژوند د دې امسا ټکاری د ذهن او زړه پر پردو سیوری وکړ، حیات آباد ته ورغلم. ټالۍ مې ووهله، دا ځل مې له تړلې دروازې اخوا دا غږ تر غوږ شو:
– استاد روغتون ته وړل شوی.
– ولې؟ خدای پاک دې خیر پېښ کړي.
– یو څه ناروغه و، هلته یې بستر کړ.
– کوم روغتون کې؟
ـ په لیډي ریډېنګ کې، هغه په خیبر بازار کې چې دی.
له دغه ځایه نېغ روغتون ته لاړم.
د قصه خوانۍ په تنګه کوڅه کې خیبر لیډي ریډېنګ روغتون وره ته چې مخامخ یې د سرو زرو کوڅه ده، ورسېدم. اخوا دېخوا مې کتل چې کوم بلدي کس راپیدا کړم. بلدي کس پیدا نه شو، پوښتنه ږدنه مې وکړه، بالاخره د همدې روغتون په لاندې پوړ کې کیڼې ډډې ته یوه کوټه چا راوښوده، راته ویې ویل چې دا ډول ناروغان دلته راوړي.
په پوښتنه ه او پلټنه مې د ژوند دغه لویه رنځوره امسا په یوې ځانګړې کوټه کې پیدا کړه. دا وخت په کټ غځېدلی و، کله یې چې پر ما سترګې ولګېدې، نو راټول کېناست او دستي یې را ته خپل حال ووایه:
– ته چې لاړې، په سبا شپه دغسې ناروغه شوم، دوی راوستم.
د چپرکټ سر ته زما د لېسانس، ماسترۍ او دوکتورا استاده زرغونه رښتین زېور ولاړه وه، هغې یې پالنه کوله. زه د چپرکټ سر ته پر یوې څوکۍ کېناستم. ده په همدې بستر کې په رپېدلو ګوتو یو څه لیکلي وو، هغه یې راته راکړل او راته ویې ویل:
– دا در واخله، دا مې د خپل ژوند یو څه یادښتونه لیکلي، دا به ستا په درد وخوري.
اوږده شېبه په چپرکټ کې راټول کېناست، هغه لویه اروا، هغه لوی انسان د ژوند هغه لویه امسا نن رنځورۍ ډېره راټوله کړې وه، ما به کله دده په رپېدلو ګوتو لیکل شویو تورو کرښو ته کتل او کله به مې دده مخ ته. دی لا هم په تصور کې ډوب و، د خپلو یارانو دوستانو پوښتنې ته روان و، ښایسته شېبه ورسره کېناستم. ما وې داسې نه چې زما خبرې ورباندې وغمېږي، نو ور ته مې وویل:
– اجازه ده چې زه لاړ شم؟
هغه ښی لاس وښوراوه:
– لاړ به شې، یوه شېبه کېنه.
– ماوې هسې نه چې زما ناسته درباندې وغمېږي.
– کېنه، ایله مې د خبرو سړی پیدا کړ، بې له دې هم په رغتون کې یم.
ـ خادم صاحب ورته ناروغتون وایه.
موسکی شو:
ـ خادم صاحب خو زورور سړی و، خپله خبره یې کوله. هغه ویل:
– دا د ناروغانو ځای دی، خو موږ ور ته ویل چې دا د روغو ځای هم دی.
استادې زرغونې ویل:
– ډاکټرانو ویلي چې دی ډېر مه کېنوئ او خبرې هم ورسره کمې کوئ. نن یې تا سره ډېرې خبرې وکړې، تا سره یې ډېره جوړه ده.
ـ زه ځان ډېر بختور ګڼم چې د دغه لوی انسان په زمانه کې یم او دی ګورم.
بختور هغه انسانان دي چې د لویو خلکو د خبرو تر سیوري لاندې ګرځي. د دوی خبرې دعا او شفا ده. دا ځل د ژوند د دغې رنځورې امسا ټکاری تت و، امسا د چپرکټ سرته بېنوا ولاړه وه، هغه موټی یې څاره چې پر دې یې د حرکت غږ کاوه ، خو دا ځل دا غږ تت و.
تېر مازیګر و، لاسونه مې یې ښکل کړل او دعا مې ترې واخیسته.
– زه کابل ته ځم او په هغه کتاب کار کوم.
سر یې راپورته کړ:
– ښه، ویې لیکه. خلاص یې که، شابسې، په خدای مې سپارلی یې.
په تلو تلو کې یې بیا را باندې غږ وکړ:
ـ په ځان ډېر پام کوه.
نور یې نو سر په بالښت کېښود …
ما څو شپې په کور کې وکړې او بالاخره مې ځان کابل ته ورساوه. د ساړه ژمي څله رالوتې وه، زه په عامه کتابتون او اکاډمۍ کتابتون کې د مجلو او بېلابېلو کتابونو په لټون پسې ورک وم، ګردونه مې ترې څنډل، له ځانه سره به مې یو جوړ اضافي جامې وړولې، هلته به مې له مجلو او اخبارونو نه د ګردونو د څنډلو لپاره بدلولې.
یوه ورځ ( د ۱۳۷۷ د تلې شپږمه ) له کتابتونه راووتم، نږدې ماښام و، د ده افغانانو باد مې غوږونه له ځان سره وړل، ارواښاد سید امین مجاهد په مخه راغی:
– چېرته، له خیره؟
– له کتابتونه راووتم او کارته پروان ته ځم.
– دا ساړه ګوره او کارته پروان ګوره.
– بس خو همالته مې دېره ده.
ـ راځه ما سره مکرویانو ته لاړ شه.
ـ مننه چې ست دې وکړ، مکرویان د مېلمه ځای نه دی.
ـ دا خو ده، خو سترګې پخپلو بڼو نه درنېږي.
ستا به ستونزه نه وي، خو مېلمه ته ستونزه ده.
ـ مېلمه دې ګوزاره کوي.
ـ د استاد زیار خبره به درته وکړم، یو وخت یې ورور ورکره راغلی و، هغه ته یې له ډوډۍ خوراکه وروسته ویلي وو، ډوډۍ دې وخوړه، چای دې وڅښه، نور نو سره له مېلمه دې شپې تېرولو ته بل ځای لاړ شه، دا کور د مېلمه لپاره نه دی.
مجاهد په کړس کړس وخندل:
ـ هغه رښتیا ویلي وو، د مکروریانو یو تشناب او کوټې د مېلمه پالنې نه دي.
بیا یې وپوښتلم:
په دا کړنګه څله او دې ناوخته کې دې کتابتون کې څه کول؟
ـ د استاد رښتین اثار مې پکې پلټل او مطالعه کول.
دې خبرې سره جوخت یې را ته وویل:
– خبر یې؟
– څه شي نه؟
– استاد رښتین په حق رسېدلی.
– دا څه وی؟
هو. تا لکه چې بي بي سي نه ده اورېدې؟
دا وخت د خبر بله وسیله نه وه، بي بي سي تر ټولو اسانه او ژر خبرونکې وه، ځمکه را باندې سره تبۍ شوه، خدایزده چې له مجاهده به مې مخه څنګه اخستې وي، خو په زنګېدلو قدمونو مې ځان موټر ته ورساوه.
د هغې لویې اروا د امسا ټکاری مې تر غوږ غوږ کېده، په موټر کې ګڼه ګوڼه او تورتم زیات و، پټي پټې مې ډېرې سلګۍ ووهلې، د سر ایښود ځای مې نه و، په څنګ کې ناست کس را باندې پوه شو، خو ما ځان را ټول کړ، ساړه اسویلي مې دا جمله له خولې وایسته: هغه د ژوند امسا هم راولوېده، هغه لوی غر هم رانسکور شو، کاش چې ژر ترې نه وای راغلی، وروستی دیدن مې هم نصیب نه شو، زه چې روغتون ته ورغلم، نو مرګنی خو نه ښکارېده، خو بس …
که زه خبر وای چې بېلتون دی
ما به جانان تر بڼو لاندې ګرځونه
تر کارته پروانه پر ځان پوه شوی نه یم، د ژوند د دغې رنځورې امسا ټکاری مې په غوږ کې و، یوه یوه خاطره یې رایادېده، هغه پاڼې مې رابرسېره کړې چې د ده په باب مې لیکلې وې.
بیا د حضرت صبغت الله مجددي هغه خبرې تر غوږ شوې چې دده پر جنازه یې کړې وې :
پوهاند رښتین په داسې وخت کې له موږ نه رخصت اخلي چې شا ته مو دښوونځیو او پوهنځیو ورونه تړلي او بیا پوهاند رښتین نه زېږوي.
دا خبرې ویښونکې او پارونکې وې، جذبې او ولولې یې راپارولې. رښتین د ژوند کولو لاره په تورو ټکو وښوده او د ژوند سندرې یې را ته ښودلې، خو داسې وخت راغی چې د هغه له سندریزې ژبې سره لمبه تاوه شوه.
دده د کتابونو او لیکنو فهرست مې مخې ته کېښود، تر شاوخوا سلو کتابونه او همداسې په لسګونه مقالو مې سترګې ښکل کړې. ټوله شپه مې د ده له لیکنو او کتابونو سره خبرې کولې، په دې نیت مې سترغلي درانه او باڼه په سترګو راخواره شوو، که ګوندې ددغې لویې سټې او د افغان وطن د ژوند امسا په خوب کې راشي او دیدن یې وکړم!
بختور هغه خلک دي چې په خوب کې هم له خپلو لویو هستیو سره لیده کاته کوي او د هغوی له خبرو برخمن کېږي.