پیتر د دیوالي بخارۍ شغلو ته غبرګې سترګې نیولې وې. د اور لمبې دود کش کشولې. ده د کړکۍ پر ژۍ د وچو ګلانو او تازه ګلانو ګیډیو ته سترګې واړولې.
دوه ویشت ورځې مخکې یې دانیا ته ګلان اخیستي و، خو هغې ورسره ونه کتل، نن یې بیا د لیدو ژمنه ترې اخیستې ده، دی غواړي چې ګلان ورکړي. د تیرې ژمنې ګلان وچ شوي، خو سړي ساتلي.
په فیسبوک کې یې د دانیا د تیرې اونۍ پيغام په لوړ غږ ولوست: « د شنبې په ورځ مازدیګر که بوخته نه شوم له تریزا سره درځم هغه غواړي چې تا وګوري، نو کافي به وڅښو »
د کړکۍ پرده یې پورته کړه. دباندې باران وریده. د دروازې د زنګ داسې شرنګ شو لکه ناڅاپه چې تالنده شي. د کمیس غاړه یې هندارې ته سمه کړه. ور یې پرانیست. تریزا وویل:
-واو د کافي څرنګه ښه بوی ځي»
پیتر دانیا ته وکتل:
-ستاسو لپاره مې کافي نیم ساعت مخکې لا تیاره کړه.
تریزا د کافي له پیالې سره کړکۍ ته ودریده د تازه ګلانو ګیډۍ یې راپورته کړه:
-دا خو دې چاته اخیستې ده تیاره فیته هم پرې تاو ده
دانیا د ګلانو وچه ګیډۍ راواړوله:
-خامخا یې تاته اخیستې ده نو چاته به یې اخیسته
تریزا ورمخته شوه د مننې په دود یې د پیتر پر مخ خپل مخ کیښود. ده د دانیا په لاس کې د ګلانو وچې ګیډۍ ته وکتل:
-دغه ګیډۍ مې مخکې اخیستې وه ګلان یې وچ شول
-اوس هم ښایسته ښکارې
دانیا ساعت ته وکتل، اجازه یې وغوښته. چې پیتر ور پسې پورې کاوه نجلۍ شاته وکتل. د پیتر شونډې ویړې شوې. دانیا ورته وویل:
-په کړکۍ کې دا وچ ګلان په رښتیا هم ښه ښکاري. پیتر مخ راواړاوه چې وچه ګیډۍ ورکړي خو د دروازې ګړز شو او په زینو کې د نجونو د بوټونو ټکا پسې ورکه شوه.
پراګ