تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۵ مه) د سرو او سپینو زرو له سکو څخه نیولې تر کاغذي پیسو او بیا تر هغو بانکي حسابونو پورې چې نن ورځ یوازې د ګوتې په یوه لمس لېږدول کېږي، د پیسو بڼه د تاریخ په اوږدو کې بدله شوې ده. خو د پیسو یوه بله کیسه هم شته چې ډیر توپیر لري. دا کیسه د ارام سمندر په لوېدیځه برخه کې د یاب (Yap) په نوم ټاپو سره تړاو لري. په دغه ټاپو کې به ځمکې د ډبرو په بدل کې اخیستل کېدې او ودونه به هم د ډبرو په ورکړه ترسره کېدل. داسې چې یوه ستره ډبرینه کړۍ به د ځمکې د بیې په توګه ورکول کېده، خو د معاملې د بشپړېدو لپاره به یې له خپل ځای څخه خوځولو ته هم اړتیا نه وه.
د یاب اوسېدونکو به د هرې ډبرې ځانګړې کیسه پېژندله او د هغو کسانو نومونه به یې په یاد وو چې ډبرې یې له سمندر څخه راوړې وې او وروسته د چا ملکیت شوې وې. کله به چې د ډبرې د پلور شاهدان شول، نو نوي مالک به یې د خپل ملکیت په توګه کارولی شوای، پرته له دې چې یوه لوېشت یې هم له خپل ځایه وخوځوي.
د دغو پیسو په اړه یوه په زړه پورې کیسه د هغې ډبرینې کړۍ ده چې ټاپو ته تر رسېدو مخکې په سمندر کې د توپان له امله ډوبه شوه. هغه کسان چې ډبره یې لېږدوله، بېرته ټاپو ته راستانه شول او د هغې د لویوالي او کیفیت په اړه یې خلکو ته معلومات ورکړل. په دې توګه، یوه کورنۍ دغه ډبره له یوه نسل څخه بل نسل ته په میراث پرېښوده او د خپلې شتمنۍ برخه یې ګڼله، په داسې حال کې چې ډبره د سمندر په تل کې پرته وه.
یاب د ارام سمندر د کارولین ټاپوګانو په لوېدیځه څنډه کې موقعیت لري. د دغه ټاپو دودیزې پیسې رای (Rai) یا فای (Fei) نومېږي. دا د چونې له ډبرو څخه جوړې شوې سترې کړۍ دي چې په منځ کې یې سوری وي. د «نیومانو» وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، دا ډبرې د ټاپو د خلکو د دودیزې راکړې ورکړې وسیله وه.
کوچنۍ ډبرینې کړۍ د یوه ګاډي د څرخ په اندازه وې، خو د لویو ډبرو قطر تر درېیو مترو اوړي او وزن یې له څلورو ټنو څخه هم زیات وي. د یاب خلکو به له دغو ډبرو څخه د ځمکو د اخیستلو، ودونو د ترسره کولو او د تاوان یا فدیې د ورکړې لپاره کار اخیست.
د سمندر له لارې اوږد سفر
په یاب ټاپو کې هغه ډبرې نه پیدا کېږي چې د پیسو په توګه ترې کار اخیستل کېده. د دغه ټاپو د خلکو د روایتونو له مخې، سلګونه کاله مخکې د اناګومانګ (Anagumang) په نوم یو کس د پالاو (Palau) ټاپوګانو پر لور سمندري سفر وکړ. دغه ټاپوګان د یاب په سوېل لوېدیځ کې څه باندې ۴۰۰ کیلومتره لرې پرتې دي.
هلته یې په غارونو کې د بلورین کلسایټ ځلانده ډبرې وموندلې. د یوې افسانې له مخې، لومړنۍ ډبرې د کبانو، لړمانو او شمشتو په بڼه تراشل شوې وې، خو وروسته د بشپړې سپوږمۍ بڼه غوره شوه او په منځ کې یې سوری جوړ کړ.
د یاب خلکو به د پالاو په ډبرینو کانونو کې د ډبرو او صدفونو له لومړنیو وسایلو څخه په ګټې اخیستنې، دغه کړۍ تراشلې. په هر سفر کې به لسګونه کسانو برخه اخیسته او د ټاپو د یوه مشر له اجازې وروسته به روانېدل. دغه سفرونه به کله څو میاشتې او کله څو کاله وخت نیوه.
هغوی باید لومړی ډبره له غره څخه راایستلې وای، بیا یې تراشلې او سمندر ته یې ښکته کړې وای. وروسته به یې د بېړیو په وسیله د سلګونو کیلومترو په اوږدو کې بېرته ټاپو ته راوړله. ډېر ځله به سمندر ډبره او کله ناکله د هغې د لېږدولو پر مهال انسانان هم له ځان سره ډوب کړل.
مالکیت بدلېده، خو ډبره پر خپل ځای پاتې کېده
کله به چې د یوې لویې ډبرې مالک بدلېده، نو چا به یې د لېږدولو هڅه نه کوله. تر ټولو ارزښتناکې ډبرې به کلونه، ان نسلونه، په یوه ځای کې پرتې وې؛ د یوه مشر د کور مخې ته، د لارې پر غاړه یا د کلي په یوه میدان کې.
د ډبرې مالکیت به په عامه توګه د اعلان له لارې لېږدول کېده. که یوې کورنۍ د ځمکې د اخیستلو په بدل کې یوه ډبره ورکوله، معامله به د شاهدانو په حضور کې ترسره کېده. دغه معامله به د ډبرې د تاریخ برخه ګرځېده او د ټاپو ټول خلک به ترې خبر وو.
یوازې د ډبرې اندازه د هغې د ارزښت ټاکلو معیار نه و، بلکې د هغې تاریخ او مخینې هم ډېر اهمیت درلود. د بېلګې په توګه، هغه ډبره چې یوه مشهور سمندري سفرکوونکي راوړې وه، د ورته اندازې له بلې ډبرې څخه به یې ډېر ارزښت درلود. که د ډبرې د لېږدولو پر مهال به ځینو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، نو د هغې ارزښت او مقام به لا لوړ شوی و.
د سمندر په تل کې پرته شتمني
په ۱۹۰۳ کال کې، امریکايي انټروپولیجیسټ ویلیام هنري فورنس څو میاشتې په یاب ټاپو کې تېرې کړې. وروسته یې په ۱۹۱۰ کال کې د « د ډبرو د پیسو ټاپو» په نوم کتاب خپور کړ. په دغه کتاب کې یې یوه داسې کیسه ثبت کړې چې د اقتصادپوهانو پام یې ځان ته واړاوه.
دا کیسه داسې ده چې فورنس ته هلته یو چا چې د ده ملګری شوی و، ویلي و چې په یوه ګاونډي کلي کې یوه کورنۍ دومره شتمني لري چې هېڅوک یې په اړه شک نه لري، خو هېچا هم دغه شتمني په خپلو سترګو نه ده لیدلې. دا شتمني یوه ډېره لویه «فای» ډبرینه کړۍ وه چې له څو نسلونو راهیسې د سمندر په تل کې پرته وه.
د دغې کورنۍ یو نیکه له پالاو څخه د ډبرې د راوړلو پر مهال له توپان سره مخامخ شو. د دې لپاره چې د بېړۍ سپاره کسان خپل ژوند وژغوري، اړ شول چې هغه رسۍ پرې کړي چې ډبره یې له بېړۍ سره تړلې وه. په دې توګه ډبره په سمندر کې ډوبه شوه. کله چې کسان ټاپو ته ورسېدل، د ټولو خلکو په وړاندې یې د ډبرې د لویوالي او لوړ کیفیت شاهدي ورکړه.
د کلي خلکو د هغوی خبره ومنله او د ډبرې ډوبېدل یې یوه کوچنۍ پېښه وګڼله چې د هغې پر ارزښت یې اغېز نه درلود. ځکه ډبره د ټاپو په ساحل کې د سمندر په تل کې پرته وه او د دود له مخې په سمه توګه تراشل شوې وه.
فورنس لیکي چې د دغې ډبرې د پېرلو ځواک او ارزښت هماغسې پاتې و، لکه څنګه چې د مالک د کور دیوال ته څېرمه پرته وای.
کپتان اوکیف او د پیسو پړسوب
په ۱۸۷۱ کال کې د امریکايي سوداګر ډیویډ اوکیف بېړۍ د یاب ټاپو ته نژدې له یوې پېښې سره مخامخ شوه. د ټاپو خلکو هغه وژغوره او نوموړي پرېکړه وکړه چې هلته پاتې شي او شتمني ترلاسه کړي. د کوپرۍ او سمندري بادرنګو د سوداګرۍ کاروبار یې روان شو.
وروسته یې د شتمنۍ د ترلاسه کولو یوه بله لاره وموندله. هغه له خپلو بېړیو او اوسپنیزو وسایلو څخه په ګټې اخیستنې، له پالاو څخه داسې لویې ډبرې راوړې چې تر هغه مخکې هېڅ کښتۍ نه وې لېږدولې. بیا به یې دغه ډبرې له کوپرۍ سره تبادله کولې.
د یاب خلکو دا معامله ومنله، خو نوو راوړل شویو ډبرو ته یې د پخوانیو ډبرو په پرتله لږ ارزښت ورکړ. د دې لامل دا و چې نوې ډبرې له هغو اوږدو سمندري سفرونو او میاشتو میاشتو کار پرته راوړل شوې وې او په دې لاره کې چا خپل ژوند هم نه و بایللی. په دې توګه، د یاب ټاپو خلکو د پیسو پړسوب (Inflation) په خپله دودیزه طریقه تجربه کړ.
پر ډبره تور نښان
په ۱۸۹۹ کال کې هسپانیا د کارولین ټاپوګان په جرمني وپلورل. د جرمني استعماري ادارې د ټاپو مشرانو ته امر وکړ چې د ډبرو فرش شوې لارې ورغوي. خو هغوی دغه امر له پامه وغورځاوه، ځکه د دوی په اند لارې له وړاندې سمې او د تګ راتګ وړ وې.
استعماري ادارې یو استازی ورولېږه چې د «فای» پر تر ټولو ارزښتناکو ډبرو یې په تور رنګ د صلیب نخښه رسم کړه. دا نښه په دې معنا وه چې ډبرې د حکومت په ګټه ضبط شوې دي. په دې ډول، جرمني د ټاپو د خلکو شتمني په خپل لاس کې واخیسته، پرته له دې چې یوه ډبره هم له خپل ځایه وخوځوي.
د روایت له مخې، د ټاپو خلکو وروسته ټولې لارې له سره تر پایه ورغولې. کله چې دا کار بشپړ شو، استعماري ادارې تورې نخښې پاکې کړې او د خلکو جریمه یې ادا شوې وګڼله.
اصلي ضمانت باور دی
د یاب ټاپو تجربه د جدي پاملرنې وړ ده. د دغه ټاپو خلکو د حساب او کتاب داسې یو نظام درلود چې د ټولنې په ګډه حافظه کې ساتل کېده. د هر وګړي شتمني به د شفاهي ثبت په بڼه پېژندل کېده او شاهدانو به یې د مالکیت د سموالي پخلی کاوه.
دوو څېړونکو دغه نظام د بټکوین (Bitcoin) د ډیجیټلي پیسو له لومړني نظام سره پرتله کړی دی. یا یې داسې نظام بللی چې د برېښنا له کارولو پرته د بلاکچېن (Blockchain) په څېر فعالیت کوي. ځکه په بانکي حساب کې ثبت شوې پیسې هم په اصل کې هغه حسابي شمېرې دي چې بانک یې اعتبار مني، نه د کاغذي پیسو په حساب.
د یاب خلکو د خپلې ټولنې پر ګډې حافظې باور درلود، خو موږ نن پر بانکونو، دولتونو او کمپیوټري سرورونو باور کوو. وسیله بدله شوې، خو د مالکیت په اړه د خلکو ګډ باور لا هم د راکړې ورکړې بنسټ جوړوي.
تر نن ورځې پورې هم دغه ډبرې پر خپلو پخوانیو ځایونو پرتې دي. شاوخوا شپږ زره سترې ډبرینې کړۍ د کورونو مخې ته او د لارو پر غاړو لیدل کېږي. ان د دغو ډبرو انځورونه د ټاپو د موټرو پر نمبرپلېټونو هم لیدل کېږي، ځکه د ټاپو د هویت یوه برخه ګڼل کېږي.
د نویو ډبرو د ایستلو لړۍ بنده شوې، خو پخوانۍ ډبرې لا هم د کورنیو ترمنځ لېږدول کېږي. په دودیزو ودونو او تړونونو کې ترې کار اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې د دوکانونو په سوداګرۍ کې امریکايي ډالر کارول کېږي.
کله چې د یاب ټاپو یو اوسېدونکی د یوې داسې ډبرې خواته اشاره کوي چې پر مخ یې شنه خزه راشنه شوې وي، نو هغه یوازې یوې ډبرې ته نه، بلکې یوې داسې کیسې ته اشاره کوي چې سترګې یې نه شي لیدلی. دا د هغه چا کیسه ده چې ډبره یې راوړې، د هغه چا چې د هغې بیه یې ورکړې او د هغو خلکو کیسه ده چې په ګډه یې د هغې پر ارزښت باور کړی دی.
ځکه د پیسو په ماهیت کې، هر څه چې بڼه یې وي، همدا ګډ باور او د مالکیت په اړه د خلکو ګډه مننه او منل د پیسو اصلي جوهر جوړوي.