بيا دي لاس د چا په وينو کئ ګـــــــــلګون
چي تر ګــــــــوتو دي باران اوري د خــون
دا په سره کفن کي کوم نامراد ښـــــخيږي
پوه سوم پوه سوم چي شهيد سو ځيګرخون
د سریزي په توګه:
ولسي شاعري چي د نړۍ په ادبیاتو کي ورته (Folk Poetry) هم وايي، دا د یوې ټولني، په ځانګړې توګه د پښتنو د کلتور، تاریخ، ټولنیز ژوند او ادب هغه بډایه او ژوندۍ برخه ده، چي د عامو خلکو له هیلو، احساساتو، دردونو، غوښتنو او ورځني ژوند څخه سرچینه اخلي. دا ډول شاعري نه یوازي په کلاسیک ادبیاتو کي ډېره موندل کېږي، بلکي د ادبیاتو هره دوره او هره سیمه له دې برخي مالاماله ده، چي په ساده، روانه او عام فهمه ژبي په اډانه کې ویل کېږي، ددې شاعرۍ یوه ځانګړتیا دا ده، چي د ټولني هر وګړی خورا ښه په پوهیږي. په پښتو ادب کي د ولسي شاعرۍ پر ځانګړتیاوو او د هغو پر ارزښت بېحده ډېري خبري کېدای سي؛ خو موضوع ته د ژور تلو په خاطر دا یو څو نمونې به بسنه وکړي:
۱ـ دا شاعري د ولس د نبض عکاسي کوي، ولسي شاعري اکثریت که مطالعه سي وبه ګورئ، چي پکښي د واکمنانو د ستایني ډېر الفاظ ونه مومۍ، بلکۍ د ټولنۍ د واقعیتونو، دردونو او د ولس د ږغ/غږ پورته کولو لپاره به وي.
۲ـ دا شاعري اکثریت ډېره ساده او روانه ژبه لري، په دې ډول شاعرۍ کي نه پېچلي فلسفي اصطلاحات کارول کېږي، نه هم صقل یا سخت لغات، نه هم ډېر صفات، بلکي په دې شاعري کي ډېر د عامو خلکو، ان د نالوستو په زړونو کي چي هم ژر ځای نیس، ښايي دا علت وي، چي ساده والی، روانوالی، او په عامیانه ژبه و اصطلاح سره ویل کېږي.
۳ـ دا شاعري چي جهاني صاحب یې (سندریزه شاعري) ئې بولي عجب د موسیقۍ سره یو ښه تړاو لري،لکه مقامي سندري یا غزلي، داستان، چاربیتي، الاپونه، بدلي، نیمکۍ، سروکي… چي ځانګړو سیمهییزو او ملي سندرو په ډول د هنرمندانو لخوا زمزمه کېږي.
د ځیګرخون خرابات:
د ځیګرخون خرابات د هغه کتاب نوم دئ، چي تدوین، تالیف، سمون او بیا کتنه ئې استاد محمود مرهون کړې ده، په اصل کي کتاب پر څلورو برخو ویشل سوی دئ: په پيل کي ئې (دا کتاب) تر عنوان لاندي ددې کتاب د راټولولو، یادونو، همکارانو، مرسته کوونکو او ددې علمي او ادبي پروژې اړوند د سفر ټوله کیسه په ۶ مخونو کي بیان کړې ده، ورپسې د (ځیګرخون د خرابات امام که د مناجات پې مغان!؟) عنوان باندي په ۷۷ مخونو کي یوه علمي، تحلیلي سریزه کښلې ده، چي د ځیګرخون له لنډژوندلیکه پیلېږي او د شاعر (عبیدالله ځیګرخون) د شاعرۍ انداز، د هغه راز، او د کندهاري ادبي سبک باندي د ځیګرخون ونډه یې خورا ښه تشریح کړې ده، چي نه یوازي د پښتو ولسي شاعرۍ په لړ کي د کندهار ادبي سبک باندي بحث ښه پکښي مطرح سوی دئ، بلکي د شاعر پر افکار و زیار، د شاعر پر ازاد خیالۍ او رنګینۍ، د شاعر پر بغاوت او د هغه پر رسالت، د هغه پر وخت د ټولني پر علمیت باندي شننه او سپړنه د خاص یادوني وړ ده.
