ليکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت
سریزه:
د الحمراء ماڼۍ د اسلامي تمدن له ښکلو او تاریخي ودانیو څخه یوه ده، چې د هسپانیې په غرناطه ښار کې موقعیت لري.
دا ماڼۍ د اسلامي معمارۍ یو ستر شاهکار او د مسلمانانو د پخواني عظمت ژوندۍ نښه ده. له پلازمېنې مادرید څخه شاوخوا ۲۶۷ میله لرې پرته ده.
تاریخي شالید:
په څلورمه هجري پېړۍ کې چې د لسمې میلادي پیړۍ سره سمون لري د بني احمر قوم په غرناطه کې مېشت شو. هغوی د داسې یوه خوندي ځای په لټه کې وو چې د دښمن له بریدونو څخه یې وساتي. په پای کې یې د غرناطې په شمال ختیځ کې یوه مناسبه غونډۍ وموندله او هلته یې استوګنه پیل کړه.
د پنځمې هجري پېړۍ په پیل کې، کله چې د بربرانو مشر بادیس بن حبوس د غرناطې واک ترلاسه کړ، د غونډۍ شاوخوا یې یو پیاوړی دېوال جوړ کړ او دننه یې خپله حکومتي ماڼۍ جوړه کړه.
په ۶۳۵ هجري قمري کال، چې له ۱۲۳۸ میلادي کال سره سمون لري، محمد بن احمر ناصري د غرناطې واکمن و. هغه د الحمراء شاوخوا نور برجونه جوړ کړل او د «دارو» سیند اوبه یې د کانالونو له لارې د ماڼۍ انګړ ته راوستې.
وروسته د سلطان ابوالولید اسماعیل په واکمنۍ کې د الحمراء د ودانیزو چارو مسؤلیت د هغه زوی سلطان یوسف ابوالحجاج ته وسپارل شو.
نوموړي په ماڼۍ کې ښکلي او مجلل تالارونه جوړ کړل. د ماڼۍ مشهوره دروازه، چې د شریعت دروازې په نوم یادېږي، هم د هغه له هنري کارونو څخه ده.
د سلطان ابوالولید اسماعیل له مړینې وروسته، د هغه زوی سلطان یوسف بن ابوالولید واک ته ورسېد. د هغه په دوره کې د الحمراء ماڼۍ پراخه شوه او ګڼې نوې برخې ورزیاتې شوې.
د الحمراء ماڼۍ مهمې برخې:
۱. د ریحان انګړ:

دا انګړ مستطیل شکل لري. په منځ کې یې یو لوی حوض دی او شاوخوا یې لوړې او ښکلې ونې ولاړې دي. دا ځای د ماڼۍ له ښکلو او ارامو برخو څخه ګڼل کېږي.
۲. د سفیرانو تالار:

دا تالار د ماڼۍ په شمالي برخه کې موقعیت لري او د هغې له لویو او مشهورو برخو څخه دی.
د ګنبد لوړوالی یې شاوخوا ۲۳ مترو ته رسېږي. په دې تالار کې به د مهمو مېلمنو او سفیرانو هرکلی کېده.
۳. د زمریانو انګړ:

دا انګړ د سلطان محمد الغني بالله د واکمنۍ پر مهال جوړ شو.
یادې محوطې(انګړ) لاندې ځانګړتياوې درلودې:
* د انګړ شکل مستطیل بڼه درلوده.
* ۱۲۴ ستنې پکې وې.
* په منځ کې یې یوه ګردي ډوله چینه يي ډبرې وې.
* د چینه ډوله ډبرو ترڅنګ د مرمرو ۱۲ زمري مجسمې جوړې شوې وې.
د تاریخي روایت له مخې، له دغو زمریانو څخه به په ټاکلو وختونو کې اوبه راوتلې. فرانسوي پوهانو هڅه وکړه چې د دې اوبو د منظم جریان راز معلوم کړي، خو د هغوی د څېړنو له امله د اوبو پخوانی سیستم له ستونزو سره مخ شو او جریان یې ودرېد.
د الحمراء ماڼۍ د شان او شوکت پای: