شاه محمود میاخېل
کله کله زړه مې غواړي چې هیڅ ونه لیکم او د لکونو او یا میلیونونو نورو افغانانو غوندې سترګې پټې کړم. خو بیا د ځان سره وایم چې ګونګې خو نه یم چې خبرې ونه کړم او ړوند خو نن یم چې لیدلي مسایل ونه لیکم. مړ خو نه یم چې سترګې په واقعیتونو پټې کړم. نه لیکل او نه خبرې د مسایلو د حل لار نه ده او هر څوک باید خپل نظر، د سترګو لیدلې پېښې او تجربه د افغانستان د مسایلو په هکله شریکه کړي ځکه افغانستان د ټولو ګډ کور دی او کور چې ورانیږي او یا یې څوک ورانوي، باید لا اقل چې څه کولې شو، هغه وکړو چې د افغانستان د بربادې مخه ونیول شي. شاید یو کس نیم دې مسایلو ته توجه وکړي او د طالبانو د حاکمې ډلې ځیني چارواکي چې احساس د وطن لري، شاید متوجه شي. ځیني دوستان راته وایي چې په طالبانو کې ښه خلک نشته خو زه د دغه کتلوي قضاوت سره موافق نه یم. په هر ډله، هر قوم، هر کلي، هر کور، هر حکومت او هر حاکمیت کې ښه او خراب شته.
راځم اصلي مسلې ته:
د افغانستان او پاکستان مشکل قومي جنګونه نه دي او نه د ډیورند فرضي کرښې دواړو غاړو کې قومونه سره جنګیږي. د افغانستان مشکل د پاکستان مداخله او تهاجم په افغانستان باندې دی.
اوس نه پوهیږو چې د قومي جرګو هدف څه دی؟
ښکاره خبره ده چې پاکستان د مشرانو د تطمیع کولو لارې غواړي چې د ډیورند د فرضې کرښې دیخوا نفوذ زیات او حتی ځیني سیمې د کنترول لاندې راولي.
پاکستان د خپل د نفوذې ساحې پراخوالې د ثور د کودتاه نه وروسته پیل کړ کله چې مجاهدینو د هغوي په مرسته په افغانستان کې جنګونه پیل کړل. که څوک د باجوړ او مومندو سیمو کې بلد وي، په ۱۹۸۷ ز کال کې، په دغه ایجنسیو کې د پاکستان د فټا ادارې یوازې په تور خط، یعنې قیر سرک کنترول درلود خو دا کنترول او نفود د جنګونو د دوام سره هر کال زیاتیده. د مومندو په سیمه کې د ښاپښ کنډو نه د افغانستان په خوا، پاکستان هیڅ کنترول او نفوذ نه درلود او د پاکستان پاټک په غلنۍ سیمه کې و. پدیتوګه پاکستان د ښاپښ د کنډو نه تیر شو او حتی د ګونڅړې، څپري، انارګي او نورو سیمو کې پخې يوستې جوړې کړلې چې د ګوشتې، خاص کونړ او سرکاڼو مربوطې سیمې وې. دا ساحه تقریبا دیرش څلویښت کلومیتره ساحه ده چې پاکستان د ډیورند د فرضي کرښې نه د افغانستان په خوا ننوتلې دی. د دغه سیمو خلکو ته یې شناختي کارټونه هم ورکړل.
سوال دا دی چې اوس دا غونډې د طالبانو په خوښه کیږي او که کومه بله دسیسه روانه ده چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي ورسره همغږي دي؟
ځکه اول یې داسیمې په توپونو او هوایي بمبازیو وویشتلې او اوس ورسره جرګې کوي جې نور هم خپل د نفوذ ساحه پراخه کړي.
د ملکونو تر منځ مشکل په قومي جرګو نه حل کیږي بلکې د حکومتونو د دیپلوماسې له لارې حل کیږي. خو دا چې افغانستان کې حکومت جوړول او هر څه تر امرثاني پورې پاتې دي نو د پاکستان سره هم د طالبانو خبرې تر امر ثاني ځنډول شوي او خبره یې محلي مشرانو ته حواله کړې چې تاسي د پاکستان سره جوړ شي. عجیبه مرموزه قصه روانه ده.
خدای دې د افغانستان سر، پښو او بدن ته خیر کړي.