ملګري شفیع الله تاند د ورک شاعر (دای په ادبي چاپیریال کې بېخي کم لېدونکی وي) شفیق الله شاداب د څلورو بیتونو غزل خپور کړی و، نه یوازې دې بیتونو یې خوند راکړ؛ بلکې دای مې هم رایاد شو، خواوشا لس کاله وړاندې غالباً د محصلی په اول کال مې د ادریس غروال په واسطه ورسره د ده د موسسې په دفتر کې شپه وکړه، دای هم زموږ په څېر د ژوند نورو بوختیاوو هم په مخه کړی و، د خدای زور دوسیې او تذکرې یې مخ ته پرتې وې.
شپه ډېره تېره وه او برق هم نه و، زما په غوښتنه یې راته په همغه نېمکښه رڼا کې سخت خوندور شعرونه وویل، ما وې شاداب صاحب زموږ بخت ته ګوره د خلکو لوی شاعران او پنځګر د تجربو او کیفیتونو لپاره سیر و سیاحت او مطالعې کوي او زموږ دا دی، دوسیې او تذکرې ګوري.
د غزل مطلع یې ده:
د نظرونو اختلاف کنډر ـ کنډر کړه دنیا
د انسانانو فیصلو په غرونو سر کړه دنیا
کله کله د یوه نیم بیت خبره د بنده زړه ته ولوېږي، علت یې دا وي، چې د ده له فکر او لیدلوري سره ورته والی لري، په دې بیت کې هم د انساني اختلافاتو او د هغو د پایلو خبره شوې ده؛ خو دا خبره په لومړۍ مسره کې چندان سمه نه ښکاري او په دویمه کې بیا رغند روغه خبره ده. د نظرونو اختلاف د انساني ژوند طبیعي برخه ده، ان د ژوند د تنوع او رنګارنګۍ یو اړخ هم دی؛ نو ځکه د اختلافاتو دا ډول مطلق رد یو ډول ناسمه خبره کېدای شي؛ خو په دویمه مسره کې «د انسانانو د فیصلو» د کنډر کولو خبره بیا یو څه پراخه او د تامل وړ ځکه ده، چې زموږ تجربو ته نېږدې او ثابته خبره ده. ډېر ځله د اختلافاتو اصلي ستونزه پخپله اختلاف نه؛ بلکې هغه ناسمې پرېکړې او چلندونه وي، چې د اختلاف په نوم رامنځته کېږي؛ یعنې چلن یې ناسم وي، پر ځای د دې چې شاعر د دغه چلن خبره وکړي، د نظري اختلافاتو خبره یې ناسمه کړې ده؛ خو په دویمه مسره کې چې یو څه خلاصه او واقعي خبره کوي زړه ته لوېږي.
د تهذیبونو پنډتان په شر کې خیر لټوي
د امن ټولو پلویانو در په در کړه دنیا
په دې بیت کې «د تهذیبونو پنډتان چې په شر کې خیر لټوي» هغه نړېوال واقعیت دی، چې اوسمهالې نړۍ د لویو قدرتونو او طاقتونو د دروغجنو شعارونو په شکل له نورو پټ ساتلی او په دوه مخي ډول یې د مخ خبره یوه او تر شا خبره یې بله ده؛ یعنې دلته شاعر د تمدنونو پر هغو مدعیانو نیوکه کوي، چې د خیر او شر تعریفونه هم د خپلو سیاسي او فکري ګټو له مخې کوي؛ اصلاً د تهذیب په نوم د شر توجیه کول د معاصر استعمار یوه ډېره مهمه څېره ده، چې باید وپېژندل شي او دلته په دې پېژندنه کې شاعر کامیاب ښکاري.
لاندې بیت یې هم د همداسې مفهوم یوه بله خبره ده، چې شاعر یې په کولو کې بې زړه نه دی؛ بلکې د پورته بیتونو د خبرو غوندې زړوره او مهمه خبره کوي:
که عدالت او احتساب معنا بایللې نه ده
نو اختراع څنګه د اور په خوله کې ورکړه دنیا
شاعر نقد کوي او پوښتي چې که عدالت او احتساب لا هم ارزښتونه وي؛ نو د انساني عقل او اختراع پایله ولې دغسې د اور او ویجاړۍ په خدمت کې ده؛ لکه همدا نن چې دنیا د تهذیبي ادعاوو ترڅنګ له یوه بشپړ انساني او اخلاقي بحران سره مخ ده، چې عدالت او د ظلم پر وړاندې احتساب په کې د مرغۍ پۍ دي. شاعر په وروستي بیت کې وایي:
د ملتونو کلی کور په دې معیار نه کېږي
چې د چا ښکر وشي هغوی ځان ته اخور کړه دنیا
په دې بیت کې بیا د ملتونو د برابرۍ، خپلواکۍ او ملي کرامت هغه خبره کوي، چې که له یوې خوا د «ښکر» او «اخور» استعاره په خپل طنزي رغښت کې د ځواکوالو او کمزوريو ترمنځ استعماري اړیکې افاده کوي؛ نو بل خوا د ملتونو د سیاسي او ملي برخلیک ته د تعادل او توازن اشاره هم کوي، چې ګنې کلی او کور دغسې نه کېږي؛ لکه دغه د اوسنیو استعماري واکوالو په لاس او معیار کې چې ده.
مجموعاً ویلی شو، چې د شاداب په دې څلورو بیتونو کې د استعمار ضد فکر او د محکومو ملتونو د خپلواکۍ او د انساني درناويو هغه خبره شدیده او ښکاره ده، چې اصلاً دنیا یې د خپلو تهذیبي شعارونو او د خودساخته نړیوالو معیارونو له مخې کوي او خپلې ګټې او غوښتنې په کې د عدالت، امن او تمدن په نوم توجیه کوي، زما په اند د ده د دې بیتونو ارزښت همدا دی، چې دای یوازې د یوه شاعر په توګه د دوی په څېر د زور او استبداد خبره نه کوي؛ بلکې هغه فکري منطق یې نقدوي، چې دوی یعنې استعمار یې د خیر، امن او تمدن په نومونو شعاروي.
پوښتنه دا ده، چې د دې شعرونو اصل ادبي ارزښت په څه کې ده؟ موږ خو یې تراوسه په منځپانګه وغږېدو، معاصر ادبي ارزښتونه یوازې د هیئتونو یا د شکل په خبره کې ارزښت نه لټوي؛ بلکې کله کله دغسې مهمې خبرې یا منځپانګې چې د لویو لویو کتابونو هومره خبرې په مختصر، او مربوط اندازه په کنایو او انځوریز ډول افاده کوي، دا هم هم د ادبي ارزښتونو په رغښت او جوړښت کې ونډه لري.