Home+استعاره (Metaphore) | انورالله حمیدزوی

استعاره (Metaphore) | انورالله حمیدزوی

په لغت کې د پور غوښتلو ته وایي. په اصطلاح کې یوه کلیمه د بلې کلمې پر ځای کارېدنې ته، په دې شرط چې ترمنځ یې تشبیهي وصف موجود وي؛ استعاره وایي. استعاره له تشبیې څخه هم ترلاسه کېدای شي، یانې کله چې تشبیه را لنډه کړو، ادات، مشترکه اړیکه او مشبه ترې حذف کړو، بالاخره مشبه به د مشبه له ځینو ځانگړنو سره یو ځای پاتې شي، په استعاره بدلېږي.

د بیلگې په ډول.

  • هغه د سروې په څېر دنگه وه روانه په ناز.
  • سروه روانه وه په ناز و ادا.

لومړۍ جمله کې د تشبیې ټول ارکان موجود دي، یانې «هغه» له «سروې» سره تشبیه شوې ده. «دنگوالی» یې ترمنځ د ورته والي اړیکه ده. «په څېر» د تشبیې توری یا هم ادات دی. مالومېږي چې دا مرسله تشبیه ده، ځکه چې ترمنځ یې تشبیهي اړیکه موجوده ده.

په دویمه جمله کې نه مشبه شته، نه مشترک وصف او نه هم د تشبیې توري. یوازې مشبه به د مشبه(هغې) له ځینو ځانگړنو سره پاتې شوې ده. ځکه نو په لومړۍ جمله کې تشبیه او په دویمه جمله کې استعاره موجوده ده. دویمه جمله کې یوه نښه شته چې موږ د سروې (ناز، تگ و ادا) ته متوجه کوي، دا نښه قرینه ده.

استعاره د تشبیې د لنډوالي نوم ده. په تشبیې کې مو د یو چا قد د سروې په څېر گڼلو چې مبالغه ده، خو په استعارې کې د مبالغې او خیال ونډه نوره هم ډېره ده، یو څوک له سروې سره ورته کوو نه، بلکې یو چاته سروه وایو.

په ټولنیز ژوند کې خلک د اړتیا پر مهال له خلکو پور غواړي، خو په هنري ژوند کې د ذوق او هنري اړتیاوو د پوره کولو لپاره شاعر د تخیل په مرسته له ځینو شیانو څخه ځینو نورو ته بېلابېلې ځانگړنې را پوروي؛ دلته هم شاعر د تخیل او ژور فکر په واسطه له سروې څخه قد را اخلي او خپل معشوق ته یې په پور ورکوي، دلته «سروې» ته مستعار منه( پور ورکوونکې) «معشوق» ته مستعار له( پور اخېستوونکی) ویلی شو او د دوی دواړو ترمنځ اړیکې (پور) ته گډه اړیکه ویلی شو.

د استعارې دوه مهم ډولونه دي؛

  1. مصرحه استعاره: په دې استعارې کې مشبه به (مستعار منه) د مشبه (مستعار له) له ځینو ځانگړنو یانې قرینو سره یو ځای وي، لکه:

بلا دې واخلمه په اوښکو د لمدو نرگسو

په دې نیم بیتي کې سترگې له نرگس سره ورته شوي دي. نرگس مشبه به دی، سترگې مشبه دي، د دوی ترمنځ اوښکې ځانگړنه یا هم قرینه ده.

دا استعاره بیا په درې ډوله ده.

۱- مجرده مصرحه استعاره ( مشبه به + د مشبه ځانگړنې)؛ سالک صاحب وایي:

څنگه محشر نشي دنیا په بله نشي چپه

له تورو سترگو نه یې ستوري دم په دم پرېوزي

دلته له تورو سترگو ستوري پرېوتل استعاره ده. اوښکې له ستورو سره ورته شوي دي، یانې اوښکې مشبه او ستوري مشبه به دي. فکر مو دی، اوښکې مشبه نه دي یادې شوي؛ خو دلته ستوري یانې مشبه به شته، مگر له تورو سترگو د اوښکو مشبه پرېوتل گډه ځانگړنه ده چې له مشبه به سره یو ځای راغلې ده.

۲- مرشحه مصرحه استعاره( مشبه به + د مشبه به ځانگړنې): دې ډول استعاره کې له مشبه به سره د مشبه به ځانگړنې راځي، دا استعاره تر مجردې ډېره قوي او هنري ده. څرنگه چې په دې استعاره کې د مشبه نښې نه وي، نو ځکه یې پیداکول سخت او تر سېمبول رسېږي.

کاروان صاحب وایي،

چې په سېل د شنو کوترو غرض نه کا

جار تر هغه باز چې خوري د ښامار سترگې

په دې بیت کې شنې کوترې د کمزورو او باز د زورورو لپاره استعاره شوي دي؛ شاعر وایي جار تر هغو زورورو چې پر کمزورو لاس نه پورې کوي، مگر د جابرو سترگې راباسي. دلته شنې کوترې مشبه به ده چې له سیل سره یادې شوي دي.

۳- مطلقه مصرحه استعاره ( مشبه به + د مشبه او مشبه به ځانگړنې): په دې ډول استعاره کې پورته دواړه استعارې موجودې وي، استعاره هم مجرده وي او هم مرشحه. دا استعاره د بېل والي او یو ځای والې له مخې یو بل حنثی کوي، استعاره د تعادل په طرف ځي، په همدې سبب ورته مطلقه استعاره ویل کېږي.

سالک صاحب وایي:

هر مازدیگر به د گودر په طرف

یوه د زاڼو سلسله وه هلته

بازان په لوړو باندې لرې ناست وو

خو د حیا به فاصله وه هلته

دې شعري ټوټه کې زاڼې د نجونو لپاره تشبیه شوي دي، نجونې مشبه او زاڼې مشبه به دي. گودر د نجونو او سلسله د زاڼو لپاره نښې یا هم قرینې دي. په دویم بیت کې ځوانان له بازانو سره ورته گڼل شوي دي چې ځوانان مشبه او بازان مشبه به دي. د دوی ترمنځ ځانگړنې حیا د ځوانانو او پاس کېناستل د بازانو لپاره ځانگړې نښې یا هم قرینې دي.

  1. مکنیه استعاره( مشبه + د مشبه به ځانگړنې)

يه دي دول استعاره كي شاعر يو شى له بل سره داسې تشبيه كوي، چې د مشبه به يوه يا څو ځانگړنې مشبه ته په پور اخلي، په دې حالت كي مشبه به زياتره يو ژوندی سری (معمولاً انسان) وي، چې شاعر يو شى ورسره په زړه كې تشبيه كوي او بيا د انسان (يا بل ژوندي سري) ځینې ځانگړنې مشبه ته ورکوي، لکه: کاروان صاحب وایي،

لاس د تبسم دې كړه راتېر په زړه

ډېر لكه يتيم په ژړا سترى دى

لومړۍ نیم بیتي کې د تبسم لاس مکنیه استعاره ده، ځکه تبسم له انسان سره ورته شوی دی او بیا د انسان یوه ځانگړنه (لاس) تبسم ته په پور ورکړل شوی دی؛ شاعر غواړي تبسم د یو ژوندي شخص په توگه په موږ ومني چې پر یتیم د رحم لاس تېروي.

مکنیه استعاره ادبپوهانو په دوه ډوله ویشلې ده.

اول: هغه چې د اضافه استعارې په شکل وي.

دویم: هغه چې د اضافت په شکل نه وي.

اضافه استعاري بیا په خپل منځ کې په دوه ډوله ده. یو هغه چې مضاف الیه په کې د اسم په شکل راغلی وي، لکه:

کاروان صاحب وایي:

د گل گرېوان دی د ظالم اغزي لاسونه

خاونده مات ښه دي د دې سپرلي لاسونه

په دې بیت کې د «گل گرېوان» او د «سپرلي لاسونه» دواړه اضافي استعارې دي. گل او سپرلی پکې نومونه دي چې د مضاف الیه په توگه راغلي دي. دویم ډول اضافه استعارې ترکیبونه هغه دي چې مضاف الیه پکې د صفت په توگه راغلی وي. لکه:- کاروان صاحب وایي:

ظالمه شپه ده زړه سوی لږ شان هم شمال نه لري

زموږ غریبه ډېوه گۍ د شېشې شال نه لري

په دې بیت کې ظالمه شپه او غریبه ډېوه گۍ اضافي استعارې دي چې شپه او ډېوه گۍ مضاف؛ ظالمه او غریبه پکې مضاف الیه راغلي دي.

د شعرستان په کتاب کې د استعارې په بحث څو تبصرې راغلي دي، چې دلته یې په لنډ دول شریکوو.

۱- تبصره: د استعارې موخه د تشبیې غوندې د شاعر د ذهني جهان تصویرول او سره یو ځای کول دي. په تشبیه کې موږ یو شی له بل شي یا څیز سره ورته گڼو، خو په استعارې کې یو شی عین بل شی گڼو. تشبیه ورته والي ته وایي، خو استعاره وایي چې له همغه شي څخه بل شی ونوموي، یا هم ورڅخه داسې نوی کیفیت جوړ کړي چې د یو څیز لپاره دوه نومه وړاندې شي. نرگس له سترگو سره ورته گڼل کېږي، خو استعاره وایي نرگس به د سترگو یو بل نوم وي.

په دې شرط د بیان په علم کې د هنري ځواک په لیږدولو او عمیقو تصویرونو جوړولو کې د تشبیې څخه د استعارې رول ډېر دی. اروپایان استعارې ته د تشبیهاتو ملکه وایي. فرانسوي شاعر مالارمه وایي چې ما کله له شعره د (لکه) توری ایسته کړ، موخه مې دا ده ما شعر ته د تشبیه پر ځای استعاره او سېمبول داخل کړل. په شعر کې د استعارې د ارزښت په هکله ابن خلدون په دې فکر و چې شعر پر استعاره ولاړ کلام دی. ارسطو ویل چې د بلاغي عبارتونو د خوند علتونه استعاره او یو څه ابهام دي چې تر زیات فکر کولو وروسته کشف کېږي.

۲- تبصره: په دې ډول استعاره کې د ( مشبه به + د مشبه ځانگړنې) باندې بحث کېږي. دا ځانگړتیا د مکنیه یا هم تخیلیه استعارې هم ده. دا استعاره د هنري ارزښت له مخې ډېره ژوره، خیال پاروونکې او تصویروونکې ده. په دې استعاره کې مشبه د یو ژوندي یا هم غېر ژوندي شخص سره ورته کېږي چې د مشبه به یوه یا څو ځانگړنې پکې پیداکېږي.

په دې ډول استعاره کې موږ ډېر حسي او غېر حسي توکي د یو ژوندي انسان په توگه حس کوو. دا ډول استعاره موږ ته ډېر غېر ژوندي شیان هم د هنري ځواک او ژور تخیل په مرسته په ژوندیو کې راوستلی شي. شاعر ځینو اشیاوو ته ساه ورکوي، په خبرو یې راولي او په ټولنیز ژوند کې یې شریکوي. لوستوونکي او لېدوونکي د یوه داسې ژوندي چاپیریال احساس کوي چې پخوا یې نه وي لېدلی. لکه: کاروان صاحب وایي:

تصویر ناڅاپه د هندارې له رڼو او ځلېدونکیو لاسو

د زرین کب په شانې وښویېږي

دلته هم هنداره د یو ژوندي موجود په توگه تصویر شوې ده. لکه هنداره چې د سیند پر غاړه ناسته د ځلېدونکیو لاسونو جینۍ وي او تصویر د زرین کب په څېر د هغې له ځلېدونکیو لاسو وښویېږي. شاعر غواړي موږ ته له هندارې نه د تصویر د ورکېدلو کیفیت را نقل کړي. شاعر استعاره کاروي، هنداره ځلبلانده لاسو جینۍ گڼي او تصویر ته زرین کب وایي. د استعارې خوند همدغه دی چې غېر ژوندي شیان په موږ باندې داسې حس کوي، لکه زموږ د چاپیریال ژوندي او عادي اوسېدونکي.

انورالله حمیدزوی.

درمل، ډاکټر احسان الله. ( ۱۴۰۱ ل). شعرستان. کابل: سروش کتاب پلورنځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...