ورپسې د عصمت الله زهیر (د خرابات امام) په عنوان مقاله په (۱۱) مخونو کي راوړل سوې ده، چي پکښي د عبیدالله ځیګرخون د ژوند ډېر مهم ټکي پکښي ذکر سوی دئ، یوازي د شهید عبیدالله ځیګرخون چاپیریال نه راپيژني بلکي د هغه همعصره شاعران، همزولي، همسبکه، همفکره او هم ګوندیان او د هغه څخه لږ مخکي او وروسته ئې د هغه شاعرانه محیط ته بېله کتنه کړې ده، چي د کتاب کیفیت او ماهیت ته یې لا رڼا بخښلې ده.
د کتاب دوهمه برخه کي د شهید ځیګرخون ۲۴۸ غزلي راټولي کړیدي ، چي اکثره غزلي ئې د شهید عبیدالله کندهاري په جادوګر ږغ کي زمزمه سوي او د کندهار پر هنري سبک باندي د موسیقۍ په سُر او تال کي ثبت سوي او خپرې سویدي، چي یو څو نمونې په موسیقۍ کي د بېلابېلو سندرغاړو په غږ/ږغونو کي به مو فکر در سم کړي: د شهید عبیدالله جان کندهاري په ږغ/غږ کي لاندي سندره واورئ!
ګلالۍ ګلالۍ هو ګلالۍ سپیني سپوږمۍ ګلالۍ
ګلالي لاس را د لوګر ښایسته ښار ته ځو
ګلو ګلزار ته ځو
لینک:
یا هم د عبدالروف کندهاري په خواږه ږغ/غږ کي:
چپه کاکل مېلې له پاره باغي پُل ته ځي
میده میده قد رااخلي سیل د ګل ته ځي
یا هم د نرم ږغ لرونکی هارون قائیل په ږغ کي لاندي سندره په اورېدو ارزي:
محبوبي غنم رنګي
پرمخ دي زلفي چنګي
شرنګی دي پر سینه کوي دانې د چمکلیو
امیل د پهلویو
همزولو شال مي راکئ د بازار و خواته ځم
نری شمال راوالوت د خپل یار و خواته ځم
د کتاب دریمه برخه د انقلابي چاپي شاعرۍ په نوم راغلې ده، او څلرمه برخه یې څلوریځي دي، چي ۶۹ څلوریځي او الاپونه پکښي راټول سوي دي خو دریمه برخه چي رښتیا هم د انقلابي شعرونو څخه مالاماله ده، زما په نظر، نور کتاب یو طرف خو دا برخه بیخي علایده، د شنني، سپړني او علاقې وړ ده، چي د شاعر یوازي بیروني نظر او د چاپیریال اغیز نه دی را څرګند سوی، بلکي د هغه د فکري ازادۍ په تلاش، د کوچني خدایانو څخه د مخګرځولو په نیت، د یو پټ حقیقت موندلو او باطني صداقت د لټون په تکل … همداسي شل و سل نوري زاویې هم را معرفي سوي وبولئ. د انقلابي شاعرۍ څو نمونې یې د یادوني وړ دي:
د پامیر د تادرې څه د مفتون د کنارې څه
د شفق د منظرې څه د شهید د مقبرې څه
دا وا را پورته کېږي
وايي دا جهان نړېږي
شعر ترپایه…
٭٭٭
وم څومره تېروتلی په لمسون د زمانې
تاثیر راباندي کړی وو افسون د زمانې
شعر ترپایه..
٭٭٭
اې ترمي ترمي سرو ګلونو اورئ
نور هیڅ خزان تاسي ځپلی نه سي
فطرت دي ډکه کړي لمن د اغزو
ستاسي ګرېوان هیڅوک ګنډلای نه سي
شعر تر پایه…
٭٭٭
مست سباوون راوړئ، نن د ژوندون زیری دئ
پاڅه بیده احساسه دا د پآڅون زېری دئ
شعر تر پایه…
٭٭٭
د شمشاد پر جګو څوک یو سور اور دئ لګېدلی
یا د سپینو واورو منځ کي سهار لمر دئ راختلی
شعر تر پایه…
٭٭٭
ځیګرخون یوازي د مستۍ، عشق، میني، پیالې و میخانې و خرابات و مناجات شاعر نه و، بلکي په سیاسي ویښتیا، روښانتیا او بدلون کي یې هم خپله ونډه اخیستې وه، او هغه وخت ئې د خپل ولس او ټولني د سمون او ترقۍ لپاره په یو چوکاټ کي ځان شامل کړی، چي سیاسي او ګوندي لحاظ هم یو مست خلقی و، او هغه تګلاري و کړنلاي ته یې په خورا شوق و ذوق کار کاوه، چي دا خپله د ګوندي ژمنتیا یوه ځانګړنه یې درلودل. لکه:
اې وطنه ستا بچی یم، اې کارګره ستا داستان یم
اې ولسه ستا احساس یم، اې بزګره ستا ارمان یم
شعر تر پایه
٭٭٭
بلبل نه یم، چي خیال د سرو ګلونو راسره دئ
بس غم د پرګنو او اولسونو راسره دئ
شعر تر پایه
٭٭٭
د نړۍ خور امپریالیزم پر ضد
د صیهونیزم او فاشیزم پر ضد
شعر تر پایه
٭٭٭
څپې وهي هر لور ته دا یو مست غوندي سېلاب دئ
کاروان د انقلاب دئ
اساس دئ د ژوندون د سرنوشت نوی تاداب دئ
کاروان د انقلاب دئ
شعر تر پایه
٭٭٭
پایله:
دا چي ولي دغه شاعر ته او د کندهار و اطلاعاتو او کلتور ریاست ته، په ۱۳۶۳هـ ش شاوخوا کال کي اور ور اچول کېږي؟ او د اور په لمبو کي دغه جانانه، دغه تانده او هڅانده او بغاوتګره څېره او ځواني پکښي لؤلپه کېږي او په ژوندوني په اور کي سوځل کېږي، او د تل لپاره یې د ځیګرخون د شعر خاصه قریحه په اور کي ایره کېږي. دا د جرمونو، حماقتونو، جنایتونو او ظلمونو د بشر په تاریخ کي کومه نوې او هېره سوې کیسه او روایت نه دئ، بلکي دا د تندرلایتوب، د متشدد فکر روزلو، د فردۍ ازادۍ انحصارولو، او یوازي د خپل فکر منلو، د هغه د تپلو او د بل ايډیالوژۍ ردولو، او پلويان یې منع کولو، یا مجبوره کولو او یا هم اخر کي وژلو باندي ځيني روزني کېدې او اوس هم کېږي، چي له بده مرغه د نه منلو او یا زغملو فرهنګ ته د یوې علمي برنامې له مخي کار نه سوی دئ او نه به ژر وسي، خو د تشدد او تندرلاۍ او جاهلیت رېښې که ونه کښل سي، لیري نه ده، چي دا به مو نه یوازي سیاسي دستګاه ته لکه هر وخت چي یې نقصان رسولی دئ، بلکي ټولنیز ژوند ته به هم د دې رېښو ښاخلې ورسېږي، او بیا به هره ورځ داسي د انساني ناورین نمونې وینو.
د هغه ورځي په هیله چي هنر او هنرمند مو سلامت واوسي. هنرونه دي، چي ټولنه له تشدد څخه راګرځولای سي. د ځیګرخون پر هر شعر خورا ډېر بحث کېدای سي؛ خو یاده ټولګه(دځیګرخون خرابات) چي د استاد مرهون په زحمتونو راټوله سوې ده، او یوه برخه یې د عصمت زهیر په سپړلو سرته رسېدلې ده، یوه پر ځای او د ستایني وړ هڅه ده او زه باور لرم، چي هره سیمه او هر ولایت د دغسي قریحې او ځانګړي سبک شاعران او لیکوالان لري، هیله ده، چي پر هغه هم داسي ګروپي هڅي وسي، دا به نه یوازي د پښتو معاصر ادب د ولسي رنګارنګۍ برخه قوي سوي وي، بلکي نوي څه به مو موندلي وي، لکه د ځيګرخون د یو شعر هندسي جوړښت که بحث ته سي، ښايي ځیني به د ملي، د عامو او خاصو سندرو په قالبونو کي لکه استاد رفیع چي معرفي کړيدي، هم نه وي، یاني یو بل اوزان، فورم او قالب به ولري، یا به تر هغه معیارونو به هم وتلي وي، نو ښايي یا نوي څه وي او یا هم لرغوني آریایي سندرو په څېر یو څه وي. لکه:
محبوبي غنم رنګي = ۷ سیلاب
پرمخ دي زلفي چنګي = ۷ سیلاب
شرنګی دي پر سینه کوي دانې د چمکلیو = ۱۴ سیلاب
امیل د پهلویو = ۷
دا د غور او څېړني وړ ده، دا چي موضوع یوازي د (ځیګرخون د خرابات) کتاب اړوند وه؛ نو لوړه موضوع یو بل وخت ته پرېږدو او د کتاب د شنني، سپړني، انقلابي او چاپي شعرونو برخه په خورا ښه ډول او په ډېرو زحمتونو راټوله سوې ده؛ نو ځکه کیفیت او ماهیت هم څو چنده کړی دئ.