یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+اخون دروېزه / سراج احمد حبیبي

اخون دروېزه / سراج احمد حبیبي

اخون دروېزه د ګدای زوی او د درغان لمسی دی، دی په (۹۴۰هـ ق) کال کې زیږېدلی او په ( ۱۰۲۸ هـ) کال کې وفات شوی دی.( ۴:  ۴۶) 

 خو د “پښتانه شعراء” د لومړي ټوک او د “فرهنګ زبان و ادبیات پشتو” د لومړي ټوک له مخې د ده د وفات کال ( ۱۰۴۸ هـ ق ) کال دی.( ۱: ۱۱۹)  

یعنې د ده د ژوند او زمانې په اړه هم د دې دورې د نورو شاعرانو او لیکوالو په څېر دقیق معلومات نشته. 

 د اخون دروېزه زیاتره لیکنې د پیر روښان او د هغه د مریدان د لیکنو په ځواب کې لیکل شوې دي، دی په خپله وایې چې پیر روښان په خیر البیان کې پښتو شعرونه راوړي وو، نو ما هم په خپل اثر مخزن الاسلام کې پښتو شعرونه راوړل، یعنې مخزن الاسلام مې د هغه د اثر خیرالبیان په ځواب کې لیکلی دی. همدا لامل دی چې تر اوسه پورې د مخزن السلام د لیکنې د سبک په اړه ویل کېدل چې په هماغه مسجع نثر لیکل شوی، په کوم چې خیرالبیان لیکل شوی دی. 

خو په دې وروستیو کې استاد رشاد د عروضو له مخې ثابته کړې، چې د مخزن زیاتې برخې نظم دي. په مخزن کې ژباړې هم شته او د اخوند دروېزه خپلې لیکنې هم، چې د قصیده امالي، د قصیده برده، د کیداني خلاصه او د لسو فرقو بیان پکې پښتو ته را ژباړل شوي دي. پر دې سربیره یې ځای ځای د ناصر خسرو بلخي شعرونه او د حمزه اذري یوه معما هم پښتو ته را اړولي دي.( ۵: ۱۲۳)  

اخون دروېزه له مخزن الاسلام څخه پرته د تذکره الابرار و الاشرار، ارشاد الطالبین او ارشاد المریدین په نومونو پارسي اثار هم لري.

د ده کوم افکار چې موږ او تاسې د تصوفي افکارو په نامه را اخلو او څېړو یې، هغوی د تصوف په پرتله په فقه کې ډېر پاخه او اوڅار دي، نو  کېدای شي چې ده د یوه صوفي په توګه نه، بلکې د یوه متشرع او فقیه په توګه د دا ډول افکارو د بیانولو کوښښ کړی وي. د بېلګې په توګه په لاندې نظم کې چې له “صبر” او “رضا” څخه چې کوم عرفاني او تصوفي مفهوم اخیستل کېږي، د هغوی تر تصوفي او عرفاني اړخ، شرعي او مذهبي اړخ ډېر قوي دي. 

راشه واوره ځما وروره                                       فضیلت د صبر ګوره!

صبر ښه دی په هر کار کې                               ولې زیات په دا روزګار کې

رضامن د خدای په کړه سي                                که ژړا کړي په دا څه سي 

خدای له دې بنده اې وروره                                 رضامن وي ډېر هر ګوره 

 ( ۱:  ۱۱۸، ۱۱۹) 

د دروېزه تصوفي او عرفاني شخصیت د ده په لیکنو کې تر ډېره د یوه فقیه او ملا په توګه تبارز کړی دی او په خپلو ډېرو لیکنو کې یې په ډېرو صریحو الفاظو سره د تصوف او صوفیانو ځینې نظریات تر نیوکو لاندې راوستي دي، ښايي ده دا کار یوازې د بایزید روښان سره د شخصي عقدې له امله کړی وي، خو که دقت ورته وشي د ده دا نیوکې ټول تصوف ته متوجه دي. 

د بایزید روښان د طریقې په هر مقام او اصل خو یې بېل بېل تمرکز کړی دی او د اسلامي شریعت د سپېڅلو فرامینو له مخې یې پرې د رد مهر لګولی دی، د بېلګې په توګه پیر روښان په خپل اثر خیر البیان کې د “قربت” د مقام شرط دا ګڼي، چې سالک په دې مقام کې چې کوم اوازونه آوري هغه باید د خدای له لوري وګڼي، لکه چې وايي: 

“په قربت کې په عارف مقرب دا ورمندن دی چې هر آواز ځما له آوازه ګڼي، په تسبیح دې یې فهم لري، په وخت د خوړو په تسبیح د اتام، په وخت د تلو په تسبیح د پښو، په وخت د چار په تسبیح د اندام. “( ۳: ۳۸۶) 

خو اخون دروېزه د ده د دې نظر په رد کې وايي: 

“ځينې وايي دا اواز واړه د خدای دی یا صورت د محمد دی هغه کافر دی.”( ۲: ۲۲۱) 

په همدې شکل سره ده د پیر روښان د وحدت الوجود په نظریه هم د رد مهر لګولی دی، چې دا کار یې اوس نه یوازې د پیر روښان تصوفي طریقې ته متوجه دی، بلکې ټولو هغو صوفیانو او فیلسوفانو ته متوجه دی، چې وحدت الوجود ته ګروهمن دي. اخون دروېزه د وحدت الوجود د نظریې په رد کې لیکي: 

” د الله اشارت مه کړه چې خدای دی په دغه لوري، چې و خدای ته اشارت کا یا یې هر چېرې ګڼینه، سکه هغه سړی کافر دی.”( ۲: ۱۲۱)

اخون دروېزه د صوفیانو پر هغه ډول نظریاتو نیوکه کوي، چې د اسلامي شریعت سره ډېر سر نه خوري، نو ځکه کله چې په تصوف کې خپلو نظریاتو ته راځي، هلته بیا تر ډېره کوښښ کوي، چې طریقت د شریعت پر اصولو برابر کړي. 

د بېلګې په توګه د ده په تصوفي او عرفاني نظریاتو کې سالک هغه څوک ګڼل کېږي، چې پر شریعت برابر وي او تل د “الله” پر ذکر بوخت وي؛ که چېرې له دې دواړو اصولو څخه يې سرغړونه کړې وي، نو بیا که د کشف او کرامت څښتن هم وي، بویه چې څوک ورپسې ولاړ نه شي. په دې اړه د ده د الف نامې په پیل کې راځي: 

الف: اسم د الله دی، دی له ټکي مُبرا دی 

هر چې په دا اسم مشغول شه، هغه سالک الی الله دی 

هر سالک چې موافق په شریعت ځي

له حدیثه له قرانه دې د کل جهان پېشوا دی 

هر چې خلاف کاڼی له دوی 

هغه په کفر کښې رسوا دی

هر چې مستقیم نه وي په شرع، پسې مه ځه 

څه شو که یې کشف و کرامت لوی دی ګمراه دی

( ۲: ۱۸۵)

د ده په نظر سالک باید دا ذکر له یوه پیر څخه اخیستی وي، ځکه هغه ذکر چې له یوه پیر څخه اخیستل کېږي، په هغه کې حضور موجود وي او په کوم ذکر کې چې حضور موجود نه وي، هغه ذکر نه دی، هسې یوه وسوسه ده. په دې اړه یې د مخزن په نورو پاڼو کې لولو: 

ذکر واخله له کامله څو حضور درته پیدا شي 

هر ذاکر چې بې حضوره ذکر کاندي، ذکر نه دی وسوسه ده

( ۲: ۱۹۱) 

او یا: 

ذکر واخله له کامله 

چې یې دست په دست راوړی له نبي (ص) وي 

( ۲: ۱۹۱) 

اخون دروېزه ذکر دوه ډوله ګڼي. یو  ظاهر ذکر او بل باطن ذکر. ظاهر ذکر د لمانځه او روژې ذکر بولي او باطن ذکر د “الله ج” په نامه سره د زړه د صیقل کولو ذکر ګڼي. دی وایي: 

ذ: ذاکر ظاهر باطن شه  د نبي بخره دغه ده 

په باطن د الله نوم د زړه صیقل دی، په ظاهر یې نمونځ روژه ده

هر ګمراه چې د باطن لاپې وهي ظاهر به نه کا 

د نبي په دین کښې لویه خرخښه ده

( ۲: ۱۹۱)

دی توبه هم په څلورو ډولونو وېشي. ۱ـ د مصطفی(صلی الله علیه وسلم) توبه ۲ـ د دروېشانو توبه ۳ـ د سالکانو توبه ۴ـ د عادي خلکو توبه . 

د توبې دا ډولونه دی په خپل لاندې نظم کې په دې ډول تشریح کوي: 

ت: توبه د مصطفی ده چې رسول دی له خودۍ تښتېدلی 

هر چې مستقیم شه په توبه کښې د ده مونډ هغه نیولی 

توبه ده په څلور رنګه عامي خلق دې توبه کا له ګناهونو 

دروېشانو له لذتونو، دا طریقه د اولیاؤ ده تللې 

عبادت دایم مدام کړه او تکیه باندې ومه کړه 

که خودي پکښې پیدا کړې په بندګۍ یې شرمېدلی 

سالکان دایم توبه کا له خودۍ

( ۲: ۱۸۶) 

د توبې نقش بیا په دریو (۳) ډولونو وېشي. ۱ـ د حال له ناوړه اعمالو څخه توبه ۲ـ د ماضي پر تېرو ناوړه اعمالو پښېماني ۳ـ د راتلونکې له ناوړه اعمالو څخه ځان ژغورنه. د توبې د نقش دا درې (۳) ډوله دی په دې ډول په خپل لاندې نظم کې تشریح کوي: 

د توبې نقش خو درې دي

دا د حال ګناهونه پرېږده

له ماضي امرزش غواړه تل ژړا کړه

روایت دی مرتضی هسې وئیلي 

هره ګناه چې ائنده وي ځنې تښته 

ګڼه نوره به یې نه کړم

 ما ښی لاس دی پر نبي ور لګولی 

( ۲: ۱۸۶، ۱۸۷)

له دې ور ها خوا اخون دروېزه د یوه سالک لپاره د اسلامي تصوف د نقشبندیې طریقې د ځینو اصولو مراعاتول لازم بولي، د دې اصولو پېژندنه موږ د نقشبندیې طریقې په معرفي کې بشپړه کړې وه، نو دلته یې یوازې پر یادونه بسنه کوو، هغه  اصول دا دي: 

هوش در دم، نظر بر قدم، خلوت در انجمن، سفر در وطن، یادداشت، یاد کرد، وقوف زماني، وقوف عددي او قوف قلبي . 

اخون دروېزه په خپل لاندې نظم کې وایي: 

بل دایم مشغول په ساه شه 

تل خلوت در انجمن کړه 

هم سفر اندر وطن کړه 

بل دایم نظر په دم کړه 

په مقصود پسې شیدا شه 

(۶:  ۱۹۲) 

خو د اسلامي تصوف د بلې طریقې چشتیې شریفې په ستاینه کې بیا وایي: 

دروېزه ظاهر باطن په حق مشغول شه 

د چشتیانو هسې صافه سلسله ده

( ۲: ۱۹۱) 

د ده دې دواړو نظمونو ته که وګورو، نو دی په دې وروستي نظم کې ځان د چشتیې طریقې لاروی ګڼي او د چشتیې طریقې زیاتره صوفیان د وحدت الوجود د نظریې لروونکي دي، خو که یې هغه لومړي نظم ته وګورو، نو دی د نقشبندیې طریقې ستاینه هم کوي او د دې طریقې زیاتره صوفیان بیا د وحدت الشهود د نظریې لروونکي دي، نو داسې ښکاري چې دی د روښاني طریقې پرته د اسلامي تصوف نورو ټولو طریقو ته د قدر په سترګه ګوري او د دغه وحدت الوجود د نظریې سره مخالفت یې هم د پیر روښان سره د مخالفت له امله دی. 

په هر صورت د ده په ‌ډېرو نظمونو کې نه د وحدت الوجود خوا نیول شوې ده او نه هم د وحدت الشهود؛ بلکې د یوه فقیه په توګه یې د دې دواړو نظریاتو څخه ځان یو مبرا صوفي معرفي کړی دی. 

اخځلیکونه

۱ـ حبیبي، عبدالحی. ( ۱۳۹۱). پښتانه شعراء. لومړی ټوک. د مطیع الله روهیال په زیار. کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه. 

۲ـ دروېزه، اخون. ( ۲۰۱۴). مخزن الاسلام. د محمد زبیر حسرت ترتیب، تدوین او فرهنګ. دوبۍ: د اماراتو پښتو ادبي ټولنه. 

۳ـ روښان، بایزید. ( ۱۳۹۶). خیرالبیان. د معصوم هوتک سریزه، ترتیب، مقابله، سمون او لمنلیکونه. کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه. 

۴ـ زېور، زېورالدین. ( ۱۳۸۹). د پښتو ادبیاتو تاریخ منځنۍ دوره. پېښور: میهن خپرندویه ټولنه. 

۵ـ ښکلی، اجمل.(۱۳۹۴). تصوف او ادب. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه. 

۶ـ غروال، محمد عارف. ( ۱۳۹۵). د پښتو ادب په پرمختیايي بهیر د روښاني غورځنګ اغېزې. کابل: صدف مطبعه.  

1 COMMENT

  1. اخوند درویزه د یوسفزیو پښتنو په منځ کي تر نیمي پیړۍ زیات عمر تیر کړی او د سیمي په ټولو پښتني سیمو کي ګرځیدلی دی. د هغه د ژوند زمانه د ۱۵۳۰ څخه تر ۱۶۳۸ پوري ټاکله سوې ده، یعني ۱۰۸ کاله یې ژوند کړی دی. اخوند درویزه یو متشرع عالم وو او د پښتنو لپاره یې اهمیت په دې کي دی چي د مخزن الاسلام په نوم یو کتاب یې، چي د دیني اصولو او احکامو په باره کي دی، په پښتو ژبه لیکلی دی؛ او دا کتاب یو له لومړنیو پښتو کتابونو څخه دی. اخوند درویزه د روښانیانو تر ټولو سخت دښمن وو؛ هغوی یې تاریکیان بلل او پخپله بیر روښان یې ملحد او ګمراه باله. خوشحال خان خټک لومړنی پښتون شاعر دی چي دې کتاب ته یې د مخزن الاسرار په نوم اشاره کړې او هغه یې د شکل او متن له مخي غندلی دی.

    درویزه چي بیان کړی خپل کتاب دی
    نوم یې مخزن الاسرار ایښی جناب دی
    هر بیان یې نا موزون، مجهول بې رنکه
    خالي پاتو له دانشه له فرهنګه
    که یوه مصرع په شل بله په سل ده
    نا مربوطه نا موزونه په ویل ده
    قافیه یې لام او دال سره وهلي
    په ردیف کي یې نون واو سره پييلي
    مسلې یې نظم کړي په پښتو دي
    درته څه وایم چي څه دي؟ د لوستو دي؟

    حقیقت دا دی چي مخزن په داسي عباراتو لیکل سوی دی چي نه د نظم خوند کوي او نه د نثر او، د سید تقویم الحق کاکاخیل په شمول، پوهان یې مسجع نثر بولي.
    دا پورته مطلب د عبدالباري جهاني له لیکنې نه کاپي شویدی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب