Homeخبرونهداعش د مولانا ادریس ترنکزي د وژلو مسوولیت ومانه

داعش د مولانا ادریس ترنکزي د وژلو مسوولیت ومانه

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۱۵ مه) داعش ډلې، چې د افغانستان د طالبانو حکومت یې د پاکستان د حکومت له ملاتړه برخمنه بولي، په پښتونخوا کې د مولانا محمد ادریس ترنګزي د وژلو مسوولیت ومانه.

مولانا تنکزی د سې شنبې په سهار دد خیبرپښتونخوا په چارسدې ولسوالۍ کې په یوه برید کې ووژل شو. په برید کې د هغه دوه ساتونکي ټپیان شول.

داعش ډلې نن (سې شنبې) په یوه بیان کې مولانا ادریس «د پاکستان په حکومت پورې تړلی روحاني» بللی او ویلي یې دي چې دا برید د «خلافت سرتېرو» ترسره کړی دی.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا برید غندلی او د مولانا ادریس وژل یې «نه جبرانېدونکی زیان» بللی و.

ټي ټي پي هم پر مولانا ادریس ترنکزي برید غندلی دی.

مولانا ادریس د جمعیت علمای اسلام له مهمو څېرو څخه و او د دې ګوند له مشر مولانا فضل‌الرحمان سره یې نژدې اړیکې لرلې. هغه همداراز د دارالعلوم حقانیه له استادانو څخه و، چې پکې ګڼ شمېر افغان طالب مشران او د دیني علومو زده کوونکي روزل شوي دي.

تر اوسه د پاکستان امنیتي ادارو د دې پېښې په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي. پولیسو ویلي چې بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلي، خو سیمه کلابنده شوې او د لټون عملیات روان دي.

د مولانا ادریس له وژل کېدو وروسته، د چارسدې اوسېدونکو لاریونونه وکړل او د پېښې پر وړاندې یې خپله غوسه او اندېښنه څرګنده کړه.

له بلې خوا په خیبرپښتونخوا کې دیني عالمانو له حکومته غوښتي چې پر مولانا ترنکزي د برید عامل یا عاملانو ونیسي او که دا کار ونه کړي دوی به سوله ییز احتجاجونه وکړي. دوی د درو ورځو په مخه د اعتراض په دود مدرسې رخصت کړي دي.

په وروستیو اوونیو او میاشتو کې دپه خیبرپښتونخوا ایالت کې پر دیني عالمانو او سیاسي څېرو هدفي بریدونه زیات شوي، چې د امنیتي وضعیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...