جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبشعرد پوهاند زيار څو تازه پېيلې او ناپېيلې 

د پوهاند زيار څو تازه پېيلې او ناپېيلې 

   اکسفورډ، ۷ نوېمبر۱۶

چرگان و گيدړان

چرگان خو بډايان

تر ټولو ډېر خوري…

 هسې د گيدړانو نوم بد دی!

رېکشا- ډولۍ 

رېکشا  يوه داسې ډولۍ ده

چې يو يوازېنی لېږدوونکی يې

تر ټولو مخکې کښېني

او د يوې ناوې پرځای پکې

څو ناوې او ناوکه لېږدوي.

تېرارمان 

که هغه څوک تېر

په دې ارماني

چې ارامه ارامي وه…

خو داچې د تېر بيرته راتگ

ناشونی دی

نو دغه ارمان  به يې

يوازې او يوازې گور ورخړوب کاندې!!؟

ستا گلورينه کاليزه 

زما د ذهن و زړه په گلڅونوکې تلمېشتې

دا ستا د سرې گلولې دوه گڅانگو په گليون

د وينې مينې دگلبڼ په گلوييو دې

انځورم يو کم نيمه کاليزه گلورينه !!!

ارمان 

ځوانې شپې ورځې که ولاړې مرورې

پوخلاينه يې  هېڅکله نه ارمانم…

 خو زړېبه يې پر مرگ وارمانم بيا!

      سمندر پورې 

بړبکو د غرغنډو پر مخ اخېستی

د بېديا لمنې اور ولې وانخلي…

پرېږده واوړي يې لمبې تر سمندرهم!

گليون 

پر گليون دخزانزمولي باغ مې راشه…

چې يې فرش کړې ستا هرکلي ته

زېړې زرينې  اوسرې گلپاڼې!

څلي څرکونه 

که وسپنيز توبري ډالونه سکڼي

غشي باڼه هم گوگلونه سکڼي

 تور ماښاميان  د تورتمو په توره

سپين سپېده داغي سپېدارونه سکڼي

د هست و نېست څلي څرکونه زما

تور- سره- زرغون رنگين ټالونه سکڼي

پرومتس وژغوره چې اور له زيوس

د نينوا کلا برجونه سکڼي

د شيرينو خسرو پر خوله شوې خاورې

فرهادي مينه گاگرين غرونه سکڼي

سترگې پر لار دازلي بدمرغو

چې خپل نانډوله برخليکونه سکڼي

سخ ! د مهال پر اسطورو د شعر چې ،

په انځور ستورو اسمانونه سکڼي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب