شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبژبه او لیکدودآوازونه او غږونه/ اربازخان ساپی

آوازونه او غږونه/ اربازخان ساپی

آوازونه هغه د اورید وړ توکې دي چې زمونږ روزمره خبرې ترې جوړیږي، مګر آوازونه په دوو برخو ویشل شوي دي چې یو يې همدا آواز پاتې کېږي او بل يې په غږ بدلیږي.

آوازونه هغه پرله پسې سره نښتې یا بېلې څپې دي چې د یوه انسان له خولې او یا هم د اجسامو له ټکر څخه منځ ته راځي چې مونږ او تاسو يې په ورځنۍ ژوند کې د آواز په نامه پېژنو ، مګر کله چې دغه آوازونه مانیز ارزښت پیدا کړي بیا نو د فونیم(غږ) باندې بیلیږي. د مثال په توګه : د «پور په کلمه کې «پ» یو آواز دی که دا آواز په «ک» باندې بدل شي نو «پور» کلمه په «کور» بدلیږي، یعنی په مانا کې يې تغیر راغی، او دا تغیر ته مانیز تغیر وايې چې د غږ په نوم یادیږي.

اوس غږ د فونولوژي او فونټیکس له نظره څیړو، خو لومړی بایدفونولوژياو فونټیکس وپېژنو.

فونولوژې او فونوټیکس دواړه غږونه یا آوازونه څیړي، خو فونټیکس نړۍوال دی یعنی غږ ته جوړیدو له نظره ګوري او مانا ته ارزښت نه ورکوي، خو فونولوژي په یوه خاصه ژبه کې غږونه څیړي او غږ ته د مانا له نظره ګوري.

د غږ تغریف د غږپوهنې یا فونولوژي له مخې : غږ تر ټولو کوچنی غږیز توکی یا عنصر ته ویل کیږي چي خپله کومه مانا نه لري خو له ترکیب او یوځای کیدو څخه يې مانا لرونکي کلمې جوړیږي. غږونه د فونټیکس له نظره هر هغه آواز چې د انسان د غږیز غړو په واسطه تولید او ادا کیږي هغه ته غږ ویل کیږي.

آوازونه یا غږونه په دوه لویو ګروپونو ویشل کیږي:

ا ـ زنځیري آوازونه:

زنځیري آوازونه هغه آوازونو ته ویل کیږي چې پیوسته سره لیکل او ویل کیږي یعنی په موجوده ویل کیدونکې او لیکل کیدونکې الفبا کې خپل ګرافیمونه لري، دا آوازونه د نړۍ په ټولو ژبو کې پر درې ډوله ده چې عبارت دی له :

الف: خپلواک ( واول) آوازونه             ب: بې واک ( کانسوننټ) آوازونه

ج: نیم واک ( سیمي واول) آوازونه

الف: خپلوک ( واول ) آوازونه:

واولونه د فونټیک له نظره هغه غږونه دي چې ددغو غږونو د ادا کولو په وخت کې په غږیز سیستم کې کوم بندښ منځ ته را نه شي. واولونه کیدای شي څپیز یا غیر څپیز وي، چې غیر څپیز شکل ته يې سیمي واول یا نیمه واول ویل کیږي. د واولونو په تعریف کې د فونټیک او د فونولوژي له نظره توپیر موجود دی، مخکې مو واولونه د فونټیک له نظره تعریف کړل اوس واولونه د فونولوژي له نظره تعریف کوو: د فونولوژي له نظره واولونه هغه غږونه دي چې د یوې څپې لوړه سطحه تشکیلوي .

د واولونو مفصل کیدل:

د واولونو مفصلي خصوصیات چې مختلف واولونه سره توپیروي. د واولونو د کیفیت یا وصف په نوم یادیږي. د Daniel Jones په نامه عالم ، واولونه د عمومي خصوصیاتو یعنی لوړوالي (عمودي بعد ) ، وروسته والي( افقي بعد ) او ګردوالي ( د شونډو موقیعت ) له نظره ویشلي دي.

I: لوړوالی (عموديبعد) Height

د واول د لوړوالي نوم د ژبې د عمودي موقیعت څخه د خولې د جوف پاسنۍ برخې ته ښودل شوی، یا د کښتنۍ ژامې څخه د ژبې پورته خواه ته تګ دی، که څه هم د واولونو لوړوالی په فونټیک کې د اوریدو له نظره ډیر اهمیت لري او په معاصر فونټیک کې د واولونولوړوالی د واول غږونو د نسبي فریکونسي(Relative frequency)یا(F1)له مخې پیژندل کیږي او د واولونو لوړوالی د نسبي فریکونسي سره معکوس تناسب لري.

Height =

د لوړ او پورته ( عمودي ) حرکت له مخې:

1: کښتنۍ واولونه :-

کله چې د واول د ادا په وخت کې ژبه په عمودي حرکت کې کښتنۍ خواه ته ولاړ شي او واول ادا شي دغه واولونو ته کښتنۍ واولونه وايي. لکه په د ما ( mā ) او تا (tā ) کلمو کې د الف ((  آ  )( ā)) دریځ.

2: منځني واولونه:

کله چې  د واول د ادا په وخت کې ژبه په عمودي حرکت کې په منځنۍ حالت کې قرار نسیي نه پورته ځي او نه کښته راځي په دغه حالت کې چې کوم واولونه تولیدیږي دغه واولونو ته منځني واولونه وايي لکه :- تېر( ter ) او ډیر(der) په کلمو کې د ((ې)(e)) دریځ.

3: پورتني واولونه:

کله چې د واولونو د ادا په وخت کې ژبه د عمودي حرکت په وخت کې لوړې خواه ته کش شي او په دغه حالت کې چې کوم واولونه تولیدیږي دغه واولونو ته پورتني واولونه وايي لکه :- بیاتي( byati ) په کلمه کې د ((ي)( i )) دریځ.

II:- شاته والی (افقي بعد)Backness

د واول د شاته والي نو هم د ژبې د موقیعت څخه نظر د خولې جوف شانتۍ برخې ته ایښودل شوی دی ، او یا له ستوني څخه د شونډو پر خواه حرکت دی.

1: وروستني واولونه:

په دوهم ډول حرکت کې چې له ستوني څخه د شونډو پلو دی هم درې ځایه واولونه تولیدیږي چې لومړی ځای يې وروستني برخه ده هغه آوازونه چې د ستوني سره نږدې او د ژبې په وروستۍ برخه کې تولید شي  هغه واولونو ته وروستني واولونه وايې لکه :لنډ واو ((و)(u)) د تالو (talu) او سالو (salu) په کلمو کې او یا هم :

اوږد واو ((و)( ō )) په زانګو (ōzang) ، ورشو (ōwarš)

او پښتو (ōpašt) کلمو کې .

2: منځوال یا مرکزي واولونه :

کله چې د واول د ادا په وخت کې په افقي حرکت کې واول د ژبې په منځنۍ برخه کې ادا شي هغه واول ته منځوال او یا هم مرکزي واول وايي لکه :  زورکی ((ه)(ə)) د زړه (əzar) او زه (əz)  په کلمو کې او یا هم :

زور ((ه)(a)) د تخته (taxta) او کوزه (koza)  په کلمو کې .

3: مخني اولونه :

لکه چې د واول د ادا په وخت کې په افقي حرکت کې واول د ژبې په مخکنۍ برخه کې ادا شي هغه واول ته مخنی واول وايې لکه :

اوږده یا ((ې)(e)) د مستې (maste) او ادې (ade) په کلمو کې اویا هم

لنډه یا (( ي)(i)) د وروي (warori) او خپلوي (xpolwi) په کلمو کې .

III: – ګردوالیRoundness

د ګردولي اصطلاح د واولونو د ادا کولو په وخت کې د شونډو د ګردوالي په مانا استعمالیږي : مونږ په پښتو ژبه کې دوه ګرد آوازونه لرو چې عبارت دي له :

الف:- (و) لنډ واو فونټیک شکل  (U) مثال :- جارو

ب:-  (و)اوږد واو فونټیک شکل (ō) مثال :- پيشو

غیر ددې تورو څخه د نور ټول توري په پښتو ژبه کې ناګرد دي.

ب:- بې واک ( کانسوننټونه ) :

کانسوننټونه هغه آوازونو ته ویل کیږي چې دوینګ په وخت کې د خولې مجراح په بشپړه توګه پرانستې نه وي او یا هم غږیز غړي یو له بل سره ډیر نږدې یا نښتې راغلې وي، یا په بل اصطلاح هغه اوازونو ته ویل کیږي چې د وینګ په وخت کې په بندښتي توګه وویل شي. کانسوننټ آوازونه هیڅکله د څپې مرکز نه ګرځي او همیشه د واول په مرسته ادا کیږي.

د کانسوننټ غږونو توري په دوه برخو ویشل شوي دي:

۱:- ساهوايي کانسوننټونه               ۲:- ناساهوايي کانسوننټونه

۱:- ساهوايي کانسوننټونهPalmanic Consonant  :

دا هغه کانسوننټونه دي چې د حنجرې یا د خولې د جوف د تنګښت چې په عین وخت کې هوا د سږو څخه خارج شي منځته راځي دغه ډول کانسوننټونه د ژبې د کانسوننټونو اکثره برخه تشکیلوي، او پښتو ژبې ټول غږونه ساهوايي دي.

ساهوايي کانسوننټونه په دوه برخو ویشل شوی دی.

A: غبرګ مخرج کانسوننټونهCoarticulation

دا هغه کانسوننټونه دي ، چې دوه مخرجه لري او ددې غږونو د ادا کولو لپاره غبرګو مخرجونو ته اړتیا ده. مونږ په پښتو ژبه کې یو غبرګ مخرج کانسوننټ لرو چې هغه (و)  [w]  دی :- دا یو غبرګ مخرج کانسوننټ دی چې یو مخرج يې شونډې او بل يې نرم تالو دی. یا د مخرج له مخې شونډیز نرم تالویز دی . او هم غږن دی . نو لومړی باید غږن وپيژنو:-

کانسوننټ آوازونه د غږیزو غړو د ریږد له مخې پر دوو برخو ویشل شوی دی.

1:- غږن :-

هغه آوازونو ته ویل کیږي چې د وینګ په وخت کې يې د غاړې یا مرۍ غږیز تارونه ولړزیږي چې په پښتو کې ( ا، غ، ب، د، ذ، م، ن، ج، ځ، ډ، ژ، ز،ل ) دی.

2:- ناغږن :-

هغه آوازونو ته ویل کیږي چې د وینګ په وخت کې يې د غاړې یا مرۍ غږونه ونه لړزیږي چې په پښتو ژبه کې ( ک، ف، پ، ت، ث، چ، څ، س، ښ، ټ ) دي.

‌‌B:- تم موښليAffricates

دا کانسوننټونه هغه کانسوننټ غږونو ته ویل کیږي چې د تلفظ په وخت کې لومړی هوا کاملاً بند شي بیا ورو ورو هوا د کوچنۍ مجراح څخه ووځي.

په پښتو ژبه کې څلور تم موښلي غږونه دي:

څ:-ʦ ـــ وریز بې غږه « ناغږن» تم موښلي

ځ:-ʣـــ وریز غږن تم موښلی

چ:-ʧـــ شاوریز بې غږه « ناغږن » تم موښلی

ج:ـ ʤـــ شاوریز غږن تم موښلی

بې واک آوازونه له څو اړخونو تر څیړنې لاندې نیول کیږي؟

دا چې د بې واکو آوازونو تولید بیلابیل اړخونه لري دلته لازمي ده چې په دې پوه شو چې یو بې واک آواز باید له څو اړخو څخه تر څیړنه  لاندې  ونیول  شي   په آواز پوهنه کې بې واک آوازونه له دوو اړخونو تر څیړنې لاندې نیول کیږي:

الف :- د تولید ځای

۱:- شونډیز

هغه آوازونو ته ویل کیږي چې د دواړو شونډو  د  یو  ځای  والي  څخه  لاس  ته راشي دا آوازونه په پښتو ژبه کې درې دي چې له مثالونو سره په لاندې ډول دی:

الف: (پ) فونټیک شکل يې (p) دی او په کلمه کې لکه : (پای) فونټیک شکل (pãy).

ب: (ب) فونټیک شکل يې (B) دی او په کلمه کې لکه  :  ( بیده )  فونټیک  شکل    (Bidə).

ج: (م) فونټیک شکل يې (M) دی او  په  کلمه  کې  لکه  :  (مور)  فونټیک شکل    (Mãr).

۲:- شونډ غاښیز

که چیرې لاندې شونډه له لوړو غاښونو سره و نښلي کوم آوازونه چې تولیدیږي دغه آوازونو ته شونډ غاښیز آوازونه وایې چې د دا ډول دوه آوازه وجود لري چې یو يې پښتو ته په مستعار توګه راغلی دی او بل يې په پښتو ژبه کې شتون نه لري چې هر یو په لاندې دی:

الف: (ف) فونټیک شکل يې (F) دی او په کلمه کې لکه  :  (نفر)  فونټیک  شکل    (nəfar)

ب: (وي) فونټیک شکل يې (v) دی او په کلمه کې لکه   :  (very)   د  انګلیسي کلمه ده چې د زیات مانا ورکوي فونټیک شکل (veri) .

۳: غاښیز

کله چې ژبه د لوړو غاښونو د بیخ سره په تماس کې شي او تر منځ يې هوا تېره او یو ډول آوازونه د مغزو په غوښتنه تولید شي ، دې ډول غږونو ته غاښیز غږونه وايې، چې په لاندې توګه دی:

الف: (ت) فونټیک شکل يې (T) دی او په کلمه کې لکه  :  (تار)  فونټیک  شکل    (Tãr).

ب: (د) فونټیک شکل يې (D) دی او په کلمه کې لکه  :  (بیده)  فونټیک  شکل    (Bidə).

ج: (ن) فونټیک شکل يې (N) دی او په کلمه کې لکه  :  (نن)  فونټیک  شکل    (Nan).

۴: وریز:

کله چې د ژبۍ څوکه یا سر له وریو سره نږدې کیږي او له هغه مجرا څخه چې څخه چې د ورۍ او ژبې د څوکې تر منځ راځي په دې وخت کې چې کوم آوازونه تولیدیږي دې ته اوریز غږونه وايې چې په لاندې توګه دی.

الف: (س) فونټیک شکل يې (S) دی او په کلمه کې لکه  :  (سر)  فونټیک  شکل    (Sər).

ب: (ز) فونټیک شکل يې (Z) دی او په کلمه کې لکه  :  (زه)  فونټیک  شکل    (Zə).

ج: (څ) فونټیک شکل يې (č) دی او په کلمه کې لکه  :  (څار)  فونټیک  شکل    (rãč).

د: (ځ) فونټیک شکل يې (ǰ) دی او په کلمه کې لکه  :  (ځای)  فونټیک  شکل    (yāǰ).

هـ: (ل) فونټیک شکل يې (L) دی او په کلمه کې لکه  :  (مل)  فونټیک  شکل    (Mal).

و: (ر) فونټیک شکل يې (R) دی او په کلمه کې لکه  :  (مار)  فونټیک  شکل    (Mãr).

۵: کلک تالویز:

که چیرې د ژبې سر و کلک تالو ته نږدې او د ژبې او کلک تالو ترمنځ له تېرېدونکي هوا څخه آواز تولید شي دغه آواز ته کلک تالویز غږ وايې په لاندې ډول دي:

الف: (ش) فونټیک شکل يې (š) دی او په کلمه کې لکه  :  (شر)  فونټیک  شکل    (rəš).

ب: (ژ) فونټیک شکل يې (ž) دی او په کلمه کې لکه  :  (ژر)  فونټیک  شکل    (rəž).

ج: (چ) فونټیک شکل يې (č) دی او په کلمه کې لکه  :  (چار)  فونټیک  شکل    (rãč).

د: (ج) فونټیک شکل يې (J) دی او په کلمه کې لکه  :  (جال)  فونټیک  شکل    (Jãl).

۶: نرم تالویز

کله چې د ژبې اخیرنی برخه د نرم تالو سره نږدې او د ژبې او نرم تالو ترمنځ له جوړې شوې تنګې مجرا څخه چې کومه هوا تېریږي او کوم آواز چې تولیدیږي دغه آواز ته نرم تالویز آوازونه ویل کیږي، چې په لاندې ډول دی:

الف: (ک) فونټیک شکل يې (K) دی او په کلمه کې لکه  :  (کار)  فونټیک  شکل    (Kãr).

ب: (ګ) فونټیک شکل يې (G) دی او په کلمه کې لکه  :  (جنګ)  فونټیک  شکل    (jang).

ج: (خ) فونټیک شکل يې (X) دی او په کلمه کې لکه  :  (خار)  فونټیک  شکل    (Xãr).

د: (غ) فونټیک شکل يې (ɣ) دی او په کلمه کې لکه  :  (غل)  فونټیک  شکل    (ləɣ).

۷: ژبۍ یز:

کله چې د ژبې اخیرنۍ برخه له ژبۍ سره په تماس کې شي او  د  دوی  ترمنځ د هوا د جریان د تیریدلو له امله چې کوم آواز تولیدیږي دغه آواز ته ژبۍ یز آواز

وايي چې په پښتو او دري ژبه کې دغه غږ مفغن او مفرس شوی چې یوازې یو دانه دی.

الف: (ق) فونټیک شکل يې (Q) دی او په کلمه کې لکه  :  (قهر)  فونټیک  شکل    (Qahr).

۸: ستونیز:

کله چې د ژبي ریښه او د ستونې دیوال سره نږدې شي او تر منځ يې هوا تیره او آواز تولید کړي دغه آوازونه ته ستونیز آوازونه وايي، چې په لاندې توګه دی:

الف: (ح) فونټیک شکل يې (Ħ) دی او په کلمه کې لکه  :  (حلوا) فونټیک  شکل    (lwaəĦ).

ب: (ع) فونټیک شکل يې (ʕ) دی او په کلمه کې لکه  :  (عالم)  فونټیک  شکل    (lmãʕ).

۹: مرۍ یز:

دا آوازونه په پښتو ژبه کې نه دی موجود دا آواز خاص مرۍ څخه مستقیماً تولیدیږي ژبه او نور غږیز غړي چندان رول نه پکښې لري ، چې په لاندې توګه دی:

الف: (ء) فونټیک شکل يې (Ɂ) دی او په کلمه کې لکه  : (رئيس )  فونټیک  شکل    (yesɁ R).

۱۰: غبرګ ژبیز:

دا آوازونه چې تر ډیر ځایه په پښتو کې زیات د استعمال وړ دی او د فارسي ژبې په مقابل پښتو خاص توري هم دي د ژبې له کُت یا راټولیدو څخه منځ ته راځي یعنې د ادا په وخت کې يې ژبه غبرګیږي او بیا دوی ادا کیږي چې په لاندې ډول دي:

الف: (ښ) فونټیک شکل يې (ṣ) دی او په کلمه کې لکه  :  (ښار)  فونټیک  شکل    (arṣ).

ب: (ږ) فونټیک شکل يې (ẓ) دی او په کلمه کې لکه  :  (غږ)  فونټیک  شکل    (ẓəɣ).

ج: (ډ) فونټیک شکل يې (ḍ) دی او په کلمه کې لکه  :  (ډال)  فونټیک  شکل    (lãḍ).

د: (ټ) فونټیک شکل يې (ṭ) دی او په کلمه کې لکه  :  (ټال)  فونټیک  شکل    (lãṭ).

هـ: (ڼ) فونټیک شکل يې (ṇ) دی او په کلمه کې لکه  :  (بڼ)  فونټیک  شکل    (Baṇ).

و: (ړ) فونټیک شکل يې (ṛ) دی او په کلمه کې لکه :   (پړ)  فونټیک  شکل    (Paṛ).

۱۱: ورۍ تالویز:

د آواز پوهنې څیړونکو دوه آوازونه ( ش او ژ ) ورۍ تالویز بللي او دلیل يې دا ښودلی دی چې دغه آوازونه د ورۍ شاته تر کلک تالو لاندې آدا کیږي مګر دا چې موږ په پورتنیو بحثونو کې دا دواړه آوازونه څیړلي له هغه ځایه ښکاري چې د دوی دا استدلال تر یو ځایه پر ځای دی مګر په بشپړه توګه موږ باور ځکه نشو ور باندې کولای چې دغه آواز د ژبې د سر او تالو تر منځ آدا کیږي .

ب : د تولیـــــــــــــــــــــد ډول

(Manners of Articulation)

په دې برخه کې موږ د آواز د تولید پر ډول بحث کوو، هر آوازچې زموږ تر خولې راوزي هغه ځان په یو خاص ډول تولیدیږي یعنی خپل ځانته مشخصات لري ، د بې واک آوازونو په تعریف کې مو وویل چې بې واک آوزاونه د تولید په وخت کې غږیز غړي سره په تماس کې کیږي دغه غږیز غړو یو ځای کیدل په څو ډول کیږي او غږونو ته بیلابیلي ځانګړنې ور په برخه کوي موږ دلته هر تولیدي  ډول په جلا توګه له مثالونو سره وړاندې کوو:

۲: تم (Stop) آوازونه:

موږ او تاسو په لومړي سر کې وویل چې آوازونه د ساه کښلو یا د انسان د تنفس په وسیله تولیدیږي نو له هم هغه ځایه ویلای شو چې د آوازونو په تولید کې د ځینو د ادا پر وخت ډیر فشار یعنې د ساه جریان ته اړتیا شته او د ځینو د تولید په وخت کې لږ په ځینو کې ساه په بشپړه توګه شړل کیږي او دغه د ساه د اندازې یا د ساه د تلو ډولونو آوازونو ته ځانګړې مشخصات ور په برخه کوي :

لومړی مشخصه چې موږ يې دلته تر شننه او کتنه لاندې نیسو هغه ته د تم آوازونو یعنې هغه آوازونه دي چې د تولید په وخت کې له تولید سره سم یا د آواز له بشپړیدو سره سم ساه یا خو په بشپړه توګه ودریږي او تم شي، په پښتو ژبه کې تم آوازونه دا دي:

شونډیز تم ((پ)(P) او (ب)(B)) ښاغیز تم ((ت)(T) او (د)(D))وروستی تالویز تم ((ک)(K) او (ګ)(G)).

۲:مښلی، احتکاکي(Farcatives) آوازونه:

مښلي آوازونه هغه آوازونه ته وايې چې د ادا او تولید پر وخت يې د سا یا هوا مجرا دونه تنګه شي چې آواز په ډیر فشار تولید شي او د ډیر فشار له امله د آواز له تولید سره یو ډول کښهار تولید شي ، چې په پښتو کې مښلي آوازونه دا دي:

شونډیز مښلی ((ف)(F))چې پښتو ژبې ته له عربي ژبې څخه راغلی:

اوریز مښلی ((س)(S)) ، منځني تالویز مښلي((ش)(š) او (ز)(Z))، غبرګ ژبیز مښلی ( په لویدیځه لهجه کې((ښ)(ṣ)) او ((ږ)(ẓ)) .

۳: تم مښلي ، مرکب (Affricates) آوازونه :

دریم ډول آوازونه هغه ډول آوازونه دي چې هم د لومړي ډول یعنې تم او هم د دوهم ډول یعنې مښلي آواز خاصیت له ځان سره لري یعنې په لومړې سر کې په بشپړه توګه بند او تم ، سم او بېرته په پوره فشار له یو ډول خاص کښهار سره تولیدیږي، دغه آوازونو په پښتو کې دا دي:

اوریز ((څ)(c) او (ځ)(ǰ)) او منځنی تالویز ((چ)(č) او (ج)(j)).

۴: پزیز (Nasals) آوازونه :

دا هغه ډول آوازونه دي چې د ادا پر وخت يې يه خوله کې تم آوازونو غوندې سا هوا په بشپړه توګه بندیږي مګر توپير يې دا دی چې د دي آوازونو د تولید پر وخت د نرم تالو وروستۍ برخه کښته وي او سا هوا د پزې له لارې را وځي چې په پښتو ژبه کې دا آوازونه دا دي:

شونډیز پزیز ((م) (m)) ، غاښیز پزیز ((ن)(n)) او غبرګ ژبیز پزیز((ڼ)(ṇ)).

۵: مایع (Liquids) آوازونه:

مایع آوازونه هغه آوازونه دي چې د ژبې ، تالو او وریو یه یو ځای والي څخه په داسې حالاتو کې تولیدیږي چې څه ډول حالت ځانته غوره کوي چې هم تم ، هم تمښلی او هم مښلتوب پکښې را ټول شوي وي دغه آوازونه د خپلو بیلابیلو

ځانګړتیاو په پام کې نیولو سره په لاندې توګه ویشلای شو:

 : Iاړخیز مایع آوازونه (Lateral):

دغه ډول آوزونه په هغه وخت کې تولیدیږي کله چې ژبه د لوړو اوریو پورې مښلي او سا هوا د ژبې تر اړخو راوځي دغه آوازونه چون د ژبې تر اړخونو وزي نو ځکه ورته اړخیز مایع آوازونه وايې چې په پښتو ژبه کې ((ل)(L)) اړخیز مایع آواز دی.

II: نا اړخیز آوازونه (Nonlateral):

دغه آوازونه هغه وخت تولیدیږي کله چې د ژبې اړخونه له تالو سره مښلې او آوازونه د هغه ناوې څخه چې د ژبې د راټولیدو څخه منځ ته راغلی وي وځي دغه ډول آوازونو تع نا اړخیز مایع آوازونه وايي چې موږ دلته د انګلیسي ژبې ((اړ)(R)) آواز د مثال په توګه راوړلای شو.

III: ړپېدونکي مایع آوازونه (Flapped):

دا آوازونه هغه آوازونه دي چې د ژبې اړخونه پر تالو مښلي او د ژبې څوکه په پرله پسې توګه له تالو یا اوریو سره تماس نیسی دغه ډول آوازونو ته ړپیدونکي او یا هم رېږدېدونکي آوازونه وايي چې په پښتو ژبه کې ((ر)(r)) د دغه آواز تر ټولو ښه نمایندګي کولای شي.

نیـــــــــــــــم واک

( سیمي واول )

په آوازپوهنه کې تر اوسه پورې د ژبپوهانو پر دې بحثونه روان دي چېایا په ژبو کې سیمي واول شته او کنه ؟ په لومړۍ سر کې خو ژبپوهانو سیمي واول له واول او کانسونینټ څخه ځانته بیل آوازونه بللي وه مګر وروسته وروسته متوجه شول چې دا ځانته بېل آوازونه نه دي بلکې د خپلواک او بې واک آوازونو تر منځ یو ګډ آوازونه موجود دي چې کله کانسونینټ وي او کله هم واول وي.

د سیمي واول تر ټولو منلی شوی او مشهور تعریف دا دی چې سیمي واول هغه غږونو ته ویل کیږي چې کله په یوه څپه کې راشي که چیرې د څپې مرکز وګرځي په هغه صورت کې واول دی او که چیرې د څپې مرکز ونه ګرځي نو هغه بیا کانسونینټ دی ،د نړۍ په ژبو کې نیم واک آوازونه دوه (و) او (ی) دي شاید دلته تاسو ته سوال پیدا شي چې څنګه کله خپلواک کیږي او کله بې واک کیږي په بېلګو کې تاسو ګورئ، د (یو) په کلمه کې (ی) چې نیم واک دی دلته په بې واک اوړي ځکه چې د (ی) څخه وروسته (و) راغلی دی چې دغه (و) په دې څپه کې د څپې مرکز ګرځيدلی دی مګر د (ځای) په کلمه کې (ی) د څپې مرکز ګرځیدلی دی نو ځکه دلته د (ی) نیم واک په خپلواک بدل شوی دی.

ب: نا زنځیري

نازنځیري آوازونه هغه آوازونو ته وايي چې په لیکنې ډول نه څرګیدیږي یعنې موږ نشو کولای چې په لیکنه کې هغه څرګند کړو بلکې د ویونکي یا خبري کوونکي له خبرو موږ ته څرګندیږي چې په ځینو ځایونو کې فشار واردوي او په ځینو ځایونو کې کلمې پیوسته وايي او په ځینو ځایونو کې يي بېلوي چې دغهد ویلو په وخت کې فشار ټیټوالی او جګوالی او یا هم د کلمو یو ځای او یا بیل ویل د خبرو په مانا و کې زیات تغیرات پېښوي.

دغه د ویلو طرز یا د آوازونو ټیتولې او جګوالې ژبپوهانوپه آوازونو کې را وستلې دي مګر په هغه آوازونو کې نه دې راوستلي چې شکلونه یا توري هم لري بلکې په عروضی آوازونو کې يې راولي چې په لیکنه کې نه څرګندیږي ولې په ویلو کې څرګندیږي او په پښتو کې يې د نازنځیري نوم ځکه ورکړی دی چې پيوسته او یو په بل پسې نښتی نه راځي بلکې بیلابیل د ادا ځایونه لري او په

بیلابیلو ځایو کې د هغو اړتیا تر سترګو کیږي.

دغه آوازونه هم د نورو آوازونو په څېر یوازې یو ډول نه دي او بیلابیل ډولونه

او تعریفونه لري نو ځکه ژبپوهانو دوی هم پر بیلابیلو ډولونو ویشلې دي چې په

 لاندې ډول وړاندې کیږي:

I: څپه:

څپه یا هجا د آوازونو هغه مجموعې یا یوه آواز ته وايي چې په یوه پلا تر خولې ووزي او کم بندښت پکښې را نه شي . یعنې کله څپه له یوه آواز څخه او کله هم له څو آوازونو څخه جوړه شوې وي په څپه کې تر ټولو مهم توک خپلواک  آواز دی یعنې څپه همیشه د خپلواک آواز پر بنسټ جوړیږي بدون له خپلواک آوازه څپه منځ ته نه راځي. دلته تاسو ته د رحمن بابا دا مشهوره شعر د څپو د بیلګې په توګه راوړو چې هره شماره یوه څپه ده:

ښه     ده      ښه      ده       دا     دنـ       یا

۱      ۲       ۳       ۴       ۵      ۶       ۷

چې    تو      ښه      ده       د      عقـ      با

۱      ۲        ۳      ۴       ۵       ۶      ۷

په     دنـ     یا       کې        بـ       دي          نشـ        ته

۱      ۲     ۳        ۴         ۵       ۶            ۷         ۸

که      بـ      دي     نه        وي      له            تا

۱      ۲       ۳      ۴          ۵       ۶            ۷

څپه هم د ژبپوهنې د اصولو له مخې د فونولوژیکې اساساتو په پام کې نیولو سره پر دوه ډوله ویشل شوی دی چې په لاندې توګه دی :

۱: تړلې څپه

مخکې مو وویل چې څپه له یو واول او څو کانسونینټونو څخه جوړ شوېوي نو په دې اساس څپې کله په خپلواک آواز پای ته رسیدلې وي او کله هم په بې واک هغه کلمې چې په بې واک آواز پیل شوې وي هغه څپو ته تړلې څپې وایي لکه (لمر) چې د (ر) په بې واک آواز پای ته رسیدلی دی نو دې څپې ته تړلې څپه وايې.

۲: آزاده څپه

هغه څپې چې په خپلواک آواز پای ته رسیدلي وي هغه څپو ته آزادې څپې وايې ځکه د ادا په وخت کې يې د وروستي توري یعنې د واول د ادا سره خوله یو دول آزاده پاتې کیږي، لکه د (ښځه) په کلمه کې چې دوې څپې دي(ښه) او (ځه) دواړې څپې په خپلواکو آوازونو پای ته رسیدلي دي نو دغو څپو ته آزادې څپې وايي.

II: خج (فشار)     Stress

د خبرو کولو په وخت کې کله ناکله تاسو پر یوې کلم  یا د یوې کلمې پر یوه خاصه برخه باندې ډیر فشار وارده وي او هغه کلمه ستاسو د دغه شار له امله بله مانا ځان ته خپلوي مثلاً : زه کښېنستم. که چیرې د (کښې) په څپه باندې خج وارد شي نو دغه جمله په تیره زمانه کې ده او که چیرې خج د (نستم) پهڅپه راشي نو په دې حالات کې دغه جمله په استمراري حالات کې راځي یا که چیرې

په ښکاري کلمه کې خج د (ښکا) په څپه کې راشي نو د څرګندیدو مانا ښندي او که چېرې خج د (رې) پر سیلاب راشي نو په دې حالت کې د ښکار کوونکي سړي مانا ښندي داسط نو د خج په تعریف کې په لنډه توګه ویلای شو چې خج هغه عمليي ته وايي چې د ژبنیو توکو په لړ کې یو توک په زیات زور او شدت سره وویل شي مانیز او یا هم ګرامري تغیر پېښ کړي .

د یادونې وړ ده چې خج همیشه پر خپلواک توري راځي نه پر بې واک او یا هم نیم واک ، دا چې مخکې مو وویل چې خج یا فشار بیلابیل د ادا ځاینونه لري نو له دې امله خج د خپلو ځانګړتیاو په پام کې نیولو سره پر درې ډوله ویشل شوی دی:

۱: جمله يې فشار

تاسو چې کله جملې پر خوله راوړئ د یو خاص هدف لپاره  جملې جوړوئ هره جمله ځان ته یوه خاصه نکته په ځان کې را نغاړي او هغه نکته یوازې په یوې کلمه کې وي او نورې کلمې په هغه جمله کې د مرستندیو توکو په څیر رول لوبه وي نو د جملې خج همیشه بر هم هغه اساسي او مهمه کلمه باندې وي چې د جملې نور توکې ورپسې ور کاږي نو د جملې خج پر هم هغه کلمه وي او په نوروکلمو کې هم خجونه موجود وي مګر د جملې اساسي خج په هم هغه کلمه مې ځای پر ځای شوی وي مثلاً : زه پوهنتون ته ځم(zapohantun ta ǰam) تاسو په پورتنۍ جمله کې وینئ چې پوهنتون د جملې اساسي توک دی او د جملې فشار پر پوهنتون کلمه او د پوهنتون په کلمه کې د (تون) په هجا کې دی.

۲: لغوي فشار

په پورته مبحث کې موږ وویل چې په جمله کې همیشه د جملې پر اساسي کلمه باندې فشار وي او په نورو کلمو کې هم پر هر سیلاب یو خاص ډول فشار موجود وي په دې مبحث کې موږ په کلمه کې پر فشار بحث کوو په پورته مبحث کې موږ د جملې په منځ کې فشار یا خج پیدا کړچې د پوهنتون (Pahantun) په کلمه کې وو او د پوهنتون کلمه له درې سیلابو څخه جوړ شوې دی او خج چېپه کلمه کې پر دریمه څپه دی نو دلته دې خج ته کلموي خج وايي د فشار په تعریف

کې موږ ویلي ول چې ډیرې داسې کلمې شته چې د فشار د ځای په تبدیلولو سرهد کلمې مانا تغیر کوي مثلاً:

کوټه،           کوټې،    اطاق                          k w ṭá

کوټه،           کوټي،    ډیران،امبار                     k ẃṭ a

غوټه،          غوټې،    د لامبو په وخت کې غوټه کیدل       w ṭáǧ

غوټه،          غوټي،    گیره، توکمهǧẃṭ a

تاسو په پورته کلمو کې ولیدل چې په کلمو کې د  خج په بدلون سره د کلمو ماناو تغیر کړی دی دغه تغیر یوازې مانیز نه دی په ځینو ځایو کې د ګرامري بدلون لامل ګوځي مثلاً پورته موږ یو مثال وړاندې کړ چې د خج په بدلون سره یو فعل (کښېنستم) که چیرې خج یا فشار پر (کښې) راشي نو دا فعل په تېره زمانه کې شو او که چیرې په همدې فعل کې خج پر (نس) باندې راشي نو دلته دغه فعل په استمراري حالت کې شوي.

۳: څپیز فشار

په پورته لوست کې مو وویل چې خج همیشه یوازې پر خپلواک واول باندې راځي او همیشه یوه کلمه له یوې یا څو څپو څخه جوړه شوې وي او پر هره کلمه کې همیشه  پر یوه څپه باندې خج یا فشار راغلی وي مثلاُ د پوهنتون (Pohantun) کلمه له درې سیلابونو څخه جوړه شوې ده په دې کلمه کې تاسو وینئ چې خج یا فشار د (تون –tun) پر سیلاب باندې راغلی دی نو دغه خج ته څپیز یا سیلابي خج وايي.

III: زیراو بم

زیر و بمي هم د عروضي آوازونو یا توک څخه یو ډول دی چې په لغت کې ټیټ او غور ته وايي او په اصطلاح کې هغه ژبپوهنیزه اصطلاح ده چې د آواز ویلو په وخت کې د یوه آواز د لمنې پراخې او لنډوالي ته وايي که چیرې یو آواز زیر (ټیټ) واوریدل شي نو په ژبپوهنیرو اصولو کې وايي چې د آواز لمنه لنډه وه او که چیرې یو آواز جګ یا لوړ واریدل شي نو بیا وايي چې د آواز لمن اوږده وه.

IV: اهنګ

په اصل کې اهنګ د زیر او بمي یو حالت دی چې د جملو ویلو ته مانیز ارزښت پېښوي او ژبنی ارزښت لري د آهنګ ټیټوالی او لوړوالی جملو ته ځانګړتیاوې ور په برخه کوي چې په پښتو ژبه کې دغه زیر او بمي درې حالته لري چې هر یو يې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

الف: ټیټ

کله چې یوه جمله د ادا په وخت کې داسې وویل شي چې د جملې وروستۍ برخه یو ډول لاندې خوا ته کش یا ټیټه وویل شی هغه جملې ته سوالیه جمله وايي، ددغه جملې په اخیر کې د سواليې د نښې(؟) په راوړلو سره ښودل کیږي لکه : احمد راغی؟

ب: موازي

کله چې د جملې د ادا په وخت کې جمله داسې وویل شي چې نه لاندې خوا ته کش شي او نه هم پورته خوا ته هغه جملې ته بیانیه یا ساده جمله وايي، ددغه جملې په وروستۍ برخه کې د نکتې(.) په ایښودلو سره څرګندیږي لکه : احمد راغئ.

ج: لوړ

کله چې د جملې د ادا په وخت کې جمله داسې وویل شي چې د ادا په وخت کې د هیجان له زوره جمله پورته خواته کش شي نو بیا دغه جمله ندایه او یا هم هیجاني جمله بلل کیږي، په اخیر کې د ندايې او یا هیجانه علامه (!) لیکل کیږي،

لکه : احمد راغی!ْ

V: بېلتون پیوستون

بېلتون او پيوستون هم د عروضي توکو څخه یو توک دی په لغت کې جلا والي او یوځای والي تا وایې مګر په اصطلاح کې هغه عملیه ده چې د ژبنیو توکو په لړ یا د ګړهار په تغیر کې دوه آوازه ، دوه څپې ، دوه ګړونه دوه کلمې ، دوه فقرې ، او یا دوه جملې سره پیوسته او یا هم بېلې وویل شي چې دغه بېل او ځای والی مانیز او ګرامري تغیر پېښوي لکه د ستایم په کلمه کې چې یو ځای وویل شي د (صفت نوم) مانا ښندې او که بېل وویل شي نو ملکي ضمیر ګرځي لکه (ګرانې محبوبې زه ستا یم) یعنې خپل ملکیت یو چاته وربخښل دي. 

۱– زیار مجاور احمد، پښتو پښویه، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ل/۲۰۰۵ز کال.

۲: خویشکی محمد صابر ، پښتو غږپوهنه او وییپوهنه ، ۱۳۹۲، مومند  خپرندویه ټوالنه ، ننګرهار.

۳: مرهون محمود ، د ژبپونې بنسټونه ، ۱۳۹۴ ،  کاینات  څیړنیز  او  د  ژباړې مرکز.

۴: مرهون محمود ، آواز پوهنه ، ۱۳۹۴، ،  کاینات  څیړنیز  او د ژباړې مرکز.

۵: سادات نورالحیا ، د نړۍوالې فونټیکي الفبا په مرسته د  پښتو  ژبې  د  غږیزو ځانګړنو څیړنه ، ماسټري تیزس ، ۱۳۹۰ ، کابل پوهنتون.

۶– پنزل ، هربرت. د پښتو ګرامر ، ژباړونکی: محمد رحیم الهام، دانش خبرندویه ټولنه، ۱۳۴۰ل کال.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب