تاند ( یکشنبه د لیندۍ/ قوس ۴مه) د اذربایجان په کوربتوب د کاپ په ۲۹ مه کلنۍ غونډه کې دا ځل هوکړه وشوه، چې پرمختللي هېوادونه به هر کال له بې وزله هېوادونو سره ۳۰۰ میلیارده ډالر مرسته کوي.
دغه مرستې به د روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال په راتلو پیل او تر ۲۰۳۵ به دوام کوي.
له اقلیمي بدلونونو اغېزمن یو هم افغانستان دی.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د مضره ګازاتو د تولید کچه بیخي کمه ده، خو د اقلیمي بدلونونو له کبله د نړۍ په مخ شپږم زیات اغېزمن هېواد شمیرل کېږي.
د کاپ ۲۹ مه کلنۍ غونډه چې د ملګرو ملتونو له لوري د اذربایجان په پلازمېنې باکو کې ۱۱ ورځې دوام وکړ، چې پکې د شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو استازو ګډون کړی وو.
د یادې غونډې په مسوده کې راغلي چې تر ۲۰۳۵ کال پورې هر کال شاوخوا ۱،۳ ټریلیون ډالره مرسته راټولیږي، چې ډېره برخه به یې شتمن هېوادونو ورکوي.
د یادونې ده چې د اقلیمي بدلون کلنۍ غونډه کې د طالبانو د حکومت له لوري د چاپېریال ساتنې ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص هم ګډون کړی و او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو استازو سره یې د اقلیمي بدلون په تړاو د افغانستان ستونزې او اندېښنې شریکې کړې وې.